اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
فکری اختلاف او دمذهبی فرقو تاریخ او نظریاتو ته لنډه کتنه (۲) (۳)(۴)(۵)(۶)(۷)او(۸)برخه :(ذاکرنائیک)(غامدی)(مودودیت)
طیب زابلی
04.05.2012
بعضي علماوو بيا په دي منصوص شمير كي د ټولو ډلو درابندولو او حصر كولو كوشش كړى دى مګر خو د دوئ ترمينځ د دي ډلو په شمير او حصر كي توافق ډير كم ليدل كېږي.
علامه قرطبي ددې ډلو تقسيم او حصر په دی ډول كوي: ګمراه ډلي او فرقي په اصل كي شپږ دي : حروريه، قدريه، جهميه ,مرجيه، رافضيه, جبريه، او دغه هر ه يوه بيا دوولس دوولس ډلو ته ويشل سوي ده چي په دې سره ټولي دواويا ډلي كېږي.
حروريه دغو ددولس ډلو ته بيشل سوي ده: ازرقيه، اباضيه، ثعلبيه، خازميه، خلفيه، كوزيه، كنزيه، شمراخيه، اخنسيه، حكميه، معتزله، ميمونيه.
قدريه دغو دوولس ډلو ته ويشل سوي ده، احمريه، ثنويه، كيسانيه، شيطانيه، شريكيه، زبيريه، مسعديه، ناكثيه، قاسطيه،و هميه ، معتزله.
جهميه دغه دوولس ډلي دي: معطله، مريسيه، ملتزقه، وارديه، زنادقه، حرقيه، مخلوقيه، فانيه، عبديه، واقفيه، قبريه، لفظيه.
مرجيه هم دغه دوولس ډلي دي: تاركيه، سائبيه، راجيه، بهيشيه، عمليه، منقوصيه، مستثنيه، مشبهه، حشويه، ظاهريه، بدعيه، سالبيه.
رافضيه دغه دوولس ډلي دي: علويه، امريه، شيعه، اسحاقيه، ناووسيه، اماميه، زيديه، عباسيه، تناسخيه، رجعيه، لاعنه، متربصه.
جبريه هم دغه ډلي دي: مضطريه، افعاليه، مفروغيه، نجاريه، منافيه، كسبيه، سابقيه، حبيه، خوفيه، فكريه، خشبيه، سنيه. (تفسير القرطبي ج۴ ص۱۵۸)
ملاعلي قاري بيا د دې ډلو تقسيم او حصر داسي كوي: ددي ډلو اصل اته فرقي دي.
(۱) معتزله: دوى دانسانانو د عملو پيداكوونكي خپله انسانان بولي، په آخرت كي د الله پاك ليدل نه مني، د بندګانو ثواب او عذاب پر خداى واجب او لازم بولي، دوئ پرشل ډلي ويشل سوي دي.
(۲) شيعه: دوئ د علي كرم الله وجهه په محبت كي ډېر افراط كوي، او دوئ پردوويشت ډلي ويشل سوي دي.
(۳) خوارج: دوئ حضرت علي كرم الله وجه كافربولي العياذ بالله، او كه چا ګناه كبيره وكړه هغه هم كافربولي، دوئ شل ډلي دي.
(۴) مرجئه: دوئ وايي چي انسان مؤمن مسلمان وي نو ګناه څه نقصان ورته نه رسوي لكه كافرته چي عبادت فائده نه رسوي، او دوئ پنځه ډلي دي.
(۵) نجاريه: دوئ د اعمالو په پيداكيدلو كي د اهل السنة په عقيده دي او په نفي د صفاتو كي او حدوث د كلام كي بيا له معتزله وو سره هم نظره دي، دوئ دري ډلي دي.
(۶) جبريه: دوئ له بندګانو څخه هرقسم اختيار نيستي كوي دوئ يوه فرقه ده.
(۷) مشبه: دوئ خالق له مخلوق سره په جسميت او حلول كي مشابه بولي داهم دغه يوه ډله ده.
داټولي دوواوياډلي سوي او داټولي په جهنم كي دي (والله اعلم )
(۸) فرقه ناجيه: دا درو اويايمه د اهل السنت والجماعت فرقه ده.
علامه عبد القاهر البغدادي ددي ډلو تقسيم او حصر داسي كوي:
روافض: شل ډلي.
خوارج: شل ډلي.
معتزله: شل ډلي.
مرجيه: پنځه ډلي.
نجاريه: دري ډلي.
بكريه: يوه ډله.
ضراريه: يوه ډله.
جهميه: يوه ډله.
كراميه: يوه ډله.
اهل السنت والجماعت: يوه ډله.
روافض
روافض چي په عامه اصطلاح كي شيعه ورته ويل كېږي په اصل كي درې ډلي دي، زيديه، اماميه، كيسانيه،
زيديه بيا په خپل مينځ كی پردرو فرقو ويشل سوي دي.
جاروديه
دا د زياد بن منذر چي په ابو جارودسره مشهوره دى په كال ۱۵۰هـ كي وفات سوى دى، پيروان دى، دوئ وايي چي حضور د حضرت علي په امامت سره وصيت كړى خو كنايتًا نه صراحتًا او دوئ وايي چي صحابه كرام د حضرت علي په بيعت پريښوولو سره ټول كافران سوه، العياذ بالله.
سليمانيه
دا د سليمان بن جرير پيروان دي، دى وايي چي امامت د امت په مشوري سره دى، او خاص د علي يابل چا په امامت سره قول نه كوي، او دى وايي چي امامت د دوو كسانو چي د امت غوره كسان وي په مشوره سره منعقد كيداى سي، او د ابوبكر او عمر امامت صحي بولي مګر خو بيا هم علي تردوئ لائق بولي.
بغدادي وايي چي سليمان ته اهل سنت كافر وايي، ځكه چي دى حضرت عثمان كافر بولي، العياذ بالله.
بتريه
دا د دوو كسانو پيروان دي، چي يويې حسن بن صالح دى او بل ابتر دى، د امامت په باب كي د دوئ عقيده د سليمان په شان ده مګر خو دوئ د حضرت عثمان په حق كي توقف كوي، هيڅ نه وايي، دوئ د سليمانيه په نسبت ښه دي، دغه دري سره فرقي جاروديه، سليمانيه او بتريه پردي متفق دي چي ګناه كبيره والا مخلد فى النار يعني د هميشه لپاره په جهنم كي دى.
د روافضو دوهمه لويه ډله چي اماميه دي په خپل مينځ كي پرپنځلس فرقي ويشل سوي دي.
كامليه
دا په شيعه ګانو كي د يوسړي چي په ابي كامل سره مشهوره وو پيروان دي، دي صحابه كرام ټول د علي د بيعت پريښوولو په وجه كافران بولي او حضرت علي له دوئ سره د جنګ نه كولو په وجه كافر بولي، العياذ بالله.
محمديه
دا كسان بيا د محمد بن عبد الله چي د حضرت علي د څلورم پشت لمسى كېږي، په انتظار دى دوئ نه د ده وژل كېدل او نه مړكېدل مني، بلكي وايي چي دى په يوغره كي پټ دى كوم چي ده ته امروسو بيابه راووزي او د امت امام به جوړېږي.
باقريه
داكسان له علي وروسته د امامت حق دار محمد بن علي بولي كوم چي په باقرسره مشهوره وو په كال ۱۱۵هـ كي وفات سوى دى، دوئ وايي چي باقر اوس هم ژوندى دى، او دى مهدي منتظر دى كوم چي امت دده په انتظار ده.
شمطيه
دا يوقوم دى كوم چي يحيْى بن شميط ته يې نسبت كېږي، دوئ له جعفر څخه وروسته د ده زوى محمد د امامت حق دار بولي او وايي چي جعفر په اخر حالت كي د ده په امامت سره وصيت كړى دى، او ترمحمد وروسته د امامت حق دار د ده اولاد بولي، او مهدي هم د ده له اولاد څخه بولي.
مهدي هغه څوك دى كوم چي حضور يې وړاندوينه كړي چي دى به په آخره زمانه كي راځي او د كفارو په مقابل كي به جهاد كوي او په ده پسي به نژدي جدال را ځي او وروسته به عيسْى راځي.
عماريه
دا هغه څوك چي عمارته يي نسبت كېږي، دوئ د امامت حقدار جعفر صادق بولي اوله ده وروسته د ده زوى عبد الله امام بولي.
اسماعيليه
دا هغه ډله ده چي د امامت مستحق جعفر بولى، اوله ده وروسته امام د ده زوى اسماعيل بولي، دوئ په خپل مينځ كي پردوو ډلو ويشل سوي دي يوه ډله د اسماعيل په انتظار ده، سره له دي چي اسماعيل د پلار په ژوندكي وفات سوى دى، او بله ډله بيا وايي چي ترجعفر وروسته امام د ده لمسى محمد بن اسمْعيل دى.
موسويه
داد شيعه وو هغه ډله ده چي له جعفر وروسته امام موسْى كاظم بولي او دوئ وايي چي موسْى كاظم اوس هم ژوندى دى نه دى مړسوى او مهدي هم دى بولي.
سره له دي چي د موسْى كاظم مشهد په بغداد كي ډېر مشهوره دى، خلګ يې زيارت كوي.
مباركيه
دا د امامت حقدار د محمد بن اسمْعيل اولاد بولي.
قطعيه
داكسان بيا له جعفر وروسته امام د ده زوى بولي، او د موسى مرګ قطعي او يقيني بولي، او وايي چي له ده وروسته امام د محمد بن حسن لمسى دى، محمد بن حسن دموسى رضا لمسى كېږي.
دوئ ته اثناعشريه هم ويل كېږي ځكه چي دوئ امام مهدي د حضرت علي په دوولسم پشت كي بولي.
هشاميه
دا دوي فرقي دي، د يوي نسبت وهشام بن حكم رافضي ته كېږي، او د بلي نسبت بيا وهشام بن سالم جواليقي ته كېږي، عبدالقاهر بغدادي صاحب وايي، چي هشام بن حكم خپل معبود خداى جسم بولي، بعضي بيا له هشام څخه حكايت كوي چي دى وايي چي زما معبود خداى د خپل ځان په لويشتواووه لويشتي ده.
هشام بن سالم بيا وايي چي زما معبود د انسان پرصورت دى، خو غوښه او وينه نه ده بلكي نور دى.
زراريه
دا د زراره بن اعين چي په كال ۱۵۰هـ وفات سوى اتباع او پيروان دي، داسي ويل ویل کیږي چي ده له تشيع څخه رجوع كړي ده، او كوم بدعت چي ده ته منسوب دى هغه داچي دى وايي چي خداى نه عالم وو نه قادر نه سميع ( اوريدونكى) نه بصير (ليدونكى) نه مريد( اراده كونكى) العياذ بالله، ترڅو چي داشيان ټول ده د ځان لپاره پيداكړل او بيا دى په دې سره موصوف سو.
يونسيه
دا د يونس بن عبدالرحمْن اتباع دي كوم چي د تشبيه په باب كي ډېرافراط كوي حتى دى وايي چي الله عزوجل د عرش حمله وو اخستي ده كه څه هم دى تردوئ قوي ده د دي مثال داسي لا ده لكه انسان چي پرپښو روان دى او دى ترپښو قوي دى.
شيطانيه
د محمد بن نعمان رافضي چي په شيطان سره ملقب وو پيروان دى، د دوئ عقائد څه جواليقي ته او څه بيا هشام بن حكم ته ورته دي.
كيسانيه
دا د مختار بن ابى عبيد ثقفي پيروان دي، كيسانيه پرډېرو ډلو ويشل سوي دي، مګر خو دوه شيان دوئ په دوو ډلو كي سره را يوځاى كوي يوداچي د دوئ څه ډلي په امامت د محمد بن حنفيه كي سره متفق دي او بل داچي د دوئ نوري ډلي بيا په بداء كي سره متفق دي.
هشاميه او كيسانيه دواړه په خپل مينځ كي پردوي دوی ډلي ويشل سوي دي، لكه مخكي چي بيان سوه، نو په دې سره د شيعه وو ډلي شلو ته رسېږي.
(دریمه ۳ برخه)
خوارج
موږ مخكي وويل چي خوارح شل فرقي دي، هغه دادي محكمه اولى، ازارقه، نجدات، صفيريه، خازميه، شعيبيه، خلفيه، معلوميه او مجهوليه، صلتيه، حمزيه، ثعالبه، معبديه، اخنسيه، شيبانيه، رشيديه، حفصيه، حارثيه، اصحاب طاعه، شيبيه، مكرميه.
كوم عقائد چي د خوارجو ټولي ډلي را يوځاي كوي او دوئ پرمتفق دي هغه دادي، حضرت علي او حضرت عثمان ته كافر ويل، او اصحاب جمل , حكمين , ابوموسْى اشعري او عمرو بن العاص ته كافر ويل، څوك چي په تحكيم راضي وو هغه ته كافر ويل، كوم څوک چي د حكمينو يا يوه له دوئ دوو تصويب كوى هغه ته كافرويل، او پرظالم باچا باندې راوتل واجب بلل، په دې كي خوارج ټول سره متفق دي او نور بيا داسي عقائد سته چي په هغوئ كي دوئ سره مختلف دي.
محكمه اولي
خوارجو ته محكمه اولی او شرات هم ويل كېږي او په دوى کی اول سړى چي شريي ولټاوى څوك وايي چي د مرداس خارجي ورور عروه وو، او څوك يي بيا يزيد بن عاصم بولي، او څوك يي بيا د ربيعه د قبيلي يوسړى بولي چي له علي سره په صفين كي ملګرى وو.
د خوارجو فتنه په اصل كي د حضرت عثمان له شهادت څخه شروع سوه، كله چي يوډلي د مفسدينو پر حضرت عثمان باندې خروج وكى او هغه يي په شهادت ورسوى نو وروسته چي كله حضرت علي خليفه سو نو دي خلګو كوم چي د عثمان قاتلين دي وعلي ته بيعت وركى.
دلته د صحابه كرامو په مينځ كي د حضرت عثمان د شهادت په وجه څه اختلاف پيښ سو، ام المؤمنين عائشه ، طلحه زبير، او بعضي نور صحابه كرام بصري ته ولاړل په دي نيت چي بايد د حضرت عثمان قاتلين ونيول سي او سزا وركول سي.
او امير المؤمنين علي هم په دې وخت كي له مديني منوري څخه د بصري پرلور فوج روان كى، او د دې اصلي باعث خوارج وو چي علي يې دي ته مجبوره كى چي دى د بصري طرف ته فوج وباسي، كله چي حضرت علي بصري ته ورسيدى او له طلحه زبير او عائشي سره د ده له نزدي خبري وسوي نو د جنګ خبره ختمه سوه پردي فيصله وسوه چي علي به بيرته مديني ته ځي او قاتلين به نيول كېږي، مګر خوارجو چي كله داحالت د ځان په تاوان وليدى نو ځكه يي يوفريب جوړكى د دې لپاره چي جنګ پيښ سي او په دې کی كاميابه هم سول هغه داچي د شپي له خوا يوڅو تنه خوارج راغلل يووار يي د حضرت علي د فوج له طرفه پرمقابل لوري حمله وكړه او بيايي له دې بل طرفه حمله وكړه نو دلته د هريوي مقابلي ډلي دا خيال سو چي دي بلي ډلي له موږ سره غداري وكړه او جنګ يي پيل كى او يو خونړى جنګ رامنځ ته سو چي په زرهاوو مسلمانان له دواړو طرفو څخه په شهادت ورسيدل، ترڅو چي حضرت علي كامياب سو او جنګ ختم سو دي ته د جمل جنګ ويل كېږي.
په دي وخت کی خوارجو غوښتل چي د مقابل لوري ښځي او ماشومان دي مينځي او مريان وګرزول سي خو علي داخبره و نه منله او وي ويل چي دوئ مسلمانان دي، زموږ او د دوئ ترمينځ صرف اجتهادي اختلاف راغلى دى.
له دې وروسته چي كله حضرت علي د شام طرفته روان سو نو په دي وخت كي خوارج ورسره ملګري وه، او د علي او معاويه ترمينځ د صفين واقعه را مينځته سوه، او وروسته صلحه وسوه او پردي خبره خلاصه سوه چي دوه حكمين (دريمان) ابوموسى اشعري چي د علي له طرفه وو او عمرو بن العاص چي د معاويه له طرفه وو، دابه په راتلونكي كي فيصله كوي او دابه تطبيقېږي.
حضرت علي چي كله د صفين له خوا څخه كوفي ته راستون سو، نو په دي وخت کی خوارج حرورا ته ولاړل، حرورا كوفي ته نژدي د يوځاى نوم دى، نو ځكه خوارجوته حروريه هم ويل كېږي ځكه له حضرت علي څخه د دوئ بغاوت له دي ځايه شروع سو، او په دي وخت كي دوئ دوولس زره نفر وه، او وروسته ئي پرنهروان باندې فوج كشي وكړه، خلګ يې په شهادت ورسول او كورونه يي لوټ كړل، كله چي حضرت علي ته خبر ورسيدى نو له څلور زره فوج سره يوځای د دوئ پرطرف راروان سو، نو په پيل كي حضرت علي دوئ ځان ته رادعوت كړل نو په دوي كي اته زره كسان تسليم سول، او په پاى کی څلور زره نفر په مخالفت كي پاته سول، په دي وخت کی د دوئ مشران عبد الله بن وهب راسبي او حرقوص بن زهير بجلى وو كله چي داڅلور زره كسان تسليم نه سول نو علي خپلو ملګروته وويل: تقاتلوهم فوالذي نفسي بيده لايقتل مناعشرة ولاينجومنهم عشرة.
ژباړه: تاسو له دوئ سره وجنګېږئ، زما دي په هغه ذات قسم وي چي زما روح يي په لاس دى، چي له موږ څخه به لس كسان نه وژل كېږي او له دوئ څخه به لس كسان نه خلاصيږي، او جنګ شروع سو، د حضرت علي له ملګرو څخه لس نفر شهيدان سول، او خوارج ټول ووژل سول، صرف نه نفر خلاص سول چي له جنګ څخه وتښتيدل، دوه نفر سګستان ته ولاړل چي د سګستان خوارج د دوئ له اتباعو څخه دي، دوه نفر يمن ته ولاړل، اباضيه د يمن د دوئ له پيروانو څخه دى او دوه نفر عمان ته واړل چي د عمان خوارج د دوئ له اتباعو څخه دي، او دوه نفر د جزيرى طرف ته ولاړل چي د جزيري خوارج د دوئ له اتباعو څخه دي او يونفر يي تلموزون ته ولاړى، له جنګ څخه وروسته علي ملګرو ته وويل چي تاسو په دې وژل سوي كسانو كي ذوالثديه ولټوى، نو دوي چي وكتل نو دغه سړى يي پيداكى چي ترلاس لاندې له تيخرګ سره ئي د ښځي د تي په شكل شي وو، كوم چي حضور د دې پيش ګويي كړي وه، نو علي وويل صدق الله ورسوله.
البدايه والنهايه جز۷ ص۳۱۵.
الفرق بين الفرق مخ۸۰ مكتبة الحرمين.
ازارقه
دا د نافع بن ازرق پيروان دي، دى په ابى راشد سره ياديدى په كال ۶۵هـ كي وژل سوى دى.
بغدادي صاحب وايي، چي داډله د خوارجو ترټولو غټه او قوي ډله ده.
ازارقه خپل ټول مخالفين مشركين بولي، او د مخالفينو ملك دارحرب او كفر بولي، او دوى د خپلو مخالفينو د ماشومانو او ښځو قتل روا بولي او له رجم څخه منكردي.
نجدات
دا د نجده بن عامر پيروان دي، نجده په كال ۶۹ هـ كي وژل سوى دى، كله چي نافع بن ازرق د مخالفينو د ماشومانو او ښځو قتل روا وګڼئ نو د ده څه ملګرو د ده مخالفت وكى او يمامي ته ولاړل، هلته نجده بن عامر د دوي استقبال وكى او پرځان يي راټول كړل، نافع او د ده پيروان يي كافران وبلل.
صفيريه
داكسان د زياد بن اصفر پيروان دي، د دوئ عقيده فى الجمله دازاراقه وو په څير ده مګر خو دوئ د مخالفينو د ماشومانو او ښځو قتل روا نه بولي.
د خوارجو له ډلي څخه عجارده چي د عبدالكريم بن عجرد پيروان دي په خپل مينځ كي پردي لاندي ډلو بيشل سوي دي.
خازميه
دا اكثره د سگستان عجار ده دي، دوئ د قدر استطاعت او مشيت په باب كي له اهل سنت سره موافق دي، او دوئ په نورو عقائدو كي هم له اهل سنت سره موافق دي، مګر خو دوئ حضرت عثمان ، حضرت علي ، طلحه او زبير له اهل الجنت څخه نه بولي نو ځكه دوئ ګمراهان بلل سوي دي.
شعيبيه
دا د يوسړي چي په شعيب سره مشهور وو پيروان دي د دوئ عقائد فى الجمله د خازميه وو په څير دي.
خلفيه
دا د خلف چي د كرمان د خوارجو رئيس وو پيروان دي، كوم چي له حمزه خارجي سره يې جنګ كړى دى.
دوئ يوازي له خپل امام څخه بغير له بل چاسره جهاد روانه بولي، او په څه عقائدو كي له ازارقه وو سره موافق دي.
معلوميه ، مجهوليه
دا د خازميه وو له جملي څخه دي، معلوميه له خپلو اسلافو سره په دوو شيانو كي مخالف دى، يوپه دې كي چي دوئ وايي چي چا خداى په ټولو اسماوو سره نه وپيژندى هغه جاهل دى، او جاهل كافر دى، دوهم داچي دوئ د بندګانو د افعالو خالق الله نه بولي.
مجهوليه په نورو عقائدو كي د معلوميه وو په څير دى مګر دوئ وايي چاچي خداى په بعضي اسماوو وپيژندى نو بيا جاهل نه دى.
صلتيه
ددې كسانو نسبت وصلت بن عثمان ته كېږي كوم چي له عجارده وو څخه وو، مګر خوله عجارده وو سره په دي كي خلاف دى چي دوى واي كه مخالفينو زموږ اجابت وكى نو د دوئ اسلام قبول دى مګر د ماشومانو اسلام يي ترهغه وخته نه دى معتبر ترڅوچي دوئ عاقلان سوي نه وي.
حمزيه
دا د حمزه بن اكرك پيروان دي، كوم چي په سگستان، خراسان، مكران، كوهستان او كرمان كي يې ډېرفسادونه وكړل او ډير لښكرونه يي مات كړل، دوى په اصل كي له خازميه وو څخه وه، مګر خو وروسته د استطاعت او قدر په مسئله كي ورسره مخالف سول.
حمزه له اهل سنتو سره په هرات، نيمروز، نيشاپور، كرمان كي ډېر جنګونه كړي دي، ده هغه وخت ماتي وخوړه كله چي عبد الرحمْن نيشاپوري له دوولس زره غازيانو سره راووتى د حمزه ډير لښكريان يي ووژل او په خپله حمزه هم په دې جنګ كي ووژل سو، الله د ده فساد څخه مځكه په امان كړه، ولله الحمد.
ثعالبه
دا د ثعلبه بن مشكان اتباع دى، ثعالبه له عبد الكريم بن عجرد څخه وروسته د ده د امامت دعوه كوي، دوئ وايي چي عبد الكريم ترهغه وخته امام وو ترڅو چي ثعلبه له ده سره نه وو مخالف سوى، او كله چي ثعلبه د ده مخالفت وكى نو عبد الكريم كفرسو او ثعلبه امام سو.
د دوئ اختلاف داوو چي ابن عجرد ويل چي د ماشومانو اسلام ترهغو نه دى قبول ترڅوچي دوئ عاقلان سوي نه وي، او ثعلبه د ده مخالف وو ويل يي چي څو موږ له دوئ څخه انكار حق نه وي ليدلى موږ به يي تولي كوو.
ثعالبه په خپل مينځ كي پرشپږ ډلي تقسيم سوى دى، په دوئ كي يوه يې د ثعلبه په امامت قائمه ده د بل چا امامت نه مني او پنځه نوري دي چي لاندې ذكر كېږي.
معبديه
دا د ثعالبه وو يوه فرقه ده، چي له ثعلبه وروسته يوسړى چي معبد نومېږي امام بولي، معبد د جمهورو ثعالبه وو خلاف وو او هغوئ ته كافران وايي.
اخنسيه
دا د يوسړي اتباع دى چي په اخنس سره مشهور وو، دى په پيل كي د ماشومانو د موالات په باره له ثعالبه وو سره موافق وو مګر وروسته يي ويل چي موږ به د هرچا په باره كي ترهغه نوقف كوو ترڅو چي يي يا ايمان يقيني معلوم سي نو به موالات ورسره كوو، يايي كفر معلوم سي نو به عداوت ورسره كوو.
شيبانيه
دا د شيبان بن سلمه خارجي اتباع دي , كوم چي د عباسيه وو د كورنى د ابومسلم د خلافت په زمانه كي راپورته سو، دى د الله سبحانه وتعالى تشبيه له مخلوق سره وركوي.
رشيديه
دا له ثعالبه وو څخه د يوسړي چي رشيد نومېږي د هغه اتباع دي، د ده اختلاف په دي كي وو چي دى وايي چي كوم كښت چي په چينو ياجاري ويالو سره اوبيږي په هغه كي نصف عشر ده، يوازي هغه كښت چي باران يي خړوبوي په هغه كي پوره عشر دى.
مكرميه
دا د ابي مكرم بن عبد الله عجلي پيروان دى، دوئ وايي چي تارك الصلوْت كافردى، له دې وجهي څخه نه چي لمونځ يي پريښووى بلكي له دي وجهي چي دى الله نه پيژني، دوئ وايي هرڅوك چي ګناه كوي هغه الله نه پيژني او څوك چي الله نه پيژني هغه كافر دى.
د خوارجو له جملي څخه اباضيه كوم چي د عبد الله بن اباضى په امامت سره قائل دى دوئ په خپل مينځ كي پرڅلورو ډلو ويشل سوى دى، عبد الله بن اباض د بني اميه وو د كورنى د مروان جعدي د خلافت په زمانه كي خروج وكى.
حفصيه
دا هغه كسان دي چي د حفص بن ابي المقداد په امامت سره قائل دي، حفصىه وايي د ايمان او شرك په مينځ كي صرف د الله معرفت دى، چاچي خداى وپيژندى نور كه له رسالت، جنت ، دوږخ او نورو شيانو څخه منكر وي نو داسړى كافر دى خو مشرك نه دى.
حارثيه
دا د حارث بن يزيد اباضى اتباع دى، دوئ د قدر په مسئله كي له معتزله وو سره موافق دي، دوى له محكمي اولى وروسته له عبد الله بن اباض او حارث بن زيدي څخه بغير د بل چا امامت نه مني.
اصحاب طاعت
داكسان وايي چي ډېر داسي عبادت سته چي په هغوئ سره خداى نه اراده كېږي يعني د غير الله لپاره كېږي.
شبيبيه
داكسان په شبيبيه وو سره مشهوره دي ځكه چي دى د شبيب بن يزيد شيباني له نسب څخه دى.
دوئ د ښځي امامت جائز بولي او دوئ وايي چي د شبيب له وژل كېدو وروسته د ده مور د امامت پرمنصب فائزه وه.
الفرق بين الفرق ص۸۷، ۱۰۸.
د معتزله يا قدريه فرقو بيان
معتزله چي قدريه هم ورته ويل كېږي په خپل مينځ كي پرشل ډلي ويشل سوى دى.
د اعتزال مؤسس واصل بن عطاء ده چي په كال ) ۱۳۱هـ) كي وفات سوى دى، واصل بن عطا په پيل كي د حسن بصري د مجلس له گډونكوونكو څخه وو، په دې وخت كي په امت كي دازارقه وو فتنه هم روانه وه او د ګناه كبيره والا مؤمن په بآره كي اختلاف وو چي چابه كافر كڼى او چا مسلمان، نو واصل بن عطاء د ټولو له رايي څخه ووتي او ځان ته مذهب يي غوره كى، ويل يي چي فاسق د امت نه مؤمن دى، نه كافر، فسق ته يي د ايمان او كفر په مينځ كي يومنزله ثابته كړه، نو كله چي حسن بصري صاحب د ده له بدعت څخه خبر سو نو له مجلس څخه يي وشړى نو دى د بصري د مسجد يوستنى ته گوښه سو، او د ده بل ملګرى عمرو بن عبيد هم ورسره يوځاى سو نو خلګو به ويل (انهما اعتزلا عن قول الامة) نو ځكه د دوئ پيروانو ته اوس معتزله ويل كېږي.
د معتزله وو په اند الله پاك لره صفات ازليه لكه علم، قدرت، سمع نسته او ټول پردي متفق دي چي د خداى كلام حادث دى، او ټول پردي موافق دي چي خداى د بندګانو د كسبونو خالق نه دى، او نه د حيواناتو د اعمالو خالق دى، بلكي بندګان خپله د خپلو كسبونو خالقين او پيدا كونكى بولي، دوئ وايي چي خداى لره د بندګانو په كسبونو او عملونو كي هيڅ قسم صنع او تقدير نسته، نو ځكه دوئ ته قدريه هم ويل كېږي.
دوى د كفر او اسلام په مينځ كي منزله ثابتوي يعني فاسق نه مؤمن بولي او نه كافر، او دوى د بندګانو له عملونو څخه كوم عمل چي خداى د هغه امر يا نهي نه وي كړي هغه عمل د خداى په مشيت او اراده سره نه بولي.
او نورداسي مسائل سته چي د دوئ پكښي اختلاف دى او پردي لاندې شل ډلو ويشل سوى دى.
واصليه
دا د واصل بن عطا چی په كال ۱۳۱هـ كي وفات سوى كوم چي د معتزله وو بنسټ ايښوونكى دى پيروان دى، واصل او د ده ملګري عمرو وايي چي ك
وم مسلمان چي كبيره ګناه وكړي، مشرك او كافر نه دى مګر خو د كافر په شان د همېشه لپاره به په اور كي وي، په دي كي دوئ له خوارجو سره موافق دي.
عمرويه
دا د عمر بن عبيد بن باب پيروان دي، د عمرونيكه باب د بني تميمو ازاد سوى مريى وو، له كابل څخه په بنديانو كي راوړل سوى وو، عبد القاهر بغدادي وايي چي په دين كي بدعتونه او ګمراهياني هميشه د مريانو له اولادونو څخه پيدا كېږي، عمرو له و اصل سره د قدر په بدعت او د ايمان او كفر په مينځ كي د منزلي په بدعت كي موافق وو، د جمل د جنګ په باره كي واصل ويل چي په دوئ كي يوه ډله فاسقه ده خو معلومه نه ده، او عمرو بيا وايي چي د جمل دواړي مقابلي ډلي فاسقي دي.
هذيليه
دا د ابى هذيل چي په علاف سره مشهور وو پيروان دي، دى د عبد القيس ازاد سوى مريى وو، په كال ۲۲۷هـ كي وفات سوى دى، ابو هذيل وايي چي د خداى مقدورات فنا كېږي يعني داسي وخت راځي چي خداى به پرهيڅ شي قدرت نه لري العياذ بالله، دى وايي چي د جنت نعمتونه او د دوږخ عذابونه هم ختمېږي وروسته به جنتيان او جهنميان هم داسي بي حسه او بي حركته پاته سي چي پرهيڅ شي به قدرت نه لري.
نظاميه
دا د ابي اسحاق ابن سيار چي په نظام سره مشهور وو پيروان دي، علامه كوثري صاحب وايي چي نظام د ابي هذيل خوريى وو او له ده څخه يي د اعتزال اخذ كړى دى، نظام په معتزله وو كي يوذكي سړى وو، او دى اول هغه څوك دى چي له اجماع او قياس څخه منكر سو.
عبد القاهر بغدادي وايي چي نظام د ځوانۍ په حالت كي د ثنويه وو له يوقوم سره اوسيدى ثنويه هغه څوك دى چي دوه خدايان مني، او وروسته د ملحدينو فلاسفه وو، له يوقوم سره اوسيدى، او وروسته بيا له هشام بن حكم رافضي سره اوسيدى، نظام په كال ۲۳۱ هـ كي وفات سوي ده.
