د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په جهاد کې تبعیض؟

اتل
10.05.2012

یو کال مخکې د امریکا خاصې قوې اُسامه بن لاد ن د پاکستان په ابټ آباد کې شهيد کړ او د هغه د کور نه یې یو لړ اسناد ورسره یوړل. ددغو اسنادو د جملې نه ځینې یې لیک شویدي. یو لیک شوئ یا رسوا شوئ سند هغه لیک دئ چې اُسامه د پاکستان دطالبانو د تحریک [ټي ټي پي] مشر حکیم الله محسود ته پکې ویلي دي:
هغه وروڼه چې په وزیرستان کې ځانونه غلي کولای شي او د خپل ځان ساتنه کولای شي، هلته پاتې کېدای شي، خو هغه نور چې دا کار نشي کولای، کېدای شي د نورستان، کنړ، غزني او زابل ولایتونو ته لاړ شي.
زما خوښه داده چې اکثره وروڼه ددې علاقې نه ووزي. کېدای شي موږ خپل شبان پریږدو.

هغه وروڼه چې د ځان ساتنه کولای شي، هلته دې پاتې شي، خوضروردې د ځان ساتنه وکړي.

َعجیپه خبره خو داده چې یوبام او دوې هواوې.
پداسې حال کې چې عام فهم دادئ چې اسلام سر حد نلري او دا عرب چې دلته راغلي دي په حقیقت کې یې د مسلمانو وروڼو مرستې ته را دانګلي دي. که دا پورتنې خبره صحیح وي، نو بیا ولې آُسامه بن لادن د خپلئ القاعدې ډلې عرب وروڼه د مرګ د خطر نه بچ کوي او ددښمن د بدنامولو د پاره زموږ مسلمانې خویندې او ماشومان د مرګ کومي ته ور ټېل وهي. اُسامه بن لادن له یوې خوا د مسلمانانو دخیر ښېګڼې د پاره د مقدس جهاد ادعاکوي او وایي چې طالبان یې مسلمان وروڼه دي او له بلې خوا زموږ د مسلمانانو سره چې کېدای شی د طالپانو خویندې او ماشومان هم پکې وي، د الًقاعدې د غړو په مقابل کې تبعیض کوي.

پاک خدای (ج) دې موږ ته هدایت وکړي.[size=18:00e539905b][/size:00e539905b][color=red:00e539905b][/color:00e539905b]


لاونګ
14.05.2012

اتل وروه سلامونه، نیکې هیلې او ټول افغان ته ښه راغلاست!!!

اتل وروه، اسامه بن لادن خو مجاهدین یاد کړي او د مجاهدینو په حساب کې زمونږ خپل مجاهدین هم راځي، یوازې عرب خو نه دي....

په درنښت


اتل
14.05.2012

عزت منه لاونګه!
ډېر ښه ټکي ته دې ګوته ونیوله، پاک رب دې یې اجرونه درکړي. ما دا خبره یوازې د یوه ټکي پر استناد نده کړې. اُسامه په خپل لیک کې دا هم ویلي چې دده زوی حمزه که په وزیرستان کی وی را ودې وزي او که هلته نه وي، نو نه دې ورځي او په پېښور کې دې د یوه باوري پاکستاني ورورسره د هغه د پاتې کېدو بندو بست وشي او همدا خبره د عثمان او محمد په حق کې هم صدق کوي. ّاُسامه دغه راز په خپل ليک کې ویلي چې د الجوفي ماشومان او ټوله کورنې دې د داسې څایونو نه لېرې وساتل شي چې عکسونه یې اخیستل کېدای شي او بمونه پکې اچول کېدای شي. داسې ښکاري چې اُسامه د عربو او نورو خپلوانو ساتنه کوي، خو د زړه نه یې یو الله [ج] خبر دئ.
په ډېر درنښت.


لاونګ
21.05.2012

محترم اتل صاحب، سلامونه.
سمه ده زه به دا درسره ومنم خو دې ته به هم ګوته ونیسم چې دا ټول زمونږ د خپله لاسه دي. که ملا عمر، حقاني، حکمتیار او نورو نورو دوی ته ځای نه وای ورکړی نو هغوی کله په افغانستان کې پاتې کیدای شوی چې د افغانستان څخه پر امریکا بریدونه وکړي او بین المللي قواوې افغانستان ته راوبولي.


khoshalkhan
21.05.2012

انډيوالانو د ځنګل په لوري روان ياست ! لږ فکر وکړۍ !
له افغانستانه هيچا حمله نده کړې !!!!!!!!!
يو حمله کونکی له جرمني اونور يې له امريکاڅخه وو !
حقوقي دوی حق نلري چې مونږ متهم کړي ځکه چې سبوت نلري خو دوی هدف له
د اسلام ضعيفه ول دي او داسې جوړول دي لکه ددوی اوسنی عيسوي مذهب !
ياني بې اخلاقه د سرمايې مذدور او دفحشا پالندوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more