اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
له تور سره تور تړون په توره شپه کې؟
jamal
14.05.2012
دنړۍ په کچه معمول دا دی،کله چې یو هېواد له بل هېواد سره کوم مهم تړون لاسلیکوي، نو مخکې تر مخکې دهغه لپاره دخپل هېواد له ټولو وګړو نه نظر اخلي، بیا وروسته وخت ورته ټاکي، دمراحلو له طی کېدو نه وروسته یې د ډېرو ښو شانداره مراسمو په ترڅ کې ددواړو خواوو مشران په ښکاره او په ډېر ویاړ سره لاسلیکوي.
مګر دکرزي او اوباما تر منځ تړون په داسې پټه توګه او دشپې لخو لاسلیک شو، لکه کومه کونډه چې په زور نکاح کېږي، یا په بدو کې کومه ښځه چا ته ورکول کېږي، دا خو ښکاره ده چې په زور دښځې نکاح کول، او په بدو کې ورکول غیر انساني، غیر اسلامي او غیر اخلاقي کار دی، مګر بیا هم ډېر جاهلان یې کوي.
دلته دکرزي او اوباما تړون هم کټ مټ همدېته ورته دی، لومړی خو دا لکه څنګه چې اوباما له پوسته تور دی همداسې یې زړه هم تور دی، ځکه دغه خونخوار دسره بوش په پله پل کېښود، په عراق او افغانستان کې یې دزرهاوو مظلومو ملکي او ولسي خلکو وینې تویې کړې.
نه یوازې دا بلکې داسې کرغېړن، په سرو وینو لیکل شوي تور پلانونه یې جوړ کړل چې تر ډېره پورې په عام ډول مسلمانان او په ځانګړي ډول دواړه مظلوم ولسونه، ددوی دتورو پلانونو له مخې په سرو وینو کې رغړي.
دغه تور تړون که تور نه وای نو ولې یې دشپې په توره تیاره کې لاسلیک کړ؟ بلکې دتور راتګ هم په توره شپه کې او په تور ډول تر سره شو! لومړی خو یې دراتګ آوازه خپره شوه، مګر سپينې بلکې تورې ماڼۍ بېرته رد کړ.
که څه هم چې تور دبګرام به هوايي اډه کې خپلو پوځیانو ته دوینا پر مهال وویل چې دوی به له افغانستان نه وځي، خو ددې تر څنګ یې هغو تورو شپو ته هم اشاره وکړه چې دهمدغه تور تړون له مخې به پر افغان ولس راځي.
نوموړي دا ونه ویل چې دوی به افغان ولس نور له تورو شپو او سرو وینو نه خلاصوي، بلکې دده په ژبه دافغان ځواکونو پوځي او مالي ملاتړ، او مرسته به ورسره کوي، تر څو ددوی له په شا کېدو نه وروسته هم دلته په تورو شپو کې دسرو وینو ویالې همداسې روانې وي.
له تور نه به افغان ولس څه ګیله وکوي!؟ ځکه دهغوی خو کړه وړه، دود، دستور اوکلتور ټول تور دي، او غواړي دخپل تور کلتور تورې پردې پر ټوله نړۍ وغوړوي، تر څو مظلوم ولسونه همداسې ددوی تر تور سیوري لاندې په تورو شپو کې پاتې شي.
مګر خبره دتور قره قل والا ده، ته خو که نور نه وي افغان غیرتي ولس ته منسوبېږې؟ نو تا ولې داسې تور کار ته په توره شپه کې په تور مخ مخه کړه؟ که نور نه وای نو په ښکاره خو به دې ورسره لاسلیک کړی و! سبا به تاریخ څه لیکي؟ چې تور قره قل والا تور تړون له تور سره په توره شپه کې لاسلیک کړ!
خیر که هر څو دغه رنګه تړونونه نور هم لاسلیک شي، افغان غیرتي ولس ښه پوهېږي چې دتور مغزي له خوا له تور سره په توره شپه کې تور تړون لاسلیکول یو تور او کرغېړن عمل دی، چې په هېڅ ډول به سپین نه شي، او نه به څوک په سپین نظر ورته وګوري، او نه به سپېنې پایلې ولري.