نظام له معجزاتو څخه منكر دى او د قرآن اعجاز هم نه مني او دارنګه له اجماع او قياس څخه هم منكر دى، او هغه اخبار چي هغه علم يقين نه فائده كوي د هغوئ له حجتيت څخه هم منكر دى.
ډير معتزله نظام كافر بولي صرف يوكوچنۍډله ده چي هغه يي اتباع كوي.
اسواريه
دا د علي اسواري اتباع دى علي اسواري په اصل كي د ابي هذيل له اتباعو څخه وو خو وروسته د نظام مذهب ته واوښتى او پرنظام باندې په ګمراهۍ کی يوه درجه وربالا سو هغه داچي دى وايي چي كوم شى چي خداى علم پرلري چي دابه نه كېږي پرهغه خداى قدرت نه لري.
معمريه
دا د معمر بن عباد سلمي اتباع دى، عبدالقاهر بغدادي وايي چي معمرد ملحدانو سر او د معتزله وو لكۍ ده.
دى وايي چي خداى له اعراضو څخه هيڅ شى هم نه دى پيداكړى، بلكي خداى يوازي اجسام پيداكړي دي، او اجسامو بيا اعراض پيدا كړى دى.
(قل الله خالق كل شئ وهوالواحد القهار)
بشريه
دا د بشر بن معمر اتباع دي، بشر په كال ۳۱۰هـ كي وفات سوى دى.
دى وايي چي خداى له مومن سره په حال د ايمان كي موالات نه كوي او نه له كافر سره په حال د كفر كي معادات كوي.
او دى وايي چي خداى كله يوانسان ته مغفرت وكړي مګر چي دى ګناه وكړي نو خداى بيرته له دي مغفرت څخه رجوع كوي او عذاب وركوي.
هشاميه
دا د هشام بن عمر اتباع دي، كوم چي د مامون عباسي په دوران كي وو، هشام وايي چي اعراض هيڅ شى هم پروجود د الله دلالت نه كوي، او دى وايي چي معجزات هيڅ شى هم پرصداقت د رسول دلالت نه كوي.
مرداريه
دا د عيسْى بن صبيح چي په ابى موسْى مردار سره مشهور وو پيروان دى، او ده ته د معتزله وو راهب ويل كېږي، دغه مردارهم د قرآن له اعجاز څخه منكر دى، او وايي چي څوك كولاى سي چي د قرآن په مثل سره ياتردي په فصيح كلام سره راتګ وكوي.
((فان لم تفعلوا ولن تفعلوا فاتقوا النارلتى وقودها الناس والحجارة اعدت للكافرين.))
جعفريه
دا د دوو جعفرانو پيروان دي، يوجعفر بن حرب ثقفي دى چي په كال ۲۲۴هـ كي وفات سوى دى، او بل جعفر بن مبشر همداني دى چي په كال ۲۳۶هـ كي وفات سوى دى، دواړه د ګمراهيو سر او د جهالت اساس وو.
اسكافيه
دا د محمد بن عبد الله اسكافي پيروان دي، چي په كال ۲۴۰هـ كي وفات سوى دى، ده په اصل كى له جعفر بن حرب څخه د ګمراهى اخذ كړى دى، خو وروسته په بعض فروعى مسائلو كي ورسره خلاف سو.
ثماميه
دا د ثمامه بن اشرس نميمى اتباع دى چي په كال ۲۱۳هـ كي وفات سوى دى، ثمامه وايي چي آخرت د ثواب او عقاب ځاى دى نو كوم څوك چي غير مكلف مړسي د هغه لپاره ثواب يا عقاب نسته نو هغه به خاوري كېږي.
جاحظيه
دا د عمر بن بحر جاحظ اتباع دي، چي په كال ۲۵۶هـ كي وفات سوى دى، دى وايي چي اجسام پيداسي بيايي فناكېدل محال او غير ممكن دي.
جبائيه
دا د ابي علي جبائي اتباع دي چي په كال ۲۲۳هـ كي وفات سوى دى، د ده له ګمراهيو څخه يوه داده، چي دى وايي چي د بنده چي كوم مراد او حاجت وي او هغه خداى ورپوره كړي نو خداى د دي بنده مطيع او فرمانبردار بل كېږي.
شحاميه
دا د ابي يعقوب شحام اتباع دي، دى د جبايي استاذ وو او دى په اكثره ګمراهيو كي له جبائي سره موافق دى.
خياطيه
دا د ابو الحسين خياط پيروان دى چي په كال ۲۹۰هـ كي وفات سوى دى، دى په ګمراهيو كي د كعبي استاذ دى دى په ډېرو ګمراهيو كي له نورو معتزله وو سره موافق دى خو يوازي په دې كي ځني جلادى چي دى وايي چي جسم د عدم په حال كي هم جسم دى.
كعبيه
دا د عبد الله بن احمد بن محمود بلخي اتباع دي، چي په كعبي سره مشهوره وو، ده داعتزال او ګمراهي اخذ له خياط څخه كړي ده، او دى وايي چي خداى نه ځان ويني نه غير, مګر صرف پرځان او پرغير علم لري.
بهشميه
دا د ابي هاشم بن جبائي اتباع دى چي په كال ۳۲۱ هـ كي وفات سوى دى، دى وايي چي له يوګناه څخه ترهغه توبه نه صحي كېږي ترڅو چي ټول ګناهونه نه پريږدي، او ټول هغه څه چي پرده واجب وي هغه ونه كړي.
اصحاب صالح قبه
دا ديوسړي چي په صالحي سره مشهوره وو اتباع دي، دى وايي ايمان صرف د الله پيژندل دي، او كفر جهل دى.
مريسيه
دا د بشر مريسي پيروان دي، دى وايي چي بت ته سجده كول كفر نه دى بلكي صرف دلالت پركفر دى.
دغه دوي آخري فرقي د معتزله وو او مرجئه وو په مينځ كي سره شريكي دي.
(الفرق بين الفرق ص۱۱۲ ،۱۷۲)
د مرجيه فرقو بيان
مرجيه وو ته مرجيه ځكه وايي، چي داخو يا له ارجاء څخه ماخوذ ده ارجاء تاخير ته وايي نو دوئ هم عمل ترايمان شاته پريږدي، او يا خوله رجاء څخه ماخوذ ده چي په معنْى دا ميد ده نو دوئ هم په رجاء او اميد كي ډيره مبالغه كوي، او وايي چي له ايمان سره ګناهونه ضرر نه رسوي، دوئ په خپل مينځ كي پرپنځه ډلي بيشل سوي دي.
يونسيه
دا د يونس بن عون اتباع دي، يونس وايي چي هرخصلت له خصالو د ايمان څخه نه دى، بلكي مجموع خصلوته ايمان دى.
غسانبه
دا د غسان مرجي پيروان دي، دى وايي چي ايمان اقرار او له الله سره محبت او د خداى تعظيم او د تكبر پريښوول دي، او وايي چي ايمان زياتيږي، كميږي نه.
تومنيه
دا د ابي معاذ تومني اتباع دي، دى وايي چي مؤمن هغه دى چي له كفر څخه يي ځان وساتى، او ايمان د هغو خصلتونو نوم دى، چاچي ټول پريښوول يايې يوپريښووى نو هغه كافر دى.
ثوبانيه
دا د ابي ثوبان مرجي اتباع دى، دى وايي چي ايمان اقرار دى او د الله او د هغه د رسول پيژندل او هرهغه څه پيژندل چي عقلاً يي كول واجب وي او كوم شى چي عقلاً يي كول واجب نه وي د هغه پيژندل له ايمان څخه نه بلل كېږي.
مريسيه
دا د بشر مريسي اتباع دي، چي په كال ۲۱۹هـ كي وفات سوى دى، دى وايي چي هرهغه شى چي انسان ته نفع رسوي تعظيم يي رواده، لمر، سپوږمۍ، او اورته سجده كول رواده ځكه چي دغه شيان انسان ته نفع رسوي.
(الفرق بين الفرق ص۱۸۷)
د نجاريه فرقو بيان
نجاريه د حسين بن محمد نجار اتباع دي، چي په كال ۲۳۰هـ كي وفات سوى دى.
نجاريه وايي چي د الله او د هغه د رسولانو او د فرائضو پيژندل ايمان دى، چاچي په دي شيانو كي يوشى نه وي پيژندلى يايې اقرار نه وي په كړى هغه كافر دى، نجاريه د صفات ازليه وو په نفى او حدوث د كلام كي له معتزله وو سره موافق دى، دوئ په خپل مينځ كي پردرو ډلو بيشل سوي دي.
برغوثيه
دا محمد بن عيسى پيروان دي، چي په برغوث سره مشهور وو، برغوث په اكثره عقائدو كي له نجار سره موافق وو.
زعفرانيه
دا د يوسړي اتباع دى چي په زعفراني سره مشهور وو، زعفراني يووار وايي چي د خداى كلام له خداى جلا دى كوم شي چي له خداى بيل وي هغه مخلوق دى، وروسته بيا وايي چي سپى ترهغه چا ښه ده څوك چی چي د الله كلام مخلوق بولي.
مستدركه
دا د نجاريه وو يوه ډله ده دوئ وايي چي موږ د هغه څه درك كړى كوم چي زموږ پراسلافو خفي وو، او دوي د مخالفينو ټول اقوال درواغ بولي كه څه هم د هغه صدق بديهي وي.
(الفرق بين الفرق ص۱۱۱)
جبريه فرقه
دا د جهم بن صفوان اتباع دي، چي كال ۱۲۸هـ كي وفات سوى دى، جهم بن صفوان د بندګانو اعمال او افعال په اجبار او اضطرار سره بولي، يعني بنده چي هرعمل كوي دا د ده په اختيار نه دى بلكي دى دخالق له طرفه پردي باندې مجبور دى، نو ځكه بنده ته پرهيڅ عمل او فعل ثواب او عذاب نه وركول كېږي، دى وايي چي ايمان صرف د خداى پيژندل دي، دى وايي چي له خداى څخه بغير بل چالره نه عمل سته نه فعل، او بنده ته چي د كوم عمل يافعل نسبت كېږي دامجازًا كېږي، او دى د خداى علم حادث بولي، جبريه ټول دغه يوه فرقه دي.
بكريه فرقه
دا د بكر په نامه د يوسړي اتباع دي، دوى وايي چي خداى د قيامت په ورځ د ځان لپاره يوصورت پيداكوي او په دغه صورت كي به دى ليدل كېږي، او په دغه صورت كي به له بندګانو سره خبري كوي، او دوى وايي چي ګناه كبيره نفاق دى څوك چي ګناه كبيره كوي هغه منافق دى بكريه هم دغه يوه فرقه دي.
ضرار يه فرقه
دا د ضرار بن عمر اتباع دي، دوى وايي چي خداى د قيامت په ورځ په يوبل شپږم حسن سره ليدل كېږي.
دوئ د ابن مسعود او ابي بن كعب له قرائت څخه منكر دي.
كراميه فرقه
دا د محمد بن كرام اتباع دي، عبد القاهر بغدادي وايي چي كراميه په خراسان كي درې ډلي دي، حقائقيه، طراقيه، او اسحاقيه، ليكن د دوئ په مينځ كي اختلاف زيات نه وو، يوبل ته يې كافر نه ويل نو ځكه دوئ يوه فرقه بلل سوي دي.
ابن كرام خپل پيروان دمعبود جسميت ته رابولي، او وايي چي هغه يوجسم دى چي ابتداء او انتهاء لري.
الفرق بين الفرق ص۱۹۷، ۲۰۶.
اهل سنت والجماعت
مخكي دو اويا فرقي بيان سوي، درو اويايمه فرقه د اهل سنت والجماعت فرقه ده، كومه چي ناجيه فرقه ورته ويل سوي ده، او دا هغه فرقه ده چي حضور د هغي بيان داسي كوي ما آنا عليه واصحابي، دافرقه پرهغه لار او طريقه ده كومه چي زما او زما د اصحابو لار ده.
ځكه نوروفرقو او ډلوته چي موږګورو اود دوئ عقائد او نظريات مطالعه كوو، نو له اهل سنت بغير يوه فرقه هم داسي نه ليدل كېږي چي هغه دي د حضور او د هغه د صحابه وو پرطريقه اولاره وي.
ځكه قدريه چي دى اكثره په صحابه كرامو كي طعن او بدوايي او د دوئ عدالت يي ساقط كړى دى، ځكه چي د صحابه وو روايات د دوئ د عقيدي مخالف دي، لكه د قدر په باب كي روايات يا د معجزاتو په باره كي روايات، او دوئ له قدر او معجزاتو څخه منكر دي، او واصل بن عطا له اصحاب الجمل څخه يوطرف فاسقين بولي، او عمرو بن عبيد دواړه طرفونه فاسقين بولي، نو چي د دوئ داحالت وي نو د صحابه وو پرطريقه به څنګه وبلل سي.
او خوارج چي دي هغه حضرت علي، حسن، حسين، ابن عباس، عثمان او ټولو اصحاب الجمل والا وو ته كافران وايي، او هرهغه چاته چي له علي او معاويه څخه له تحكيم وروسته نه وي جلاسوي، كافر وايي، نو چي دوئ صحابه وو ته كافران وايي نو د صحابه وو پيروان به څنګه وبلل سي.
اوشيعه چي دي په دوئ كي جاروديه ابوبكر، عمر، عثمان، او اكثره صحابه كافران بولي، او سلمانيه او بتريه چي دي حضرت عثمان كافر بولي يا توقف پكښي كوي او ناصرين يي فاسقان بولي، او اكثره اصحاب الجمل كافران بولي، او اماميه بيا وايي چي د حضور له رحلت څخه وروسته له ديارلسو كسانو بغير نور ټول صحابه مرتد سول. العياذ بالله.
او كامليه بيا وايي چي علي مرتدسو له دي وجهي چي ده له دوئ سره جنګ نه وكى.
نو دوئ به څنګه د صحابه وو پيروان سي په داسي حال كي چي دوئ ورته كافران وايي.
او جهميه ، بكريه ، كراميه، نجاريه، ضراريه، هم د صحابه وو پيروان نسي كيدى ځكه چي دوئ د صحابه وو روايات د شريعت په احكامو كي مقبول نه بولي ځكه چي دوئ اصحاب الحديث كوم چي د حديثو ناقلين دي ټول كافران بولي.
الفرق بين الفرق ص۲۷۹.
د اهل سنت د عقائدو اجمالي بيان
جمهور اهل سنت د دين له اركانو څخه پريوڅو اصولو متفق دي، چي پرهر عاقل بالغ ددي اصولو پيژندل واجب دي، هرركن او اصل شعبي لري او په هره شعبه كي بيا ډېر مسائل دي.
هغه اركان او اصول دادي: حقائق د اشياوو ثابت او موجود دي، عالم هرهغه څه ده چي ماسوى له الله څخه وي، د الله او د هغه له صفات ازليه ووبغير نور ټول شيان حادث، مخلوق او مصنوع دي، او د دوئ خالق او صانع نه مخلوق ده او نه مصنوع، او هرحادث لره صانع قديم سته، او صانع د ټول عالم او حوادثو يودى او داسي صانع او خالق دى چي نه مكان احاطه پركوي او نه زمانه پرتيريږي، او د خداى علم، قدرت، حيات، اراده، سمع، بصر، كلام داټول صفات ازليه او نعوت ابديه دي، او د خداى مقدورات نه فاني كېږي، او خداى چي ده مؤمنان يي په آخرت كي ليدلى سي، او خداى د ټولو اجسامو او اعراضو كه خير دى كه شر پيداكونكى دى، او خداى د بندګانو د كسبونو پيداكونكى ده ، او له خداى بغير بل خالق نسته.
او معجزات چي دي دعادت خلاف امور دي چي د نبي پرلاس ښكاره كېږي، د نبوت تصديق كونكي دي، او دولي پرلاس كرامت ښكاره كيدلاى سي.
او اركان د اسلام پنځه دي، د لاالْه الله محمد رسول الله شهادت، پنځه وخته لمونځ قائمول، درمضان دمياشتي روزه نيول, د زكوٰة اداكول، د بيت الله د حج اداكول، څوك چي په دغو پنځو اركانو كي د يوركن له فرضيت څخه منكر سي كافر دى.
او د اسلام له دښمنانو سره جهاد كول فرض دى ترڅوچي اسلام قبول كړى يا جزيه ومني.
او ايمان معرفت او د زړه تصديق دى، په اقرار او د ظاهري اعضاوو په طاعاتو كي اختلاف دى، چي ايمان بلل كېږي يانه ,سره له اتفاقه پروجوب د طاعاتو مفروضه وو.
او د مؤمن ايمان په ګناه سره چي تركفر كښته وي نه زا ئليږي، څوك چي ګناه وكړي هغه مومن دى كه څه هم په ګناه سره فاسق سي،. الفرق بين الفرق ص۲۸۳.
هرڅوك چي پردغو عقائدو او نظرياتو قائم وي هغه ته موږ اهل سنت ويلاى سو خواه كه هغه په هرنامه وي، او په هرځاى كي وي بعضي خلګ د اهل سنت كړى ډيره تنګوي او يوازي په ځان كي يي حصر كوي خو د دوئ داخيال غلط دى، ځكه كوم عقائد چي موږ بيان كړل داپه يوكوچني ډله کی نسي حصر كيداى .
په اوس زمانه كي د اهل سنتو زياته حصه مقلدين جوړوي چي د څلورو مذهبونو پيروان دي، حنفي، شافعي، مالكي او حنبلي مذهب.
اکرم
04.05.2012
زابلی صاحب ، السلام علیکم!
وروره ، که دلیکنې دا دویمه بر خه مو هم دلمړۍ سره یو ځای کړئ، چې تیت اوپرکه نشي او په یو ځای کې سره را ټوله وي بهتره به وي .
په مینه او درنښت
طیب زابلی
06.05.2012
مقلدين / تقليد
مقلدين د مسلمانانو هغي فرقي او ټولۍ ته ويل كېږي چي له څلورو امامانو وروسته د اجتهاد دروازه بنده بولي او پرهر چا باندې په فروعي فقهي مسائلو كي يوله دغو څلورو امامانو امام ابوحنيفه يا امام مالك يا امام شافعي او يا امام احمد بن حنبل تقليد او پيروي واجب بولي او دوى په مقابل كي بله فرقه د غير مقلدينو ده چي هغه بيا دغه څلور امامان نه مني او نه د دوئ تفقه او اجتهاد مني، بلكي تقليد يي ناروا او شرك بولي او دوى براه راست له قرآن كريم او حديثو څخه د مسائلو د استنباط او را ايستلو دعوه كوي.
له دي خبري هيڅ مسلمان انكار نسي كولاى چي د دين اصلي دعوت دادى چي د خداى اطاعت او فرمان برداري وسي ترڅو چي د نبي اطاعت هم له دي كبله واجب سوى دى، چي دى په خپل قول او فعل سره د خداى د احكامو ترجماني كوي، كوم شى حلال دى؟ كوم شى حرام دى؟ كوم جائز دى، كوم ناجائز دى؟ په دي ټولو معاملاتو كي خاص د خداى او د هغه د حضور اطاعت دى او څوك چي د خداى او د هغه د حضور څخه ماسوى د بل چا اطاعت او پيروي مني او هغه يومستقل بالذات اطاعت كرده شده بولي نو دايقينا له داترى د اسلام له دائري څخه خارج ده.
نو ځكه د هرمسلمان لپاره ضروري ده چي د قران او د حديثو د احكامو اطاعت او پيروي وكړي، مګر په قرآن او حديثو كي بعضي داسي احكام سته چي په هغه هرمعمولي ليكونكى او ويونكى پوهيدلى سي، په دوى كي څه اجمال ابهام يا تعارض نه وي بلكي هرسړى چي هغه ووايي هغه مطلب ځني فهمولى سي مثلاً په قرآن كريم كي ارشاد دى: ((لايغتب بعضكم بعضًا)) الحجرات.
ژباړه: غيبت دي نه كوي بعضي ستاسي د بعضو نورو.
نو كوم شخص چي په عربي ژبه پوهيږي هغه له دې آيت څخه مطلب اخستى سي ځكه چي په دي كي نه ابهام سته او نه ظاهراً له بل كوم شرعي دليله سره ټكر لري نو ځكه يي په فهمولو كي څه تكليف مخ ته نه راځي، يا مثلا د نبي ارشاد دى، لافضل لعربى على عجمي.
كوم عربي پركوم عجمي څه فضيلت نه لري.
دا ارشاد بالكل واضح دى، په دي كي څه پيچيدګي او اشتباه نسته، هرعربي دان بي له تكليفه د دې مطلب معلومولى سي.
او د دې پر عكس بياپه قرآن او حديثو كي بعضي داسي احكام سته چي په هغوكي څه ابهام يا اجمال وي او بعضي داسي هم سته چي د قرآن له بل آيات يا د رسول الله له حديث سره په ظاهره ټكر ښكاريږي مثلا لكه په قرآن كريم كي ارشاد دى،(( والمطلَّقْتُ يتربصن بانفسهن ثلاثة قروءٍ)).
ژباړه: او كومي ښځي چي طلاقي سوي وي هغوئ دي تر دري قرء پوری انتظار كوي.
اوس په دي آيت كي د طلاقي سوي ښځي عده بيان سوي ده، او د دې لپاره د دري قرء لفظ استعمال سوي ده، مګرخو قرء لفظ په عربي ژبه كي د حيض مياشتانه مرض لپاره هم استعمالېږي او د طهر پاكي لپاره هم مستعمليږي.
اوس كه اوله معنى واخلي نو د آيت مطلب به داسي چي طلاقه سوي ښځه دي د عدي تيرولو لپاره دري حيضونه تيروي او كه دوهمه معنْى واخلي نو په دري طهره پوره كولو سره عده پوري كېږي، اوس دلته دا سوال پيدا كېږي چي دلته په كوم يوه سره عمل كوي.
په يوحديث کی د حضور ارشاد دى: من لم يترك المخابرة فيلؤذن بحرب من الله ورسوله. ابوداود.
ژباړه: څوك چي د بزګرى كاروبار پري نږدي نو هغه دي دالله او د هغه د رسول له طرفه د جنګ اعلان واوري.
اوس په دي حديث كي له برزګرى څخه منعه راغلي ده مګر خو د بزګري ډېر صورتونه دي مګر خو داحديث په دي باره كي خاموش دى چي دلته د بزګرى كم صورت مراد ده؟ آيا بزګرى په هرصورت كي نارواده؟
او كه څه صورتونه روا دي او څه ناروا؟
په حديث كي يوقسم اجمال راغلي ده چي له دې كبله داسوال مخ ته راځي چي بزګري مطلقًا نارواده؟ او كه څه تفصيل ياتقسيم په كي سته؟ په يوحديث كي ارشاد دى، من كان له امام فقراءة الامام له قراءة.
ژباړه: كم څوك چي ده لره امام وي نو د امام قرائت ده لره قرائت دى. له دې حديث څخه معلومېږي چي امام كله په لمانځه كي قرائت وايي نو مقتدى دي خاموش دريزى او بل طرفته بيا ارشاد دى، لاصلوْة لمن لم يقراء بفاتحة الكتاب .( بخاري.)
ژباړه: كم څوك چي سورة فاتحه نه ووايي د هغه لمونځ نه كېږي، له دې حديث څخه معلوميږي چي د هرسړي لپاره فاتحه الحمدلله ويل ضروري ده.
دي دواړو حديثوته چي وګورو نو دا سوال پيدا كېږي چي دلته په كوم يوه سره عمل كوي كه د امام شاته فاتحه وايي خو په اول حديث سره عمل نه وسو او كه يي نه وايي نو په دوهم حديث سره عمل نه وسو.
نو داخبره معلومه سوه چي له قرآن او حديثو څخه د احكامو په استنباط او را ايستلو كي داسي ډير مشكلات مخ ته راځي، نو اوس دلته دوه صورته دي يوداچي موږ پر خپل فهم او فكر اعتماد وكړو او په دارنګه معاملاتو كي په خپله يوه فيصله وكړو او په هغه عمل وكړو، او دوهم صورت دادى چي په دارنګه معاملاتوكي موږ په خپله د څه فيصلي كولو پرځاى دي ته وګورو چي د قرآن كريم او حديثو له دي ارشاداتو زموږ جليل القدر اسلافو څه پيژندلي او فهمولي دي؟ او څنګه چي موږ د قرون اولْى بزرګان په قرآن او حديثو كي زيات ماهربولو هم داسي د دوئ پر بصيرت او پوهي اعتماد وكړو او دوئ چي په دې باره كي څه ويلي وي په هغه سره عمل وكړو.
نوكه له انصاف او حقيقت پسندي څخه كار واخستل سي نو زماپه فكر دلته دوى رايي نسي راتلاى .
ځکه چي په دي دوو صورتو نو کی اول صورت ډېر خطرناك دى او دوهم صورت ډېر محتاط دى داصرف تواضع او خاكساري نه ده.
دابالكل يوښكاره حقيقت دى چي د علم او فهم، ذكاوت او حافظي، دين او ديانت، تقوى او پرهيزګاري په لحاظ موږ د قرون اولى د علماوو په نسبت خالي لاس يو، او په كم مبارك ماحول كي چي قرآن نازليدى د قرون اولى علماء هغه ماحول ته هم نزدي دى نو پردي بناء دوئ ته د قرآن او حديثو د مطلب پوهيدل ډير اسانه دى.
د دې برعكس موږ چي له عهد رسالت څخه څونه اندازه ليري پيداسوى يو چي زموږ لپاره د قرآن او حديثو مكمل پس منظر، دهغه د نزول د ماحول او د هغي زماني د معاشرت او زندګي د طرز او د خبرو كولوطرز تصور ډير لوى مشكل ده او سره له دي چي د يوچا د خبرو د فهمولو لپاره د دې ټولو شيانو د پوره واقفيت انتهائي ضرورت دى.
نو د دي ټولو خبرو په لحاظ سره كه موږ چېري پرخپل فهم د اعتماد كولو پرځاى د قران او حديثو په مشكل او پيچيده احكاموكي هغه مطلب اختياراو غوره کړو كم چي زموږ په اسلافو كي كم عالم فهمولى او غوره كړى وي نو دا ويل كېږي چي موږ د فلاني عالم تقليد وكى او بس هم دا د تقليد حقيقت دى.
او دلته داهم معلومه سوه چي د مجتهد د تقليد صرف په هغه ځاى كي ضرورت سته چي له قرآن او سنت څخه په حكم فهولو كي څه مشكل او سختي وي ياپردي بنا چي د عبارت معناوي زياتي وي يا پردي بنا چي په عبارت كي څه اجمال يا ابهام وي او يا د دلائلو په منځ کی څه تعارض ښکاري.
او د قران او حديثو هغه احكام كم چي قطعي دي يا په هغوئ كي څه اجمال او ابهام نه وي او نه دلائل متعارض ښكاري، نو دلته ديوه مجتهد د تقليد هيڅ ضرورت نسته لكه يو مشهور حنفي عالم علامه عبد الغني نابلسي ويلي دي.
د فالامر المتفق عليه المعلوم من الدين بالضرورة لايحتاج الى التقليد فيه لاحد الاربعة كفرضية الصلاة والصوم والزكوْة والحج ونحوها وحرمة الزنا واللواطة وشرب الخمر والقتل والسرقة والغصب وما اشبه ذالك والامر المختلف فيه هو الذي يحتاج الى التقليد فيه ( )
پس د هغو اتفاقي احكامو كم چي له دين څخه بداهةً معلوم دى په دي كي د يوله څلورو امامانو د تقليد ضرورت نسته مثلا لكه د روزي لمانځه، زكوٰة او حج او داسي نورو فرضيت او د زنا، لواطت، شراب چښلو او قتل غلا اوغصب او داسي نورو شيانو حرمت او كوم شى چي اختلافي وي نو په هغه كي تقليد ته ضرورت سته علامه خطيب بغدادي ويلي دي.
وأما الأحكام الشرعية ، فضربان : أحدهما : يعلم ضرورة من دين الرسول صلى الله عليه وسلم كالصلوات الخمس ، والزكوات ، وصوم شهر رمضان ، والحج ، وتحريم الزنا وشرب الخمر ، وما أشبه ذلك ، فهذا لا يجوز التقليد فيه ، لأن الناس كلهم يشتركون في إدراكه ، والعلم به ، فلا معنى للتقليد فيه وضرب آخر : لا يعلم إلا بالنظر والاستدلال : كفروع العبادات ، والمعاملات ، والفروج ، والمناكحات ، وغير ذلك من الأحكام ، فهذا يسوغ فيه التقليد ، بدليل قول الله تعالى : ((فاسألوا أهل الذكر إن كنتم لا تعلمون )) ولأنا لو منعنا التقليد في هذه المسائل التي هي من فروع الدين لاحتاج كل أحد أن يتعلم ذلك ، وفي إيجاب ذلك قطع عن المعايش ، وهلاك الحرث والماشية ، فوجب أن يسقط.
الفقيه والمتفقيه ج۲ ص۶۷، ۶۸ ( ) .
ژباړه: اوشرعي احكام پردوه قسمه دي، يوقسم هغه دى چي له دين د رسول الله څخه بداهةً ثابت وي لكه پنځه لمونځونه روژه د رمضان حج او د زنا او شراب نوشي حراموالى او داسي نور نو په دي قسم مسائلو كي تقليد جواز نه لري ځكه د دې احكامو علم هرچاته سته نو تقليد هيڅ معنى نه لري او بل قسم هغه مسائل او احكام دي چي هغوئ بي له نظرا فكر او استدلال څخه نسي معلوميدلاى لكه د عباداتو او معاملاتو او د واده او نكاح فروعي مسائل او په دي قسم كي تقليد رواده ځكه د خداى ارشاد دى :
تاسي له خاوندانو د علم څخه پوښتنه كوي كه چېري نه پوهيدلاست. او بل كه چېري موږ په دې رنګه مسائلو كي تقليد روانه وبولو نو پرهرسړي به بيا داجب وى چي داټول مسائل زده كړي او ددي په وجوب كي بربادي د زندګۍ او تباهي د فصلونو او حيوانا نوراځي نو ضروري ده چي د دې وجوب ساقط سي.
له دې مذكور بيان څخه داخبره هم معلومه سوه چي د كوم امام يا مجتهد د تقليد كولو دا مطلب هيڅ كله نه دى چي هغه بذات خود واجب الاطاعت وبولي او اتباع يي كوي يا هغه ته د شارع او قانون ساز درجه وركړي او هره خبره ئي واجب الاتباع و بولي.
بلكي د تقليد مطلب صرف دادى، چي پيروي خو د قران او حديثو مقصود وي، مګر خو د قران او حديث د مطلب او مراد معلومولو او فهمولو لپاره د شارح قانون په حيثيت د امام پرسوى تشريح او بيان اعتماد وكړي، نو دا وجه ده چي د قرآن او سنت په قطعي احكامو كي د كوم امام يا مجتهد د تقليد كولو ضرورت نسته ځكه چي دلته د خداى او د هغه د رسول د اطاعت او فرمانبرداري اصل مقصد له تقليد څخه بغير په آساني سره حاصليږي.
داخبره چي د كوم امام تقليد كول صرف هغه شارح بلل دي نه بذات خود واجب الاتباع بلل دا د تقليد په اصطلاحي مفهوم کی خپله داخله ده لكه ابن همام او ابن نجيم د تقليد تعريف داسي كوي:
التقليد العمل بقول من ليس قوله احدى الحجج , بلاحجة منها. تقليددي ته وايي چي د داسي چا په قول چي د هغه قول ماخذ دشريعت نه وي بي له مطالبي د دليله عمل په وكړي. له دي تعريف څخه دا معلومه سوه چي مقلد د خپل امام قول ماخذ د شريعت نه بولي ځكه ماخذ د شريعت صرف قرآن او حديث او د دوى په څنګ كي اجماع او قياس دى، البته مقلد دا فكر كوى چي ده ته د قرآن او حديثو په علومو كي ډير بصيرت حاصل دى نو ده چي له قران او حديث څخه كوم مطلب فهمولى دى دا زما لپاره زيات قابل د اعتماد دى، اوس تاسو په انصاف سره غور او فكر وكى چي په دې عمل كي كومه داسي خبره سته چي هغه دي ګناه ياشرك وبلل سي؟
البته كه څوك امام شارع قانون جوړونكى يا بذات خود واجب الاطاعت وبولي نو داعمل بي له شكه چي شرك دى مګر يوڅوك شارح (قانون بيانونكى) بلل او د ځان په مقابل كي د هغه پربصيرت او فهم اعتماد كول له دي څخه په اوس د علم د افلاس په زمانه كي هيڅ چاره نسته.
