د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو د استاد یاسر شهادت تایيد کړه

مساپر
07.05.2012

وسله والو طالبانو د یو بل مهم مشر د شهادت خبر تائيد کړ، دغه کس استاد یاسر نومیږي او د طالبانو په لیکو کې يې د پام وړ اهمیت درلود.

ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې استاد یاسر له تیرو څو کلونو راهیسې زمونږ د هېواد د دښمنانو سره بندي وو، خو دا لا نه ده څرګنده چې کله او څنګه وژل شوی.

د وسله والو طالبانو ډلې یوه نامتو قومندان چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي له رسنیوسره په خبرو کې د یاسر مړینه تائید کړې، خو په عین حال کې يې په کوټه کې د دې ډلې د نظامي شورا د مرستیال په ګډون د پينځه ویشتو نورو مهمو طالبانو د وژل کیدا راپور په کلکه رد کړ.

یاسر په پلچرخې کې تر یوې مودې بند تیرولو وروسته په ۲۰۰۷ کال کې د ایټالوي ژورنالیست سره تبادله شو.

طالبانو دغه ايټالوی ژورنالیست خوشې، خو د هغه افغان ژباړن اجمل نقشبندي او موټر چلوونکی يې ووژل.

استاد یاسر څلورم طالب مشر دی چې په مرموز ډول زمونږ د خاورې او ملت د دښمنانوله خوا وژل کیږي.

له دې وړاندې د دې ډلې د واکمنۍ پر مهال د ملي دفاع وزیر ملا عبید الله، قاري یحې هجرت، ملا برادر او ځينې نور طالبان په ورته ډول نیول او یاهم وژل شوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more