د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د کوټې د شورا یو مهم غړی وايي چې طالبان دوې ډلې دي

لاونګ
15.05.2012

د طالبانو د مشرتابه د شورا یوه مهم غړي معتصم اغا جان له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د طالبانو لوی اکثریت له سوله ییزې لارې د شخړې د اواري غوښتونکی دی خو یوازې یو کم شمېر سخت دریځي یې مخه نیسي.

معتصم اغا جان، چې د سولې لپاره د هلوځلو په لړ کې یو ځل نژدې و چې ووژل شي، وویل، «طالبان دوه ډوله دي. یوه ډله یې باور لري چې بهرنیان غواړي چې مسله حل شي خو بله ډله یې په دې باور نه لري، دوی فکر کوي چې بهرنیان یوازې او یوازې جګړه غواړي.»

معتصم آغا جان پر لوېدیځو هیوادونو، تېره بیا پر امریکا او بریتانیا نیوکه وکړه چې د یوې سیاسي ډلې په توګه یې طالبان په رسمیت ونه پېژندل او خپلې نورې ژمنې یې هم عملي نه کړې او په دې ټوګه د سخت دریځو د غښتلي کېدو او د ده په څېر د منځلارو د کمزورتیا سبب شول.

نوموړي زیاته کړه، طالبان دری مهمې غوښتنې لري چې لومړۍ له ګوانتانامو او بګرام زندانونو څخه د ټولو طالب بندیانو خوشې کول، دوهمه، د ملګروملتونو د بندیزونو له فهرست څخه د طالب مشرانو د نومونو اېستل او دریمه یې د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل دي.

ده وویل، په قطر کې د سولې خبرې ځکه ناکامې شوې چې امریکا له ګوانتانامو څخه د پنځو طالب مشرانو د خوشې کولو ژمنه عملي نکړه خو آغاجان معتصم ادعا کوي چې زرګونه بېګناه خلک او دیني عالمان لاهم په بګرام زندان کې د طالبانو په نوم بندیان دي.

نوموړي تایید کړه چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستل شوی خو زیاته یې کړه چې دې دفتر ته د طالبانو د سیاسي دفتر رسمي حیثیت نه دی ورکړل شوی، بلکې د داسې یوه پټ مرکز په سترګه ورته کتل کېږي چې امریکایان نه له یوې سیاسي ډلې، بلکې له یوې وسله والې ډلې سره خبرې پکې کوي.

ده، چې د ټېلفون له لارې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره مرکه کوله، د سولې د عالي شورا د غړي مولوي ارسلارحماني پروژنه خپګان وښود، ویې ویل چې هغه یو هېوادپال انسان و. دی زیاتوي چې ده هم درې کاله مخکې له دې چې امریکایان طالبانو ته د سولې رسمي بلنه ورکړي هغه مهال چې دی د طالبانو د سیاسي کمیټې مشر و، د سولې د خبرو لپاره هڅې کولې. له دې وروسته په تېره اګست میاشت کې په کراچۍ ښار کې چې ده استوګنه پکې لرله د ده د وژنې ناکامه هڅه وشوه. د اسوشېتېدپریس په وینا نوموړی لاهم د طالبانو د مشرتابه شورا، یعنې د کوټې د شورا غړی دی.

معتصم آغاجان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې پر بدن یې ګڼې مرمۍ لګېدلې وې او څو اونۍ په روغتون کې بستر و. دی وايي، په لومړیو ورځو کې حتی امېد نه و، چې ژوندی به پاتې شي.

معتصم اغا جان اوس په ترکیه کې تر تداوۍ لاندې دی او اسوشیتید پریس خبري اژانس هم په ترکیه کې ورسره ږغېدلی دی.

دی په کراچۍ ښار کې پرځان بریدکوونکي خپل وروڼه او همکاران بولي او وايي، دوی به ښايي هغه سخت دریځي طالبان ول، چې د ده منځلاری دریځ یې نه و، خوښ، او زیاتوي، د ده غوښتنه داسې یو پراخ بنسټه حکومت دی چې ټول سیاسي ګوندونه پکې شامل وي، خو د ده په وینا ښايي په افغانستان او پاکستان کې به ځینې سخت دریځي وو، چې نه غواړي دا غږ واوري نو ځکه یې حمله پرې وکړه. آغاجان معتصم زیاتوي چې ښايي یوشمېر وسله وال به له افغانستانه او یوشمېر به له شمالي وزیرستانه د ده د وژنې لپاره کراچۍ ته استول شوي وو.


