نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
داشغالګروصليبيانواوافغاني متحدينو ګډوحشي عملونه !
khoshalkhan
06.05.2012
له نن اسياڅخه !
[img:0c517c9b07]http://www.rawa.org/temp/runews/data/upimages/us_soldiers_posing_with_talib_bomber.jpg[/img:0c517c9b07]
[color=white:0c517c9b07]دخوشال تبصره:
په دغه عکس کې دملي اردوپوليس تاجک نژاده دامريکايې
وحشيانوله څنګ سره ليدل کيږي چې يوغيرې اسلامي اوافغاني کاراوعمل
له اشغالګرو سره په وياړکوي ! نوملي مقاومت به ولې مذدوره بې عنعنې او
بې اسلامه ملي اردونه وژني ![/color:0c517c9b07]
[color=darkred:0c517c9b07] هر څومره چې د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان اشغال ته دوام ورکوي، ظلمونه به هم روان وي او د مرګونو لړۍ به هم روانه وي.[/color:0c517c9b07]
لیکوال: Patrick Darby
ژباړن: نسیم پسرلی
د ۲۰۱۲ کال په جنوري کې د يوټیوب په څېر ویبپاڼو کې یوه ویډیو خپره شوه چې څلور امریکایي سرتیري په کې د طالب جنګیالیو پر مړو د متیازو کولو په حال کې ښودل کېدل. د همدې کال په فبروري کې امریکايي عسکرو څو قرآن شریفونه وسوزول چې څو اونۍ یې پر ضد مظاهرې روانې وې، نتیجه یې د شپږ امریکایي نظامي کارکوونکو او ۳۰ افغانانو مرګ وو.
درې اونۍ وروسته امریکایي نظامي رابرټ بېلز په یوه خپلسره برید کې اوولس افغان ملکي وګړي ووژل چې اکثریت یې ماشومان وو. د اپریل پر اتلسمه، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې داسې عکسونه خپاره کړل چې په کې امریکايي عسکر پر افغان مړو لوبې کوي او خاندي.
نتیجه دا ده چې اوباما د ټولو قواوو د مشر په توګه د دې ظلمونو مسوول دی. په افغانستان کې د امریکا له دوامداره حضور پرته به دغه پېښې دوه په سلو کې هم نه وای پېښې شوې. د مارچ پر دولسمه نېټه د ګارډین ورځپاڼې یوه څېړنه د ملکي وګړو د مرګ زیاتېدل ښیي، څېړنه وایي چې په ۲۰۱۰ کال کې ۲۰۳۸ او په ۲۰۱۱ کې ۲۳۳۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې دا په ښکاره ډول د اوباما د مرګوني تګلارې نښه ده.
بېلز د عراق او افغانستان ماموریتونو ته په خپل څلورم سفر وو. په عراق کې هغه د سرک د غاړې له یوې بمي چاودنې یو معمولي د مغز زخم اخیستی وو. هغه په رواني فشار هم اخته وو.
دا پوښتنه راولاړیږي چې ولې د اعصابو یو مریض سړی د رواني ستونزو له لرلو سره بیا هم په څلورم ځل یوه ماموریت ته مجبوریږي او ټوپک په لاس کې ورکول کیږي. پوښتنه دا ده چې ولې د مرض دا ټولې نښې له پامه غورځول کیږي؟
دواړو پېښو د امریکا اړیکې له افغانستان سره ډېرې خرابې کړې، او له افغانستانه د امریکا د ژر وتلو غږونه یې لا پسې زورور کړل. افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ژر وتلو غږ وکړ. د نیويارک ټایمز او CBS تلویزیون یوه ګډه سروې- چې د مارچ د یوویشتمې او پنځه ویشتمې په منځ کې تر سره شوې- دا ښیي چې ۶۹ په سلو کې امریکایان له افغانستانه د امریکا وتل غواړي، چې د دې لس کلنې جګړې د پای ته رسوونکو غوښتونکي تېر کال ۵۳ فیصده وو. په عملیاتو کې ۱۹۷۴ امریکایان وژل شوي دي، او له ۱۳۰۰۰ څخه زیات افغان ملکي وګړي د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ وژل شوي دي.
هر څومره چې د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان اشغال ته دوام ورکوي، ظلمونه به هم روان وي او د مرګونو لړۍ به هم روانه وي. د رابرټ بېل وژنې د یوه ستر مشکل علامه ده او هغه علامه تر فشار لاندې امریکایي اردو ده. د جګړې ویره پر ذهن د یوې نه منونکې وېرې خپرېدل دي، خو د عسکرو له کموالي او د دوو جګړو اوږدوالی تر یوې لسیزې، اردو اړ ایستلې تر څو نامناسب او ناوړه عسکر په بیا ځلې د جګړو سیمو ته ولیږي.
