اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د اروپا تاريخ په اسيا کي تکرارېږي ، ايا عبرت اخيستونکي شته؟
وصيل پېروز
02.05.2012
دا بحث به په يوه زړه وړونکې مقاله پرانيزو:
---------------
---------------
د اروپا اصلاحي نهضتونه /لیکوال: ډاکتر مبارک علي
Monday, 04.30.2012, 01:47am (GMT)
ژباړن: اسدالله غضنفر
په هر دین کې اصلاحي حرکتونه یا دا مقصد لري چې دیني تعلیمات په لومړۍ بڼه یو ځل بیا پلي شي او یا غواړي چې دیني تعلیماتو ته د نوې زمانې له غوښتنو سره سمون ورکړي. ځينې نهضتونه د خاص ګروپ د غوښتنو له پوره کېدو وروسته ختمېږي؛ عمر یې لنډ وي. ځينې نور بیا اوږد او پاییدونی اثر غورځوي او د بدلېدونکو تعبیرونو او تفسیرونو په مټ یې ژوند ادامه مومي.
د مسیحیت په تاریخ کې ، د کلیسا موسسه ډېره پیاوړې او پراخه وه. دې موسسې نه یوازې د دیني چارو لارښودنه په غاړه لرله بلکې د خلکو کلتوري او اجتماعي ژوند یې هم تر ژور اغېز لاندې و. کلیسا د خپلې لاسبرۍ د ساتلو لپاره په خپل جوړښت کې له هر ډول تغییر سره مخالفت کاوه. کلیسا د خپل اقتدار په وخت کې ټولو هغو مصلحانو او ریفورمیستانو ته چې د هغې د فساد او د مسیحیت له اصلي لارښوونو د هغې د انحراف په خلاف یې اواز اوچت کړ ، سختې سزاګانې ورکړې.
د منځنیو پیړیو په اروپا کې جان ویکلیف ( د څورلسمې پیړۍ انګریز مذهبي عالم چې په مورنیو ژبو د مقدس کتاب د ژباړې پلوی و . د ده په نظر که هرڅوک بایبل په خپله مورنۍ ژبه ولولي، په اسانه به ورباندې پوه شي. کاتولیکه کلیسا د ده د دې نظریې مخالفه وه. ژباړن)، ژان هس ( دغه چک مبلغ چې بنسټ پال و، د کاتولیکې کلیسا په حکم په ۱۴۱۵ کې وسوځول شو.ژباړن) او جیرولامو ساو نارولا ( دی معمولي واعظ و چې ډېر ریاضتونه یې کول او خلک به یې د جهنم له عذابه وېرول. د خلکو مذهبي جذبه او له جهنمه وېره د دې سبب شوه چې د فلورانس واکمن شي. د واکمنۍ په موده کې یې په خلکو ډېر فشار واچاوه چې د ده له مفکورو سره سم ژوند وکړي. ده نڅاوې ، جشنونه او د خندا، خوشحالۍ مجلسونه منع کړل او خپل کسان یې د خلکو د کورونو تالاشي ته واستول چې انځورونه، مجسمې، د شطرنج تختې او دانې، د موسیقي وسیلې ، د سینګار سامان او داسې نور شیان ورنه یوسي. د جیرولامو په حکم دغه ټول شیان په یوه ځای کې راغونډ او وسوځول شول. له پاپ سره د ده اختلاف د دې سبب شو چې ونیول شي او له ډېرو شکنجو وروسته د ۱۴۹۸ په می کې په پنځه څلویښت کلنۍ کې وسوځول شي. ژباړن) مهم اصلاح غوښتونکي وو چې د دین د سوچه والي او د کلیسا د موسسې د ریفورم غوښتنه یې کوله. کلیسا او د هغې مشر پاپ چې ډېر پیاوړي وو، دغه غورځنګونه په بې رحمۍ سره وځپل.
خو په شپاړلسمه میلادي پیړۍ کې په اروپایي ټولنه کې تغییرات پیل شول اود کلیسا زور مخ په کمېدو شو. د ښاروالي ښوونځيو چې ازادې او دنیایي زده کړې پکې ورکول کېدې، په معارف او زده کړو باندې د کلیسا سلطه کمزورې کړه. هغه زده کوونکي چې د ښاروالي له ښوونځيو فارغ شول، په حکومت کې مقرر شول او په کاروباري او فني ادارو کې چې د بازار د غوښتنو د پوره کېدو لپاره مخ په زیاتېدو وې، کار ورته پیدا شو.