د تقليد دوه صورته دي، يوصورت دادى چي د تقليد لپاره څه خاص امام يا مجتهد معلوم نسي بلكي په يوه مسئله كي د يوه امام او عالم خبره غوره كړي او په بله مسئله كي بيا د بل امام خبره غوره سي نو دي ته تقليد مطلق يا تقليد عام يا تقليد غير شخصى ويل كېږي، او دوهم صورت دادى چي د تقليد لپاره د يوخاص مجتهد عالم تعين وسي او په هره مسئله كي د هغه قول خوښ سي دي ته بيا تقليد شخصى ويل كېږي.
د تقليد جواز بلكي وجوب له قران او حديثو څخه په ډيرو دلائلو سره ثابت ده ,لكه خداى فرمايي: ((يا آيها الذين آمنوا اطيعوا الله واطيعوا الرسول واولى الامر منكم،))نساء آية ۵۹.
اى مؤمنانو د الله اطاعت وكړى او د هغه د رسول اطاعت وكړى او د خپلو اميرانو اطاعت وكړى.
داولى الامر په تفسير كي بعضي حضرات دا وايي چي دلته د مسلمانانو د حكومت امران ځني مراد دى او بعضي حضرات علماء بيا دا وايي چي له اولى الامر څخه فقهاء علماء مراد دي او دا دوهم تفسير له جابر بن عبد الله عبد الله بن عباس، حضرت مجاهد حضرت عطاء بن ابي رباح، حضرت عطاء بن سائب، حضرت حسن بصري، حضرت ابو العاليه او له نورو ډيرو مفسرينو څخه را منقول دى او امام رازي صاحب ودي تفسير ته په ډيرو دلائلو سره ترجيح وركړي ده.
او ابوبكر جصاص بيا ويلي دي چي د دې دواړو تفسيرونو په منځ كی څه ټكر نسته بلكي دواړه مراد دي، په سياسي اموروكي د حكومت د اميرانو اطاعت واجب دى او په شرعي اموروكي د علماوو, فقهاوو اطاعت واجب دى.
بهرحال د دې تفسير پرمطابق په آيت كي مسلمانانو ته دا ويل سوي دي چي د الله او د الله د رسول اطاعت وكړي او د هغو علماوو او فقهاوو اطاعت وكړي كوم چي د الله او د هغه د رسول د كلام شارحين او بيانونكى دى، او د دې اطاعت اصطلاحي او عرفي نوم بس تقليد دى ( )عن حذيفة رضي الله عنه قال : كنا جلوسا عند النبي صلى الله عليه و سلم فقال إني لا أدري ما بقائي فيكم فاقتدوا باللذين من بعدي وأشار إلى أبي بكر و عمر .
(رواه الترمذي ج 5 ص 610 دار احياء بيروت)
له حضرت حذيفه څخه روايت دى، دي وايي چی موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سه ناست وو، نو حضور وفرمايل :چي زه خبر نه يم چي زه به څونه وخت له تاسوسره ژوندى يم نو تاسي له ما وروسته د هغه كسانو پیروی کوی چی له ما څخه وروسته دی .او ابوبکر او عمر ته یی اشاره کوله .
په دي حديث كي حضور د دې امر كړى دى چى تاسو له ما وروسته په ابوبكر او عمر پسي اقتداء كوى او اقتداء په ديني امورو كي اطاعت او تابعداري ته ويل كېږي بس هم دي ته تقليدوايي.
په قرآن او حديثو او اقوال د صحابه وو كي ډېر داسي دلائل سته چي له هغوي څخه د تقليد ثبوت كيداى سي او علماوو د تقليد د ثبوت لپاره رانقل كړى دى او په دي كي يي مستقل كتابونه او رسالي تصنيف كړى دى دغه ماچي كوم څه دلته ذكر كړل دا دهغوي صرف يوه نمونه او مثال وو.
ليكن خو اوس دلته داسوال پيدا كېږي چي له دې مذكور بيان څخه خو صرف د تقليد مطلق ثبوت كيداى سي نه د تقليد شخصي او سره له دي چي اصل نزاع او اختلاف په تقليد شخصي كي ده.
نو موږ په جواب كي دا ويلى سو چي لكه څنګه چي ښكاره خبره ده چي وخت په وخت زمانه او حالات بدليږي او په خلګو كي هم زيات توبير او بدلون راځي او علماء د انبياوو وارثان دي نو بايد له وخت او حالاتو سره سم فتوا وى او احكام جاري كړي.
نو له دي كبله علماوو او فقهاوو د يوزبردست انتظامى مصلحت لپاره دا مناسبه بلكي ضرور وبلله چي دافتوْى وركړي چي د خلګو لپاره اوس صرف په تقليد شخصي عمل كول پكار او ضروري ده او د دې پرځاى چي كله د يو امام او كله د بل امام تقليد وكړي يوخاص امام متعين كړي او د هغه پيروي وكړي.
هغه انتظامي مصلحت كم ده؟ د دې سوال په جواب كي اول بايد داخبر په ذهن كي ونيول سي چي خواهش پرستي يولويه ګمراهي ده داسي ګمراهي چي ډيروخت انسان د كفر حد ته رسوي او هم دا وجه ده چي په قرآن كي له خواهش پرستي او نفس پرستي څخه د ځان ساتلو تلقين وركول سوى دى، او د خواهش پرستۍ يوصورت خو دادى چي يوسړى د ګناه كار كوي خو ګناه يي بولي مګر د نفس خواهشاتو مجبوره كړى وي او په دې ګناه كي اخته وي دا كه څه هم لوى جرم او ګناه خوده خو بياهم دومره دروند او سنګين نه ده ځكه د دې اميدا سته چي داسړى پښيمانه سي او توبګار دي سي او دا ګناه دي پريږدي.
او د دې برعكس د خواهش پرستى بل صورت دادى چي سړى د خپلو نفسي خواهشاتو په بندګى كي داسي اندازي ته رسيدلى وي چي حلال ته حرام او حرام ته حلال وايي او څه چي يي نفس او خواهش نه منل هغه حرام بولي نو ښكاره خبره ده چي دخواهش پرستي دغه دوهم صورت تراول صورت ډېر سنګين خطرناك او تباه كونكى دى، او كم عمل چي انسان د داسي خواهش پرستي پرلاره برابر وي له دي څخه ځان ساتل ضروري ده.
فقهاء كرامو داخبره محسوسه كړه چي په خلګو كي د ديانت معيار ورځ تربلي كميدونكي ده احتياط او تقوْى مخ پرشا تلونكى ده په دې صورت كي كه چېري د تقليد مطلق دروازه هم داسي خلاصه پريښوول سي نو ډېر خلګ به په لاشعوري ډول په خواهش پرستي كي اخته سي مثلا د يوسړي د يخ په موسم كي پوزه يا بل ځاى ويني سي نو د امام ابوحنيفه په نزديي اودس مات دى او د امام شافعي په نزد يي اودس نه دى مات نو داسړى د خپلي اسانۍ لپاره په دې وخت كي د امام شافعي تقليد كوي او اودس مات نه بولي او بل وار بيا د ښځي بدن ته لاس وروړي نو د امام شافعي په نزد يي اودس مات او د امام اعظم په نزد يي اودس نه دى مات او دى د اساني لپاره په دې وخت كي بيا د امام اعظم ابوحنيفه تقليد كوي او اودس مات نه بولي غرض داچي د كوم امام په قول كي ده ته ار ام اوفائده حاصليده هغه به غوره كوي او د كوم امام په قول كي چي ده ته تكليف او ضرر رسيدى هغه به پريږدي او دى به په يوغيرشعوري ډول په خواهش پرستۍ سره اخته وي.
ښكاره خبره ده چي د دې خبرو نتيجه دا را ووزي چي احكام شرعيه به د نفساني خواهشاتو يوه لوبه جوړه سي او دا هغه څه دى چي قطعي حرام دى او د دې په حرمت كي د مسلمانانو تراوسه څه اختلاف نسته لكه علامه ابن تيميه چي غير مقلدين په خپله د ده جلالت او قدر مني داسي وايي: و نص الامام احمد وغيره على انه ليس لاحد ان يعتقد الشى واجبا او حرامًا ثم يعتقده غير واجب او محرم بمجرد هواه الخ.(الفتاوي الكبری ج ۵ ص ۹۵)
امام احمد او نورو تصريح كړي ده چي يوچاته دانه ده روا چي صرف د نفس د خواهشاتو پربناء يوشي ته يووار واجب يا حرام وايي او بيا ورته غير واجب او غير حرام وايي.
په بل ځاى كي داسي وايي: يكونون فى وقت يقلدون من يفسده وفي وقت يقلدون من يصححه بحسب الغرض والهوى ومثل هذا لايجوز باتفاق الامة. (الفتاوي الكبري ج 3 ص 204 )
دارنګه خلګ په يووخت كي د هغه چا تقليد كوي چي نكاح فاسده بولي او په بل وخت كي بيا د هغه چا تقليد كوي چي نكاح صحيح بولي دا د نفس او خواهش په وجه,او دارنګه عمل د ټولو امت په اتفاق ناروا دى.
حاصل داچي خپل خواهشات دنفس تابع ګرزول يوشي ته كله حرام ويل او كله حلال ويل او د هغه مذهب چي په هغه كي نفساني فائده په نظر راځي غوره كول دونه لويه ګناه او جرم دى چي د يوچا په نزدهم جائز نه ده په دې باره كي د علماوو ډېر تصريحات او عبارات موجود دي چي د ذكر كولو ضرورت يي نسته.
د صحابه او تابعينو په زمانه كي چونكي خوف خدا او فكر آخرت په خلګو كي غالب وو نو ځكه له تقليد مطلق څخه دا انديښنه نه پيدا كېده چي خلګ به د نفس خواهشاتو تابع داري وكړي كله به د يوه مجتهد قول غوره كوي او كله به د بل نو ځكه په دې وخت كي په تقليد مطلق سره عمل كيدى او په دي كي څه قباحت نه معلوميدى.
ليكن وروسته چي كله فقها وو دا وليدل چي په خلګو كي د ديانت معيار ورځ تربلي پركمېدو ده او نفسانيت پرغالب كېدو دى، نو په دې وخت كي دوئ د دې مذكوره بالا انتظامي مصلحت لپاره دا فتوْى وركړه چي خلګو ته صرف په تقليد شخصي سره عمل كول پكار دى او د تقليد مطلق طريقه پريښوول پكار دى او دا يو انتظامي فتوْى وه، د صحيح مسلم شارح علامه نووي د تقليد شخصي د وجوب وجه داسي بيانوي: ووجهه انه لوجاز اتباع اى مذهب شاء لافضى الى ان يلتقط رخص المذاهب متبعًا هواه يتخير بين التحليل والتحريم والوجوب والجواز وذالك يؤدي الي انحلال ربقة التقليد بخلاف العصر الاول فانه لم تكن المذاهب الوافية باحكام الحوادث مهذبة ومعروفة فعلي هذا يلزمه ان يجتهد فى اختيار مذهب يقلده على التعين.( المجموع ج 1 ص 55 )
د تقليد شخصي د لزوم وجه داده كه چېري د دې جواز وركول سي چي خلګ چي غواړي د هغه مذهب پيروي كولاى سي نو د دې نتيجه به داسي چي خلګ به د هرمذهب اسانتيا وي راټولوى د خپلو نفسي خواهشاتو په مطابق به عمل په كوي د تحريم اوتحليل , وجوب او جواز احكام به ټول د خلګو په خپل اختيار سي او شرعي تكليف او پابندي به بالكل ختمه سي البته په اوله زمانه كي تقليد شخصي ځكه ممكن نه وو چي په هغه وخت كي فقهي مذاهب په مكمل طور سره مدون او مشهورنه وو, مګر اوس چي كله فقهي مذاهب تدوين او مشهور سوى نو ځكه پرهرچا لازمه ده چي كوشش وكړي او يوخاص مذهب غوره كړي او بيا په معين طور سره د دې مذهب تقليد وكړى .
غير مقلدين دا دعوه كوي چي مقلدينو په امت كي اختلاف رامنځته كړي ، ځكه يوځان ته حنفي وايي بل شافعي او بل مالكي او بل بيا ځانته حنبلي وايي نو دوئ په امت كي تفرقه او اختلاف را وستى او په قران او حديثو كي له اختلافو څخه منع راغلي ده مګر موږ غير مقلدينو امت سره يوځاى كړي ده او ټولوته يومحمدي امت ويل كېږي ، حنفي مالكي شافعي يا حنبلي اختلاف نسته.
نو غير مقلدين كه څه هم د اتفاق دعوه كوي او پرمقلدينو د تفرق او اختلاف تهمت لګوي ليكن خوكه حقيقت ته نظر وسي نو حقيقت داسي نه ده بلكي حقيقت دا سرګندوي چي اصل اختلاف غير مقلدينو را منځته كړي ده ځكه اصل اختلاف كم چي مذموم اختلاف دى او كوم چي په قرآن او حديثو كي منع ورځني راغلى هغه اعتقادي او نظرياتي اختلاف ده، نه فروعي اختلاف ځكه فروعي اختلاف د امت لپاره رحمت بلل سوي او له دې څخه هيڅ چاره نسته دا د صحابه وو په زمانه كي هم راغلي ده.
اوس د مقلدينو په مينځ كي چي كوم اختلاف ده دا ښكاره خبره ده چی دانظرياتي نه بلكي فروعي اختلاف ده ځكه د اعتقادي او نظرياتي اختلاف نتيجه دا راووزي چي يوپربل د كفر حكم وكړى او د مقلدينو په منځ كي سره له دونه اوږده تاريخه دارنګه اختلاف اول خو سته نه او بيا كه چيرته وي هغه به دومره كم وي چي بالكل د نيشت برابر به وي او غير مقلدين سره له ډېر لنډ تاريخه په دوئ كي ډير نظرياتي او اعتقادي اختلافات را منځته سوى چي د دې اختلافاتو ښكاره دليل دادى چي اوس په هند او پاكستان كي د غير مقلدينو نه ډلي دي چي يوپربل سخت انتقادونه او اعتراضونه كوي داخو د دوئ د خپل منځ اختلاف ده او داچي اهل سنت والجماعة ټول په يونعره او عقيده وو او دوى يولوى اختلاف پكښي را وستى دا خو ځانته خبره ده.
مقلدين چي په نړۍ كي د مسلمانانو اكثره حصه جوړ وي په ټوله نړۍ كي تقريبا اته پنځوس كروړه اټكل سوى دى او داټول د دې څلورو مشهورو مذهبونو تابع او پيروان دي :حنفي مذهب، مالكي، مذهب، شافعي مذهب، حنبلي مذهب، او د دې مذهبو نو ترمينځ څه د پام وړ اصولي او عقيدوي اختلاف نسته البته په فروعي او فقهي مسائلو كي د دوئ ترمينځ اختلاف سته او مقلدين هرڅوك په فقهي مسائلوكي د خپل معلوم مذهب اطاعت او پيروي كوي، البته بعضي داسي مسائل هم سته چي د مذهب علماء د څه مصلحت یا ضرورت پر بناء د خپل مذهب پرخلاف د بل مذهب پرمطابق د عمل فتوْى او حكم ور كوي.
په دې مذهبونو كي ترټولو اولني مذهب حنفي مذهب ده او دوهم يي مالكي دريم شافعي او ترټول آخرني حنبلي مذهب ده، د پيروانوتابعينو په اعتبار سره هم حنفي مذهب ترټولو مخكي ده چي تقريبا په ټوله نړى كي اوس څلور دېرش كروړه وګړي پيروان لري او په دوهمه درجه كي شافعي او حنبلي مذهبونه دي چي هريولس لس كروړه پيروان لري او په دريمه درجه كي مالكي مذهب دى چي تقريبا څلور نيم كروړه پيروان لري.
او دا مذهبونه هريوخپل موسس (بنسټ ايښوونكى) لري د حنفي مذهب موسس امام اعظم ابوحنيفه ده او د مالكي مذهب موسس امام مالك بن انس ده او د شافعي مذهب موسس امام محمد بن ادريس شافعي دى او د حنبلي مذهب موسس امام احمد بن حبل دى، د دې امامانو په تاريخ او مناقبوكي مستقل كتابونه ليكل شوي مګر خوزه به دلته د دوئ د ژوند حالت په څو لنډو ټكوكي بيان كړم.
امام اعظم ابوحنيفه
اصلي نوم يي نعمان وو د ثابت زوى هغه بيا د زوطى زوى دى، د ده نيكه زوطى څوك يي د كابل او چا بيا ويلي دي چي د بابل يا د انبارو او څوك يي بيا د ترمذبولي.
او په بعضي تاريخي رواياتو كي بيا د ده د نسب سلسله داسي راغلي ده، نعمان د ثابت زوى د نعمان زوى هغه بيا د ميرزبان زوى دى او ميرزبان بيا د فارس له قبيلي څخه ده، په مفتاح السعادة كي ذكر سوى چي د امام پلار ثابت چي كله وفات سو نو د امام مور امام جعفر صادق په نكاح کړه او امام ابوحنيفه د امام جعفر صادق په غيږ كي تربيه سو او دا د ده لپاره غټ منقبت دى، او امام صاحب په كال( ۸۰ ه )كي د عبد الملك بن مروان د خلافت په دوران كي دكوفي په ښار کی زیږیدلی ده .
په دي كي هيڅ شك او اختلاف نسته چي امام صاحب د صحابه وو زمانه نيولي ده مګر داچي د ده له صحابه وو سره ملاقات سوى يا نه او كه ملاقات سوى وي نو حديث يي ځني اوريدلي او كه نه په دې کی د تاريخ دانانو او علماوو مختلف اقوال راغلي دي خوارجح قول يي داده چي امام صاحب له صحابه وو سره ليدلي دي او روايات يي هم ځني كړي دي.
محمد بن خوارزمي د امام صاحب په مسند كي داسي ويلي دي :علماء پردي اتفاق دي چي امام صاحب له اصحابو د رسول الله څخه شپږ يا اووه يا اته روايات كړي دي يناء پراختلاف. او على قارى صاحب بيا له سخاوي څخه نقل كوي چي معتمد دادى چي امام صاحب له يوصحابي څخه هم روايت نه دى كړى ځكه په هغه زمان كي دى كوچنى وو.
ابن خلكان ويلي دي چي امام صاحب د څلورو صحابه وو زمانه نيولي ده مګر خو له يوه سره يې هم ملاقات نه دى سوى.
او ابن حجر ويلي دي چي امام صاحب له ابن ابي اوفى څخه يوحديث روايت كړى دى او خطيب په تاريخ بغداد كي ويلي دي چي امام صاحب انس بن مالك ليدلى دى او ابن حجر ويلي دي چي داصحيح ده لكه ذهبي چی ويلي دي چي ده د ماشوم والي په حالت كي ليدلي ده.
او په يوبل روايت كي راغلي دي چي امام صاحب ويلي دي چي ما انس بن مالك ډير واره ليدلى دى چى سري نكريزي يي استعمالولي او دا روايت هم راغلي دي چي امام صاحب له انس بن مالك څخه دري حديث روايت كړي دي.
او عيني هم دا ثابته كړي ده چي امام صاحب له صحابه وو څخه سماع كړي ده.
امام صاحب يوزاهد او تقوْى دار او خداى ته ډيري زارى عاجزي كوونكى انسان وو او ډيری خبري به يي نه كولي او د ډيرو كراماتو خاوند وو، او د ښواخلاقو او ښه قدقامت او حسن خاوند وو، او ښي خبري به يي كولي او خداى ښه پوهه او ذكاوت وركړى وو.
او امام صاحب په ابتداء كي يوتجار وو په ډېرصداقت او امامت سره يې د تجارت عمل ترسره كاوو نو ځكه ده ته د خلګو دعاداتو او معاملاتو او بيع شراء په باره كي ډيرښه معلومات حاصل وو.
او وروسته يي په تعلم پيل وكى او په لږ وخت كي يي ډير علوم حاصل كړه او ځان يي په علم كي يوي غټي مرتبي ته ورسوى، په فقه كي د ده شيخ او استاذ حماد بن ابى سليمان وو چي د هغه په ملازمت كي ده ۱۸ اتلس كاله تير كړي دي او ډير علم يي ورځني حاصل كړى دى.
په مفتاح السعادة كي ذكر سوي دي چي د امام صاحب د استاذانو شمير څلور زروته رسيږي او د خطيب په تاريخ كي ذكر سوي دي چي امام صاحب په خوب كي وليدل چي د حضور قبر مبارك يي لڅ كړى وي او هډوكي يي سره رايوځاى كوي، نو امام صاحب ومحمد بن سيرين ته چي د خوبونو يومشهور تعبير كوونكى وو، يوڅوك وروليږى چي د دې خوب تعبير ورځني وغواړى نو محمد بن سيرين ورته وويل چي د دې خوب خاوند به داسي علم حاصل كړي چي تردي مخكي به چا وړانديوالى نه وي ورته كړى .
او عبيده له امام شافعي صاحب څخه روايت كړى دى چي ده ويل كه څوك غواړي چي فقه زده كړي نو د ابوحنيفه او د ده د اصحابو ملازمت دي وكړي.
په رواياتو كي راځي چي امام صاحب پنځه پنځوس واره حج اداكړى دى، او ده څلويښت كاله د سهار لمونځ د ماخستن په اوداسه اداكړى دى، دى به د ماپښين او مازيګر په منځ كي لږ وخت بيديدى .
تاريخ دانانو ذكر كړي چي امام صاحب ډيركتابونه تصنيف كړي دي د هغوي له جملي څخه (كتاب العلم والتعلم دى) او بل (الرد على القدريه) دى، بل (الفقه الاكبر) دى، دا په نسبت د دې چي امام صاحب يوازي د ۲۱۵ حديثو تخريج كړى دى، دا ماسوى له هغو چي نور امامان له ده سره شريك دي، او د ده يومسندده چي د ۱۱۸ حديثو روايت ده كړى دى، او داټول په باب د لمانځه كي دي، ټول هغه احاديث چي امام صاحب يي اخراج كړى دى هغه محمد بن محمود خوارزمي په يومسند كي چي اته سوه غټي صفحي لري راجمع كړي دي او دا مسند په مضر كي چاپ سوى دى.
خليفه ابو جعفر منصور امام صاحب ته قسم واخستى چي ته به قضاء قبلوي او امام صاحب هم قسم واخستى چي زه قضاء نه قبلوم او دى د منصور له طرفه د قضاء نه قبلولو په وجه بندي سو ترڅو د رجب يا شعبان په مياشت كي په كال ۱۵۰هـ كي په بندي خانه كي وفات سو، او حسن بن عماره د ده د جنازي لمونځ اداكى او د ده جنازي ته تقريبًا پنځوس زره كسان حاضر سوي وه.
په بغداد كي خاوروته وسپارل سو، قبر يي اوس هم معلوم دى خلګ يي زيارت كوي ( ).
يو مشهوره مقوله ده چي د حنفي مذهب ارزښت او امتياز ځني معلوميږي :
(ابن مسعود د علم كښت كړى دى علقمه دي كښت ته اوبه وركړي دى او ابراهيم يي لو كړي دي، او حماد يي غوبل كړي ده او ابوحنيفه ژرنده كړي ده، او ابويوسف وړه ځني لانده كړي دي، او محمد بن حسن ډوډۍ ځني پخ كړي ده او ټول خلګ د دغو وړو ډوډۍ خوري .)
د حنفي مذهب امتياز د يوڅو مجتهدينو شاګردانو په وجود سره دى كوم چي له امام صاحب سره د حنفي مذهب په تاسيس كي شريكان دي له دغو شاګردانو څخه يي مهم كسان دادي،
(۱) يعقوب بن ابراهيم چي په ابويوسف سره مشهور وو، ديو مشهورصحابي سعد بن حبته انصاري د نسب له سلسلي څخه دى په كال ۱۱۳هـ كي په كوفه كي زيږيدلى دى.
دى د امام صاحب له ملګرو او لويو شاګردانو څخه دى، ده ته خداى ښه پوهه او حفظ وركړى وو په تاريخي رواياتو كي راځي چي د ده څلويښت زره يوازي موضوعي حديث ياد وه، نو صحيح به يي څونه ياد وو؟ دي د يوفقير سړي زوى وو چي پلار به يې دى د مزدورۍ لپاره ليږى مګر خو ده به ډير وخت د امام صاحب په مجلس كي تيراوواخير داوو چي پلار يې په بعضي رواياتو كي راځي چي موريې ورته وويل چي دابوحنيفه مجلس پريږده ته يوغريب سړى يي خپله مزدوري كوه او د خپل كور لپاره نفقه برابروه، اخر داوو چي ده دا راز له امام صاحب سره شريك كى نو امام صاحب به بيا له ده سره مالي كومك كاوو د دې لپاره چي دى له ديني زدكړي څخه مصروف نسي نو امام ابويوسف صاحب به د امام صاحب په مجلس كي په دائمي ډول سره حاضريدى ترڅو چي ده ته الله په علم كي يولوړ مقام ورنصيب كى، او ده ته د مهدي او د هغه د زوى هادى او هارون رشيد د خلافت په زمانه كي د قضا منصب وركول سو , او دى اول هغه څوك وو چي د قاضي القضات په نوم سره وبلل سو.
امام ابويوسف په كال ۱۸۲هـ كي وفات سو.
(2) محمد بن الحسن بن فرقد الشيبانى په كال ۱۳۵هـ كي زيږيدلى، په اصل كي دى د دمشق وو بيايې پلار عراق ته راغى او دى په عراق كي وزيږيدى، دى هم د امام صاحب له لويو شاګردانو څخه دى په پيل كي يي له امام صاحب څخه زدكړه كوله او كله چي هغه وفات سو او د ده علم لا مكمل نه وو نو بيا يې له امام ابويوسف صاحب څخه د فقه زدكړه كامله كړه، او د حديثو زدكړه يي له امام مالك صاحب څخه هم كړي ده، او دى د خپل عمر يوفقيه او مجتهد وو او امام شافعي صاحب هم له ده څخه د فقه تحصيل كړى دى، او د دوئ ترمينځ ډېر مجالس سوي دي او په تاريخي رواياتو كي راځي چي ده د امام شافعي صاحب مور په نكاح كړي وه او ده ډير كتابونه ليكلي داسي ويل كېږي چي ده په ديني علوموكي نه سوه نه نيوي، ۹۹۹ كتابونه تصنيف كړي دي, امام محمد په كال ۱۸۹هـ كي په عراق كي وفات سو.
(۳) حسن د زياد زوى د كوفي قاضي د امام صاحب له ملګرو څخه وو، او ده به ويل چي ماله خپلو استاذانو څخه دوولس زره حديث ليكلي دي او دى د وخت يولوى فقيه او عالم وو په كال ۲۰۴ كي وفات سوى دى.
(4)زفر د هذيل زوى د معد بن عدنان د نسب له سلسلي څخه دى په كال ۱۱۰هـ كي زيږيدلى او دى هم د امام صاحب له لويو شاګرانو څخه وو او دى يو فقيه عالم او عابد سړى وو او دى په قياس کی ډير ماهر وو حتى امام صاحب به ويل زفرنا قياسنا زفر زموږ قياس دى په بعضى رواياتو کی راغلي دي چي دى د بصري قاضي وو، په كال ۱۵۸هـ كي وفات سوى دى.
حنفي مذهب په مجموعي او اجمالي ډول پر درو مرحلاتو او دورو ويشل سوي ده.
(۱) اوله مرحله يې مرحله د پيدايښت او جوړښت ده.
(۲) دوهمه مرحله يي د پراخي او خپريدلو ده.
(۳) دريمه مرحله يي د استقرار او ثبوت دى.
اوله مرحله او دوره يي چي د امام صاحب او د ده د شاګردانو پر زماني مشتمله ده د حسن بن زيادتر وفاته چي په كال ۲۰۴هـ كي وو, رسېږي.
په دې دوره كي د امام صاحب شاګردانو د تصنيف او د هغو نظرياتو او رايو چي امام صاحب به د درس په دوران كي ويل د رايوځاى كولو اهتمام كړى دى په دوى كي بيا خاصةً امام محمد بن حسن صاحب د تصنيف ډېر اهتمام او كوشش كړى دى نو ده په دې دوران كي ډېر كتابونه ليكلي دي چي د هغوئ له جملي څخه هغه شپږ كتابونه هم دي چي په ظاهر الرواية سره مشهور دى هغه دادى , 1, المبسوط, الاصل ۲، الجامع الصغير ، ۳ الجامع الكبير، ۴ السير الصغير، ۵السير الكبير، ۶ الزيادات.
ده نور كتابونه هم تصنيف كړي دي لكه جرجانيات كيسانيات، هارونيات، رقيات او الحجة على اهل المدينه, او امام ابويوسف صاحب بيا الامالى او الاثار او النوادر تصنيف كړى دى، حسن بن زياد بيا المجرد ليكلى دى.
په دغو كتابو كي چي كومي مسئلي ذكر سوي دي دا پر دروطبقو ويشل سوي دي.
(۱) اوله طبقه مسائل د ظاهر الرواية دي، دا هغه مسئلي دي چي د امام محمد صاحب په اولو شپږو كتابونو كي ذكر سوى دى، او دا په اوله درجه د اعتبار او اعتماد كي دى.
(۲) دوهمه طبقه نوادر دي، داهغه مسئلي دي چي د مذهب له علما وو څخه رانقل سوى وى مګر خو له مذكور شپږكتابو ماسوْى, د امام محمد په نورو كتابونو كي ذكر سوى وي يا دابي يوسف صاحب او حسن صاحب په كتابونو كي ذكر سوى دى.
(۳) دريمه طبقه فتاوْى او واقعات دي، دا هغه مسائل دي چي د مذهب د دې مذكورو علماوو څه رايه نه وي پكښي پيداسوي او وروستني علماوو د دوى استنباط او استخراج كړى وى.
دوهمه دوره دوره د پراخي او د خپريدلو د مذهب وه:
په مذهب كي به د هغه مسئلي بالكل اتباع كيدله چي پرهغه به امام صاحب او ملګري په ظاهر الروايت كى اتفاق وو مګر كله چي به اختلاف رالى نو بيابه معتمد او راجح قول د امام صاحب وو مګر خو د متاخيرونو په وخت کی داقانون بدل سو نو كه به له امام صاحب سره كوم ملګري اتفاق وو نو د ده قول معتمد وو ليكن كه صاحبين يوطرف او امام صاحب بل طرف وو بيابه د صاحبينو قول راجح وو يابه قوت د دليل ته اعتبار وو.
نو د دې راجح او مرجوح قول معلومولو لپاره د دې عصر علماوو د تصنيف او تاليف ډیر كوشش اواهتمام وكى، نو په دې دوران كي چي دوئ كوم كتابونه ليكلي دي داپردري قسمه وبشل سوي دي:
اول قسم مختصرات دي:
ددې مختصراتو له جملي څخه يي څو مهم كتابونه دادي:
(۱) مختصر الطحاوي، (۲) الكافى للحاكم الشهيد، (۳) تحفة الفقهاء للسمرقندى، (۴) مختصر القدورى، (۵) بداية المبتدي لمرغيناني، (۶) المختار لابى الفضل عبد الله بن محمود،(۷) كنز الدقائق، (۸) وقاية الدراية لصدر الشريعة.
دوهم قسم شروح دي:
د شروحو له جملي څو مهم كتابونه دادي:
(۱) المبسوط للامام السرخسي شرح د مختصر الطحاوي، (۲) بدائع الصنائع لعلاء الدين الكاسانى، شرح تحفة الفقهاء، (۳) الهدايه للمرغينانى، (۴) الاختيار لتعليل المختار الموصلى شرح د مختار.
