د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په افغانستان کې به تر کومه جهاد او جګړه دوام کوي؟
محمود سعيد
14.05.2012
فکر کوم په افغانستان کې جګړه تر بهرنيو قواوو پورې محدوده او منحصره نه ده.
د بېلا بېلو اړخونو دريځونو او کړنو ته په کتو ښکاري چې دلته به د جګړې د اور لمبې تر ډېره بلې وي.
که لاندې ډلې خپلې شخصي او د پرديو ګټې تر ملي او اسلامي ګټو ځار نه کړي نو لرې نه ده چې د بهرنيانو له وتلو سره سم به د دوی تر منځ د جګړو اور بل او افغانستان به پکې يو ځل بيا لولپه شي.
حزب اسلامي ــــــ طالبان
حزب اسلامي ــــــ سلفيان
حزب اسلامي ــــــ جمعيت اصلاح
حزب اسلامي ـــــ شمالي ټلواله
حزب ـــــ د اوسني حکومت بقايا
طالبان ــــــــ جمعيت اصلاح
طالبان ــــ شمالي ټلواله
طالبان ــــ د اوسني حکومت بقايا
...
خدای دې داسې ورځ نه راولي.
د يو سوکاله، خپلواک او سرلوړي افغانستان په هيله.