محمود سعيد
16.05.2012

هغه چې نه ېې مني هم بايد دا خبره ومني چې طالبان دوې يا څو ډلې دي.
دوی بايد له خپله منځه د ناپاکستان غلامان، غله، لارې نيوونکي، جاسوسان او نور بېل کړي او پاته ېې د افغانستان د خاورې د رښتينو بچيانو په نوم د خپلواکۍ لپاره له نورو مجاهدينو سره په ګډه مبارزه وکړي.
له دې پرته د افغانستان غميزې ته د پای ټکی اېښودل ناشوني بريښي.


پتوال
16.05.2012

[quote:5394319fe4]طالبان دری مهمې غوښتنې لري چې لومړۍ له ګوانتانامو او بګرام زندانونو څخه د ټولو طالب بندیانو خوشې کول، دوهمه، د ملګروملتونو د بندیزونو له فهرست څخه د طالب مشرانو د نومونو اېستل او
[color=darkred:5394319fe4]دریمه یې د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل دي. [/color:5394319fe4][/quote:5394319fe4]

که دا د سولې شرایط وي نو دا خو به بی له کوم چون او چرا هم منل کیږي ، مهمه داده چې په مقابل کې یې دوی هم
په عین وخت کې ډز بند اعلام او بیا په انتقالی ډول په حکومت کې د خپلې ونډې په اړه خبرې پیل کړي !
د طالب او حکومت استازي باید هر یو په مساوي ډول ۳۳ ٪ او بیطرفه شخصیتونه ۳۴ ٪ په نوي حکومت کې ونډه ولري،
ددې له پاره باید لومړی یوه د سولې بېطرفه شورا هم رامنځته شي چې د دواړو جنګېدلو ډلو تر منځ سیاسی توازن او ثبات
ساتلو له باره د طالبانو د سولې شورا او د حکومت د سولې شورا سره په ګډه د نوي حکومت په جوړولو کار وکړي!
[color=blue:5394319fe4] نو ورونو راځئ چې دسولې اسلامي غورځنګ رامنځته کړو ، د سولې بیطرفه شورا جوړه او دا حل توګه پرې هم تضمین او هم بری ته ورسوو !ومن الله التوفیق ![/color:5394319fe4]


khoshalkhan
16.05.2012

مبارکه دې شه پتواله ستا ارمان خو پوره شه !
خو زمونږ ارمان دادی چې ټول صليبي قاتلان هواد پرېږدي ترڅو يې چې هيواد خالي
کړی نه وي سوله امکان نلري ! اوبيا سوله له قاطلينو او غلو سره به يواځې
يوه بې عقلي په طاقت دڅلورو وي !
يامرګ يامراد !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
سوله راځي که اشغالګر ورک او متحدين يې محاکمه شي ! که داکار نه وي
سوله نشته !
وخت زمونږ لپاره کارکوي او مونږ موفقيت ته نږدې کوي خود فاسد رژيم
نس هم په دالرو پړسوي !


پتوال
17.05.2012

[quote:cb544f4d14="khoshalkhan"]مبارکه دې شه پتواله ستا ارمان خو پوره شه ! [/quote:cb544f4d14]
په څشي پوره شه ؟؟؟؟؟
آیا طالبان راغلل له بې طرفه ملی او اسلامی ولسواکانو سره یوځای د ګوډاګي حکومت او اشغالګرو پر ضد يې
سیاسی سوله ییزه مبارزه پیل کړه ؟؟؟؟؟ نه !
آیا طالبانو اشغالګر له هیواده ووتل ؟؟؟؟؟ نه !
ایا په ۲۰۱۴ کال کط د اشغالګر پوځ له وتلو وروسته طالبان دغسط یوې ملی روغې جوړې ته چمتو دي؟؟؟ نه !

آیا د ISI لاس له افغانستان او طالب غورځنګ څخه قطع شو ؟؟؟، نه !
آیا طالب مشرانو د ملت سل او زر پوښتنو څخه یوې اساسي پوښتنې ته هم تر اوسه ځواب ووایه ؟؟؟؟ نه !

[quote:cb544f4d14]وخت زمونږ لپاره کارکوي او مونږ موفقيت ته نږدې کوي خود فاسد رژيم نس هم په دالرو پړسوي ![/quote:cb544f4d14]
وخت خو په افغانستان کې د ISI د بری له پاره هم کار کوي ، نود ISI په غولو کې ډوب بری به د CIA په غولو کې د کابل
د ډوب شوي رژیم له بري څخه څومره بهتر وی؟؟؟؟؟
هوښیارانو ښه رښتیا ویلي چې :
نه وینه په وینو وینځل کیږي او نه غول په غولو !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more