دريم قسم فتاواوي دي:
د فتاواوو له جملي څخه څو مهم كتابونه دادي:
(۱) فتاوْى شمس الائمه الحلوانى، (۲) فتاوْى كبرْى للصدر الشهيد، (۳) فتاوْى قاضيخان.
دريمه مرحله او دوره د مذهب , دوره د استقرار او ثبوت ده، د مذهب د قرار او ثبوت دوره په اتمه هجري پيړۍ كي كوم وخت چي د مذهب د مجتهدينو د خاتمي دوران وو شروع سوه او تردې اوسه روا نه ده.
په دې دوران كي هم د وخت علماوو د سابقه كتابونو په ګرداورد او له هغوى څخه د معتمد اقوالو معلومولو لپاره ډېر تصنيفونه كړي دي چي د هغوئ له جملي څخه ترټولو مهم به شايد حاشيه د ابن عابدين شامى صاحب وى چي په ردالمحتار على درالمختار سره نومول سوى.
او په دې دوران كي كوم نوي واقعات او حوادث چي پيښيږي او حكم يي په مخكنيو كتابو كي صراحة ذكر نه وي نو د وخت علماء د مذهب له اصولو او قوانينو سره سم او د سابقه كتابونو د مسائلو په مقائسه سره د دې حوادثو د احكامو استنباط او استخراج كوي او په دي كي ډير تصنيفونه سوي دي او كېږي.
حنفي مذهب په ټوله نړۍ كي په مجموعي ډول څه زيات ياكم دري سوه څلويښت ميلونه پيروان لري چي زياتره يې يي په عراق، شام تركيه، افغانستان، ايران، تركستان، چيچنيا اندونيزيا، سويت، چين، پاكستان، او هندوستان برما اوسيلون كي اوسيږي او باقي پاته د نړۍ په نورو مختلفو اسلامي او غير اسلامي ملكونوكي اوسيږي.
امام مالك
مالك د انس زوى هغه بيا د مالك زوى هغه بيا د عامر زوى په كال ۹۳هـ كي په مدينه منوره كي زيږيدلى دى، امام مالك صاحب له ماشوم والي څخه په ښو اخلاقو، ښه ياد او تيز فكري سره متصف وو امام مالك صاحب يو له څلورو مشهورو امامانو څخه دى، او امام مالك صاحب خپله ټوله زندګي په مدينه منوره كي تيره كړي ده، له مديني منوري څخه يوخواته هم ده سفر نه دى كړى صرف له مكي معظمي ماسوْى چي د حج لپاره تللى دى، داله دي وجي چي د ده له مديني منوري سره زيات محبت وو ځكه چي دا د حضور او د صحابوو كور وو.
او ده خپل ټول علوم د مديني منوري له علماوو څخه حاصل كړى دى، ده تراوولس كلني پوري تعليم وكى او له هغه وروسته چي كله ده ته شيخانو اواستادانو د حديثو او فقهه شهادت وركى نو ده له دي وروسته په تدريس پيل وكى، امام صاحب ويلي دي چي زه ترهغو پوري د فتوْى لپاره نه يم كښينستلى ترڅو چي اويا كسانو شيخانو ماته د دې شهادت راكى چي ته د دې اهل يي.
امام مالك صاحب يومتقي او پرهيزګاره عالم وو چي د ده په ديانت داري او امانت داري سره ټول علماء اقرار دى.
او دى د ده په وخت کی د ټول حجاز امام او مفتي وو علماء او طلباء به له ډېرو ځايونو څخه ده ته راتلل چي علم ورځني زده كړي او دا ددي دليل دى چي د ده مذهب په ډېرو اطرافو كي خپور سوى دى.
امام مالك صاحب تصنيفات هم لري د هغو له جملي څخه يومشهوره كتاب( المؤطا) دى، چي دا ده په طول د څلويښتو كلونوكي ليكلى ده، او په دي كي يي لس زره احاديث راجمع كړي دي، او بل كتاب( المدونه) دى چي امام مالك صاحب ټول هغه افكار او نظريات چي د ده پر اصولو بناء دي راجمع كړي دي، او دا ترټولو مهم كتاب دى كوم چي د ده مذهب يي محفوظ كړى دى، مالكي مذهب په نړى كي څه كم يا زيات پنځه څلويښت ميلونه نفوس پيروان لري چي زياتره يي په حجاز ، مصر، شام، لبنان او اندلس كي اوسيږي او څه يي په نورو ملكونو اوسيږي.
طیب زابلی
06.05.2012
امام شافعي
محمد د ادريس زوى هغه د عباس زوى هغه د عثمان زوى هغه د شافع زوى هغه د سائب زوى هغه عبيد زوى هغه د هشام زوى هغه د عبد المطلب زوى هغه د عبدمناف او هغه د قصي زوى په كال ۱۵۰ كي په فلسطين كي د غزي په ښار كي زيږيدلي ده، د ده پلار ادريس له مكي مكرمي څخه له خپلي بي بي سره وفلسطين ته د يوحاجت لپاره ولاړى او هلته وفات سو او امام شافعي صاحب په دې وخت كي د مور په خيټه كي وو نو چي پلار يي كله په فلسطين كي وفات سو نو امام شافعي صاحب په دي وخت كي هلته وزيږيدى او له دې وروسته يي مور هلته دوه كاله معطله سوه او له دوو كلو وروسته يي دى او مور دواړه مكي معظمي ته راستون سول.
امام شافعي صاحب يوبزرګ او قوي حافظي والا انسان وو، چي په اوه كلني كي يي قرآن يادكى او په شل كلني كي يي موطاء مالك ياده كړه.
امام شافعي صاحب له هزيل قبيلي سره چي په عربو كي دا ترټولو فصيح خلگ دي وخت تير كى نو ځكه ده هم په فصاحت كي ډير شهرت درلودى امام شافعي صاحب په مدينه منوره كي مالكي فقه په خپله له امام مالك صاحب څخه زده كړه او په مكه مكرمه كي يي له مفتي مسلم بن خالد الزنجي او مفتي سفيان بن عينيه الهلالي او له نورو علماوو څخه فقه زده كړه.
او له دې وروسته يمن ته ولاړى او بياپه كال ۱۸۴ هـ كي عراق ته ولاړى او هلته يي له امام محمد بن حسن الشيباني چي د امام ابوحنيفه شاګرد دى او په حنفي مذهب كي دريمه مرتبه لري وپيژندل او فقه حنفي يي ورڅخه زده كړه اود دوئ ترمينځ په بعضي مسائلوكي مناظري هم وسوي.
له دې وروسته مصرته ولاړى او هلته له علماوو سره يوځاى سو او علم يي ورځني زده كى په كال ۱۹۵هـ كي بيرته بغداد ته راغى او په دې وخت كي دى امام ګرزيدلى وو او يومستقل مذهب يي وو.
دوه كاله وروسته حجاز ته ولاړى او په كال ۱۹۸هـ كي بيرته عراق ته راغى څو مياشتي وروسته په كال ۱۹۹هـ كي مصرته ولاړى.
د امام شافعي صاحب څو ويناوي:
چاچي قرآن كريم ياد كى مرتبه به يي لوړه سي، چاچي فقه زده كړه قيمت به يي لوړسي، چاچي حديث زده كړل دليل به يي قوي سي، چاچي عربي او شعر زده كړل طبيعت به يې نرم سي، چاچي خپل نفس نه وساتى علم به فائده نه ورته ورسوي.
د امام شافعي صاحب څو اشعار
نعيب زماننا والعيب فينا٭ ومالزماننا عيب سوانا٭
موږ زمږ پرزمانه عيب وايو او حال داچي عيب په موږ كي دى، نسته زماني لره بل عيب ماسوى له موږ څخه.
ونهجوذالزمان بغير ذنب٭ولونطق الزمان لنا هجانا٭
موږ پرخاوندانو د زماني بي ګناه بد وايو، كه زمانه له موږ سره خبري وكړي نو زموږ بدبه ووايي.
وليس الذئب ياكل لحم ذئب٭ وياكل بعضنا بعضا عيانا٭
يوليوه د بل ليوه غوښي نه خوري، او موږ يو له بله په ښكاره سره خورو.
امام شافعي صاحب خپل وروستنى ژوند په مصركي تير كى او خلګوته يي فتوْى وي وركولي ترڅو چي په كال ۲۰۴ هـ د رجب د مياشتي په آخيركي د جمعي په ورځ په حق ورسيدى او د دې ورځي د مازيګر له لمانځه وروسته په قرافه صغرى هديره كي خاوروته وسپارل سو.
شافعي مذهب په نړى كي په مجموعي ډول څه كم يا زيات سل ميلونه وګړي پيروان لري چي زيات يي په مصر سوډان، ليبيا، شمالي افريقا، ملايا، بمبئى او مدراس كي اوسيږي او باقي پاته يي په نورو ملكونو كي اوسيږي.\
امام احمد بن حنبل
امام احمد د محمد زوى هغه د حنبل زوى هغه د هلال بن اسد شيبانى زوى په كال ۱۶۴هـ كي په بغدادكي زيږيدلى دى، او په دې ښار كي لوى سوى دى او دى لاماشوم وو چي پلار يي وفات سو نو د ده پالنه او تربيه د ده موركړي ده.
او د ديني علومو حاصلولو ته يي متوجه كړى وو، ده ترپنځلس كلنۍ پوري د قرآن حفظ او د علم اللغة تحصيل وكى او له هغه وروسته يي د حديثو په درس او حفظ پيل وكى، او په شل كلني عمر كي يي د علم د طلب په سفرونو پيل وكى، نو اول وار كوفي او بيا مكي، مديني، شام او يمن ته ولاړى او له دې وروسته بيرته بغداد ته راستون سو.
امام احمد په بغداد كي د امام شافعي له لويو شاګردانو څخه وو، امام احمد د عراق د ډېرو علماوو پرلاس تعليم حاصل كړى دى، لكه ابراهيم بن سعيد او سفيان بن عينيه او ابوداود طيالسي.
له دې وروسته امام احمد يومجتهد او د مستقل مذهب خاوند وګرزيدى او د حديثو او د حديثو د طريقو په يادولو كي پرخپلو ټولو همزولو بالاسو ترڅو چي د زماني د محدثينو امام جوړسو د ده كتاب المسند كوم چي پرڅلويښت زره احاديثو مشتمل دى دا د دې شاهدي وركوي ، خداى ده ته يو د تعجب وړ دحفظ قوت وركړى وو.
امام شافعي صاحب ويلي دي، زه له بغداده ووتلم خو ما په بغدادكي تر احمد بن حنبل بل څوك ښه فقيه او پرهيزګار عالم، حافظ شاته نه دى پري ايښى.
دي يوټينګ عزيمته، صبر كونكى، ټينګ رايه، قوي دليله او د وخت له حكمرانانو سره په خبرو كي يودلاوره سړى وو، چي د ده دغه صفات ده ته د يوغټ تكليف سبب سول.
قصه داسي وه چي په كال ۲۱۲هـ كي چي دا د مامون عباسي د خلافت او اميريت زمانه وه مسئله د خلق القرآن ډيره ګرمه وه په دې مسئله كي د خليفه او د ده د تابعينو رايه دا وه چي قرآن مخلوق يعني حديث دى قديم نه دى.
نوله علماوو او فقهاوو چي به چاپه دې مسئله سره يعني په مخلوقيت د قرآن اقرار نه كوى نو د هغه خو به اوله سزا داوه چي له حكومتي وظائفو څخه به بي برخي كيدى، او پردي سربيره به د وهلو او بند سزاهم وركول كيدله.
نو امام احمد صاحب د دوئ سخت خلاف وو اوهيڅ يي په دې سره اقرار نه كاوو نو د دي نتيجه داسوه چي په كال ۲۸۱هـ كي د اسحاق بن ابراهيم خزاعى په لاس چي د مامون عباسي نائب وو ده ته سخته سزا وركول سوه، اوله تدريس څخه منع سو بندي سو.
وروسته په زولنو سره تړل سوى ومامون ته وليږل سو، مګر خو خليفه مامون د امام احمد صاحب تر ور رسيدلو مخكي وفات سو، او د خلافت چاري د ده ورور معتصم پرغاړه واخيستي، معتصم هم په دي مسئله كي د خپل ورور مامون لاره غوړه كړه ، او امام احمد صاحب يي بندي كى او د ده په وهلو سره يي امر صادركى وهل به ترداسي اندازي سخت وو چي په هروار كه به پرده مبارك باندې بيهوښي راتله تر اتلسو مياشتو پوري دى په دي سخت تعذيب او وهلوكي مبتلاوو مګر چونكي چي د ده په عقيده كي هيڅ ډول تغير نه راغى او نه له خپل مذهب او رايي څخه واووښتى نو خليفه هم دى له بنده خلاص كى او ده بيرته خپل تدريس پيل كى.
وروسته په كال ۲۲۷هـ كي چی معتصم بالله كله وفات سو او د ده ځاى واثق بالله ونيوى نو امام احمد صاحب ته بيرته هغه پخوانى تكليف را وګرزيدى او دى يي له خلګو سره له مجلس كولو او تدريس څخه ترپنځو كلونو پوري منع كى ترڅو چي په كال ۲۳۲ هـ كي واثق بالله وفات سو، او د خلافت چاري متوكل په لاس كي واخستي نو د خلق القران بدعت يي باطل او ختم كى نو پرامام احمد صاحب يي شفقت وكى او د كومك لاس يي وركى او امام احمد د هميشه لپاره پرخپله طريقه او رايه پاته سو.
امام احمد په فقه كي د خپل مذهب تدوين او تصنيف نه دى كړى لكه څنګه چي نورو امامانو كړى دى مګر له ده څخه وروسته د ده شاګردانو په فقه او فتوْى كي ډيري مسئلي راجمع كړي دي او تصنيف كړي دي، او دوئ دغه مسائل له يوبل څخه په غټو مجاميعو كي رانقل كړي دي لكه "المغنى" او" الشرح الكبير" چي د امام بن حنبل د مذهب له مشهور كتابونو څخه شميرل كېږي.
امام احمد صاحب په كال ۲۴۱هـ كي په بغداد كي د اووه اويا كلو په عمر وفات سو.
حنبلي مذهب په نړۍ كي په مجموعي ډول څه كم يا زيات سل ميليونه پيروان لري، چي زياتره يي په نجد، حضرموت، يمن، حجاز او فلسطين كي اوسيږي او باقي پاته يي په نورو ملكونو كي اوسيږي.
khoshalkhan
06.05.2012
وروره زما استاد تور ملا صيب خوداسې راته وېلي وو:
نعمان بن سابت ،سابت بن عوف کوفي !
مننه
طیب زابلی
07.05.2012
خوشاله وروره الله دی تل خوشاله لره
دامام صاحب دنسب په باره کی چی ما هرڅه وکتل خو دغه ستا داستاذ تور ملاصاحب خبره می وه نه مونده نوته بیرته باید ده ته رجوع وکړی چی دا ده په کوم استناد ویلی دی ؟
والسلام
طیب زابلی
09.05.2012
څــــلــــــــــــــــورمه۴ برخــــــــــــه بريلـــــــــــويت / بريلــــــــــــــــويان
د احمد رضا خان پيروانو او تابعينو ته بريلويان ويل كېږي، او د ده طريقي او مذهب ته بريلويت ويل كېږي، احمد رضاخان بريلوي د تقي علي خان زوى په كال ۱۲۷۲ هـق په مطابق د ۱۸۵۶م په هندوستان كي د بريلي په ښار كي زیږیدلی دى ، نو ځكه ده ته بريلوى ويل كېږي.
احمد رضا خان بريلوى په خټه پښتون بړيڅ دى د بريلي اوسيدونكى دى، او ځان د حنفي مذهب مقلد بولي.
احمدرضا خان يوذهين او تيز فكره انسان وو خويومفرط او متعصب انسان وو او پرخپل هرمخالف يي د ارتداد او كفرفتوْى كوله ده د ديني علومو لكه حديث، فقه، اصول، تفسير زياته زده كړه له مفتي احمد زينى د حلان شافعي څخه په مكه مكرمه كي كړى ده، مفتي احمد د وهابيانو په خلاف ډير متشدد وو او د ده شاګرد احمد رضاخان په تشدد كي ترده يو څو قدمه نورهم ورمخته سو حتْى چي د يوبنديان يي هم د وهابيانو په ليست كي داخل كړل او سخت مخالفت يي وكى، ترڅو چي د هغوئ او د هغوئ د هم نظروپه كفر او ارتداد يي فتوا وي وكړي.
احمد رضاخان ډير تصنيفات كړي دي، لكه حسام الحرمين، فتاوْى رضويه، الامن والعلى، او داسي نور د ده اكثره كتابونه د ديوبنديانو په رد كي ليكل سوي دي.
د بريلويت مؤسس( بنسټ ايښوونكى) احمد رضا خان بريلوى په كال ۱۳۲۳هـ كي د حج د اداكولو لپاره حجاز ته سفر وكى د حج د اداكولو وروسته يي هلته يوكتاب مرتب كى او په دې كتاب كي يي د ديوبندي علماوو عبارات ترډير تغير او تحريف وروسته پكښي درج كړل.
او پردوئ يي دا تهمت ولګوى چي دوئ په خپلو كتابو كي معاذ الله خداى ته درواغجن ويلي دي او رسول الله ته يي ښكنځل كړي دي.
كتاب يي پرداسي طريقه ترتيب كى چي په پيل كي يي د قادياني فرقي ترعنوان لاندې د غلام احمد قادياني كفري عقائد او نظريات وليكل، او له هغه وروسته يي د ديوبند علماء د فرقه وهابيه كذابيه او فرقه وهابيه شيطانيه ترسر ليكلونو لاندې پر متعددو فرقو وويشل ترڅوچي ناخبره خلګ دا ګمان وكړي چي د يوبنديان هم د قادياني فرقي په څير يوه نوي مستقله فرقه ده.
په دې كتاب كي يي د ديوبند د غټو علماوو لكه حضرت مولانا محمد قاسم نانو توي صاحب، مولنا رشيد احمد ګنګوهى صاحب، مولانا خليل احمد سهارنپوري صاحب، حكيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي صاحب، حاجي امداد الله مهاجر مكي صاحب او نورو علماوو عبارات له تغير او تبديل وروسته ذكر كړى دى، او پردوئ يي د قطعي كفر فتوْى لګولي ده او داسي يي ليكلي دي چي كه څوك دوئ ته كافر نه وايي هغه هم كافر دى.
د حرمينو علماوو ته چونكي دديوبند د علماوو د تصانيفو پوره معلومات نه وو نو رضاخان د مختلفو وسائلو څخه كار واخستى او دغه فتوْى يي په دوئ باندې تصديق كړه.
احمدرضاخان هندوستان ته له راتګ وروسته دغه كتاب په هندوستان كي د حسام الحرمين په نامه سره په كال ۱۳۲۵هـ كي چاپ او شائع كى.
په دې دوران كي مولانا حسين احمد مدني صاحب په مدينه منوره كي وو مګر خو د حسام الحرمين سازش له ده څخه په راز دارى سره ترسره سوى وو، او ده ته د دې سازش پوره معلومات نه وو حاصل سوى نو كله چي وروسته له دې تكفيري سازش څخه خبرسو نو د حرمينوعلماء يي په حقيقت خبر كړل نو بيا دغو علماوو شپوږويشت سوالونه وليكل او د ديوبند علماوو ته يي د جواب لپاره راوليږل.
نو محدث سهارنپور مولانا خليل احمد سهارنپوري صاحب د دې سوالونو جوابونه په عربي ژبه ترتيب كړل او د ديوبند ټولو علماوو شيخانو لكه محمود حسن صاحب، حكيم الامت اشرف على تهانوي صاحب، مولانا كفايت الله دهلوي صاحب او نورو علماوو تصديق كړل.
وروسته يي دغه مرتب جوابونه حجاز، مصر، شام او نورو اسلامي ممالكوته وليږل او دي ټولو علماوو تائيداو تصديق كړل او دايي سراسر د اهل سنت والجماعت عقائدو ګڼل.
دغه ترتيب سوي جوابونه په كال ۱۳۲۵هـ كي د يوكتاب په شكل كي د" المهند على المفند" په نام چاپ سول، وروسته په اردو او پښتو ژبه هم ترجمه سوي دي، او په بازارونو كي په عامو كتابخانو كي ترلاسه كيداى سي او دايوداسي كتاب ده چي د ديوبندد علماوو د عقائدو او نظرياتو وضاحت او ترجماني كوي.
بريلويان چي موسس یی احمد رضاخان بريلوي ده د وې ځانونه اهل السنت والجماعت احناف بولي او په فروعي مسائلو كي د دې مذهب تقليد كوي مګر خو دوئ ډېر داسي عقائد ساتي چي هغه د اهل سنت والجماعت بالكل خلاف او له شرك سره مرادف دي دوئ د حضور په حق كي ډير افراط او زيادت كوي او له خداى سره يي په ټولو صفاتو كي مساوي بولي عالم الغيب يي بولي هرڅه چي سوي دي او كېږي له ازله تر ابده او د هرځاى اوهر څه ليدونكى او اوريدونكى يي بولي، نوريي بولي بشر او انسان يي نه بولي په ټولو تشريعي او تكويني امورو كي يي متصرف او مختار كل بولي، دغه صفات دوئ يوازي رسول ته نه بلكي هرولي او هرپير او مرشدته ثابتوي او په دي عقائدو كي خپل هرمخالف قطعا كافر او مرتد بولي دوئ په دې باره كي ډيري رسالي او كتابونه ليكلي دي او پرخپله مدعي يي ډير دلائل ذكر كړي دي، مګر خو د دوئ اكثره دلائل صرف پرتعسف او تعصب وربنا دي.
عـــــــــــــلــــــم غــــــــــــــيــــــب
د كوم ذات عالم الغيب كېدل معنْى داده چي د كائناتو هره ذره ذره د ده له علم او نظر څخه هيڅ وخت پټه نه وي او د دې لپاره دوه شرطونه لازمي دي يوداچي داعلم به ذاتي وي د بل چاله طرفه به نه وي وركول سوى، بل داچي پرټولو كائناتو ماضي، حال او استقبال به داعلم محيط او چاپير وي.
داصفت خاص او خاص د خداى ترذات پوري محدود دى نور په ټولو مخلوقاتوكي كه هغه هرڅونه اعلْى شخص وي نبي وي كه ولي وي د خداى د نورو صفاتو په څير نسي شريكېدلاى.
د قدرت كامله په څير علم كامل هم د خداى يوخاص صفت دى نو ځكه له خداى بغير, نه چاته علم غيب سته او نه علم كلي.
((الا انه بكل شئ محيط))، فصلت ۵۴.
ژباړه: خبردار بېشكه د الله علم په هرشي چاپيره دى.
له دې خبري څوك انكار نسي كولى چي خداى خپل محبوب نبي محمد مصطفْى ته هغه علوم وركړي دي، چي نه كوم مقدس نبي او نه كومي مقربي فرشتي ته وركول سوي دي، د خداى د ذات او صفاتو، د تيرسوي او راتلونكو واقعاتو، د قبر او برزخ د حالاتو، د ميدان محشر د نقشي د جهنم او جنت د كيفياتو، علوم شرعيه، اسرار او حكمتونه، د اسمان او د مځكي د عجائباتو، د نيكانو او بدبختانو د احوالو، غرض داچي ټول هغه علوم چي د حضور د ذات اقدس له شان سره مناسب دي ده ته د معجزي په طور وكول سوي دي.
مګر خو ده ته بیا هم عالم الغیب نه سی ویل کیدای.
علم غيب د قرآن له نظره
په قرآن كريم كي ډير په وضاحت او صراحت سره دا ويل سوي دي چي علم غيب د خداى بغير د بل چا لپاره نسته.
((قل لايعلم من فى السمْوات والارض الغيب الا الله،)) سورة نمل ۶۵.
ژباړه: ووايه اى محمد څوك چي په آسمانونو او مځكه كي دى په غيب نه پوهېږي، بغير د الله يوازي خداى ته د غيب علم سته.
((فقل انما الغيب لله،)) يونس ۲۰.
ژباړه: ووايه چي غيب يوازي خداى لره دى.
((وعنده مفاتيح الغيب لايعلمها الا هو ويعلم مافى البر والبحر وماتسقط من ورقةٍ الا يعلمها ولاحبةٍ فى ظلمات الارض ولارطب ولايابسٍ الا فى كتاب مبين.)) انعام ۲۰.
ژباړه: د ټول غيب كلياني د خداى سره دي له ده بغير چاته نه معلومېږي او پوهېږي په هغه څه چي په وچه او اوبو كي دي او نه رالويږي يوه پاڼه د درختي مګر ده ته معلوميږي او نسته يوه دانه په تيارو د مځكي كي او نه لوند سته او نه وچ مګر په سرګند كتاب لوح محفوظ كي دي.
((ان الله عنده علم الساعة وينزل الغيث ويعلم مافى الارحام وماتدرى نفس ماذا تكسب غدًا وماتدرى نفس باى ارض تموت ان الله عليم خبير)). لقمان ۳۴.
ژباړه: بي شكه له الله سره علم د قيامت دى او باران ووروي" د دې د ځاى او وقت علم ورته سته" او پوهيږي په هغه چي د ميندو په خيټو كي دي،" نردى كه ښځه پوره ده كه ناقص،" او څوك نه پوهېږي چي صبابه څه كسب كوي او څوك نه پوهېږي چي پركومه مځكه به مري بيشكه الله ښه پوهيدونكى ښه خبردار دى.
((قل لا املك لنفسى نفعًا ولاضرًا الا ما شاء الله ولوكنت اعلم الغيب لاستكثرت من الخير ومامسنى السوء،)) اعراف ۱۸۸.
ژباړه: ووايه اى محمد زه د ځان لپاره د فائدي رسولو او ضرر دفع كولو اختيار نه لرم مګر كوم چي د الله خوښه وي, كه چېري زه په غيب پوهيدلاى نو مابه ډير خير حاصل كړى واى او ماته به تكليف نه رسيدلاى،" او سره له دي چي ماته تكليف رسيږي، داځكه چي په غيب نه پوهيږم .
دا او د دي په شان نور ډير آياتونه په قرآن كريم كي سته ، چي هغه په ډير واضح او سرګنده توګه سره چي هيڅ تاويل او تفسير ته ضرورت نه لري د دي خبري اظهار كوي چي په غيب يوازي خداى پوهېږي او علم غيب يوازي خداى لره دى بل چالره نسته، خواه كه هغه نبي يا ولي وي او څوك چي پردي سربيره بل چاته علم غيب ثابتوي او كله چي د دوئ مخ ته دا آياتونه راسي نو بي بيناده او بي اساسه تاويلونه كوي نو دا به له قرآن څخه ښكاره انكار او د آياتونو ښكاره تحريف وي.
علم غيب د حديثو له نظره
عائشه فرمايي: ومن حدثك انه يعلم الغيب فقدكذب وهو يقول لايعلم الغيب الا الله، بخاري حديث رقم ۳۲ ۶۸.
ژباړه: كه چادرته وويل چي حضور په غيب پوهيږي نو درواغ وايي ځكه چي خداى فرمايي چي په غيب څوك نه پوهېږي بغير له الله.
له عبد الله ابن عمر څخه روايت دى، چي حضور وفرمايل پنځه شيان د غيب خزاني دي چي په هغوئ باندي بغير له الله هيڅوك نه پوهيږي: چي صبابه څه كېږي په دي له الله بغير هيڅوك نه پوهېږي، چي باران به څه وخت كېږي په چی له خداى بغير هيڅوك نه پوهېږي ,چي قيامت څه وخت دى, د ميندو په خيټه كي څه دي داله الله بغير هيچاته نه معلوميږي، او هيڅوك نه پوهيږي چي پركومه مځكه به مري. تفسير طبري جزء۲۰ ص۱۶۱، موسة الرسالة.
ابن مسعود نقل كوي چي حضور ته هرڅه وركول سوي وه بغير له پنځو خزانو دغيب . (تفسير قرطبي جزء ۳۰ص ۱۶۳)
د حضور په ژوند كي ډېر داسي واقعات پيښ سوي دي چي له هغوئ څخه په سرګند ډول معلوميږي، چي حضور په غيب نه پوهېدى ترڅو چي به خداى ده ته اطلاع ورنه كړه.
د افك مشهوره واقعه ده چي منافقانو په ام المؤمنين عائشه پوري د بدكارۍ تهمت ولګاوى او پر حضور داخبره ډيره درنه سوه، او ډيري ورځي په سخته پريشانۍ كي واقع وو، پوښتني او معلومات يي كاوو مګر خو حقيقت ورته معلوم نسو، اخير داوو چي حضور عائشي ته رالى او داپه دې وخت كي د پلار كره وه، او دى ورغى ورته كښي نستى د دې پلار ابوبكر صديق او موريي هم ناسته وه، نو حضور ورته وويل ياعائشي ته ماته ريښتيا حال ووايه كه دا خطا درڅخه سوي وي نو زه به ستا لپاره مغفرت وغواړم، نو په دې وخت كي خداى وحي نازله كړه او د عائشي برائت او پاكي يي بيان كړه او د منافقانو درواغ يي ښكاره كړل، نو له دي واقعي څخه په ښكاره معلومېږي چي حضور علم غيب نه درلودى، ځكه كه ده ته علم غيب واى نو دى به ولي په دومره پريشاني كي واقع كيدى او ده به ولي د عايشي په باره كي له خلګو پوښتني كولي او له عايشي به يي د حقيقت حال پوښتنه كوله ځكه نو ده ته به هرڅه له مخكي لامعلوم واى حقيقت به ورته څر ګندواي چي منافقان د درواغ وايي عايشه له دې بهتان څخه پاكه ده.
د مسلم او نورو كتابو مشهور روايت دى چي حذيفه نقل كوي چي د خندق په غزاكي په اخيري شپه حضور دري واره داږغ وكى چي څوك به د دښمن حال راوړي خو چا ږغ نه وكى اخر داچي حضور ماته اواز وكى چي يا حذيفه ته ورسه د دښمن حال راوړه دى وايي چي زه پټ پټ ورغلم د دښمن ميدان ته هغه داوو چي دښمن په دې وخت د ماتي اعلان وكى او ميدان يي پريښووى نو زه راغلم حضور ته مي د دښمن د ماتي او تښتيدلو خبر وركى نو كه چېري حضور ته د غيب علم واى نو د دې څه ضروت وو چي دونه د تكليف او سختى په حالت كي صحابي د دښمن ميدان د معلومات لپاره ورليږي، ځكه ده ته به له مخكي علم واى چي دښمن ميدان پريږدي او ماتي خوري.
د بخاري او مسلم مشهور حديث دى چي ابوهريره او عمر بن خطاب روايت كوي، چي حضور ته جبرئيل رالى او د ايمان اسلام او احسان په باره يي پوښتني وكړي حضور جوابونه وركړل او بله پوښتنه يي داوه متى الساعة قيامت به كله وي؟ نو حضور په جواب كي ورته وويل، ما المسئول عنها باعلم من السائل مسئول ترسائل د قيامت د وخت په باره زيات معلومات نه لري، يعني حضور ورته وويل، چي لكه څنګه چي تاته معلومات نسته چي قيامت به كله وي نودارنګه ماته هم معلومات نسته چي قيامت به كله وي، نو كه حضور په غيب خبرواى نو د قيامت د ورځي وخت به يي ورښوولى واى.
د حديث تفسيرونو او سيرت په كتابونو كي بي شميره داسي معتمد او موثق روايات او واقعات ذكر دي چي له هغوئ څخه په سرگند ډول معلوميږې چي حضور ته علم غيب نه وو.
د بريلوي حضراتو دلائل
((وماكان الله ليطلعكم على الغيب ولكن الله يجتبى من رسله من يشاء،)) آل عمران آيت ۱۷۹.
ژباړه: خداى تاسوته د غيب اطلاع نه دركوي، مګر خداى له رسولانو څخه هغه غوره كوي چي غواړي يي.
