د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په پاکستان کې د افغان طالبانو د نظامي شورا مهم غړی مولوي قادرخان منګل ترور شوی دی

لاونګ
16.05.2012

میرویس جلالزی(چهارشنبه/مې۱۶) د وسله والو طالبانو د یوه بل مهم افغان قوماندان، چې له څو ورځو را په دې خوا د پاکستان په ټل کې تری تم شوی و، مړی وموندل شو.

دغه قوماندان مولوي قادر خان منګل نومیږي.

[color=blue:805eebab39]نوموړی د افغان طالبانو یو مهم پوځي چارواکی و او په سویل ختیځه حوزه یعني پکتیا، خوست ، پکتیکا او لوګر کې یې د طالبانو د ډیرو ګروپونو مشري کوله.[/color:805eebab39]
ویل کیده چې نوموړي د حقاني له ډلې سره هم اړیکي لرلې خو په وروستیو کې یې له حقاني ډلي سره اړیکې څه نا څه خړ پړې شوې وې.

د پاکستان په ټل کې د یوې طالبي سرچینې په وینا مولوي قادر خان منګل د ټل بازار ته څیرمه په خپل کور کې وژل شوی او جسد یې نامعلوم ځای ته وړل شوی و چې د قوم په هڅو وموندل شو.

د مولوي قادر خان له مړي سره داسي کوم سند یا نښه نه ده ترلاسه شوې چې د هغه د وژل کېدا علت ترې څرګند شي.

د سرچیني په خبره پر مولوي قادر خان تور و چې نوموړی د طالبانو په هغې کړۍ کې شامل دی چې غواړي د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

تردې مخکې په ورته تور په کوټه کې د ملا اسماعیل او پنځه ویشت نورو طالب قومندانانو د وژل کېدو راپورونه ورکړای شوي وو خو طالبانو، چې په بیل کې دا راپورونه ردول، اوس وايي چې ملا اسماعیل ژوندی دی او تحقیقات ترې روان دي. خو په غزني کې شاهدان وايي چې د کوتي د نظامي شورا د مرستیال مولوي اسماعیل مړی غزني ته انتقال او د شیرخان په کلي کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

مولوي قادر خان د ملا اسماعیل نږدي ملګری و.

[color=darkred:805eebab39]په همدې حال کې د طالبانو ځينو سرچینو هم ویلي چې مولوي قادر خان منګل توند لاري نه خوښوله او د نرم دریځ خاوند طالب و چې په خوست او پکتیا کې یې د ښوونځيو د تړلو سخت مخالفت کاوه او د بې پوښتني قتلونه سخت ضد و.[/color:805eebab39]
ادعا کېږي چې د طالبانو توند لارو ډلو له حقاني سره په نږدې همکارۍ کې د قادر خان منګل د وژلو پلان جوړ کړی [color=blue:805eebab39]خو دغه پلان د پاکستان د استخباراتو له لوري د پاکستان په خاوره کې دننه د پاکستاني منابعو په همکاری پلی شوی دی.[/color:805eebab39] [color=red:805eebab39]د مولوي قادر منګل، چې د خوست ولایت اوسیدونکی دی، یوه خپلوان تاند ته وویل چې نوموړی د یوه افغان په وسیله او د پاکستان د استخباراتو په امر وژل شوی [/color:805eebab39]او د دوی د قوم له لوري د دغه افغان د کورنۍ اووه غړي په افغانستان کې په غچ اخیستونکي برید کې له مینځه تللي دي.

راپورونه وايي چې پاکستان هغه طالبان وژني چې غواړي د افغانستان له حکومت سره خبرې یا روغه وکړي.

ملا برادر او ګڼ نور طالبان، چې غوښتل یې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي د پاکستان له لوري نیول شوي دي.

[color=blue:805eebab39]ادعا کېږي چې پاکستان نه یوازې هغه طالبان نیسي او وژني چې د افغانستان له حکومت سره د خبرو هڅه کوي، بلکې هغه شمېر طالبان هم نه پرېږدي چې مستقل فکر لري. ویل شوي چې یاسر او ځیني نور د خپل مستقل فکر قرباني شوي دي.[/color:805eebab39]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more