نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په کراچۍ کې د کتابونو بندیدل او په غزني کې د مکتبونو بندول هدف څه دی؟ د جهاني څخه یې واورﺉ
مسلم قلموال
14.05.2012
د کراچۍ په بندر کې د افغان ښوونځیو څلور میلیونه کتابونه ایسار کړل شوې دي.
او په غزني او نورو سیمو کې په سلګونه مکتبونه بند کړل شوي دي.
هدف څه دی؟؟؟ عبدالباري جهاني یې په دې شعر کې ښه وضاحت کړی دی ۰
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=poetry&article=33285
فرعون او هامان /د عبدالباري جهاني تازه شـــعر
Monday, 05.14.2012, 12:50pm (GMT)
ډیر پخوا د نیل د سیند پر پوري غاړه
چي ماڼۍ د فرعونانو وه ولاړه
پر جهان یې غوړیدلی سلطنت وو
سلطانانو یې منلی منزلت وو
هر پاچا ورته لیږله سوغاتونه
په لښکر کی یې شامل وه ټول قومونه
د فرعون په سر کي تل یوه سودا وه
له هر چا یې پټه کړې مدعا وه
چي يې نوم وای تر اسمانه رسیدلی
او یو ځل وای په خدایی خلکو منلی
په نامه یې جوړیدلای معبدونه
پر سجده ورته پراته وای عالمونه
خلکو لمر سپوږمۍ د ده قدرت بللای
پر آسمان یې کرشمې د ده لیدلای
له فرعون سره وزیر نوم یې هامان وو
چي د عقل په میدان کی پهلوان وو
سر افسر د علم پوهي پر میدان وو
په چل ول کي بې جوړې لکه شیطان وو
فرعون غوټه د خپل زړه کړه ورته خلاصه
ور څرګنده یې آرزو کړه له اخلاصه
هامان وویل زما سر ته دي امان وي
ستا تر پښو دي صدقه سر د هامان وي
چي تر څو په دې وطن کي هوښیاران وي
سترګه ور وي، ژبه ور وي عالمان وي
چي شاګرد وي چي مکتب چي معلمان وي
چي لار ښود وي چي ښوونکي استادان وي
چي د ښار په منځ کی پاته لا پوهان وي
ستا د تخت او زما د سر به دښمنان وي
اول بویه چي انسان نه وي وطن کي
د ښوونکو جامې نه وي د چا تن کي
نه له چا سره وي توان د فکر کړلو
نه هنر وي چاته پاته د لوستلو
په وطن کي نه مکتب نه مدرسه وي
نه استاد وي نه منطق نه هندسه وي
ورپسې مي اوریدلې له پوهانو
له نیکونو او له لویو استادانو
د باغلیو کښت په ګټه د سلطان دی
سر پر سر خوراک یې عقل ته تاوان دی
که جوار غنم سي بند اوه کلونه
خلک واخلي د باغلیو درمندونه
نو به کوچ وکړي د خلکو له سرونو
چي هر څه یې وي زده کړي په کلونو
ټول وطن به سي غوجل د حیوانانو
ولاتونه به سي ډک له جاهلانو
په وطن کي چی نیستي سي د پوهانو
جاهلان مني خدایی د بندګانو
ښار به نه وي یو وطن به وي د مړو
هی کوه یې لکه ډلي د اوزګړو
هم خالق یې هم سلطان یې د وګړو
ټول سرونه به پراته وي پر څپړو
ستا په نوم به خیراتونه ویشل کیږي
ستا په نوم به معبدونه ابادیږي
لوی فرعون امر وکړ پر مصریانو
د وطن پر کروند ګرو دهقانانو
نور به نه کرۍ غنم په کروندو کي
ذخیرې چي پټي نه کړی په کورو کي
زه حاصل غواړم له مځکو د باغلیو
چي جوار غنم را نه وړی له پټیو
دا په دې چي غنم عقل ته تاوان دی
په لوی لاس چي څوک غنم کري نادان دی
اوه کاله خلکو وکرل کښتونه
له باغلیو څخه ډک سول ګودامونه
استادان او شاګردان یې دهقانان کړل
د باغلیو کروندو ته یې روان کړل
استادانو چلول درانه بارونه
د باغلیو ذخیرې سوې مکتبونه
مدرسې یې د ښارونو کړلي بندي
نښانې د جهالت سولې څرګندي
یوه ورځ په ښار کي جوړه غلغله سوه
تر ماښامه پوري لویه هنګامه سوه
د دوو وروڼو ترمابین جوړه جګړه وه
د ښار خلکو ته راوړې یې دعوه وه
د ښار خلک هم پر دوو برخو ویشلي
چا د مشر چا د کشر دا منلي
کشر ورور ویل چي زه جوړوم خونه