((عالم الغيب فلايظهر على غيبه احدًا، الا من ارتضى من رسول))، جن آيت ۲۷، ۲۸.
ژباړه: غيب پوهيدونكي پرخپل غيب صرف خپل پسنديده رسول ته علم وركوي هرچاته يي نه وركوي.
((وماهو على الغيب بضنين))، تكوير آيت ۲۹.
ژباړه: او دى حضور پرغيب باندې بخيل نه دى.
((ذالك من انباء الغيب نوحيه اليك))، هود آية ۴۹.
ژباړه: داهغه د غيب خبري دي چي موږ يي تاته بيانوو.
له دې ټولو قرآني دلائلو څخه معلومه سوه چي سركار اعظم د خداى په وركړه سره پرغيب باندې علم لري. (صراط الابرار، شهزاد قادري بريلوي ص۲۴)
علم غيب او علم بالغيب
د علم غيب او علم بالغيب په مينځ كي ډير توپير سته هغه داچي د ټولو كائناتو پرهره ذره ذره په هروخت كي بي واسطي علم درلودل دي ته علم غيب وايي، لكه د خداى علم پركائناتو او دې ته علم غيب بالذات هم ويل كېږي، او بل علم بالغيب يا اطلاع بالغيب ده هغه دې ته ويل كېږي چي يوڅوك پرغيب باندې بالواسطه علم راوړي هغه كه په واسطه دحواسو سره وي لكه حضور چي د معراج په واقعه كي ډير مغيبات لكه اسمانونه جنتونه، دوږخونه، صدرة المنتهْى او داسي نور په خپله په سترګو وليدل، او يا په واسطه د اطلاع سره وي لكه خداى حضور ته د ډېرو مغيباتو لكه د تيرسوي امتونو د حالاتو د قيامت او برزخ د حالاتو او داسي نورو مغيباتو اطلاع وركړي ده، او دې ته اطلاع بالغيب او علم بالغيب بالواسطه هم ويل كېږي.
علم غيب چي مطلق ذكرسي نو اول قسم كوم چي بالذات دى هغه ځني مرادېږي، ځكه په قرآن كريم او په حديثو په هرځاى كي مطلق علم غيب په الله پوري خاص سوى او له مخلوق څخه نفى سوى دى او داهم د خداى يوصفت خاصه دى.
بريلوي حضراتو چي د خپلي مدعا د ثبوت لپاره كوم آيتونه پيش كړي دي په دې سره د دوئ د مدعا ثبوت نسي كېدى ځكه د دوئ مدعا علم غيب كلي بالذات دى چي دا دوئ د حضور لپاره ثابتوي.
مناظر بريلويه مولوى محمد فيض احمد او يسي بريلوي وايي: قاله ان الله زوى لى الارض فرايت مشارقها ومغاربها.
ژباړه: حضور فرمايي، چي خداى ماته مځكه راټوله كړه نو ما مشارق دمځكي او مغارب ټول وليدل.
وروسته وايي اس حديث سي صاف ظاهر هو گيا كه حضور كي سامني هرچيز ظاهر هى بلكه ذرات كائنات بهى حضور سي پوشيده نه هي،. تحقيق مسئله حاضر وناظر ص۸ فيض احمد اويسي.
ژباړه: له دې حديث څخه په ښكاره معلومه سوه چي د حضور په مخكي هرڅه ظاهر دي بلكي د كائنا يوه يوه ذره هم له حضور څخه پټه نه ده.
په بل ځاى كي وايي: كيونكه حضور ان علوم خمس سى بهي نوازى گئ.
خزانه خداكي چابيان صفحه ۲۹، فيض احمد بريلوى.
ژباړه: ځكه حضور ته علوم خمسه هم وركول سوى دى.
له علوم خمه وو څخه مراد هغه پنځه غيب شيان دي كوم چي خداى وايي چي له ما څخه بغير هيچاته د دې علم نسته،(( ان الله عنده علم الساعة...)) الاية، لقمان ۳۴.
دبريلويانو مدعي چونكي د دې آيت خلاف دى او له دوئ سره د دې څه جواب هم نسته، نو ځكه د دې آيت پرخلاف حكم كوي چي حضور ته د دې پنځو شيانو علم هم سته بغير له دې چي څه دليل ذكر كړي.
له دې بيان څخه معلومه سوه چي د دوئ مدعْى علم كلي دى او دارنګه د حاضر او ناظر له عقيدي څخه معلوميږي چي د دوئ مدعي علم غيب كلي بالذات دى د بريلويانو په نيزد حضور حاضر او ناظر دى د حاضر او ناظر مفهوم او مطلب داچي په هرآن كي په ذره ذره كائناتو كي موجود او په هرآن كي د هرذري د كائناتو ليدونكى او علم درلودونكى نو له دې سره علم كلي بالذات لازم دى، نو معلومه سوه چې د دوئ مدعي علم غيب كلي بالذات دى، كلي دا معنْى چي په ټول ماكان ومايكون، او بالذات دا مطلب چي په واسطه د اطلاع او حواسو ظاهره وو سره نه وي.
ليكن دلته دا اشكال ذهن ته راځي چي بريلوي حضرات خو حضور ناظر په دې معنْى بولي چي دى په سترګو د ذره ذره كائناتو ليدنه كوي نو داخو بالذات نه بلكي بالواسطه سو، خو موږ د دې په جواب كي وايو چي په ظاهري سترګو سره دانسي كېدى چي څوك دي د كائناتو ټول اجزاء په يوآن كي مشاهده كړي ځكه سترګي چي يوانساني عضوده د ديوال شاته هم څه نسي ليدلاى.
نو لكه خداى چي په هرآن كي د هري ذري د كائناتو دوامي ليدنه او څارنه كوي بغير له دې چي موږ د دې كيفيت بيان كړو نو بريلويان چي حضور ته عين داصفت ثابتوي نو مجبوره دي چي پرهغه طريقه يي ثابت كړي كوم چي موږ يي الله پاك ته ثابته وو.
نو له دې مخكي آيتونو څخه د دوئ مدعْى ځكه نسي ثابتېدلاى چي په دي اْياتونو كي په يوه كي هم دانه دى ويل سوي چي حضور ته علم غيب كلي بالذات وركول سوى او نه د دوئ له مفهوم او مضمون څخه دا معلومېږي.
په دې اْياتونو كي دا ذكر سوى دى چي خداى بعضي رسولانو ته پر غيب اطلاع وركوي، او حضور ته چي كوم علم بالغيب وركول سوى دى پرهغه بخل نه كوي بيانوي يي, يا الله حضور ته وايي چي موږ تاته د غيب خبرونه او قصي بيانوو، نو له دې اياتونو چي كوم څه ثابتېږي هغه علم بالغيب يا اطلاع بالغيب ده او په دې كي څه نزاع او اختلاف نسته بلكي د اهل السنت والجماعت داعقيده ده چي خداى حضور ته پرډيرو مغيباتو علم وركړى دى، او كوم چي علم غيب دى چي متنازع فيه دى دا نه ثابتېږي.
بريلويانو چي د خپلي مدعي د ثبوت لپاره كوم حديث پيش كوي داهم د دوئ لپاره فائده نه كوي، هغه حديث دادى ان الله زوى لي الارض فرايت مشارقها ومغاربها، خداى ماته مځكه راټوله كړه نو ما د مځكي مشارق او مغارب ولېدل.
ځكه د دوئ مدعْى داده چي حضور ته د ټولو كائناتو علم سته او په حديث كي ارض لفظ ذكر دى چي د مځكي كري ته ويل كېږي او مځكه د ټولو كائنانو په نسبت داسي ده لكه يوكوچنى څاڅكى د يولوى سمندر په نسبت بلكي تردې لاهم كمه ده، نو صرف د مځكي په علم سره د ټولو كائناتو علم نسي ثابتېدلاى. والله اعلم وعلمه اتم.
حاضــــــر او نــــــــاظر
د حاضر معنى موجود او د ناظر معنْى كتونكى، دا دواړه لفظونه چي سره يوځاى سي، نو پريوداسي ذات يي اطلاق كيداى سي چي د هغه وجود په كوم خاص مكان كي نه وي، بلكي د هغه وجود په هروخت كي پرټولو كائناتو محيط او چاپيروي او د ټولو كائناتو د ذري ذري ټول حالات له اوله ترآخره د ده په نظر كي وي، نو زموږ په عقيده دا مفهوم يوازي د خداى پرذات صادقيږي پربل چا نسي صادقيدلاى او داصرف د الله شان دى چي په هرآن كي ټول كائنات ذره ذره د ده په علم او نظر كي دي.
حاضر او ناظر د قرآن له نظره څوك دى:
(( اولم يكف بربك انه على كل شئ شهيد))، سجده آيت ۵۳.
ژباړه: ايا كافي نه ده رب ستا بيشكه چي هغه په هرشي شاهد او حاضر دى.
((وهو معكم اين ماكنتم ، والله بماتعملون بصير)). حديد آيت ۴.
ژباړه: هرچيري چي تاسو ياست الله ستاسو سره دى او تاسو چي هرعمل كوى خداى دهغه ليدونكى دى.
((وان ربك ليعلم ماتكن صدورهم وما يعلنون))، نمل آيت ۷۴.
ژباړه: بېشكه ستارب پوهېږي په هغه څه چي د دوئ سيني يي پټوي او هغه څه چي ښكاره كوي يي.
له دې آياتونو څخه په سرګنده معلومېږي چي خداى پرټولو كائناتو حاضر او ناظر دى.
د بريلويانو دلائل
بريلويان دعوه كوي چي حضور په هروخت او هرځاى كي حاضر او ناظر دى، او دوئ دغه لاندې دلائل مخكي كوي.
قرآن،(( النبى اولى بالمؤمنين من انفسهم،)) احزاب آيت۶.
ژباړه: نبي مومنانو ته ترخپلو ځانونو ډېر نژدي دى.
مسلمان چي د مځكي په كوم ځاى كي وي ده ته سركار اعظم ترخپل ځان نژدي دى، او دا حكم ترقيامته پوري د راتلونكو مسلمانانو لپاره دى.
قرآن،((ويكون الرسول عليكم شهيداً،)) بقره آيت ۴۳.
ژباړه: او رسول پرتاسو نگهبان او شاهد دى.
داحكم هم ترقيامته پوري د راتلونكو مسلمانانو لپاره دى چي زما محبوب پرتاسو باندې شاهد او نګهبان دى، لهذا شاهد او نګهبان هغه څوك كيدى سي چي مؤمنانو ته قريب وي.
قرآن)) فاعلموا ان فيكم رسول الله،)) حجرات آيت۷.
ژباړه: او پوه سي په دی چی په تاسو كي د الله رسول دى.
*صراط الابرار ص۳۳، محمد شهزاد بريلوى، تحقيق مسئله حاضر وناظر ص۵، فيض احمد او يسي بريلوى.*
زما په فكر دوى چي د خپلي مدعي د ثبوت لپاره كوم آيتونه پيش كړي دي، په دې سره د دوئ مدعا نه ثابتېږي.
ځكه كوم اول آيت چي دوى پيش كى د هغه معنْى او مطلب دادى، چي خداى وايي چي نبي مؤمنانو ته د محبت عظمت او اطاعت په باره كي ترخپلو ځانونو هم نژدي دى يعني مومنان بايد له حضور سره ترخپلو نفسونو او قريبانو هم زيات محبت وساتي، او هم يي تعظيم وكړي، او هم يي تصرف پرځان ترهرچا لوړ وبولي، حافظ ابن كثير د دې آيت په تفسير كي داحديث نقل كوي، وفى الصحيح (والذي نفسي بيده لايؤمن احدكم حتى اكون احب اليه من نفسه وماله وولده والناس اجمعين،) ابن كثير جزء۷ ص۳۸۰ دارطيبه.
ژباړه: زما په هغه ذات قسم دي چي زما نفس د ده په لاس دى په تاسوكي تر هغو پوری يوهم مومن نسي كيدى ترڅو چي زه ترخپل ځان، مال، اولاد او ټولو خلګو ورته محبوب نه سم.
ابن مسعود بغوي د دې آيت تفسير داسي كوي، قوله عزوجل، النبى اولْى بالمؤمنين من انفسهم، يعني من بعضهم ببعض فى نفوذ حكمه عليه ووجوب طاعته عليهم.، تفسير بغوي جزء۶ ص۳۱۸ دارطيبه.
ژباړه: يعني حضور مؤمنانو ته د بعضي تربعضو نورو نژدي دى، په حكم چليدلو كي د ده پردوئ باندې, او په وجوب د طاعت كي پردوئ باندې.
او دارنګه نورو عمده مفسرينو لكه طبري، قرطبي او الوسى هم د دې آيت دارنګه يا دي ته نژدي تفسير كړى دى، او د دې تفسير له حاضر او ناظر سره هيڅ ربط او تعلق نسته، ځكه دلته په آيت كي له اولويت او قرب څخه او لويت او قرب د محبت او عظمت مراد دى نه قرب مكاني، او بريلويانو د خپلي مدعا د ثبوت لپاره دلته له قرب څخه قرب مكاني مراد كړى دى، سره له دې چي دانه يومفسر ويلي دي او نه له دې مقام سره سمون خوري.
دغه رنګه بريلوي حضراتو چي كوم دوهم آيت د خپلي مدعا په استدلال كي ذكركړى دى، په دې سره هم د دوئ مدعا نسي ثابتيدلاى، په دې آيت كي ويكون الرسول عليكم شهيداً، او دارنګه نورو آيتونو كي چي حضور ته شهيد ياشاهد ويل سوى دى بريلويان د شاهد له لفظ څخه استدلال كوي او وايي چي حضور ته شاهد ويل سوى دى او شاهد هغه چاته ويل كېږي چي هغه پرمشهود عليه بالمعاينه حاضر وي، نو دلته چي حضور پرامت شاهد بلل سوى دى نو دا ضروري ده چي دى به حاضر او ناظر وي، كه نه نو شاهدي نه صحيح كېږي، د دې استدلال په جواب كي موږ داوايو چي په شهادت كي دا ضروري نه ده چي خامخا به شاهد پرواقعه حاضر وي بلكي د شهادت لپاره علم يقيني ضروري ده خواه كه هغه په حضور او مشاهده سره وي او كه په متواتر اخبار سره يا بله طريقه سره وي.
ويجوز للشاهد ان يشهد بالاشتهار، وذالك بالتواتر او باخبار من يثق به.
الهدايه ج۳ ص۱۲۰ مكتبه اسلاميه.
ژباړه: د شاهد لپاره روا ده چي په شهرت سره شاهدي ووايي دا يا په تواتر سره كېږي يا په با وري اخبار سره.
او بل دا وايو چي كه شاهد په معنى د حاضر او ناظر سي او شاهدي له حضور څخه بغير نه صحيح كېږي نو بايد چي ټول امت ته حاضر او ناظر وويل سي، ځكه په كوم آيت سره چي تاسو استدلال كوى هغه پوره آيت دادى،(( وكذالك جعلنا كم امةً وسطًا لتكونو شهداء على الناس ويكون الرسول عليكم شهيدا))، البقره اْيت ۱۴۳.
ژباړه: او دارنګه موږ تاسو يودرميانه معتدل امت ګرزولى ياست، د دې لپاره چي تاسو پرخلګو شاهدان سئ او رسول به پرتاسو شاهد وي.
د دې آيت مطلب مفسرينو د ابي سعيد په روايت سره دا ذكر كړى دى چي د قيامت په ورځ به خداى له نورو انبياوو پوښتنه وكړي چي تاسو خپل قوم ته تبليغ كړى دى؟ هغه به ووايي چي هو، نو د دوئ له امتونو چي پوښتنه وسي هغه به انكار وكړي، نو بيابه د شاهدانو ضرورت پيداسي، نو د حضور امت به شاهدي اداكړي، چي دى انبياوو خپلو قومونو ته تبليغ كړى دى، موږ ته په قرآن كي دا بيان سوى بيابه حضور د دوئ شاهدي تائيد كړي، او د دوئ تزكيه به وكړي. (تفسير ابن كثير ج۱ص۴۰۰ دارطيبه) (تفسير روح المعانى ج۲ ص۳۸)
نو اوس موږ بريلوي حضراتوته وايو چي شاهدي به يابه اخبار موثق سره صحي بولي يانه؟ كه يي صحي بولي نو بيا خو ستاسو استدلال نه وسو او كه د شاهدۍ لپاره حضور ضروري بولي نو بايد چي ټول امت ته حاضر او ناظر وواياست ځكه دلته د حضور امت پرنورو امتونو شاهد بلل سوى دى، او د دوى بل استدلال وفيكم له لفظ څخه كوم چي په آيت راغلى دى، فيكم رسوله.
د دوئ دا استدلال هم صحي نه دى ځكه آيت د دوئ پرمدعا دلالت نه كوي، ځكه دلته په دي آيت كي صحابه كرامو ته كوم چي په هغه زمانه كي هلته موجود وو هغوئ ته خطاب دى، نو داصحي خبره چي حضور په صحابه كرامو كي درحلت تروخته پوري موجود وو.
ابن جرير طبري د دې آيت په تفسير كي داسي وايي، يقول تعالى لاصحاب النبي واعلموا ايها المؤمنون بالله ورسوله، ان فيكم رسول الله فاتقو الله ان تقولوا الباطل، وتفتروا الكذب فان الله يخبره اخباركم، ويعرفه انباءكم الخ. تفسير طبري ج۲۲ ص۲۹۰، موسس الرسالة.
ژباړه: خداى د حضور صحابه وو ته وايي پوه سي اى پر الله او د هغه پر رسول باندې ايمان درلودونكو چي په تاسو كي د الله رسول دى نو له الله څخه وبيريږئ په دي چي تاسو باطل قول يا درواغ وواياست ځكه خداى ستاسي په حالاتو رسول خبروي.
له دې تفسير څخه دوي خبري معلومي سوي يوه داچي داخطاب خاص صحابه كرامو ته دى او بله داچي حضور د صحابه وو په حال علم نه لري بلكي خداى خبر وركوي.
نو چي دى د صحابه كرامو په حال علم نه لري نو حاضر او ناظر به بيا څه معنْى ولري.
مخكي موږ د دې بيان وكى چي له حاظر او ناظر سره علم غيب لازم دى ځكه تر هغه وخته چاته حاضر او ناظر نسي ويل كيدلاى ترڅو چي دى عالم الغيب نه وي، نو د علم غيب په مسئله كي چي موږ كوم دلائل ذكر كړي دي هغه دلائل دحاضر او ناظر په مسئله كي هم جاري كېږي ، نو هغه دلائل هم زموږ لپاره كفايت كوي او هلته دي وكتل سي تكرار ته حاجت نسته.
نور او بشر
بريلوي حضرات وايي چي حضور د ذات او ماهيت په اعتبار سره نور دى، بشريت او انسانيت يي صرف يوظاهري صفت دى، او دانور د خداى له ذاتي نور څخه پيدا بولي. "اهل سنت كا اس مسئله مي عقيده يه هي كه خداى ني حضور كي خلقت اپنى ذاتى نورسي فرمايي". (نورانيت مصطفى ص۴ فيض احمد بريلوى)
ژباړه: د اهل سنت" بريلويانو" په دې مسئله كي داعقيده ده، چي خداى د حضور خلقت له خپل ذاتي نور څخه كړى دى.
:سركار اعظم كانورهونا ان كى حقيقت هى اور بشريت آپ كي صفت هي." ( صراط الابرار ص۱۹ محمد شهزاد بريلوى.)
ژباړه: د سركار اعظم نوركيدل د ده حقيقت دى او بشريت د حضور صفت دى.
بلكي بعضي بريلوي حضرات ونبي ته انسان او بشر ويل د شيطان او مشرك عمل بولي.
"ان تمام آيات سي معلوم هوا كه انبياء كرام عليهم السلام كو اپنى جيسا بشركهنا شيطان او اس كى پير وكاركفار ومشركين كاعمل هى، مومنون كاطريقه نهي هي."( صراط الابرار ص۲۳ محمد شهزادبريلوى.)
ژباړه: له دې ټولو آياتونو څخه معلومه سوه چي انبياء كرامو ته د ځان په څيرانسان او بشر ويل د شيطان او د هغه د پيروانو كفارو او مشركينو عمل دى د مؤمنانو تګلاره نه ده.
د بريلوي حضراتو عقيده خو تاسو د دوى له كلام څخه وپيژندله چي نبي ته بشر او انسان ويل د شيطان او كافر عمل بولي، اوس تاسو د قرآن نظر وګورى چي نبي او رسول څه بولي؟ انسان او كه بلڅه؟
د انبياوو بشريت د قرآن له نظره
الله تعالی فرمايي: ((وماقدروا الله حق قدره اذقالوا ما انزل الله على بشر من شئ))، الانعام ايت ۹۱.
ژباړه: دوئ د خداى تعظيم نه دى كړى په حق تعظيم سره ، كله چي دوى ويل الله پرانسان هيڅ شى نه دى نازل كړى.
ابن كثير د دې آيت په تفسير كي وايي چي ظاهره داده چي دا آيت د قريشو په باره كي نازل سوى دى، ځكه يو خو دا آيت مكي دى، او بل داچي يهود د انسان له رسالت څخه نه وه منكر بلكي هغه عرب او قريش وه چي د انسان رسالت يي ناشونى ګني، تفسير ابن كثير ج۳ ص۳۰۰ دارطيبه.
نو خداى دلته پرعربو او قريشو رد کړی چي دوى د الله حق تعظيم او معرفت نه دى كړى چي د انسان رسالت ورته ليري ښكاري.
((قالت لهم رسلهم ان نحن الا بشرمثلكم ولكن الله يمن على من يشاء من عباده))، ابراهيم ۱۱.
ژباړه: ويل به دوى ته د دوئ رسولانو چي موږ نه يو مګر ستاسو په څير انسانان يو, مګر خو الله چي له خپلو بندګانو كوم چاته وغواړي پرهغه احسان كوي.
يعني رسولانو به دي منكرينوته ويل چي سمه ده موږ هم لكه تاسو چي واياست انسانان يومګر خو زموږ او ستاسو فرق په دې كي دي چي الله پرموږ احسان كړى دى چي د رسالت نبوت مرتبه يي راكړي ده.
((قل انما ان بشرمثلكم يوحْى الى))، الكهف ۱۱۰، فصلت اية ۶.
ووايه اى محمده زه نه يم مګر ستاسو په څير انسان يم وحي راته كېږي.
يعني دي مشركينو ته دا ووايه چي زه هم ستاسو په څير انسان يم خو فرق دادى چي زه نبي يم وحي راته كېږي.
((اذ قال ربك للملائكة انى خالق بشرا من طين،)) ص آيت۷۱.
ژباړه: كله چي ستارب ملائكه وو ته وويل بيشكه زه له خټي څخه د يوانسان پيداكونكى يم.
دلته له انسان څخه ترټولو اولنى انسان اولنى نبي آدم مراد دى.
((قل سبحان ربى هل كنت الا بشرا رسولا،)) الاسراء آيت ۹۳.
ژباړه: ووايه پاكي ده زما رب لره زه نه يم مګر يو انسان او رسول يم. كومي غوښتي چي تاسو كوى اى مشركانو هغه زما په وس او اختيار كي نسته هغه د خداى كار دى.
((ومامنع الناس ان يؤمنوا اذجاءهم الهْدى الا ان قالوا ابعث الله بشرًا رسولاً قل لوكان فى الارض ملائكة يمشون مطمئنين لنزلنا عليهم من السماء ملكا رسولا)). (اسراء ايت۹۴)
ژباړه: نه دى منع كړى خلګ له ايمان څخه كله چي دوئ ته هدايت راغى مګر دى خبري منعه كړى دى چي دوى وايي تعجب كوي، چي آيا خداى انسان رسول راليږلى دى، ورته ووايه "چي ستاسو تعجب بي ځايه دى" كه چېري په مځكه كي ملائكه په اطمينان سره ګرزيدلاى لكه تاسو چي ګرزى نو موږ به دوئ ته له اسمان څخه ملكه رسول راليږلى واى، يعني رسول به د دوئ له جنسه واى ليكن چي تاسو انسانان ياست نو ځكه مو تاسو ته رسول ستاسو له جنسه انسان را وليږى، د مهرباني او رحمت له وجهي. (ابن كثيرج۵ص۱۲۱)
او دارنګه په سورة اعراف آيت، ۶۳، ۶۹، ۳۵، سورة بقره آيت ۱۲۹، ۱۵۱، سورة يونس ۲، سورة مؤمنون ۳۷، سورة ص آيت۴، سورة ق آية۲، سورة جمعه آيت ۲.
په دې ټولو آياتونو كي په ډېر صراحت او وضاحت سره ددي خبري بيان سوى دى چي كوم انبياء او رسولان چي مځكي ته د انسانانو د تبليغ لپاره راغلي دي دا انسانان دي او پرهغو مشركينو او معاندينو ردسوي دي، چي دوئ د بشريت او رسالت ترمينځ منافات او ضديت ثابتوي، څوك چي پردي سربيره هم د حضور بشريت نه مني، نو دا له قرآن څخه د انكار بغير بله معنْى نه لري، لكه څنګه چي د رسالت معاندين او مشركان د رسالت، نبوت او بشريت ترمينځ منافات او ضديت ثابتوي، دارنګه بريلوي حضرات هم د رسالت او بشريت ترمينځ منافات ثابتوي، خو فرق دادى چي مشركانو د انبياوو نبوت نه مني، ويل يي چي تاسو خو انسانان ياست، بريلويان بشريت نه مني او وايي چي دوى خو نبيان او رسولان دي، بريلويان نبي ته انسان ويل توهين بولي او حال داچي خداى وايي ((لقد خلقنا الانسان فى احسن تقويم))، التين ايت ۴.
ژباړه: موږ انسان په ښه صورت كي پيدا كړى دى. علامه قرطبي وايي قال ابن عربي: ليس لله تعالى خلق احسن من الانسان. ( تفسير قرطبي ج۲۰ ص۱۱۴ قاهره.)
ژباړه: ابن عربي ويلي دي، چي الله ترانسان بل ښه مخلوق نه دى پيداكړى.
نو چي انسان ترټولو مخلوقاتو احسن مخلوق سو او بريلوى حضرات نبي او رسول ته انسان ويل هم اهانت بولي، نو به يي څه بولي؟ مجبوره دى چي خداى يي وبولي؟
د بريلوي حضراتو دلائل
القرآن (( قدجاء كم من الله نور وكتاب مبين،)) المائده ايت۱۵.
ژباړه: تاسوته د خداى له طرفه يونور او سرګند كتاب راغلى دى.
تمام معتبرتفا سير مي مفسرين نى اس آيت مين نورسي سركار اعظم كومراد لياهى. (صراط الابرار ص۲۰ شهزاد بريلوى)
ژباړه: په ټولو معتبرو تفسيرونو كي مفسرينو په دې آيت كي له نور څخه سركار اعظم مراد كړى دى.
القران: ((وانزلنا اليكم نورا مبينًا))، النساء ايت۱۷۴.
ژباړه: او موږ تاسو ته يوروښانه نور نازل كړى دى.
اس آيت مبارك مي روشن نورسى مراد سركار اعظم كي ذات هى.
( صراط الابرار مخ۲۰ محمد شهزا بريلوي.)
ژباړه: په دې آيت مبارك كي له روشن نور څخه سركار اعظم مراد دى.
جواب: بريلوي حضراتو چي له كومو دوو اْيتونو څخه استدلال كړى دى، د دوئ دا استدلال بالكل غلط دى په دې سره دوئ خپله مدعي نه سي ثابتولاى، ځكه د دوئ مدعْى داده چي حضور حقيقتًا نور دى، د ده نوعيت او ماهيت له نور څخه جوړ سوى دى، نو كوم اولنى آيت چي دوئ ذكر كړى دى، موږ دامنو چي په دې آيت كي له نور څخه حضور مراد دى، او ټولو عمده مفسرينو هم دا ويلي دي، مګر خو خبره په دې كي ده چي دلته د نور اطلاق پر حضور حقيقتا سوى دى كه مجازًا، ټولو عمده مفسرينودا ويلي دي چي دلته د نور اطلاق پر حضور مجازًا سوى دى نه حقيقتًا.
كه اطلاق حقيقي وي نو بيا مطلب داسو چي حضور حقيقتًا او ذاتا نور دى، او كه اطلاق مجازي وي نو بيا مطلب داراځي چي حضور ذاتا او حقيقتًا نور نه دى مګر ده ته چي نور ويل سوى دى دا د يوتشبيه او مناسبت په وجه.
علامه علاء الدين خازن د دې آيت په تفسير كي وايي ، قدجاءكم من الله نور، يعني حضور انما سماه نورا لانه يهتدي به كما يهتدى بالنور فى الظلام.( تفسير خازن ج۲ ص۲۸ بيروت.)
ژباړه: تاسوته راغلى دى د الله له طرفه نور، يعني حضور ته نور ويل سوى له دي وجهي چي په ده سره هدايت اوښوونه كېږي، لكه په تيارهكي چي په نور سره هدايت او لارښوونه كېږي.
له دې عبارت څخه په ښكاره معلومېږي چي دلته د نور اطلاق مجازي دى، څوك چي ادنى د كلام په سوق او ذوق پوهيږي هغه ته دا معلوميږي ځكه علامه خازن دلته د تسميي او تشبيه وجهي ذكر كړي دي، په حقيقي اطلاق كي دي ته ضرورت نسته.
او بل كه چېري دلته د نور اطلاق حقيقي سي نو مطلب به داسي چي حضور د نوع او ماهيت په لحاظ سره نور دى، ځكه نوع د شي تمام ماهيت او حقيقت د شي دى، او دا بديهي خبره ده چي انسان او نور هريوځانته نوع او ماهيت دى، او داهم بديهي ده چي يوشى يوماهيت له دوو مختلفو نوعو څخه نسي كېداى، ځكه د نوعو په مينځ كى تباين وي نو نتيجه دارا ووته چي حضور كه چېري حقيقتًا نورسي نو بيا انسان نسي كيدى، او سره له دې چي په قرآن كريم كي ترشلو زيات اْيتونه په وضاحت سره سرګندوي چي انبياء كرام انسانان دي، يعني بيابه دا آيت مبارك له ټول قرآن كريم سره په تعارض او ټكركي واقع سي، او قرآن د الله كتاب دى له تعارض څخه بالكل صفا او پاك دى، نو معلومه سوه چي د نور اطلاق په دې آيت کی پر حضور مجازا سوى دى، او زموږ په دي كي هيڅ اختلاف نسته، ځكه حضور هغه څوك دى چي د ده دهدايت په نور سره ټوله دنيا روښانه سوي ده، عليه افضل الصلوات والتسليمات.
او كوم دوهم آيت: وانزلنا اليكم نورا مبينًا.
چي دوئ رانقل كړى دى، په دې سره هم د دوئ استدلال نسي كيداي ځكه ټولو معتمدو مفسرينو د دې آيت په تفسير كي دا ذكر كړى دى چي دلته له نور مبين څخه قرآن مراد دى.
ابن كثير وايي: وانزلنا اليكم نورامبينًا، قال ابن جريج وغيره وهو القرآن .
(تفسير ابن كثيرج۲ ص۴۸۱ دار طيبه.)
ژباړه: ابن جريج او نورو ويلي دي چي نور قرآن دى.
وهو القرآن كما قال قتاده ومجاهد والسدى.
( روح المعانى ج۴ص۳۵۱.)
نور قرآن دى قتاده، مجاهد او سدى هم دا ويلي دي.
والنور المنزل وهو القرآن،( تفسير قرطبي ج۶ ص۲۷قاهره.)
نور منزل چي دى هغه قران دى، نورا مبينًا يعني القرآن،( تفسير بغوي ج۲ ص۳۱۵ دارطيبه.)
نور مبين څخه مقصد قرآن دى.
وذالك النور المبين وهو القران،(تفسير طبري ج۹ص۴۲۸ موسسة الرساله.)
دغه نور مبين چي دى هغه قرآن دى.
نوكله چي د ټولو مفسرينو د قول په تائيد سره مراد له نور څخه قرآن سو، نو بيا دا آيت ددوئ لپاره استدلال نسي كېدى.........
نوربیا...........