د کلیسا په ښوونځیو کې د تعلیم زده کړه لاتیني وه، خو په عمومي مکتبونو کې په ځایي ژبو تعلیم کېده. په بدلېدونکو اقتصادي او اجتماعي شرایطو کې هغوی چې په سکیولر ښوونځيو کې یې زده کړې حاصلولې، تر هغو کسانو په ژوند کې کامیاب وو چې په مذهبي ښوونځيو کې یې علم حاصل کړی و. نوي تعلیم یافته نسل له مذهبي بندیزونو څخه ازادي غوښته.
له بلې خوا د اروپا واکمن هم د کلیسا له سلطې د راوتلو او بشپړ حاکمیت د لرلو لېوال وو. د دوی لوی مشکل دا و چې په خپل قلمرو کې راټول شوي ټکسونه به یې روم ته ( پاپ ته ) استول کېدل. که به دوی له کلیسا او پاپ سره مخالفت وکاوه، د کفر ټاپه ورباندې لیګدله. په دغسې شرایطو کې واکمنو او فیوډالانو د کلیسا له ولکې د ځان راایستل وغوښتل.
نو کله چې مارتین لوتر( د مذهبي اصلاحاتو ډېر مهم مخکښ او په جرمني ژبه د انجیل لومړنی ژباړن چې ویل به یې د خدای او بنده په رابطه کې دې پاپ کار نه لري .ژباړن) په ۱۵۱۷ کې خپله اعلامیه (چې د کلیسا لخوا د مالیاتو د اخستلو او د پاپ د نقش په باره کې وه او د مذهبي اصلاحاتو یعنې ریفورمېشن په تاریخ کې خاص اهمیت لري. ژباړن) صادره کړه، نه یوازې یې د کلیسا او د هغې د مقاماتو د درغلۍ یادونه وکړه بلکې دا یې هم وویل چې خلک نهیلي او ناکرار دي او د کلیسا په موسسه کې ریفورم غواړي.
لوتر او پلویانو یې د جرمني له ځایي واکمنو او په لویه کچه له خلکو غوښتنه کوله چې د اصلاحاتو ملاتړ وکړي. په ښارونو کې سوداګرو او کاروباري خلکو د لوتر د نهضت ملګرتوب کاوه، ځکه دوی یې د مذهبي مالیاتو له ورکړې چې ورسره په تکلیف وو، ژغورل.
که څه هم لوتر چې له فیوډالانو یې د ملاتړ توقع لرله، د بزګرو په ګټه هیڅ وخت څه خبره ونه کړه، خو بزګر د ده د اصلاحاتو پروګرام زړه ور کړل، هم یې د پاپ اقتدار ته خطره پېښه کړه، هم یې د خپلو ځایي استثمارکوونکو او ځایي واکمنو په خلاف پاڅون وکاوه. بزګرو د لوتر له تعلیماتو چې د مقدس کتاب په اساس یې د خلکو تر منځ د برابري خبره کوله، الهام واخیست.
په ۱۵۲۴-۲۵ کلونو کې د بزګرو بغاوت د جرمني ټولنې ټوله اډانه وپاشله. باغیانو چې توماس منزیر نومي مذهبي مشر یې مشري کوله، عوامو ته ویل چې شتمن مو د بېوزلۍ او بدې ورځې ذمه واردي. شتمن مو همداسې نالوستي غواړي چې مقدس کتاب ونه لوستلای شئ. توماس منزیر به ویل چې مذهبي اصلاحات تر هغو پورې نه بشپړېږي چې د شتمنو او بېوزلو تر منځ توپیر موجود وي. توماس منزیر د جګړې په ډګر کې ووژل شو او د ځایي واکمنو منظمو لښکرو باغي بزګر له یو مخې ووژل.
تردې وروسته لوتر د ځایي واکمنو په مرسته لا زیاته تکیه وکړه او ریفورمېشن، شاهانه ریفورمېشن شو.
د لوتر نهضت ته په زوریخ کې اولریخ زوینګلي ( په ۱۵۳۱ کې مړ) او په جینوا کې جان کالوین ( په ۱۵۶۴ کې مړ) ادامه ورکړه. د انګلستان پاچا اتم هنري ( چې په انګلستان کې یې د پاپ لاسبري او پاپ ته د مالیې ورکړه ختمه کړه. ژباړن) په خپل هیواد کې د زوینګلین کلیسا بنیاد کېښود. دغو غورځنګونو د اروپا سیاسي، اجتماعي او اقتصادي بڼه واړوله.