د امریکا د اوسنیو ظلمونو یو بل اساسي سبب د افغانانو انسان نه ګڼل دي. افغانانو ته د ناوړه نژاد په سترګه کتل کیږي او کله کله خو بیخي له پامه غورځول کیږي. دې نظریې چې مسلمانان خلک نه، بلکه "ترورستان" یا "لونګۍ پر سروونکي" دي، اوس نه یوازې د متحده ایالتونو ټولنې ته بلکې اردو ته هم نفوذ کړی دی.
دا یو تصادف هم نه دی. په تاریخي ډول، "دښمنان" همېشه ناانسانان ګڼل شوي. د ویتنام په جګړه کې، ویتنامیان "چارلیان" یا هم "احمقان" بلل کیدل. په دویمه نړیواله جګړه کې، جاپانیان "جپس" بلل کیدل او د فرعي انسان په سترګه ورته کتل کېدل. د ناانسانه فکر کولو دغه نظریه نه تر متحده ایالتونو او نه هم تر معاصر تاریخه محدوده ده. تر هغو چې منظمه نژاد پرستي زموږ په ټولنه او اردو کې رایجه وي دغه ظلمونه به نه یوازې محتمل نه وي بلکه مخنیوی به یې هم ناممکن وي.
د افغانستان جګړه د ۲۰۰۰ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته د القاعده د ترهګرۍ د له منځه وړلو په شعار پیل شوه. لس کاله وروسته، دا ښکاره ده چې د جګړې د دوام تر شا د امریکا رښتینی هدف له انرژۍ او طبیعي زیرمو یوې شتمنې سیمې ته د متحده ایالتونو د امپراتورۍ غځول دي. د امریکا متحده ایالتونه په دې تمه دي چې افغانستان به تر هغو نه پرېږدي تر څو د باور وړ یو امریکایي پلوی حکومت، پولیس او اردو په افغانستان کې جوړه نه کړي. چې تر اوسه په دې موخه کې پوره ناکامه شوې ده.
د امریکا لاسپوڅی حامد کرزی او د هغه مرکزي حکومت خورا فاسد دی چې د ګڼو ظالمو جنګسالارانو او د مخدره توکو قاچاقبرو پواسطه حمایه کیږي. دغه جنګ ځپلی هیواد اوس هم په سخت فقر اخته دی او نړیدونکې زیربناوې لري. اوه اویا فیصده نفوس یې د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري، د نهه میلیونه شاوخوا وګړي یې په سخت فقر کې او نهه میلیونه نور یې له فقر نه په لږ ښه حالت کې ژوند کوي، او د سواد کچه په کې ۲۴ فیصده ده. (http://csis.org/publication/agriculture-food-and-poverty-afghanistan)
دا جګړه نه یوازې د افغانانو لپاره بلکه د متحده ایالتونو لپاره هم یوه بدمرغه ناکامي وه او وي به. اوباما د خپلو عسکرو شمېر په افغانستان کې درې چنده کړ. د ۹۰۰۰۰ امریکایي عسکرو موجودیت اوسمهال په افغانستان کې، چې د نړۍ تر ټولو قوي اردو ده او د نړۍ په پرمختللې ټکنالوژۍ هم سمبال ده، په دې کې ناکام شوي دي چې د دې مزاحمت په مقابل کې د بریا پر لور ګامونه واخلي.
ولسمشر اوباما د پاکستان له اعتراضونو سره سره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په ډراماتیک ډول زیات کړي دي. دې بریدونو په زرګونه تنه د ملکیانو او ماشومانو په ګډون وژلي دي. دا جګړه او بې پیلوټه بریدونه به ښایی ولسمشر بوش پیل کړي وي خو اوباما په ډېره علاقه پسې غځولي دي.
د افغانستان په جګړه کې له ۵۰۰ بلیونو ډېر ډالر لګیدلي دي. د دې پر ځای چې دغه پیسې د یوې ناخوښه جګړې په دوام ولګوو چې په لسګونه زره خلک یې وژلي او هیواد یې هم وران کړی دی، موږ کولای شو د هر امریکایي روغتیا ته په پاملرنې، د ویجاړو او نیمه ویجاړو زېر بناوو په بیارغاوونې، او د فوسیلي سوند توکو پر ځای د انرژۍ د نویو سرچينو په پیدا کولو ولګوو. د افغانستان د بمبارولو پر ځای موږ په دغه جګړه ځپلي هیواد کې مکتبونه او روغتونونه بیارغولای شوای. د پیسو دغه ډول استعمال به خورا مهذب او مثمر وو د دې پر ځای چې په سلګونه بلیونه ډالره پر جګړه او مرګونو ولګوو.
http://www.rawa.org/temp/runews/2012/04/27/obama-s-war-in-afghanistan-is-a-disaster.html