Hanan
09.05.2012
طیب زابلی صیب په زړه پورې لړۍ ده، هيله ده چې روانه یې وساتې.
یوه مشوره درکوم، کوښښ وکړه چې ليکنه په څو برخو وويشې او لنډ لنډ یې دلته ذکر کړې ځکه اوږدې ليکنې په کمپیوټر او انټرنیټ کې څوک نشي لوستلای. مننه
طیب زابلی
09.05.2012
محترم اکرم صیب او حنان صیب ستاسو له پیرزوینو نه یو جهان مننه
هیله ده چی بیاهم مشوری راسره شریکی کړئ .....والسلام
طیب زابلی
12.05.2012
(۵) برخه
بريلويت كه څه هم اوس ځانته د يومستقل مذهب شكل اختيار كړى دى او دا هغه څوك دى كوم چي عقائد يي مخكي ذكر سول او دوى خپله هم ځانونه بريلويان بولي او اهل سنت والجماعت بلكي اسلام په دغه د بريلويت په فرقه كي حصر بولي له بريلويت څخه ماسوی نور ټول ګمراه او كافران بولي,او دوى خپل يوخاص علامات او شعائر لري چي په هغوئ سره پيژندل كيدلى سي هغه داچي يوخو زرغوني لنګوټي تړي بل رنګ نه تړي او بيرغ يي هم زرغون وي، يارسول الله كلمه يي باندې ليكلي وي، د مساجدو او مدرسو ګمبدي او مناري يي هم په زرغونه رنګ رنګولي وي، او الصلوْة والسلام عليك يارسول الله كلمه يي پري ليكلي وي، حتى يوځاى خومى لا وليدل چي د سامان خرڅولو ريړۍ يي هم په زرغون رنګ وهلي وه او دغه كلمه يي پري ليكلي وه او دارنګه نور رسمونه هم لري لكه د ربيع الاول په دولسمه پريوخاص طريقه ميلاد لمانځل چي دي ته دوى جشن ميلاد وايي هغه داسي وي چي د دغه ورځي په سركي په يوخاص ځاى كي سره راټول سي او بيا د بازار عامو سړكانو ته د مظاهري په شكل را ووزي او د روضه اطهر على صاحبها الف صلوْة په شكل يي يوه ګمبده جوړه كړي وي او په ښار كي پلي روان وي او دا ګمبده هم ورسره وي او بيا په ښار كي په يو منتخب ځاى كي جلسه جوړه كړي بيانونه او تقريرونه كوي د ورځي په اخير كي بيرته خپل ځاى ته ځان رسوي او هلته بيا د شپي لپاره يوخاص محفل جوړوي او نژدي معتقدين ټول په دي كي شركت كوي, او دا محفل ټوله شپه په تقريرو بيانو او ترانو لمانځل كيږي او دا محفلونه ډيري شپي او ورځي دوام لري.
او بل د جماعت د لمانځه اداكولو په وخت كي په اول صف كي د امام پر برابري د يوه نفر ځاى خالي پريږدي داپه دي نيت او عقيده چي دلته حضور دريږي ځكه هغه دوى حاضر او ناظر بولي.
بريلويان خو ډير بختور دي چي حضور په دوى پسي اقتداكوي؟
او بل دوى د قبرونو او زيارتونو ډير اهتمام او پالنه كوي حتى د يوپير او ولي زيارت دوى ته د كعبي حيثيت لري او هررنګه حاجات ورڅخه غواړي، د بيعت او طريقت ډيره پابندي كوي او په دې سلسله كي ډير افراط كوي د پير او مرشد ترحد زيات تعظيم كوي، او له امر څخه يي هيڅ مخالفت نه كوي، كه څه هم هغه د شرعي خلاف وي، او د خپلي زندګۍ سرنويشت د پير تررضا پوری تړلى بولي.
داخو هغه څوك دى چي خلګ يي په بريلويانو سره پيژني، او دوى هم ځانونه بريلويان بولي خپل مستقل مساجد اومدرسي او مكتبي لري د هند او پاكستان په ټولو ښارونوكي وجود لري خو په پنجاب او سيند كي زيات دي، مګر خو په بعض نورو علاقو کی بیا بعض داسی خلګ سته چی په بريلويت سره خو نه پيژندل كېږي او نه دوى ځانونه بريلويان بولي حتى بعضي خو بريلويت بيخي پيژني هم نه، مګر خو بياهم د دوى بعضي عقائد او رسمونه بريلويت ته ډير نزدي وي .
او دارنګه دعلم غيب په ارتباط په بعضي علاقو كي يوبل ناروا او حرام عمل هم په خلګو كي رواج لري هغه داچي د يوقاتل يا غله يابل راز معلومولو لپاره خلګ وعراف اوپلزن ته رجوع كوي عراف هغه چاته ويل كېږي چي ځان په پټو حالاتو عالم بولي او خلګ ده ته د معلوماتو حاصلولو لپاره رجوع كوي او له دې لاري څخه ډيري روپى ترلاسه كوي، او پلزن دوه قسمه دى يوقسم خو هغه دى چي كله يوجنايت وسي او په دې كي وخت نه وي وتلي اوسمدستي پلزن راسي، او د جنايت له ځاى څخه پل روان كړي او د چا كور يا مسكن ته يي ورسوي، نو په دې كي خو شرعا څه ممانعت نسته، ځكه په دي كي دى څه د علم غيب يابل څه دعوه نه كوي بلكي د خپل زيراكت او نظر تيزي په وجه سره پل يوځاى ته رسوي، مګر خو بياهم قاضي د دغه پلزن پرقول فيصله نسي كولى ځكه دپلزن قول خو اول ظني دليل ده يقيني نه ده او بيا كه چېري يقين سي هم نو د شاهد حيثيت لري او د يوه شاهد پرقول فيصله نسي كيدى، او بل قسم هغه پلزن ده چي هغه د انسان د پښي له پله څخه جنايت كار معلوموي د هغه طريقه داسي وي چي په كومه علاقه كي چي جنايت سوى وي د هغي منطقي خلګ ټول سره رايوځاى كړي او بيايي په يوخاص طريقه سره پلونه ګوري او بيا پريوچا لاس ږدي او جنايت كاريي بولي او دا دعوه كوي چي زه د دغه جنايت كار پل پيژنم چي ده جنايت كړى دى، دغه قسم پلزن درواغجن او ګنهګار دى د خپل اټكل پربناء بي ګناه خلګ په جنايت متهموي او د خلګو ترمينځ فساد جوړوي نه د ده پرقول څوك فيصله كولاى سي او نه د ده عمل شرعا جواز لري.
البته عرافي او دغه قسم پلزني دا يو قسم شيطاني سحري او كهانت غوندي اعمال دي نو كيدلى سي چي په بعض وختونو كي د شيطاني وسوسي يابل سبب په واسطه سره د دوى د قول نتيجه سمه را ووزي مګر خو بياهم شريعت دي ته جواز نه وركوي، ځكه د كاهن كه څه هم په سلو كي خو به يي يوه پيشګويي رښتيا راځي مګر خو شريعت بيا هم ده ته كافر وايي.
عن ابى هريره قال قال رسول الله من اتى عرافا او كاهنا فصدقه بما يقول فقد كفر بما انزل على محمد. سنن بيهقي ص۱۳۵ج۸ دار الباز.
ژباړه: ابي هريره وايي چي حضور وويل، كه څوك عراف يا كاهن ته ورغلى نو ده چي څه ويل هغه يي رښتيا وبلل نو ده كفر وكى په هغه څه سره چي پرمحمد نازل سوى دى.
و سبب ادعاء علم الغيب فى الناس الخ. اتحاف السائل ص۴باب ص۴۹.
ژباړه: كاهنان ، عرافان، نجومګران، او داسي نور چي په خلګو كي د علم غيب دعوه كوي هغه په دي سبب چي شيطانان له دوئ سره په معلومات وركولو كي كومك كوي.
ابن عابدين شامي دكاهن عراف نجوم ګر او داسي نورو دبيان په پاى كي داسي وايي: والكل مذموم شرعًا، محكوم عليهم وعلى مصدقهم بالكفر، وفى البزازيه يكفر بادعاء علم الغيب وباتيان الكاهن، وتصديقه وفى التتار خانيه، يكفر بقوله انا اعلم المسروقات او انا اخبر عن اخبار الجن اياى.( ردالمحتار كتاب الجهاد مطلب توبة الياس.)
ژباړه: داټول د شريعت له نظره بد اعمال دي، دوى او د دوى تصديق كوونكى په كفر سره محكوم دى، او په بزازيه كي وايي چي د علم غيب په دعوه سره او كاهن ته په ورتګ سره او د هغه په تصديق سره سړى كافر كېږي، او په تتار خانيه كي وايي، چي په داسي ويلو سره چي غلاسوي شيان ماته معلوميږي يا ماته د پيريانو له خوا خبر راكول كېږي په دې سره سړى كافر كېږي.
خداى د انسانانو د هدايت او لارښووني لپاره هروخت انبياء اورسولان راليږلي دي، نو چاچي د دوئ تابعداري وكړه نو هغه كامياب سول او چا چی د دوى مخالفت وكى او د خپلو نفسي خواهشاتو تابعداري يي وكړه او د خپلو پلرونو اونيكونو پرجاهلانه رسمونو او رواجونو ولاړل نو هغه هلاك او تباه سول، او كله چي د الله دين كامل سو او دنبوت او رسالت پرسلسله د حضور په بعثت سره نور د ختم نبوت مهر ولګيدى مګر خو انسانان بياهم هدايت ته ضرورت لري نو خداى بيا په دې وخت كي د دوى لپاره رباني علماء تيار كړي او دايي د انبياوو نائبان او وارثان مقرر كړي دي، ابو الدرداء روايت كوي چي حضور وويل، العلماء ورثة الانبياء الحديث ، ابوداود ابن ماجه ترمذي.
ژباړه: علماءد نبيانو وارثان دي.
نو د خلګو لپاره لازمه ده چي په هروخت او هررنګه مسائلو كي د منطقي جيد او حقاني علماوو ته رجوع وكړي,ځکه الله پاک الحمد لله موږ ته یو داسی دین او شریعت راکړی ده چی په هغه کی هر څه پوره بیان سویدی ، نه ددی ضرورت سته چی موږ دمشکلاتو دحل لپاره عراف یا کاهن ته رجوع وکړو، او خپل سپیڅلی شریعت او قانون شاته پریږدو،او نه شریعت موږ ته ددی جواز راکوی, نو بايدپه هر رنګه مشکل کی علماوو ته رجوع وسی او له هغوئ څخه مشوري واخستل سي او د هغوئ خبرو او هداياتو ته غوږ كښي ښودل سي او عمل پري وكړاي سي پرخپلو رسمونو او رواجونو ټينګ پاته نسي,او خپل مشکلات داسلامی شریعت په رڼا کی حل او فصل کړی.
او د علماوو لپاره هم دا ضروري ده چي د خپل نيابت او وراثت اهميت او حساسيت ته فهم او فكر وكړي او خپلي وظيفي ته متوجه سي او د خپل اصل او موروث لاره تعقيب کړی .
ديــــــــــوبنــــــــــــــــــــــــــديان
ديوبندې هغه چاته ويل كېږي، چي له دار العلوم ديوبند څخه يي د تحصيل فراغت سوى وي، او يا د دوئ له افكارو او نظرياتو سره تعلق او تړاو لري.
د ديوبنديت لپاره داشرط نه دى چي خامخا به يي له دغه مدرسي څخه د تحصيل سند ترلاسه كړى وي، بلكي په هرځاى كي چي اهل حق وي هغه ته ديوبندې ويل كېدلاى سي.
دار العلوم ديوبند په اوس عصر كي په ټول عالم اسلام كي يوممتازه اوعالي مدرسه بلل كېږي، او د ټول اهل اسلام لپاره د ديني علومو يومنبع اوسرچينه بلل كېږي، د عالم په ټولو اطرافو كي د دې علوم نشر سوى دى، او په هرځاى كي مسلمانان له دې څخه فيضان حاصلوي.
له دې مدرسي څخه داسي علماء وتلي دي، چي د هغوئ علمي او عملي فائدي او روحاني فيضانات ټول عالم اسلام ته رسيدلي دي، په ديني علوموكي د دوئ تصانيف او تاليفات په ټوله نړۍ كي خپرسوي دي، لكه حكيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي صاحب مولانا شاه انورشاه كشميري صاحب، مولانا شبير احمد عثماني علامه ظفر احمد عثماني، د پاكستان مفتي اعظم مفتي محمد شفيع ديوبندې، مولانا شمس الحق افغانى، مولانا محمد يوسف بنوري او داسي نور ډېرعلماء چي دوئ د ټولو نقلي او عقلي علومو جامع وو, او د دوئ په مناقبو كي مستقلي رسالي او كتابونه ليكل سوي دي.
د ديوبنديانو اجمالي عقائد
ديوبنديان په عقيده كي ماتريديه دي.
په فروعو كي د حنفي مذهب مقلد دى، خو د عامو احنافو په نسبت د توحيد په باره كي لږ سخت دى، د بريلويت غوندي بدعاتو او افراطاتو څخه ليري او ګوښه دي.
د اولياوو كرامت مني، په دوعاكي په انبياوو، اولياوو، صالحينو او شهداوو سره كه ژوندي وي كه له مرګه وروسته توسل جائز بولي,دقبرونو زيارت كول پر شرعی طریقه جائز بولي,مګر براه راست له يوولي ياصالح څخه حاجت غوښتل يا هغه عالم الغيب بلل يا له الله بغير د بل چا پرنامه نذر ښوول پرقبرونو شمع لګول يا طواف كول شرك او بدعت بولي، د شريعت له اصولو سره سم تصوف او طريقت مني ، او د تصوف څلور مشهوري طريقي نقشبنديه، چشتيه، قادريه، سهروديه، هم مني د ديوبند اكثره علماء د روحاني مسلك په لحاظ د حاجي امداد الله مكي كوم چي له دغو څلورو طريقو څخه منسلك وو په حلقه كي داخل دي.
د دار العلوم ديوبند بنياد پر۱۵ محرم ۱۲۸۳ هـ كي د هند له پايتخت ډيلي څخه تقريبا ۱۵۰ كيلو متره لري، د ديوبند په نامه په يوه علاقه كي په يوپخواني مسجد كي يومشهور عالم مولانا قاسم نانوتوي، (۱۲۴۸هـ) (۱۸۳۲ء) (۱۲۹۷هـ) (۱۸۸۰ء) ديو څو علماوو په مشوره سره كښي ښووى.
او د دې مدرسي اول مدرس محمود ديوبندي وو، او اول طالب يي محمود حسن د يوبندي وو، اول رئيس يي مولانا قاسم نانوتوي وو، مولانا محمد قاسم نانوتوي د شاولي الله دهلوي په درو واسطو سره شاګرد كېږي.
اود دار العلوم د نوي عمارت د بنياد خښته د مولانا احمد علي سهارنپوري په لاس كښي ښوول سوه .......
نور بیا،،،،
طیب زابلی
13.05.2012
(۶) برخه اهل حدیث/سلفیان/ غیرمقلدین
اهل حديث په اصل كي هغه چاته ويل كېږي، چي د حديثو په جمع او روايت او جرح وتعديل او د احاديثو په متعلق داسي نورو علومو او قوانينو كي مهارت لري، د مثال په توګه لكه اصحاب صحاح السته ,علامه ابن حجر، امام طحاوي، حافظ ابن كثير، او داسي نور.
ليكن په اوس زمانه كي اهل حديث هغه فرقي ته ويل كېږي كوم چي د څلورو امامانو د فقه او تقليد خلاف دى او تقليد يي شرك بولي، نو ځكه دوئ ته غير مقلد يا لامذهبي هم ويل كېږي.
مګر خو دوئ خپل ځانته اهل حديث ، سلفي، اثري، وايي.
د اهل حديثو په باره يو داسي تاريخ چي په مسلسل او منظم او بي طرفه شكل يي د دوئ حركات او عقائد او شخصيات او تاسيس بيان كړى وي، د دې په پيداكولو زه كامياب نه سوم.
مګر خو د عقائدو او تاريخ له مختلفو كتابونو په استفادي سره دا معلوميږي چي د اهل حديثو د حركت پيل له يوولسمي هجري پيړۍ چي دا د مجدد الف ثانى شيخ احمد سرهندى زمانه وه شروع كېږي، او د شاولي الله او وروسته بيا د ده د لمسي اسماعيل شهيد په دوران كي بيا ډير قوت حاصلوي.
ځكه شاه اسماعيل شهيد يومجلس جوړكى او د دې مجلس څلور خليفه ګان ده مقرر كړل چي يويي مولانا نذير حسين دهلوي، او بل مولانا صديق حسن خان قنوجي، او بل مولانا ثناء الله امرتسري، او بل مولانا عبد الجبار غزنوي وو، او داڅلور سره هغه كسان دي چي په اوس زمانه كي چي كوم اهل حديث او غير مقلدين دي له دوئ څخه سرچينه اخلي او د حنفي فقه او تقليد پرخلاف بغاوت هم له دوئ څخه راپيل كېږي.
مګر خو د دې حركت او مجلس له جوړيدلو څخه د شيخ سرهندي له وخته رانيولى بيا د اسماعيل شهيد تر اواخرو پوري د دې مقصد د شركياتو او داسي بدعاتو چي هغه د قرآن، سنت او حنفي فقهي خلاف وي، مخنيوى او مقابله كول وو، نه د فقه او تقليد خلاف بغاوت كول لكه څنګه چي وروسته په دې بدل سو.
شيخ سرهندي شاولي الله او اسماعيل شهيد داټول احناف وه، نو بيا له دوئ څخه څنګه داتوقع كېږي چي دوى دي د حنفي فقه خلاف حركت وكى.
بعضي مخالفين چي اسمااعيل شهيد په وهابيت سره متهموي يا بعضي اهل حديث چي چي شاولي الله او د ده خاندان تراسماعيل شهيد پوري غير مقلدين بولي، داهم بي ځايه ده, ځكه د دوئ له تاليفاتوڅخه په ښكاره معلومېږي چي دوئ احناف دي، مګر چونكي د دوئ علمي صلاحيت د اجتهاد درجي ته رسيدلي وو، نو كه په بعضي مسائلو كي دوئ خپله رايه يا د حجت پربناء د بل امام قول مختاره كړى وي، نو په دې سره دوئ غير مقلد نسي بلل كېدى ځكه د دوئ غوندي علماوو لپاره دا لازمه نه ده چي دوئ به خامخا په هره مسئله كي د مذهب تقليد كوي.
د غير مقلدينو شيخ نواب صديق حسن خان قنوجي خپله دا وايي، چي شا ولي الله او د ده كورني او اولادونه حنفي دي.
دى د شاولي الله او د ده د خاندان تراسماعيل شهيد پوري، د دوئ د خدماتو يا دونه كوي او په پاى كي وايئ، وطريقة هذا كله مذهب حنفى وشرعة حقة مضى عليها، السلف والخلف الصلحاء من العجم والعرب. الحطة فى ذكر الصحاح الستة ص۱۴۷ج۱.
ژباړه: د دغو ټولو طريقه حنفي مذهب وو او دايوحقه تګلاره ده، چي د عرب او عجم مخكني او وروستني صالحين پردي تللي دي.
د مولانا اسماعيل ترشهادت وروسته دغه تحريك كمزورى سو، مګر خو د اهل حديثو علماوو د ثناء الله امر تسرى په مشرى دغه حركت ته بيرته ترقي وركړه.
او په كال ۱۳۲۴هـ، ۹۹۰۶م، كي يي د موتمر اهل حديث په نامه يوجماعت تاسيس كى.
او عبد الله غازي پوري يي د دې جمعيت رئيس مقرر كى، او كله چي په ۱۹۴۷م،كي هند او پاكستان سره وويشل سول، نو د دوئ پرحركت يي ډير منفى اغيز وكى، او له دې سببه د دوئ يولويه تعليمي موسسه دار الحديث رحمانيه چي په ډيلي كي وه، له منځه ولاړه.
مګر خو د اهل حديثو علماوو بيا د خپل جماعت فعاله كولو لپاره خوزښت وكى او په دواړو ملكونو كي يي په ډيره چټكۍ سره خپل جمعيت فعاله او قوي كى.
ډيري نوي جامعي او مدرسي يي خلاصي كړي، او خپل دعوت ته يي لاره هواره كړه.
په كال ۱۳۸۳هـ، ۱۹۶۳م كي يي د هندد بنارس په علاقه كي د الجامعة السلفية په نوم يوه لويه مدرسه تاسيس كړه، او دارنګه په عمر اباد، كيرالا، بمبئ او بيهاوركي مختلفي مدرسي او جامع ګاني خلاصي كړي.
او په پاكستان كي يي ترټولو لويه مدرسه جامعه اسلاميه په ۱۳۷۴هـ ۱۹۵۱م كى د فيصل اباد په ښار كي جوړه كړه، او دارنګه په كراچي ګوجرانواله كي يي هم مدرسي جوړي كړي.
او دوى د مجلو او جريدو له لاري هم نشريات كول د مثال په توګه لكه مجله اهل حديث ترجمان اهل حديث، الاعتصام، الرباط او داسي نوري ډيري مجلي او صحيفي دوئ چلولي.
اهل حديث د هند او پاكستان په څير په نورو ملكونوكي هم مركزونه او اداري لري، لكه بنګلديش، نيپال، كشمير، سريلانكا او برطانيه او دوى په دې ټولو ملكونو كي د اهل حديث په نامه پيژندل كېږي.
او په دغو ملكونو كي په هرملك كي دوئ يوه مركزي اداره لري، او نوري بيا د ولاياتو او ولسواليو پراندازه شعبي او ښاخونه لري.
له دې بغير په بعضي نورو ملكونو كي چي بعضي جماعات او فرقي دي لكه جماعة الدعوة، په افغانستان كي او جمعيت محمديه په اندنيسيا او ماليزياكي، جماعة انصار السنه په مصر او سوډان كي ، او جمعيت احياء التراث په كويټ كي ، او جمعيت دار البر په دوبۍ كي ، دا جماعتونه هم د اهل حديثو له جماعت سره د اصولو او عقائدو په لحاظ زيات تعلق او مناسبت لري.
څرنګه چي مخكي مو وويل چي د سرهندي او اسماعيل شهيد خو له دې حركت څخه مقصد د شركياتو او بدعاتو ختمول وو، مګر خودى حركت او جماعت ته په وروسته كي د اهل حديثو علماوو پربل طرف انحراف وركى چي هغه د فقه او تقليد خلاف بغاوت وو او د غير مقلديت تدريس او دعوت وو.
د غير مقلديت د دعوت عمده كسان مولوي عبد الحق بنارسي، مولانانذير حسين دهلوي، نواب صديق حسن خان قنوجي،مولانا ثناء الله امر تسرى او مولانا عبد الجبار غزنوي وو.
په دوى كي بعضي په اول كي خو په خپله احناف وه او استاذان او شيخان خو د ټولو احناف دي.
په دوی کی بعض خو په اول کی په خپله احناف وو،او استاذان او شیخان خو دټولو احناف دی.
نو له دې څخه خو دا معلوميږي چي غير مقلديت له دوى څخه سرچينه اخلي، ليكن دغه جماعت چي په وروسته كي څه شكل غوره كى، د دوى د مشرانو له وينا وو څخه داسي معلوميږي چي د دوى مشران هم د دوى له كړنو او عقائدو څخه بيزاره سول.
نواب صديق حسن خان صاحب د دوئ په باره كي داسي وايي: فقد نبتت فى هذالزمان فرقة ذات سمعة ورياء تدعى لانفسها علم الحديث والقران الخ.( الحطه فى ذكر الصحاح الستة ص۱۳۹ج۱ طبع بيروت)
ژباړه: په دې اوسنۍ زمانه كي يوه عزت او شهرت خوښوونكى او ريا كاره ډله پیدا سوی ده چی له هر ډول خامیو او نقائصو سره سره خپل ځانونه د قرآن او حديث علم لرونكي او ورباندې د عمل كولو دعويداره بولي، حال داچي د اهل علم او عرفان د خاوندانو سره يي هيڅ تړون او تعلق نسته، ځكه چي دغه فرقه د هغه علوم عاليه وو څخه جاهله ده د كومو په سبب چي د دي فن تكميل كېږي او د دې لپاره ډير ضروري دى، له دې سره سره دغه ډله د هغه علوم آليه وو څخه هم جاهله ده چي بي له هغه څخه پرسنت طريقه د عمل كولو ګنجايش نسته، مثلا لكه علم صرف، نحو، معانى او بيان دا خوڅه كوي چي دوى نور كمالات هم پيداكړي.
او دارنګه د سنن او اصحاب سنن پرطريقه د يوي مسئلي پراستخراج او د يوحكم پراستنباط هم قدرت نه لري.
لږ وروسته وايي:فيالله العجب من اين يسمون انفسهم بالموحدين المخلصين وغيرهم بالمشركين المبتدعين، وهم اشد الناس تعصبا وغلوا فى الدين.( الحطه ص۱۴۰.)
ژباړه: په خداى مي دي قسم وي چي داخبره ډيره د تعجب وړ ده، چي دغه خلګ ځانونه خالص توحيد پالي ګڼي او نور ټول مشركان او بدعتيان بولي , حالانكي چي دغه خلګ ډير ضدناكه او په دين كي تيري كوونكي خلګ دي.
د اهل حديثو يوبل شيخ او مشر نواب وحيد الزمان د دوى په باره كي داسي وايي:
د غير مقلدينو ډله چي ځانته اهل حديث وايي دوى داسي ازادي غوره كړي ده، چي داجماعي مسائلو هم هيڅ پروا نه ساتي، او نه د سلف صالحينو صحابه وو او تابعينو څه پرواكوي، د ځيني عوامو اهل حديثو خو دا حال دى چي رفع يدين او امين په زوره ويل بس د اهل حديث كېدو لپاره كافي بولي، له ادابو ، سنتو او اخلاق نبوي سره يي هيڅ تعلق نسته، د خپلوسلفيانو څخه ماسوا نور ټول مسلمانان مشركان او كافران بولي.( لغات الحديث ج۲ ص۹۱ )
د اهل حديثو يوبل مشرعالم مولانا عبد الجبار غزنوي داسي وايي: زموږ په زمانه كي يوه ډله نوي پيدا سوي ده، چي د حديث د اتباع دعوه لري، حال داچي دغه ډله له حديثو څخه ډيره پرليري كناره ده، كوم حديثونه چي د سلف صالحينو بزرګانو معمول بها ګرزیدلی وو هغه احاديث دوئ د يومعمولي قدح او كمزوري جرح په وجه مردود او كمزورى بللى دى.(فتاوى علماء اهل حديث ص۸۰ج طبع هند)
د اهل حديثو خپل منځي اختلاف
اهل حديث وايي چي مقلدينو په دين كي اختلاف جوړكړي ده، يوحنفي بل شافعي بل مالكي او بل بيا حنبلي ځانته وايي، او په ډيرو مسائلو كي يوله بل سره مخالف دى، نو ځكه موږ تقليد پريښوود ,چي په دين كي اتحاد او يووالي راسي او اختلافات ختم سي، او ټول يو محمدي مسلمانان سي، او ساده عوام خلګ په دې سره تيرباسي، مګر خو چي حقيقت ته نظر وسي نو اصل د اختلاف مبدأ او منشأ هم دوى دي ځكه د مقلدينو په مينځ كي چي كوم اختلاف دى هغه په فروعي او اجتهادي مسائلو پوري اړه لري او دا داسي اختلاف ده چي د صحابه وو زمانه هم له دې څخه خالي نه وه، او د دوئ كوم اختلاف چي ده داعقيدوي او اصولي اختلاف ده، داخو پريږده چي دوئ له احنافو يا مقلدينو سره اختلاف لري بلكي په خپل مينځ كي هم د دوئ ډير اختلافات دى.
د جماعت غرباء اهل حديث امام مسعود احمد وايي چي د اهل حديثو فرقه په ۶۵ كاله كي پرنه فرقو ووبشل سوه:
(۱) جماعت غرباء اهل حديث، چي په ۱۳۱۳هـ كال كي تأسيس سو.
(2)كانفرنس اهل حديث، چي په ۱۳۲۸هـ كال كي تاسيس سو.
(۳) امير شريعت صوبه بهار چي په ۱۳۳۹هـ كال كي تاسيس سو.
(۴) فرقه ثنائيه چي په ۱۹۳۸م، كال كي تاسيس سوه.
(۵) فرقه حنفيه عطائيه، چي په ۱۹۲۹م، كال كي تاسيس سوه.
(۶) فرقه شريفيه چي په ۱۳۴۹هـ كال كي تاسيس سوه.
(۷) فرقه غزنويه چي په ۱۳۵۳هـ كال كي تاسيس سوه.
(۸) جمعيت اهل حديث چي په ۱۳۷۰هـ كال كي تاسيس سو.
(۹) انتخاب مولانا محى الدين چي په ۱۳۷۸هـ كي تاسيس سو.
(خطبه امارت صفحه ۲۵ ) بحواله مقاله بزم نوجوانان ملتان ص۱.)
مسعود احمد په كال ۱۳۸۵هـ كي د غرباء اهل حديث په ضمن كي يو جماعت جوړ كى چي د دي جماعت نوم يي جماعت المسلمين كښي ښووى، په ۱۳۹۵هـ كال كي يي دغه جماعت له غرباء اهل څخه جلاكى او يو مستقل جماعت يي اعلان كى.
او د ده يوكتاب د" تلاش حق" په نامه چي مخكي يي ليكلى وو په دې كي يي تغير او تبديل وكى، او د" خلاصه تلاش حق" په نامه يي مسمي كى او په دي كي يي د دې ډلي جماعت المسلمين عقائد بيان كړل، او دا داسي عقائد دي چي بالكل له الحاد او كفر سره مرادف دي،( حقيقت ذاكرنا نيك ص۱۳۹.)
او دارنګه اهل ظواهر، ظاهريه، جماعت اسلامي او سرسيدى هم من وجه د اهل حديثو اقسام دي.
د اهل حديثو غير مقلدينو بعضي عقائد
په دې عصركي اهل حديث يا غير مقلدين يا سلفيان كوم چي عام خلګ يي په وهابيانو سره پيژني، دوى د خپل اختلاف له سببه مختلف نظريات او عقائد لري، خو هغه نظريات او عقائد چي پرهغوئ دوى ټول متفق دي، او د احنافو مقلدينو خلاف دي هغه دوه قسمه دي.
اول هغه فروعي او اجتهادي مسائل دي چي د احنافو د مذهب خلاف دي لكه(1) رفع يدين، (۲) په زوره امين ويل، (۳) تر امام شاته الحمدلله ويل، (۴) په لمانځه كي پښي ازادول، (۵) لاس پرسينه نيول، او داسي نور......او بل هغه اصولي او نظرياتي مسائل دي چي په هغه كي دوئ له احنافوسره بلكي مقلدينو بلكي له ټولو اهل سنتو سره اختلاف لري هغه دادى، (۱) د مطلق تقليد مخالفت، تقليد دوى شرك او بدعت بولي، (۲) د اجماع او قياس مخالفت، دوى صرف دوه اصول مني كتاب او سنت ,د دوئ يو مشهور شعار ده: اهل حديث كي دو اصول ٭قال الله قال الرسول . (۳) د شل ركعاته تراويحو مخالفت، دوى تراويح اته ركعاته بولي،حالانكه په حرمینو شریفینو کی په دوامداره توګه سره دامت پر شل رکعته تعامل ده. (۴) په يومجلس كي د دروطلاقونو واقع كېدلو مخالفت، (۵) د زيارت القبور، توسل، او ايصال ثواب مخالفت، قبرته ورتلل او په يوچاسره په دوعاكي توسل كول او چاته د يونيك عمل ثواب بخښل دوى شرك او بدعت بولي.