ځایوم پکښي لس غواوي شل پسونه
خرڅوم به یې شیدې مستې ارزاني
او پیسې به را رواني وي پریماني
په لږ وخت کي به د ښار سرمایه دار سم
د ټول مصر به مالدار او دنیا دار سم
مشر ورور ویل دا هیڅ نه سي کیدلای
زه پسونه غواوي نه سمه زغملای
ستا د غواوو دي تیره تیره ښکرونه
د زامنو به مي څیري کړي نسونه
چي ته نه کړې اندیښنه زما د زامنو
زه هم نه پریږدم رمې ستا د پسونو
یو له بله یې په وینو وه لړلي
په لرګیو په چړو سره وهلي
نه د کشر ورور په جیب کي درې غیرانه
چي ماښام ته ډوډۍ رانیسی پریمانه
نه د مشر ورور کوزده نه یې عیال وو
نه پیسې یې وې په کور کي نه یې مال وو
کشر ځانته په چرتونو کی پاچا وو
هم څښتن وو د پسونو هم د غواوو
مشر هم خیالي زامن وه زیږولي
د غوایانو په ښکرونو یې وهلي
چي هامان ته خبر ورغی موسکی سو
په نقشو د شیطانت کي بریالی سو
سمسدتي د فرعون مخ کي پر سجدو سو
ویل ستوری دي د بخت په ځلیدو سو
وطن ډک دی د جاهلو ساده ګانو
پر خوبونو یې جګړې دي د خوارانو
دروازې د ښونځیو مي تړلي
استادان مي زندانونو ته لیږلي
اوس دي وخت دی د خدایی را رسیدلی
په هر کور کي د وطن به یې منلی
په سجدو به دي په پښو کي زوړ او ځوان وي
هر فرمان به دي راغلی له اسمان وي.
مسلم قلموال
15.05.2012
د پوهې، پوهنې، ښوونځیو، زده کړو او زده کوونکو سره د دښمنۍ په لړۍ کې یوه بله فاجعه او المیه
[url]http://www.dw.de/dw/article/0,,15951400,00.html[/url]
د خوست ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې په سلگونه زده کوونکي مسموم شوي دي. دا پېښه د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې کار پړه پر غاړه نه ده اخیستې. (انځور له ارشیف څخه)
د خوست ولایت د پوهنې او روزنې د رياست وياند سيد موسى مجروح، دويچه ويله (المان غږ) ته وویل چې تر اوسه پورې د دې زده کوونکو د مسمومیدو اصلي لامل معلوم نه دﺉ. د مجروح په خبره کیدای شي چې د دې زده کوونکو د څښلو په اوبو کې زهرجن مواد ورګد شوي وي.
پېښه د ورزې په لیسه کې رامنځ ته شوې ده. لا تر اوسه پورې د پېښې ټول جزئیات رسنیو ته نه دې ورکړل شوي. خو د خوست ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست ویاند وایي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د مسموم شوو زده کوونکو شمېر تر څلوېښتو تنو زيات دئ. هغه زیاته کړې ده چې اوس مهال سیمې ته په بيړنۍ توګه يوه ډله استول شوې ده.
په همدې حال کې د خوست ولایت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر امير بادشاه رحمت زي، دويچه ويله (المان غږ) ته وويل چې تر اوسه پورې د خوست ولایت ملکي روغتون ته ۲۰۰ تنه زده کوونکي په مسموم حالت کې راوړل شوي دي. د هغه په خبره راوړل شوي کسان ټول کم عمره هلکان دي چې د دوه تنو روغتیایي حالت ئې د اندیښنې وړ دئ.
هغه زیاته کړه چې لا اوس هم د خوست ولایت د ملکي روغتون امبولانسونه په سيمه کې دي چې نور مسموم شوي زده کوونکي روغتون ته د مرستو د ترلاسه کولو له پاره راولي. رحمت زي وویل چې د زده کوونکو روغتیايي حالت اوس ښه دئ.
تر دې مخکې هم په افغانستان کې په یو شمیر ښوونځو کې زده کوونکي مسموم شوي ول. دولتي چارواکي تل د دغه شان پیښو پړه پر هغو ډلو اچوي چې د ښځو د زده کړې خلاف دي.
د خوست ولایت د پېښې پړه تر اوسه پوره کوم وگړي او یا هم ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
فرید الله ظاهر/ خوست