اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
نوې سروې او غبرګون/ په امریکا کې تر ټولو تېز خپرېدونکی دین
حمید هڅــاند
16.05.2012
یادونه: دا لیکنه له امریکن ډریم څخه ژباړل شوې ده. امریکن ډریم یوه داسې ټولنه ده چې غواړي امریکایان ویښ کړي. دوی وایې چې د امریکا برخلیک له سیاسي – اقتصادي پلوه بدلېدونکی دی، دوی ډېری مهال له امریکا سره تړلي اقتصادي او سیاسي مسایلو ته انعکاس ورکوي او د امریکا اولس خبروي چې څه روان دي.
...............................................................
ایا پوهېږۍ چې په امریکا کې تر ټولو تېز خپرېدونکی دین عیسویت نه دی؟ خو کوم یو دی؟ دا دین اسلام دی. د امریکا وروستۍ دیني احصایه چې پایلې یې د ۲۰۱۲ کال د می په اوله خپرې شوې ښیې چې په امریکا کې اسلام په هېښوونکې توګه د پرمختګ په حالت کې دی. دا احصایه د امریکا د دینې ډلو شمېرونکو ټولنې له خوا تر سره شوه او پایلې یې د د دیني مالوماتو ارشیف له خوا خپرې شوې. د دې احصایې له مخي له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۰ کال پوري په امریکا کې د مسلمانانو شمیر یو میلیون تنه زیات شوی دي چې په دې ترتیب یې ټولیزشمیر په ۲۰۱۰ کې ۲.۶ میلیون تنو ته رسېږي. په بله وینا په دغو لسو کلونو کې د مسلمانانو په شمېر کې ۶۶.۷ سلنه هېښنده زیاتوالی راغلی دی. بل پلو؛ د عیسوي ګروپونو زیاتوالی د نفوس د یاتوالي په پرتله خورا کم دی؛ او ان ځینې عیسوي ګروپونو شاته تګ کړی دی. دې حقیقت ته په پام سره چې په امریکا کې عیسویت مخ ښکته روان دی او په وړاندي یې نور دینونه ، په ځانګړې توګه اسلام مخ پورته روان دی ویلو شو چې هغه ورځ لیري نه ده چې دا بدلونونه به د امریکا په حکومت او ژوند کولو ډول کې هم بنسټیز بدلونونه رامینځته کړي. ولسمشر اوباما یو ځل خبرو کې وویل چې امریکا نور یواځي او یواځي عیسوي هیواد نه دی؛ ولسمشر ، له بده مرغه ( خو موږ وایو له ښه مرغه؛ ژباړن) له حقیقته لري نه ؤ.
اوس ګورو چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۰ پوري څه ډول کږونونه شوي دي:
- انجیلي پروتستانت ۱.۷ سلنه ډېرښت
- مورمون ۴۵ سلنه ډېرښت
- کاتولیک ۰.۵ سلنه کمښت
- پاتي پروتستانت ۱۲.۸ سلنه کمښت
- اسلام ۶۶.۷ سلنه ډېرښت
د University of Kentucky پوهنتون کې د اسلامي څېړنو پروفیسوراحسان بګبی په وینا په ۲۰۰۰ کال کې په امریکا کې ۱۲۰۰ لوی مسجدونو شتون درلود چې اوس ۲۱۰۶ ته رسیدلي دي.
د امريکا په ډېری برخو کې موږ د دې شاهد یو چې لوی مسجدونه جوړېږي او د دغو مسجدونو مالي لګښت هم له بهر څخه راځي. دا مسجدونه خالي هم نه دي بلکې په پوره مانا ورڅخه کار اخیستل کېږي او د مسلمانانو د شتون ښکارندویی کوي.
USA Today په خپله مقاله کې کاږي:
امام محمد د مرکزي امریکا د اسلامي ټولني مشر وایې چې یواځي د ده په سیمه کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ نوي مسلمانان اوسېږي. د ده په وینا د امریکایانو مسلمانېدل د سمپتمر له یوولسمې وروسته خورا ګړندی شوي دي.
د مسلمانانو د شمېر زیاتوالی ترڅه ځایه له بهر څخه راغلو کډوالو له امله دی. د Pew Research Center د یوې څېړنې له مخي د امریکا د ځوانو مسلمانانو ۳۹ سلنه هغه کسان دي چې له ۱۹۹۰ کال راهیسي له بهر څخه امریکا ته کډوال شوي دي.
د مسلمانانو په شمېر کې ډېرښت د دې لامل شوی دی چې د امریکا سراسر په ټولنو کې نوي بدلونونه ښکاره شي. د بېلګې په توګه په New York City School District کې د ټولو زده کوونکو ۱۰ سلنه مسلمانان دي. دا حالت د دې لامل شوی دی چې ډېری ښوونځي اوس خپلو کلیزو ته په بدلونه ورکولو سره د مسلمانانو رخصتیو ته هم ځای ورکړي.
د سروې له مخي ناعیسوي ډلو په ټولیز ډول په دغو لسو کلونو کې ۳۲ سلنه ډېرښت کړی دی. په ۱۹۹۰ کې سروې ګانو ویل چې ۸۵ سلنه امریکایان ځانته یو یا بل ډول عیسویان وایي. په ۲۰۰۸ کې دا سلنه ۷۵ ته ټیټه شوه. Atheism هم له ۱۹۹۰ څخه وروسته دوه برابره شوی دی.
امریکا بدلېدونکې ده او ورو ورو نوره عیسوي امریکا نه ده.
http://www.rcms2010.org/press_release/ACP%2020120501.pdf
http://www.thearda.com/
http://www.youtube.com/watch?v=tmC3IevZiik
http://www.youtube.com/watch?v=tmC3IevZiik
http://www.foxnews.com/us/2010/08/08/away-raw-emotions-ground-zero-mosques-face-strong-opposition/
http://abcnews.go.com/US/story?id=7041036&page=1#.Txdeo_lXk3w