اهل حديث يا غير مقلدين وهابيان نه دي
غير مقلدين د عربو د خوشحالۍ لپاره چي اكثره يي وهابيان يعني د محمد بن عبدالوهاب نجدي تابعين دي، او ځانونه د حنبلي مذهب مقلد بولي، له دوى څخه د مالي مرستو ترلاسه كولو لپاره دوهابي نوم د ځان لپاره افختار بولي او هغو ته يي هم ځان په وهابيت سره ورپيژندلى دى، او سره له دې چي نه دوى وهابيان دي او نه د دوى عقائد له هغوئ سره سمون خوري، ځكه وهابيان چي د ابن تيميه رحمه الله، ابن قيم رحمه الله او محمد بن عبد الوهاب نجدي متبعين دي، اجماع او قياس حجت بولي او غير مقلدين د اجماع او قياس له حجتيت څخه منكر دي او صرف دوه اصول مني، كتاب، سنت، وهابيان شل ركعاته تراويح كوي او پردي د امت اجماع بولي او غير مقلدين اته ركعاته تراويح كوي او د شل ركعاته روايت قابل قبول نه بولي او نه د امت اجماع او تعامل ته اعتبار وركوي، او داسي نور ډير مسائل دي چي دوى د هغوى مخالف دي.
او د غير مقلدينو اسلافو او شيخانو د وهابيت نوم د ځان لپاره پيغور او ښكنځل بللي دي.
نواب صديق حسن خان صاحب وايي، كوم څوك چي موږ د وهابيانو طرفته منسوبه وي ګواكي هغه موږ ته ښكنځل كوی.
نوربیا...
طیب زابلی
16.05.2012
اومه۷برخه
ډاکتر ذاکر نائیک
په دي عصر كي بعضي تجدد پسنده او روشن فكره خلګ پيداسوي چي د خپل مقصد حاصلولو او خپلي مدعي ثابتولو لپاره د قرآن او حديثو په معانيوو كي د هررنګه تحريف او غلط تاويل جرأت كوي، او د خپل مزاج او طبيعت پرمطابق داسي احكام استخراجوي چي هغه نه په دين كي مثال لري او نه د قران او حديثو له مضامينو سره هيڅ اړخ لګوي، مګر خو دى ځان ته بس مفسر، محدث او مجتهد وايي او ځان په قرآن او حديثو تر هرچا پوه بولي، حالانكي نه به ده په يوديني مدرسه كي يوه شپه تيره كړي وي او نه به يي له يوعالم دين څخه يوه ورځ زدكړه كړي وي او نه به په عربي ژبه پوره پوهېږي.
بلكي ټول وخت به يې په عصري علومو كي تير كړي وي خو صرف يو څو مياشتي به يي د اسلامياتو كورس هغه هم پر یوغير مسلمان استاذ ويلي وي او د قران او حديثو د اوردو,پښتو او انګريزي ترجمي به يي مطالعه كړي وي،. او بس په دي سره به يي ځان مفسر محدث اومجتهد جوړ كړى وي.
ځكه خو غير مقلدين تقليد جائز نه بولي او د هرچا لپاره خواه كه هغه څومره په ديني علوموكي جاهل وي د اجتهاد دروازه خلاصه بولي او په خپله خوښه سره له قرآن او حديثو څخه مسائل را ايستلى سي.
په دې خلګو كي يوجاويد احمد غامدي ده ، او بل سر سيد احمد خان دى، چي د ملائكه وو، شيطانانو پيريانو وجود نه مني، معجزات نه مني، په قرآن كريم كي د پخواني انبياوو بعضي قصي خيالات او خوب بولي او له داسي نورو ضروري او بديهي شيانو څخه منكر دى.
او دارنګه ډاكټر اسرار احمد دى چي دوه كاله وړاندی وفات سو او بل ډاكټر رفيع الدين او د غامدي استاذ امين احسن اصلاحي او غلام احمد پرويزي چي منكر حديث دى.
او ډاكټر فضل الرحمْڼ چي له اجماع، معراج، شفاعت , نزول مسيح او امام مهدي څخه منكر ده.
او د الهدى انټر نيشنل سرپرسته فرحت هاشمي ده او داسي نور ډير متجددين دي چي د اجتهاد او خود رايې په نامه د دين له ډيرو ضرورياتو څخه منكر دي.
او داټولي د غير مقلديت تقليد پريښوولو نتيجي او ثمري دي.
او په دي تجدد پسنده خلګو كي بيا ترټولو مشهوره کس چي پرتلويزون هم را سرګنديږي او بيانونه كوي، او په سيډيانو او فيتوكى هم د ده بيانونه راځي، چي بعضي يي پښتوته هم ترجمه سوي دي، او په كتابخانو كي يي كتابونه هم ډير موندل كېږي چي پښتوته هم ترجمه سوي دي، دا ډاكټر ذاكرنا ئيك دى.
ذاكرنا ئيك د اكتوبر پر۱۸ په كال ۱۹۶۵ع كي په هندكي دبمبئي په يوعلاقه كي زیږیدلی ده.
ابتدائي زدكړه يي د عيسويانو په( سينټ پيټرزهاى) سكول كي كړى ده، او د ايف، ايس، سي، ډګري يي په بمبئ كي د هندوانو له يوكالج څخه حاصله كړي ده، او د ايم، بى، بى ايس ډګرۍ يي په بمبئ كي له نيشنل ميډيكل كالج څخه حاصله كړي ده.
له ډاكټر ذاكرنائيك څخه عام خلګ ډير متاثردي او دى د اسلام يولوى عالم او تكړه مدافع ګڼی، مګر خو علماء چي كله د ده بيانونه واوري او يايي كتابونه مطالعه كړي نو بيا د ده كمزورياني او كجروي ورته سرګنديږي ،
ځكه د داسي خلګو داعادت وي چي په اول ځل ځان خلګو ته په يوداسي شكل ښكاره كړي، چي هغه له ده څخه متاثر سي ځکه بيا نو دى خپل انحرافات او خرافات ښه ورباندی تپلي سي.
دبیلګی په توګه ذاکر نایک صیب په خپل یو بیان کی وایی چي قرآن كريم ته بي اودسه لاس وروړل او راخستل او تلاوتول څه پروانه لري، حالانكي دا مسئله له قرآن كريم څخه هم ثابته ده (لایمسه الا المطهرون) او په احاديثو او اجماع د امت سره هم ثابته ده، چي قرآن ته بي اوداسه لاس وروړل جواز نه لري، او د ټول امت پردي تعامل دى،
مګر ذاكرنائيك د دې ټولو په مخالفت سره دا وايي چي قرآن ته بي اودسه لاس وروړل څه پروانه لري.
او دارنګه ذاكرنائيك دحائضي ښځي لپاره هم قرآن لوستل جائز بولي او وايي چي په قرآن او حديثو كي د حائضي لپاره د لمانځه رخصت سته مګر خو د تلاوت رخصت نسته، او سره له دې چي دترمذي او دار قطني روايت ده:( عن ابن عمر : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال لا تقرأ الحائض ولا الجنب شيئا من القرآن.)
ژباړه:حایضه ښځه او جنب به شی هم له قرآن څخه نه لولی .
او دارنګه ذاكرنا ئيك په اوس زمانه كي مسجد ته د ښځو د راتګ ممانعت هم ناجائز بولي.
دډاکتر ذاکر نایک صیب په باره کی په ۲۰۱۱ دفروری پر ۲۲ له دار العلوم دیوبند څخه یوه اوږده فتوی صادره شوه چی په سرکی ئی داسی لیکلی دی : د ډاکتر ذاکر نایک صیب په بیاناتو کی له صحی عقیدی څخه انحراف ، دقرآن کریم په تفسیر کی تحریف او خود رایی،له ساينسی تحقیقاتو څخه مرعوبیت ، له مغربی افکارو سره هم آهنګی او په فقهی مسائلو کی دامت د سلف صالحینو او جمهورو له لاری یوی خواته کیدل کوم چی ګمراه کونکی خبری دی داټولی موجودی دی ، او دغه رنګه دی ددی کوشش کوی چی امت مسلمه دمجتهدینو امامانو له اتباع څخه واړوی او ددی کوشش کوی چی عوام له دینی مدرسو او دینی علماؤو څخه بدګمانه کړی .
فتوی نمبر ۱۲۲ دارالافتاء دارالعلوم دیوبند ۲۴/۲/ ۲۰۱۱ ع
جاوید احمد غامدی
جاويد احمد غامدي د محمد حسين زوى د پنجاب د صوبي د ساهيوال د ضلعي د جيون شاه په اطرافو كي په يوكلي كي په كال ۱۹۵۱م، د اپريل پر۸ ,زیږیدلی ده، او پلرني وطن يي د پنجاب د صوبي د سيالكوټ ضلعه ده، او د ده د پلرګنۍ كسب بزګري وه.
او ابتدائي تعليم يي په پاك پتن او د هغه په شاوخوا كليو كي كړي ده، او د انګريزي ادبياتو او نورو عصري علومو تحصيل يي په ګورنمنټ كالج لاهور كي كړي ده.
او د عربي او فارسي علومو زدكړه يي د ساهيوال د ضلعي د نانګ پال په كلي كي له مولوي نور احمد صاحب څخه كړي ده، او د ديني علومو زدكړه يي له مختلفو استاذانو څخه كړيده، او د علم تفسير او علم حديث زدكړه يي له مولوي امين احسن اصلاحي څخه سي په مدرسه فراهي كي استاد ووكړيده.
او دى د اشراق جريدي مدير ده اشراق جريدة په اوردو ژبه نشريږي، او د ده د افكارو او نظرياتو ترجماني كوي.
او دى د ديني ساه جريدي باني ده داجريده بيا په انګريزي ژبه نشريات كوي او داهم د ده افكار او نظريات په انګريزي ژبه كي نشر كوي، او دارنګه دي مصعب اسكول بنسټ ايښوونكى هم دى.
او ده يوڅو كتابونه هم تصنيف كړى دى لكه برهان، ميزان، مقامات، خيال وخامه، اوده له كال ۱۹۸۰م، څخه تصنيف پيل كى.
غامدى په پنجاب كي د يوتلويزون پروډي سرهم دى، او د پاكستان په مختلفو ښاروكي دفترونه هم لري او خپل دعوت چلوي.
او دى د دې عصر پرديني مدرسو باندې انتقاد كوي او وايى سي دا مدرسي پرصحي طريقه باندې نه دى او وايي چي په دين كي دتفقه عمل پرصحي تګلاره نه ده قائم ,او له فرقی تعصباتو څخه اعتزال او ګوښه توب، او د حق پربنيادباندي د قرآن او سنت دعوت له مسلمانانو څخه پردي ګرزيدلى دى، او قرآن په امت كي صرف د حفظ او تلاوت لپاره ګرزيدلى دى.
او په مذهبي مدرسوكي اصلي مقصود صرف هغه علوم ګرزيدلى سي هغه وسائل لپاره د قرآن دى او دارنګه په مذهبي مدرسو كي هغه فرقي او مذهبي مناظري اصلي مقصود ګرزيدلى دى.
نو د ده په عقيده ديني مدرسي ټولي پرغلطه طريقه دي او دا د ده فاسده اداراه سي له مردودو تحريفاتو څخه ډكه ده او پرباطلو نظرياتو باندې ولاړه ده دا پرسمه طريقه ده، او سره له دې چي ديني مدرسي چي دى دا د دېن بنياد دى او په هره زمانه کی سبب لپاره د بقاء د اسلام دي او دايو كم شعوره والا انسان ته هم معلومېږي.
مولانا ولي خان المظفر شيخ الحديث جامعه فاروقيه كراچي داسي ويلي دي: دا د دې دور حاضر يوتجدد پسنده ټولي ده كوم چي له مغرب څخه تررعب او تاثير لاندي راغلي ده، په دين د اسلام كي د يونوي طريقي فعاله كولو لپاره يي د قرآن او حديثو د الفاظو او معانيوو او دديني اصطلاحاتو د مفاهيمو د بدلولو يوناپاك عزم كړى دى.
او زما په اندد دې فتني ابتداء سرسيد احمد خان كړيده، او بيا د ده په پيروانو كي دوو فكري سلسلو دغه فتني ته ترقي وركړه، په هغو كي يوه سلسله له عبد الله چكړا لوى او اسلم جيراج پوري څخه شروع كېږي، او غلام احمد پرويزي منكرحديث ته رسيږي، او دوهمه فتنه له حميد الدين فراهي، او مولانا امين احسن اصلاحي څخه شروع كېږي جاويد احمد غامدي ته رسيږي، ګواكي دواړي فكري سلسلي د سيد احمدخان د درختي ښاخونه دي.
كه څه هم د پرويز او غامدي دلاسته راوړلو طريقي خو جلا جلا دى مګر د نتيجي په اعتبار سره دواړه يورنګه دي، دواړه د تجدد، انكار حديث، الحاد او ګمراهي علمبردار دى، دواړه د اجماع امت مخالف او معجزاتو منكر دى، دواړه د فاسدوتاويلونو په ذريعه سره په اسلامي شريعت كي د تحريف تبديل ترميم او تنسيخ مرتكبين دى، غامدي د يوداسي ټولي نمائنده دى چی په دور حاضركي يي د تجدد او انكار حديث يونوى بنياد ايښى دى، او د يوڅو خود ساخته له ځانه حوړ سوي اصولو د تحقيق په نامه سره د پيش كولو اقدام كوي، نو ځكه غامدي د صحيح احاديثو له انكار سره سره د قرآن د معنوي تحريف كولو هم عادي ګرزيدلي ده.
د غامدي د عقائدو او نظرياتو لنډ بيان
غامدي صاحب لكه څنګه چي د امت له ډيرو مسلمو, منل سوو او متفقه امورو څخه منكر دى، په هغوكي يوه داده چي د قرآن قرائات سبعه "اووه قرائتونه" دي نه مني سره له دي چي اووه سره قرائتونه په تواتر سره ثابت دي، د ده په عقيده د قرآن صرف يوقرائت صحيح دى هغه ته د ده په قول قرآئت عامه ويل كېږي، او دي وايي چی علماوو په غلطۍ سره دغه قرائت د حفص په نوم نومولي ده، له دغه يوه قرائته ماسوا غامدي نورو ټولو قرائتونو ته عجمي فتنه وايي.
او دى په قطعيت سره دا فتوْى وركوى چي د قرآن متن صرف له دغه يوه قرائته ماسوا بل قرائت نه قبلوي.
له رجم څخه انكار
غامدي د محصن "واده والا" سړي يا ښځي، زاني له رجم "سنګسار" كولو څخه منكر دى سره له دي چي دايو شرعي سزا اوحد دى، چي له سنت او اجماع څخه ثابت دى، غامدي د سورة النور د دغه آيت، ((الزانية والزاني فاجلدوا كل واحد منهما مائة جلدة))
ژباړه: زنا كونكي ښځه او زنا كونكى سړى تاسي هريوسل دوري وهئ. حكم عام بولي او وايي چي زاني كه واده والا وي او غير واده والا د دواړو لپاره په اسلام كي صرف د سلو دورو سزا مقرره ده، او په شريعت كي د واده والا زاني لپاره د سنګسار سزا نسته، دى په خپل كتاب ميزان كي داسي ليكي: كوم زنا كوونكى واده والا وي او كه غير واده
د مرتد له سزائي قتل څخه انكار
د غامدي له ګمراهيو څخه بله ګمراهي داده چي دى د مرتد سزا په قتل سره نه مني، مرتد هغه څوك دى چي له اسلامه وروسته بيرته كافر سي.
د ټولو امامانو او مجتهدينو مخكني علماوو او وروستني علماوو په نزد د مرتد سزا قتل ده مګر غامدي له دغه كاره چي ټولو علماوو اتفاقي حكم دى منكر دى.
ده په خپل يوكتاب برهان كي داسي ويلي دي: ليكن د فقهاوو دغه حكم (دمرتد سزائ قتل) هيڅ كله صحيح نه دى، د حضور څخه بېشكه دغه حكم ثابت دى مګر خو زموږ په نيزد دغه څه عام حكم نه دى بلكي دا ترهغو خلګو پوري خاص دى، چي حضور په دې كي راليږل سوى دى او كوم چي قرآن كريم د دې لپاره د اميينو يا مشركينو اصطلاح كار ولى دى
د غامدي په نيزد په شريعت كي د ښځي د پردي حكم
د ښځي دپردي په باره كي عامدي څه پرخاص موقف نه دى ولاړ كله وايي چي د ښځي لپاره د پړوني پر سركول يا چادري اغوستل د حضور د زماني تر رسم او رواج پوري تعلق لري، په اسلام كي د دې لپاره څه شرعي حكم نسته، او كله بيا وايي چي د سورة الاحزاب په پنځم نمبرآيت كي چي د ازواجو مطهراتو او حضور د لورانو او دعامو مسلمانانو ښځو په باره كي چي كوم د پردي حكم راغلى دى دا يوعارضي حكم وو او يوزمانى تدبير وو چي له منافقينو څخه د مسلمانو خوندوته، د ضرر دفع كولو لپاره اختيار سوى وو.
او كله بيا وايي چي د حجاب تعلق صرف تر ازواجو مطهراتو پوري خاص وو، غامدي د پردي په باره كي د يوسوال په جواب كي داسي ويلي دي: پړونى زما په نزد د مسلمانانو يو رسم رواج دى، په دې باره كي څه شرعي حكم نسته، پړونى په دې لحاظ پيش كول چي دا يوشرعي حكم دى، د دې څه جواز نسته البته د يوتهذيبي شعار په ډول پيش كيدلى سي.
له دې څخه معلومه سوه چي د غامدي په نزد د مسلماني ښځي لپاره پړونى استعمالول څه شرعي حكم نه دى بس صرف يوتهذيبي شعار او ر سم او رواج دى سره له دې چي په قرآن كريم كي واضح حكم دى،(( وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ , الاية))، النور ۲۷.
ژباړه: دوئ دي را اچوي پړونى خپل پرسينو خپلو، نو د غامدي په نزد ګواكي د قرآن څخه څه شرعي حكم نه ثابتېږي.
غامدي او په مثل د ده نور تجدد پسنده او روشن فكران چي د غرب له خوا تربيه سوي او ځانونه دديموكراسي شاګردان بولي، دوئ داكوشش كوي چي په اسلامي ټولنو كي هم هغه داروپا او امريكا تهذيب او كلتور چي په هغه كي بيحيايي او فحاشي اوج ته رسيدلي ده، او د دې په سبب انسانيت په حيوانيت سره بدل سوى ده او نسلونه ګډوډ سوي دي، او فساد انتهاته رسيدلى ده ,رواج او قانوني كړي ، او اسلامي تهذيب او ثقافت په يوبي حيا غربي تهذيب سره بدل كړي، نو افسوس چي دوئ په دې مطلب كي ترډېره ځايه كاميابه سوي هم دي، خو الله لكه څنګه چي د انسان امتياز له نورو حيواناتو څخه په عقل او پوهي سره كړى ده نو دارنګه په تهذيب معاشرت زندګي كي هم خداى انسانانو ته امتياز وركړى ده، نو ځكه خداى وهغه انسانانو ته چي پرالله او د هغه پر رسول او قرآن باندې ايمان لري دالار ښوونه او حكم كړى دى چي خپله معاشره او زندګي تريوخاص قانون لاندې كوي او د حيوانانو پرطور باندې ګډوډه اوازاده زندګي مه كوى او له زنا او پربله ناروا طريقه له شهوت پرستۍ څخه يي منع كړى دى، او بغير له نكاح او ملك يمين څخه هرقسم شهوت پرستي يي حرامه كړيده، مګر خو په اسلام كي چي كوم شى بذاتها حرام ګرزيدلى ده د هغه اسباب يي هم حرام كړي دي لكه شراب خوري حرامه ده، نو د شرابو جوړول اخستل او خرڅول هم حرام دي نو لكه څنګه چي زنا حرامه ده نو بي حجابي هم حرامه ده ځكه په معاشره كي د ښځو بي حجابي د زنا لپاره لوى سبب دى، دا په تجربه سره ثابته خبره ده چي په كوم ځاى كي بي حجابي څونه زياته وي هلته زنا د غونه ډيره وي.
د ښځو د حجاب لپاره دوي درجي دي اوله درجه داده چي دوئ له خپله كوره څخه د باندې نه ووزي په خپلو كورونو كي دي اوسيږي په دې باره كي دا آيت راغلى دى:(( وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى ، الآيه)).الاحزاب,33,.
ژباړه: او اوسيږي په خپلو كورونو كي او داسي ښكاره كول مه كوئ لكه څنګه ښكاره كول چي دستور د مخكي جاهليت د وخت وو.
دلته وښځوته داخطاب دى چي تاسو په خپلو كورونو كي اوسى او داسي اظهار او بي ستري مه كوى كم چي د جاهليت په زمانه كي رواج وو.او دوهمه درجه د پردي داده كله چي ښځه د څه ضرورت او كار لپاره د باندې ووزي نو بيا دى دا پړونى يا چادري پرځان را اچوي او ځان دي د پردو خلګو له نظره پټوي لكه خداى فرمايي:(( يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا))، الاحزاب ۵۹.
ژباړه: اى نبي ووايه خپلو بيبيانو ته او خپلو لوڼو ته او د مسلمانانو ښځوته چي را اچوى دى پرخپلو ځانونو يوڅه خپل پړونى په دې سره ډير نزدي دى چي دوئ به پيژندلى سي نو څوك به يې نه تنګوي، او خداى بخښونكى او مهربانه ده.
د غامدي له انحرافاتو څخه بل دادى چي دى له جهاد څخه منكر دى او دى وجهاد ته د اوس زماني د ملحدينو په شان ترهګري او دهشت ګر دى وايي ده په خپل يوكتاب ميزان كي داسي ويلي دي: دابالكل قطعي ده چي د كفارو په خلاف د جنګ كولو او د هغه په نتيجه كي پرمفتوحينو باندې د جزيي مقررولو او د هغوئ د محكوم اولاس لاندې جوړولو حق د همېشه لپاره ختم سوى دى .
او امريكا چي پرافغانستان او عراق باندې په كال ۲۰۰۱ او 2003م كي كومي حملي كړي دي او اوس هم جريان لري دا ترهګري نه ده بلكي دا ددوى خپل حق دى.
او ده ورپسي ويلي دي: كه څه هم په افغانستان او عراق كي د امريكايانو په جنګ او بمباريو كي ډير بي ګناه مسلمانان هم مري, خو داڅه پروانه لري ځكه داجنګ د دوى حق ده,او په جنګ كي د بي ګناه انسانانو له وژلو څخه چاره نسته.
اودارنګه ده د يو سوال په جواب كي داسي ويلي دي: په افغانستان او عراق كي چي مجاهدين پرامريكايانو باندې چريكي حملي كوي داترهګري ده ځكه دا غيرعلانية جنګ دى" او بل ده خو مخكي لا فيصله كړي وه چي امريكايان جانب به حق دى" او دارنګه په فلسطين او كشمير كي چی مجاهدين پردښمن كومي حملي كوي داټول ترهګريز عملونه دی . /
د غامدي يوڅو نور عقائد
چونكي د غامدي باطل عقائد خو ډير دي ټول په تفصيل سره نه بيانيږي ، نو يوڅو نور عقائد به يي موږ دلته په اجمالي طور ذكر كړو:
(۱) ښځه د نارينه وو امامت كولاى سي.
(۲) ساز او سروز اوريدل او ږغول جائز دي.
(۳) دسالرونكي شي عكس اخستل روا دى.
(۴) د نارينه وو لپاره ږيره پريښوول له ديني لحاظه ضروري نه ده.
(۵) هندوان مشركان نه دي.
(۶) د مسلماني ښځي نكاح له هندو سره جائزه ده.
(۷) هم جنس پرستي يوفطري شى دى نو ځكه روا دى.
(۸) تصوف له اسلام څخه بيل ځانته يو مستقل دين دى.
(۹) د مسلمانانو ټول صوفيان غير مسلم دي.
(۱۰) د قيام د دين او د نفاذ شريعت لپاره څه شرعي حكم نسته
(۱۱) د حضور له رحلت څخه وروسته پرچا د كفر حكم نسي كيدلاى.
(۱۲) د حكومت اسلامي لپاره دا جواز سته چي بعضي مالونه له زكوٰة څخه استثناء كړي.
(۱۳) د شراب خور لپاره څه شرعي سزا نسته.
(۱۴) خوراك صرف د څلورو شيانو حرام دى، خنزير، مړزګه، وينه، او هغه شى چي د خداى د نوم څخه ماسوْى د بل چانوم باندې ويل سوى وي.
(۱۵) عيسْى نه دى ژوندى بلكي روح يي قبض سوى دى.
نور بیا،،،،،،،
طیب زابلی
17.05.2012
(۸) برخه مودودیت / جماعت اسلامی
مودوديت/جماعت اسلامي
دسيد ابو الاعلى المودودي تابعدارانو او پيروانو ته مو دوديان ويل كېږي، ابو الاعلى مودودي د سيد احمد حسن زوى په كال ۱۳۲۱هـ، ۱۹۰۴م، په هندوستان كي د حيدر اباد ولايت په اورنګ اباد ښار كي زيږيدلى دى.
مودودي صاحب له ډير ماشومتوب څخه په ډير ذهين او ذكي انسان سره پيژندل سوى وو ، او په يوښه ليكوال او مضمون نګار سره شهرت لري، په ماشومتوب كي به يي ليكني كولي او د ښو ونځيو په غونډوكي به يې ويناوي كولي.
مودودي صاحب لومړى زدكړي له خپل پلار څخه كړي دي، او نوري څه ناڅه زدكړي يي د اورنګ اباد په الثانويه مدرسه كي كړي دي.
مودودي صاحب د سياست په ميدان كي هم ډير پرمخ تللى وو،د- ۱۹۵۶م، او ۱۹۷۶م، كلونو ترمنځ مودودي د نړى كونج كونج ته سفرونه وكړل، او په خپلو مختلفو سفرونو كي قاهره,دمشق، مكه معظمه، عمان، مدينه منوره، كويټ، ربات، استنبول، لندن، نيويارك، او نورو ښارونو ته سفرونه وكړل او په دې دوران كي يي په ډيرو نړيوالو كانفرانسونو كي هم ګډون وكى.
مودودي صيب د جماعت اسلامي په نامه يوګوندهم جوړ كى چي مركزيي په لاهوركي وو او په كال ۱۹۴۱م، د اگست پر,26، نيټه مودوي صيب د دې ګوند امير وټاكل سو.
د دي ګوندد جوړولو ظاهري مقصد او شعار داسلام پر اساس د مسلمانانو اصلاح وه , او اصلي مقصدله دى ګوند څخه د مودودي د افكارو او انظارو نشركول وو.
دوه كاله وروسته په كال ۱۹۴۳م، كي د جماعت اسلامي مركز له لاهور څخه دار السلام ته نقل سو.
او د پاكستان له جوړيدلو وروسته په كال ۱۹۴۷م، د اگست پر ۲۸، نيټه مودودي صيب بيرته د خپل ګوند مركز له دار السلام څخه ولاهور ته رانقل كى.
جماعت اسلامي كه څه هم يوسياسي ګوند دى مګر خو دې ګوند د سياست ترڅنګ خپل مذهبي او نظرياتي حيثيت هم له ځان سره ساتلي ده.
مولانا مودودي په كال، ۱۹۷۹م، كي د زړه په ناروغي اخته سو او د علاج لپاره امريكاته وليږل سو او د ده يوزوى هم په امريكاكي ډاكټر وو هوري په امريكاكي له جراحي عملياتو كولو وروسته هم جوړ نه سو او په همدې كال د سيتمبر په ۲۲ نيټه د ۷۶ كلونو په عمر وفات سو، اوله, جنازه يي په نيويارك كي وسوه او بيا پاكستان ته راوړل سو او په لاهور كي په قذافي لوبغالي كي يي دوهمه جنازه هم وسوه او هوري په منصوره كي خاوروته وسپارل سو.
مودودي صيب چونكي چي يوښه ليكوالى او معبر وو او د ده ليكني په خلګو كي يوخاص اثر انداز ګرزيدلى وي, نو ده هم خپلي ليكني د رسالو او مجلو او ورځپاړو له لاري څخه په دوام داره توګه سره خپرولي ترڅو چي د ده څو ليكني په عربي ژبه كي هم نشر سوي، او په عربو كي هم ده يوخاص مقام پيداكى او په پيل كي عامو خلګو او علماوو دده ښه هركلى وكى، ليكن خو په وروسته كي ډيرو علماوو د ده په خلاف اواز پورته كى خاص بيا ديوبندي فكر والا علماوو د ده ډير مخالفت وكى، لكه مولنا ذكرياصاحب او مفتي كفايت الله صاحب، او مولانا احمد سعيد صاحب، او مولانا محمد يوسف بنوري صاحب، اوداسي نورو ډيرو علماوو د ده رد او مخالفت وكى، او دده په ردكي علماوو مستقلي رسالي او كتابونه په عربي او اوردو ژبه كي ليكلي دي.
له مودودي صاحب څخه د علماوو د مخالفت اصلي وجه او سبب دا وو چي د ده ليكنو په وروسته كي يوخاص تنقيدانه شكل اختيار كى حتى چي د ده له تنقيداتو او نيوكو څخه هيڅ څوك هم محفوظ پاته نه سول، ترڅو چي پرانبياوو عليهم السلام او صحابه وو او ازواجو مطهراتو يي داسي نيوكي او ګذارونه وكړل چي هغه د هغوئ له شان سره بالكل مناسب نه وه، چونكي چي د اهل سنت والجماعت داعقيده ده چي انبياء عليهم السلام معصوم دي او صحابه كرام كه معصوم نه دي خو محفوظ دي او پردوئ نيوكى كول دا د دوئ په حق كي بي ادبي او گستاخي ده، او پرازواجو مطهراتو نيوكى او تنقيدونه كول د حضور پرحريم باندې تجاوزكول دي، او مودودي صاحب چي د دي عقيدي رعايت نه وكى نو ځكه علماوو د ده ترديد او مخالفت وكى.
مولانا محمد يوسف بنوري صاحب د مودودي صاحب په باره كي داسي ليكلي دي:
په دغه ډول خلګو كي نن سبا مشهور شخصيت ښاغلى ابو الاعلي مودودي دى چي په دې وخت كي راښكاره سوى دى، او د ده ليكني په ختيځ او لويديځ كي خپري سوي دي، او خلګو دغه اخيستي د مځكي هركونج ته يي رسولي دي او په عربي هيوادونو كي د ده پيلامه او منلتيا پيداسوي او خپل ځان يي د سرغنه او ټولواك په لباس كي وړاندى كړی ده، كوم چي هيوادونه او ولسونه باندې تيروتل او هغه دا دعوه وكړه چي په ټوله نړى كي يواځني څوك يم چاچي د دين قائمولو ، د دين د نوي كولو، د دين د ژوندي كولو، او د قرآن او د سنتو په ړنا كي د يوه صالح حكومت جوړولو لپاره يي خپل كوښښونه وقف كړي دي.
د هغه طريقه كار او وينا زبيښونكى مكرجنه او زړه راكښونكي وه، هغه وخت ولس د برطانوي حكومت او پرهندوستان باندې د بري پر خلاف په كوښښونو كي بوخت وو.
د هندوستاني ولس او د برطانيي د ظالم حكومت تر مينځ دغه وخت ډير لوى لوى جنګونه منځ ته راغلل داوخت هندوستاني ولس په دوو لويو سياسي ډلو ويشل سوى وو، دچاچي شهرت په ټوله نړى كي خپور سوى وو، په داسي سياسي حالاتو كي دغه شخصيت را ښكاره سو په دغه دغو رځنګونو په سمندر كي دا يوه فطري خبره ده چي د ده بلنه ومنل سوه، چي د ده پرږغ او سياسي افكارو هري خواته هو وويل سوه، كشكي مودودي صاحب پردې باندې بسنه كړي واى.
تفسير قرآن او حديث باندې د ليكنو سمندرته نه واى داخل سوى، د پوهوني او ستره كيدني او دغه رنګه نورو مسائلو په اړه يي رسالي ليكلي كوم چي د ده لپاره مناسبه نه وه او نه ده ته په دغو علومو كي منلتيا ور په برخه وه او نه په ده كي د دې مسئلو دليكلو توان او وړتيا وه مناسب داوه چي د ده هڅي يوازي او يوازي د مسلمانانو د يوځاى كولو او هغه د بي خبري د خوبه څخه د ويښولو پرځاى دريدلى واى .
