د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

٢ پوښتني

tandar
03.05.2012

٢ پوښتني
١، پس له دينه افغانستان دامريکا څووم ايالت ، تعداد ايالت،حسابيږي؟
٢،افغانان به نور دامريکا ويزي ته هم ضرورت نه لري لکه سړي چه دکابل نه بدخشان ته ځي که څنګه ؟
چه خپل شو :oops: نو بيا ويزي ته څه ضرورت دي ،دغه ماده ې لکه چه داوباما دکرزي سره په نکاح خط کي له ياده وتلي ده :oops:
تربيا


پښتون:
03.05.2012

تندرصیب سلامونه !
دا به ایالت کې حساب نکړي او حالات دې خدای ج جوړ کړي.
دا افغانانو لپاره بې ویزی امریکا ته تلل خو ناممکن دي ولې برعکس امریکایان چې څه وخت ځي او راځي،کولاي شي او ویزي ته اړتیا نلري او د بدخشان سفر او امریکا سفر یو شان ښکاري.تاسو دا لاندینۍ لیکنه باندې یو نظر تیر کړئ،که مو مخکې نه وي لوستلې.

سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!

دداخلی وزیر او د ملی امنیت رئیس ته سرخلاصی لیک
دخپریدو نیټه 2012-04-13 م خپرندوی : 039 - دبېنوا اداره - کابل چا پي بڼه

د بدخشان ددولتی چارواکو او عام ولس تضاد د پښتنو سره ګرانو موږ پښتون ولس هیځ وخت تضاد ته لمن نده وهلی بلکی تاریخ شودلی او دا یی ثابته کړیده چی پر موږ تحمیل شوی.
نو پدی مورد کښی متاسفانه چی موږ هلمندی ځوانان چی خپل د وطن او خاوری د لیدو لپاره بدخشان ته ولاړو او ددوی د تضاد او تاسُف شکار شوو.
ګرانه دداخلی وزیر صاحبه او د ملی امنیت ښاغلی رئیس صاحبه موږ هلمندیان ستا سو ځخه یو ځو پوښتنی لرو؟

۱-ایا بدخشان د افغانستان خاوره ده او که نه؟
۲-ایا د هغه ځای پولیس او ملی امنیت کارکوونکی افغانان دی او که نه؟
۳-ایا پښتون ولس حق لری چی هلته ورشی او که نه؟

که چیری ستاسو جواب هو وی نو بیا ستاسو پولیس د بدخشان په اول کمربند کښی موږ ولی یخی هوا ته دری ساعته بیله کوم تلاشی او پوښتنی ځخه ودرولو او ښار ته دداخلیدو اجازه نه راکول؟
او راته ویل یی چی تاسو دلته ځه کوی او ولی راغلاست د ځه لپاره؟

موږ په جواب کښی ویل چی دا زموږ خاوره ده زموږ وطن دی تاسو یو د تلاشی حق لری که خلاف کاران یو نو محبس لری هلته به ولاړ شو او دوی په ډیر رشخند راته ویل چی موږ نور حقونه هم لرو او تاسو باید هیځ خبره ونه کړی زموږ نور پولیس او د امنیت امر راځی بیا ستاسو سره خبره کوی کوم وخت چی هغوی راغلل لکه تعرض ته چی راغلی وی او هغوتاسُف لرونکو هم دغه ویل چی تاسو ځه کوی چی د بدخشان خاوری کی مو پشه کښیښودل موږ دوی ته وویل چی خارجیان دلته بی تلاشی ځی او موږ وینو چی ټول نور خلګ روان دی موږ ولی نه پریږدی نو تاسُف لرونکو چارواکو ویل تاسی ځوک یاست چی دلته راغلاست ټول پریږدو ولی د هلمند موټران نه پریږدواو ویل یی کوم وخت چی تاسو د کشم ولسوالی ته داخل شوی موږ ته خبر راغی خو اصلی خبره دا وه چی د کشم لوړی پوستی ویل چی نور اجازه د تګ بدخشان ته لری او تاسو یی نلری او ډیری پټی پټی خبری یی سره کولی او بیا به یی زموږ موټرانو او کالو ته وکتل او په ډیر جګ اواز سره یی پر موږ ناری وهلی چی تاسو ځه کوی او موږ چی به خپله سره وخندل دوی حتی خندا ته هم نه پریشودلو او زموږ د چورولو پلانونه یی په خیال کښی ګرځیدل ځکه چی موږ ۷ موټره وه نوبه حیران ښوول نو بیا د بدخشان د اول کمربند تاسُف لرونکی پولیس کوم چی نور د قوماندانی ځخه بیا راغلل نو د ۳ او ۴ ساعت ددوی د پټو خبرو ورسته موږ تر نظارت لاندی په بدخشان کښی یو هوټل ته یووړل شو او هلته تر سهار د پولیسو تر نظارت لاندی وه نو موږ پښتانه خو ډیر په زړه پاک او صادق خلګ یو خپل شپه مو بیله کوم تشویش ځخه تیره کړه ولی متاسفانه سهار چی موږ غوښتل خپل د موټرو جوازسیر او خپل لیسانس د دړیوری د امنییی قوماندانی د میلمه پالو پولیس ځخه کوم چی د شپی را ځخه اخیستی وه تر لاسه کړو نو د ملی امنیت دمنسوبینو تر تحقیق لاندی راغلو او د هغو پوښتنی بیا شروع شوی اوهغو هم دا ویل چی تاسو ځه کوی چی دلته راغلاست او ځنګه راغلاست ولی راغلاست نو موږ ډیر مایوسه شوه او دا راته ثابته شوه چی بدخشان افغانستان ندی .

نو بیا موږ دوی ته یو پیښنهاد وکړی هیله ده چی د محترم داخلی وزیر صاحب او د ملی امنیت د رئیس صاحب له خوا هم منظور شی او دا به د افغانان کور ددی منحوسو کړونو ځخه پاک کړی هغه دا وه.

چی تاسو د بدخشان لپاره په کابل کښی یوه قونسلګری جوړه کړی ، داخله وزارت دی ویزه ورکوی او ملی امنیت دی هلته خپل تحقیقات مکمل کوی تر ځو نور پښتانه ورونه دداسی تضاد او تاسُف ښکار نښی کوم چی موږ وښوو.
اوهو یوه خبره می بل را پیاد شوه کوم وخت چی موږ په قوماندانی کښی خط نوشته او لاسلیک مو کړی نو بیا مو د ښار ځخه د وتلو اجازه تر لاسه کړه.

نو ښار ته راووتلو نو بیا هاهاهاهاهاها د بیداره میلمه پاله پولیس له خوا د نیم ساعت لپاره په داخل د ښار کښی ودرول شوو او ټول خلګ راباندی راټول شول او ویل یی چی تاسو ځه کوی چی دلته راغلاست نو موږ هر یوه ته خپله د تیری شپی سر ګذشت او ددوی تضاد بیانوی او ورته ویل مو چی تاسی ولی بیریږی تاسو نه شرمیږی چی دا خبره کوی چی تاسو ولی راغلاست ..تاسی خپل امنیت ونیسی موږ نه سلاح لرو نه بل شی راسره سته نو تاسی ولی زموږ ځخه بیریږی خو دوی خپل تضاد اظهاروی .

خو پاته نور د شمال پولیس ټولو زموږ په هغه اندازه قدر کړی چی هغه نه هیریدونکی دی لکه تخار، کندوز ، بغلان مزار شبرغان ټولو ویل ( نور چشمی ما استین مهمان ما استین ما در خدمت شما شب وروز هستیم ) حتی د کندوز مهربانو پولیسو موږ ته خپل په حوزی کښی د شپی د تیریدو ځای راکوی الله پاک دی ټول افغانستان د خارجی بدخشان د تضاد لرونکو چارواکو د حالت وساتی

هیله ده چی ستاسو دوو محترمینو د خپګان سبب ونه ګرځی ځګه حقیقت ډیر ترخه دی او که چیری تاسی تضاد نلری نو د قوماندان صبور ځخه دی پوښتنه وکه رئیس صاحب جمهور ته ځوک ورتلای شی ولی دی خو تر هغه هم لوړ دی سلام او پوښتنه خو دده نده ذده او دوی ویل چی موږ ته قوماندان امر کړی. چی هلمندیان او کندهاریان بدخشان ته مه پریږدی.

په درنښت
د بدخشان د دولتی چارواکو او ښار څخه نه هیریدونکی خاطری لرو

هلمندی ځوانان
[url]http://www.benawa.com/kandahar/fullstorys.php?id=48671[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more