كشكي چي هغه يوازي دغه كار كړى واى هغه داسي مشهور او خوښ سياسي مشر جوړ سوى واى چي د هغه خبره به منل كيده او كامياب او سوبمن به واى، كشكي چي هغه يوازي دغه كار كړى واى كه يي چېري يوازي دغسي كړي واى او بس,ولى چي د هغه سيال قلم داردو ژبي د انشاء ملكه په ښه منلتيا كامياب قدرت او د هغه ښه طريقه كار پرزړو باندې ډير اثر كاوه, ليكن افسوس سل واري افسوس چي هغه په خپلو ليكنو كي سلف صالحين، مفسرين، محدثين، فقهاء، ائمه مجتهدين، متكلمين له سره رانيولي ترنن پوري ټوله يي ترنيوكو لاندې راوستل، او په خپلو بحثونو كي يي د هغو شيانو يادونه وكړه چي په دېن او علم كي د هغه هيڅ ګنجايش نسته.
مودودي صاحب د لومړني عربي كتابونو زدكړه په خپل كور كي لاس ته راوړه او بيا د حيدر اباد په يوه اداره كي داخل سو په كم كي چي له لومړني ديني زدكړي سره يي عصري زدكړه هم وركوله.
د هغه محترم پلار په تبه اخته سو او ظيفه يي پريښووله او د فالج په وجه شل سو او څلور كاله په ناجوړۍ اخته او وروسته مړسو، خداى پاك دي هغه وبخښي او رحم دي ورباندې وكړي.
نو مودودي صاحب د پلار په ژونداو نوي ځواني كي دزدكړي د بشپړولو وړاندي په اقتصادي مجبوريو اخته سو، له بده مرغه مودودي داردو ژبي بشپړ انشاء ليكونكى, نياز فتح پوري لاس ته ورغلى، كم چي لوى ملحد ژورناليسټ وو، مودودي صاحب ترډيره حده د هغه له مجلس څخه متاثره وو مودودي صاحب چي د هغه په ژوند كي څه ليكلي د هغه په ژبه يي واوري:
د يونيم كال تجربو دغه زدكړه راكړه چي په دنيا كي د عزت سره د ژوند تيرولو لپاره پرخپلو پښو دريدل ضروري دي، او د اقتصادي خپلواكي لپاره د كوښښ څخه بله چاره نسته، فطرت د ليكلو او انشاء ملكه امانت راكړه، علمي مطالعي دانوره هم خو ځنده كړه په دغه وخت كي نياز فتح پوري سره د ملګرتيا راشه درشه وه، او د هغه مجلس هم د غور ځنګ سبب سو په دي اړه پردغو ټولو وجوهاتو سربيره مي دا پريكړه وكړه چي قلم بايد د معاش وسيله وګرزول سي. مولانا مودودي ص۷۲ اسعد گيلاني.
اوس پرده څيري سوه او نيت ښكاره سو، له دې وروسته مودودي صاحب د خپل ورور ابو الخير مودودي سره په بجنور كي په ورځپاڼي" مدينه" كي دليكني د څانګي سره وتړل سو او سياسي حالاتو هغه له هغه څخه د پرڅنګ كېدلو باندې اړ ايستى او هغه د اسلام د نظر بندانو د مرستي د ټولنۍ سره وتړل سو.
بيا دا ونيزي تاج داداري سره وتړل سو وايي چي ما په دي كي ليكل ترڅو چي د هند جمعيت علماء د مفتي كفايت الله او مولانا احمد سعيد دهلوي په سر پرستي كي ورځپانه "مسلم" را ووته.
مودودي صاحب وايي چي له كال ۱۹۱۶م، څخه واخله تر۱۹۲۱م پوري پرما مځكه تنګه سوه په ښار ښار ګرزيدم او شاوخوا په بيلو بيلو سفرونو باندې محبوره سوم ، او ما پردي باندې ډير افسوس وكى چي وماته د زدكړي د بشپړولو وخت په لاس رانه غلى او په ماكښي د دي مصيبت د ليري كولو قدرت نه وو، تردي چي زه په ډهلي كي اوسيدم او هلته مي په الجمعة ورځپاڼه كي ليكني پيل كړي كوم چي د جمعيت علماء هند ترڅارني لاندي خپريدله.
هلته ماد زدكړي د بشپړولو لپاره د ادب، منطق، حديث او تفسير بيلابيلو كتابونو د ويلو لپاره وار پيداكى او وخت مي ورته وايستى بيا مودودي صاحب حيدر اباد د كن ته ولاړى او اقتصادي څانګي ته د خپلواكي بخښلو لپاره يي نيت وكى، او هلته د ليكلو او راټولولو په كار اخته سو تردې چي په كال ۱۳۵۲هـ برابر د۱۹۳۳م كي يي د ترجمان القرآن په نوم يومياشتني مجله پيل كړه، ... او بيايي په پټان كوټ كي په كال ۱۳۵۷هـ برابر د ۱۹۳۸م كي يي ديوڅو مخوروخلګو په مرسته د اداره دار الاسلام بنسټ كښي ښووى.
بيا هغه په كال ۱۳۶۰هـ برابر د۱۹،۴۱م كي د جماعت اسلامي بنسټ كښي ښووى.
څه وخت چي دده يو څوټولونى مخ ته راغلي وي او د هغه د رسيدلي انشاء سيال قلم څخه يوڅه ليكني خپري سوي وي خلګو هغه خوښي كړي وي او د ده يي په دغه كمال او ښه طريقه كار باندې ستاينه كړي وه، او د فاضل څيړونكي خداى بخښلى مولانا مناظر احسن ګيلاني او د تاريخ امام سليمان ندوي او مولانا عبد الماجد دريا آبادي له قلمونو څخه يي هم ستايني وسوي او د ځوانانو ډله د ده پرليكونو او څيړنو باندې راماته سوله، د مودودي صاحب پوهي او لوړوالي ته معتقد سول او ښه مشهور سو، ليكن ډير ژر د علم خاوندان او د فضل او كمال څښتنان د هغه په ليكنو او مضمونو كي په عيبونو او د هغه يوازني افكارو او رايو باندې وپوهيدل، د پاك زړه خاوندان او د رنو فكرونو لرونكي خلګ په خپله هوښياري په دغو خطرناكو پايلو باندې وپوهېدل او په مختلفو تدبيرونو باندې يي د دې لپاره كوښښ كوى، څرنګه چي د دې دردولو لپاره ترټولو لومړى څيړونكى فاضل مولنا مناظر احسن ګيلاني ودريدى او په صديق جديد ورځپاڼه كي چي د مولانا عبد الماجد دريا آبادى ترڅارني لاندې خپريدله د هغه په ردكي د خارجيت جديد تر سرليك لاندې يوه ليكنه خپره سوه بيا د الصدق ورځپاڼي مالك پوه سو هغه يې هم رد پيل كى، بيايي سيد سليمان ندوي بيايي شيخ الاسلام سيد حسين احمد مدني د دار العلوم د يوبند شيخ الحديث ردپيل كى.
هلته د ده د ګوندله څلورو مشرانو څخه شپږ مياشتي وروسته دوو مولانا نعماني او مولانا ابو الحسن ندوي استعفاوي وركړي او دريم امير امين احسن اصلاحي صاحب څه موده وروسته د هغه د غلطو عقيدو په ليدلو سره ځان يوي خواته كى او څلورم امير څه موده وروسته مړ سو الله دي په خپل رحم وبخښي.
بنيادي خبره داده چي مودودي صاحب شرعيه علوم د علم له خاوندانو څخه نه وه زدكړي او عربي علوم خو يي بيخي لوستي نه وه او نه په علم كي د منل سوو كمال داره خلګو له مجلس څخه ده ګټه پورته كړي وه ، بلكي يوڅه مبادي يي زدكړه د خپلي مطالعي په بنسټ مخ ته ولاړى ځني وختونه به يي خوشه چيني كوله او بل وخت به يې څه زده كول.
مولانا محمد يوسف لدهيانوي صاحب د مولانا مودودي په باره كي داسي ليكلي دي:
د مولانا مودودي د قلم چليدل د هغه ترټولو لوى صفت بلل كېږي، مګر نو زما په فكر د هغه ترټولو لويه خامي او عيب دادى چي د هغه قلم د مومن او كافر دواړو په مقابل كي پريوه اندازه چليږي هغه څه فرق نه مني څنګه چي هغه ديو لامذهبه پرخلاف چليږي د يومومن خادم دين پرخلاف هم په هغه توګه چليږي، او څنګه چي هغه پرخپل يومعاصر تنقيد او نيوكه كوي په دغونه دلاورۍ سره د سلف صالحينو پركارنامو هم تنقيد او نيوكه كوي.
شيخ الحديث مولانا ولي خان المظفر د مودودي او جماعت اسلامي په باره كي داسي نظر وړاندي كړى دى: د مودوديانو په فكر د دوئ له خپلو ځانو څخه ماسوى هيڅوك هم له تنقيد او نيوكو څخه بالاتر او خلاص نه دى، نو ځكه مودودي پرانبياء عليهم الصلوة والسلام، صحابه كرامو او ازواجو مطهراتو رضوان الله تعالى عليهم اجمعين باندې تنقيدونه او نيوكي كړي دي.
او جماعت اسلامي والا ازاد اسلام غواړي او جماعت اسلامي والا پرعلمي طور خپلو ماشومانو ته په مكتب كي زدكړي وركوي په مدرسه كي يي نه وركوي او د علماوو سخت خلاف دي، او په خپلو مجلسونو كي وايي چي له علماوو سره مه كښينى، ځكه هغه ډير متشدد دي او داسي نور په يوڅه افكارو او نظرياتو كي له شيعيت څخه متاثره معلوميږي.(3)
لكه څنګه چي موږ مخكي دا بيان وكى چي له مولانا مودودي څخه د علماوو د مخالفت اصلي لامل او سبب پرانبياوو صحابه وو او سلف صالحينو د ده نيوكى او تنقيدونه وو نو دلته به موږ د نموني په طور د دې يو څومثالونه ذكر كړو:
مودودي صاحب د انبياوو د معصوميت سپيڅلتيا په باره كي داسي وايي:
سپيڅلتيا په اصل كي د انبياوو اړين خونديتوب دى بلكي هغوته د رتبي په صحيح ډول سره دترسره كولو لپاره مصلحتًا د خطا ايښوولو څخه خوندي ياد كړى دى او دا يوپوست ټكى دى چي خداى بالاراده له هرنبي څخه كله ناكله خپله ساتنه پورته كړي ده يوه يا دوي ښويدني يي وركړي دي تر څوخلګ انبياء خداى ونه بولي او پوه سي چي دابشر دى. تفهيمات دوهم ج ص۵۷ (4).
او مودودي صاحب دمعصوميت د ختمېدو دا وجه ويلي ده واي چي خلګ نبي خداى ونه بولي، آيا د نبي د بشريت د پيژندلو دانخښه كافي نه ده په نبي مرګ راځي او خداى هميشه ژوند ىدى، نبي خورك كوي او خوب كوي او پردوي باندي مرضونه او تكليفونه راځي، او خداى له دې ټولو شيانو څخه لوړ او پاك دى ايا د انبياوو د بشريت د پيژندلو لپاره يوازي داضروري ده چي له دوى څخه ګناه وسي؟ سبحان الله.
او دارنګه مودودي صاحب د داود په باره كي داسي واي:
د داود په كار كي د نفسي غوښتني يوڅه دخل وو، په دې كي د حكومتي واك د بي ځايه كار كولو يوڅه تړاو هم وو او هغه يوداسي كار وو چي په حق سره حكومت كونكي ته ښه نه ښكاري.
(تفهيم القرآن ج۴ص۳۲۷، سورة ص طبع اول)
داود په خپل وخت كي د اسرائيلي ټولني له رواجه په اغيز منيدلو له اوريا څخه د طلاق غوښتنه وكړه. تفهيمات ص۵ طبع ۱۷ ( )
خداى داود د نورو نبيانو په ډول د ټولني د اصلاح لپاره راليږلى وو مګر خو مودودي صاحب وايي چي دى د بني اسرائيلو له رواج څخه متاثر سوى وو ترڅو چي د نفسي خواهشاتو ښكار سو، العياذ بالله، خو په اصل كي مودودي صاحب له اسرائيلياتو څخه متاثر سوى دى او داچټيات په نبيانو پوري وايي.
او دغه رنګه لكه څنګه چي د اهل سنت والجماعت داعقيده ده او دا يواجماعي او اتفاقي مسئله ده، چي پرصحابه كرامو باندې نيوكه كول جواز نه لري، او د دوئ په باره كي موږ يوازي هغه روايات منو چي هغه د دوئ له شان سره مناسب وي, او كم روايات چي په هغوئ سره د دوئ نقص ثابتېږي هغه هيڅ كله نه منو مګر خو مودودي صاحب د دې برعكس پرصحابه كرامو داسي نيوكي كړى دى چي هغه بالكل د دوئ له شان سره سمون نه خوري او داسي تهمتونه او طعنونه يي پرلګولي دي چي هغه بالكل حقيقت نه لري نو د مودودي صاحب لپاره خو داځكه د تعجب وړ نه ده ځكه چي د ده له نيوكو څخه خو انبياء هم نه دي خلاص نو صحابه خو بيخي نه دي خلاص، او مودودي صاحب پرصحابه وو او نورو سلف صالحينو نيوكى او تنقيدونه كول د خپل ګوند جماعت اسلامي د قانون او دستور يوه ماده ګرزولي ده، مودودي صاحب د خداى له رسوله بغير هيڅوك د حق معيار نه بولي هيڅوك له تنقيد څخه لوړ نه ګڼي دي وايي:
بايد د چا په ذهني غلامي اخته نه سو هريودي د خداى په ښوول سوي كامل معيار وتلل سي، او كوم څوك چي د دې معيار په لحاظ په كومه درجه كي سو په هم هغه درجه كي دي كښي ښوول سي.
( دستور جماعت اسلامي ص۱۴.)
مودودي د اسلام د دريم خليفه حضرت عثمان په باره كي وايي:
مګر له هغه څخه وروسته كله چي حضرت عثمان د خلافت د منصب لپاره غوره سو، هغه ورو ورو له دې سياست نه پښه ها خواته كښي ښووله او خپل خپلوان او قبيله وال يي پر حساسو او مهمو دولتي مقاماتو وګومارل او همدارنګه هغوئ ته يي نور امتيازات هم وركړل,
د مثال په ډول هغه د افريقا د ټول غنيمت مال پنځمه برخه چي پنځه سوه زره ديناره وه مروان ته وبخښل. (خلافت او ملوكيت ص۱۱۴، او حاشيه۲.)
د مودودي صاحب له دې عبارت څخه صراحةً دامعلومېږي چي حضرت عثمان په بيت المال كي خيانت وكى، او خمس د غنيمت چي د بيت المال حق كېږي ومروان ته وبخښله او سره له دې چي داخبره بالكل غلطه او بي اساسه ده.
مودودي صاحب په معاويه پوري ډير داسي بهتانونه تړلي دي، چي هغه هيڅ ثبوت نه لري پر كومو كتابونو چي ده حوالي وركړي دي، په هغوكي هم د دې ثبوت نسته او نه د تاريخ په نورو معتمدو كتابونو كي د دې ثبوت سته، بلكي ده چي كومي حوالي وركړي دي هغه ياصرف غلطي دي هغه په هغه كتاب كي بيخي وجود نه لري، او ياخو يي پرداسي كتاب حواله وركړي وي چي د هغه كتاب هغه عبارت چي ده حواله پروركړي وي د ده له خبري سره بالكل سمون نه خوري، بلكي ده له ډير تحريف او تغير څخه وروسته دغه خبر ځني فهمولي وي موږ به دلته د بيلګي په توګه يو څو مثالونه چي ده په خلافت او ملوكيت نومي كتاب كي ذكر كړي دي ذكر كړو.
(۱) دا سياست د حضرت معاويه په دوركي پيل سوى وو امام زهري روايت كوي چي د حضور او څلورو سترو خلفاوو په دوركي سنت داوو چي نه كافر د مسلمان وارث كڼل كيدي او نه مسلمان د كافر وارث، حضرت معاويه په خپل دوركي مسلمان د كافر وارث وګاڼه او كافر يي د مسلمان له ميراث څخه محروم وګرځوى، كله چي عمر بن عبد العزيز خليفه سو دابدعت يي له بيخ څخه وكښي.( خلافت او ملوكيت ص۱۹۷.)
دا يواتفاقي مسئله ده چي كافر د مسلمان وارث نسي كيدى، مګر مسلمان د كافر وارث كيدى سي، يانه په دي كي د صحابه وو اختلاف وو اكثره صحابه پردي دي چي مسلمان د كافر وارث نسي جوړيدى او د معاويه او معاذ بن جبل قول دادى چي مسلمان د كافر وارث جوړيدى سي.
اومسروق، حسن، محمد بن حنيفيه او محمد بن علي بن حسين هم دغه قول خوښ كړى دى
نو معاويه چي مسلمان د كافر وارث ګرزولى دى دا يوفقهي او اجتهادي رايه ده او په دي كي دي منفرد هم نه ده او يوفقيه صحابي معاذ بن جبل هم له ده سره په دي كي ملګري ده او خپله معاويه هم يوفقيه صحابي دى، نو د ده ودي رايي او قول ته هيڅ بدعت او ناروا عمل ويل جواز نه لري، البته داخبر چي دارايه ضعيفه ده يا مرجوح ده هغه ځانته خبره ده مګر خو بدعت يا بدعمل هيڅ كله نه ورته ويل كېږي او مودودی صیب ددی خبری حواله پر( البدایه) ورکړی ده او سره له دی چی په دغه کتاب کی د بدعت پرځای سنت لفظ ذکر شوی ده او ده په بدعت اړولی ده .
او دغه رنګه مودودي صاحب پرمعاويه بل په مال غنيمت كي د خيانت كولوتهمت لګولى دى دى وايي، د غنيمت مال په ويش كي هم امير معاويه د قرآن او سنت له احكامو څخه څرګند مخالفت وكى، ځكه چي د قرآن او سنت د احكامو له مخه د غنيمت مال په پنځو برخو بيشل كېږي ، چي څلور برخي يي بيت المال ته وركول كېږي، او پنځمه برخه يي پرمجاهدينو بيشل كېږي ، مګر معاويه دستور وركى چي ښايي چي د غنيمت سره او سپين زر هغه ته ځانګړي سي او متباقي مال د شريعت له احكامو سره سم وويشل سي. (خلافت او ملوكيت ص۱۹۸.)
پرمعاويه باندې د دې حواله مودودي پرپنځو كتابو باندې وركړي ده چي له هغوئ څخه يي يو( البدايه والنهايه) ده
او سره له دی چی ددی کتاب پرکوم عبارت چی ده حواله ورکړی ده هغه دده له مدعا سره هیڅ سمون نه خوری ځکه ده دا ویلی دی چی معاویه رض دا سره او سپین دځان لپاره غوښتل او په مذکور کتاب کی داویل شوی دی چی دا ده دبیت المال لپاره رایوځای کول .
مودودي صاحب پرمعاويه د اعتراضاتو په لړي كي بل اعتراض دا ذكر كوي: د حضرت معاويه په دوركي بل خورا مكروه بدعت دا وو چي هغه په خپله او د هغه واليانو د هغه له دستور سره سم د جمعي د لمانځه په خطبو كي حضرت علي ته لعن او طعن ويل تردي چي د حضور په جومات كي له نبوي منبر سره او د نبوي روضي سره مخامخ به يي حضرت پيغمبر ته خورا نژدي او عزيز شخص ته به دوئ ښكنځل كول او د حضرت علي اولاد او نژدي خپلوانو دغه ښكنځل اوريدل له مرګه وروسته چاته ښكنځل كول له شريعت څخه بغير هم د بشري اخلا قوله نظره خورا ډېر بد كار دى.
كله چي حضرت عمر بن عبد العزيز د مسلمانانو خليفه سو د خپلي كورنۍ دغه ناروا دود يي د نورو ناروا دو دونو په شان پاى ته ورسوى او د حضرت علي د ښكنځل پرځاى يي د جمعي په خطبه كي دا آيات اضافه كى،(( ان الله يامر بالعدل والاحسان وايتاء ذى القربى وينهْى عن الفحشاء والمنكر والبغى يعظكم لعلكم تذكرون)) النحل ۹۰. خلافت او ملوكيت ص۱۹۷.
مودودي صاحب په دې عبارت كي دري دعوي كړي دي، يوه داچي معاويه د جمعي په خطبو كي حضرت علي ته ښكنځل كول او بله داچي ده وټولو واليانو ته هم دا امر كړى وو او دريمه داچي د ده ټولو واليانو د ده له دستورسره مطابق هم داسي كول او مودودي صاحب د دې درو سرو دعوو د ثبوت لپاره پرتاريخ طبري او ابن اثير او البدايه والنهايه حواله وركړي ده او سره له دی چی په دی کتابونو کی ددی هیڅ ثبوت نشته
مودودي صاحب له دې څخه ماسوى نورهم ډيربي بنياده او بي سنده اعتراضات پرمعاويه باندې ذكر كړي دي لكه مسئله د ديت او استلحاق د زياد او د شريعت له حدودو د خپلو واليانو بالاترى او داسي نور، او داټول هغه اعتراضات دي چي هيڅ اصل نه لري د مخكنيو په شان يا خو پرضعيف او شيعي رواياتو وربناء دي او يا خو بيخي د تاريخ په كتابونو كي ثبوت نه لري، او ياخو يي د كتابونو عبارت په تحريف او تغير سره رانقل كړى دى.
د داسي جليل القدر صحابه وو په شان كي لكه حضرت عثمان او حضرت معاويه داسي بي ځايه خبري كول بالكل د يومنصف انسان له ميزاج څخه ليري خبره ده، د داسي چا په حق كي چي هغوئ ته حضور په ژوند كي د جنت زيرى وركړی داسي تهمتونه لګول بالكل له انصاف څخه ليري خبره ده.
خداى په قرآن كريم كي په څو ځايونو كي د صحابه وو صفتونه كړي دي، او دايي ويلي دي چي د دوئ په مخونو كي د سجدو اثرات دي او په ډيرو اْيتونو كي الله له دوئ څخه خپله رضا ښكاره كړي ده، او حضور دوى دستورو په شان بللي دي، او د دوئ په حق كي يي ويلي دي الله الله فى اصحابي لاتتخذوهم من بعدى غرضًافمن احبهم فبحبي احبهم ومن ابغضهم فببغضى ابغضهم الحديث.
ژباړه: زما د صحابه كرامو په اړه د خداى څخه ووريږي له ما څخه وروسته دوى د تنقيد نښه او هدف مه جوړوى چاچي له دوئ سره محبت وكړ هغوئ زما په وجه له دوئ سره محبت وكړ او چاچي له دوئ سره بغض وكړ هغوئ زما په وجه له دوئ سره بغض وكړ.
خطيب بغدادي فرمايي، عن ابى زرعه الرازى اذا رايت الرجل ينتقص احدا من اصحاب حضور فاعلم انه زنديق وذالك ان رسول عندنا حق والقرآن حق وانما ادى الينا هذا القرآن والسنن اصحاب رسول وانما يريدون ان يجرحوا شهودنا ليبطلوا الكتاب والسنة، والجرح بهم اولى، وهم زنادقة، (الكفاية فى علم الرواية ص۴۹.)
ژباړه: له زرعه رازي څخه روايت دى، كله چي ته يوڅوك وويني چي هغه د حضور پرصحابه وو نيوكه كوي نو پوه سه چي هغه زنديق دى، ځكه چي زموږ په اند قرآن كريم حق دى ، حضور حق دى، او موږ ته دغه قرآن او حديث د حضور صحابه وو را رسولى دى، او داخلګ غواړي چي زموږ شاهدان مجروح كړي، ترڅو چي قرآن او حديث باطل كړي، نو پردوئ تنقيد او نيوكه ښه كار دى او دوئ د دې لائق دى او دغه خلګ زنديقان دي.،،،،
نوربیا،،،،،،،،،،
طیب زابلی ,,...
22.05.2012
وهابيت/وهابيان
وهابي هغه چاته ويل كېږي، چي د محمد بن عبد الوهاب د مذهب تابع وي، محمد د عبدالوهاب زوى د وهابيانو امام په كال ۱۱۵هـق- ۱۷۰3م ع، كي په عربستان كي رياض ته نژدي د عيينه په كلي كي زيږيدلى دى.
محمد بن عبد الوهاب النجدی يو تيز فهم او زيرك انسان وو حتى ده په لس كلني عمركي قرآن يادكړى دى، او تربلوغ مخكي يي ډير علوم حاصل كړي دي، او په كال ۱۲۰۶هـ ق ، دشوال د مياشتي په آخركي د دوشنبي په ورځ په عيينيه كي د ۹۲ كالو په عمر وفات سو.
ده ډير تنصنيفات هم كړي دي بعضي مشهور تصنيفات يي دادي: (۱) كتاب التوحيد، (۲) كتاب كشف الشبهات، (۳) كتاب اصو الثلاثه، (۴) كتاب القواعد الاربعه، (۵) كتاب الكبائر، او داسي نور .........
محمد خپل ابتدايي علوم له خپل پلار څخه زده كړل او وروسته يي مسافرتونه پيل كړل، اول مكي مكرمي ته او بيا مديني منوري ته ولاړى او هلته يي له مختلفو شيخانو څخه زدكړي وكړي او بيا د نجد، بصرى، او شام په لوري روان سو په بصره كي لنډه موده پاته سو.
د خپل فعاليت ښكاره پيل يي په كال ۱۱۴۳هـق، كي ښكاره سو له دې وجي د بصري خلګو دى د مخالفت په وجه له بصري څخه ويستى.
بيا نجدته ولاړى هلته له خپل پلار سره اوسيدى خو پلاريي د ده عقيده نه خوښووله له دې كبله د زوى او پلار ترمينځ شخړه او جنګ وسو او هم يي له نورو خلګو سره مناسبات خړ پړسول.
پلاريي په كال ۱۱۵۳ هـق، كي وفات سو د پلار تر مړيني وروسته نورهم فعال سو نو له حريمله څخه عيينه ته ولاړى د عيينه حاكم عثمان بن احمد بن معمر ترخپل حمايت لاندې ونيوى او د ده د فعاليت ملاتړ او تائيد يي وكى.
د ده لومړنى عمل د زيد بن خطاب د قبر خرابول وو، د الاحساء حاكم چي سليمان بن محمد بن عزيزي وو له عثمان څخه يي وغوښتل چي د محمد بن عبد الوهاب د اعمالو مخنيوى وكى، عثمان مجبوره سو چي دى له عيينه څخه وباسي له دې كبله په كال ۱۱۶۰هـق، كي د درعيه ښارته ولاړى هلته يي د هغه ځاى حاكم محمد بن سعود د ځان ملګرى كى او هغه ته يي د نجدد سلطنت وعده هم وركړه تردي وروسته يي د نجد ټولو قبيلوى مشرانوته ليكونه واستول او هغه يي خپل نوي مذهب وهابيت ته را وبلل لويه ډله يي جوړه كړه چي په نتيجه كي يي د نجد سلطنت د سعود د كورنى په برخه سوه.
تردې وروسته د سعود كورنۍ د زړه له كومي څخه د محمد بن عبدالوهاب ملاتړ وكى او وهابي مذهب يي چي د حنبلي مذهب نوي ډول يي باله په ټول عربستان كي رواج سو.
په كال ۱۲۰۶هـق، كي چي كله محمد بن عبدالوهاب وفات سو نو د ده له وفات لږ موده وروسته د ده ملاتړى او مرستندوى مقتدرباچا محمد بن سعود هم وفات سو او پرځاى يي زوى عبد العزيز باچاسو.
عبد العزيز هم د پلار په ډول د وهابي مذهب په خپرولو كي هيڅ ډول صرفه ونكړه او داسي يي بريښوله چي ګواكي دى هم سلطان دى او هم يومذهبي پيشوا يعني د وهابي روحاني مذهب پيشوايي ځان ګڼی.
ترعبدالعزيز وروسته د ده زوى سعود هم د پلار لاره تعقيب كړه او د وهابي مذهب يي په كلكه حمايت كوى.
همدغه ډول د ده زوى سلطان عبد الله بن سعود چي د ابن سعود په نوم مشهور وو او په عمومي توګه د سعود د كورنۍ ټولو باچاهانو له هغه زماني څخه بيا ترنن پوري په ټول عربستان كي د وهابي مذهب حمايت او ملاتړ كړى دى.
البته له دې نوي مذهب سره به مخالفتونه هم سوي وي خو هغه ټول د سعود د كورنۍ له خوا شنډ او سركوب سول.
محمد بن عبد الوهاب په اصل كي له حنبلي مذهب سره تعلق درلودى مګر خو دى د ابن تيميه رحمه الله له عقيدي څخه ډېرمتاثر وو او دى د عقيدي په لحاظ ډير متشدد وو او ډير هغه اعمال چي د هغو په جواز به ټول علماء متفق وه، هغه به ده حرام او شرك بلل حتى د ده په وخت كي د ده له تابعينو ماسوى ټول مسلمان يي مشركان او كافران بلل او ويل به يي چي مسلمانان له شپږ سوه كلونو راهيسي په شرك او كفر اخته دي، د وهابيانو اجمالي عقائد چي دوئ په دي كي له نورو مخالف, او د هغو په سبب مسلمانان مشركان بولي هغه دادي:
(1) توسط حرام او شرك دى.
يعني کوم نبي يا ولي ياصالح سړى په دوعا يا حاجت غوښتلوكي خداى ته وسيله ګرزول حرام او شرك دى.
(۳) د قبرونو زيارت كول حرام او شرك دى، يعني د کوم نبي يا ولي يا يوصالح سړي قبرته د ثواب وربخښلو يا دوعا كولو يا د الله پاك څخه د ده په سبب د حاجت غوښتلو لپاره ورتلل حرام كار او شرك دى.
(۴) غائب يا مړه او يابي ساه شي ته نداء اوازكول حرام او شرك دى، يعني نبي ته اواز كول لكه يارسول الله ويل يا يو ولي او يوصالح سړي ته اواز كول داحرام او شرك دى.
له دې مخكي بيان څخه معلومه سوه چي د وهابيانو اصلي د پيدائیښت ځاى عرب ملكونه دي او اوس هم دوئ په دې ملكونو كي ډير نفوذ لري او خصوصًا بيا په عربستان كي چي هغه د دوئ د پيداكيدلو ځاى دى ډير پر مخ تللي دي او په هند او پاكستان كي چي كومي ډلي دي چي دوئ ځانونه په اهل حديث ، سلفيانو سره نوموى او عام خلګ يي په وهابيانو سره پيژني او علماء يي په غير مقلدينو سره يادوي، داډلي كه څه هم له وهابيانو سره خو د عقيدي په لحاظ ډيرورطه والى لري مګر خو په حقيقت كي دا د هغو وهابيا له ډلي څخه نه معلوميږي كوم چی په سعودي كي نفوذ لري ځكه په بعض نظریاتو کی غیر مقلدین له وهابیانو سره موافق نه دی ، یو له هغو شیانو څخه داجماع او قیاس اختلاف ده وهابیان اجماع او قیاس منی ، غیرمقلدین ئی نه منی دوئ وایی (همارا دو اصول : قال الله قال الرسول )
بل وهابیان تقلید مطلق منی جائز او روا یی بولی او غیر مقلدین تقلید نه منی شرک او حرام یی بولی ، او بعض داسی نور مسائل هم شته چی دوئ له وهابیانو سره اختلاف لری ،
وهابيان په خپل مينځ كي هم ډير اختلافات لري او پرډيرو ډلو او فرقو باندې ويشل سوي دي چي مشهوره ډلي يي دادي:
(۱) البانيه، (۲) البازيه، (۳) الجاميه، (۴) المدخليه، (۵) الحداديه، (۶) النجميه، (۷) الفالحيه، (۸) الحلبية، (۹) الرمضانيه، (۱۰) السليمانيه، (۱۱) المغراويه، (۱۲) الفرعوريه.
. والله اعلم