د دغو نهضتونو په وجه جرمني په دېرش کلن مذهبي جنګ کې ښکېل شو چې په ۱۶۴۶ کې د ویسټفالیا معاهدې په ذریعه پای ته ورسېد. دې معاهدې له پاپ څخه د بېلو ملي دولتونو د رامنځ ته کېدو د بنسټ ډبره کېښوده. له وسټفالیا معاهدې سره سم، د جرمني حاکمانو د خپلو واکمنیو لپاره د مذهب د انتخاب حق تر لاسه کړ چې په نتیجه کې یې د جرمني په داخل کې لویه لېږدېدنه پیل شوه، کاتولیکان د جرمني کاتولیکو واکمنیو ته او پروتستانت عیسایان د جرمني پروتستانت واکمنیو ته ولېږدېدل.
په اروپا کې مذهبي شخړې پیښې شوې. په فرانسه کې چې د کاتولیکانو ډېر زور و، پروتستانت تعقیب، شکنجه او قتل عام شول او انګلستان، هالنډ او جرمني ته یې پناه یوړه. په انګلستان کې بیا له کاتولیکو سره تبعیض وشو او اکثره یې کاتولیکو ملکونو ته وتښتېدل.
هالنډ د اسپانیا ترواک لاندې و خو خلک یې کالوینست شول. اسپانیا ورباندې زور واچاوه چې بیرته کاتولیک شي. دې شي په هالنډ کې د ازادۍ د جګړې اور بل کړ.
په اروپا کې مذهبي ناکرارۍ او ځورونې بالاخره په اتلسمه پیړۍ کې چې دین او دولت سره بیل هویتونه او دولتونه سکیولر شول، پای ته ورسېدې.
له دغو مذهبي شخړو اروپایانو دا زده کړل چې داسې ټولنې جوړې کړي چې پلورالستیکې او ګڼ لوریزې وي.
پروتستانت ملکونو چې د پاپ اقتدار یې چلینج کړ او دودونه یې مات کړل، ترقي وکړه، خو د دودونو په زنځيرونو کې ایسار کاتولیک ملکونه تر مودو مودو پورې شاته پاتې شول.
دا پېښه راښیي چې کومې ټولنې له وچو فکرونو، له افراطه او په تعصب ولاړو باورونو لاس واخلي، تغییر په اسانه مني او خپله انرژي د خلکو د خیر لپاره د خپلو موسسو په انکشاف او پرمختګ باندې لګوي.
تړون :
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=تاریخ&article=32994
-------------------
-------------------
وړاندي مي هم په دې اړه څه ناڅه معلومات درلودل چي په اروپا کي د سمون پالو غورځنګونو کړنلاره ، هدف او مرام څه وو؟. خو د وخت د نه درلودلو له کبله سره له ډېري تندې او لېونۍ مينې د نړۍ وال تاريخ لوست ته فارغ نه شوم او نه مي هم د اروپا د دې سمون پالو غورځنګونو په اړه نوري سرچينې وپلټلې مګر کله چي مي په تاند برېښنا پاڼه کي د ښاغلي اسد الله غضنفر پر دې ژباړه سترګې ولګېدلې نو مي سمدستي په لوستلو پيل وکړ او ډېره را ته په زړه پوري وه ، څو – څو ځله مي نظر پرې تېر کړ خو ځکه مي سمه ونه لوستلای شوای چي فيس بوکي ملګرو مطالعې ته نه پرېښودلم نو مي يوې خوا ته خوندي کړه ، کله چي مي له نورو چارو ځان ورته فارغ کړ د دې مقالې په لوست مي پيل وکړ ، سر تر پايه مي ولوستله او د نننۍ اروپا د پروني تاريخ دا هېري کيسې مي په نننۍ ټولنه کي په ژوندۍ بڼه وليدلې .
ليکنه دومره را ته په زړه پوري وه چي سمدستي مي له فيس بوکي ملګرو سره هم شريکه کړه .
ښاغلي مبارک علي ته دي الله اجر ورکړي د نوموړي فکري او تاريخي ليکنې را ته ډېري په زړه پوري دي او دا تنده کله – کله د ښاغلي اسد الله غضنفر پر ژباړو ماتوم چي ښايي زما په اند دی به هم د نوموړي له ليکنو سره ځانګړې دلچسپي او رغبت لري.
را به شو د ليکنې محتوا ته ، دا ليکنه په ټوليز ډول د اروپا په تاريخ کي د را منځ ته شويو اصلاحي غورځنګونو په اړه بحث کوي چي کوم مرامونه يې درلودل ، څه يې وکړل او څه يې ويل؟.
او د دې مقابل لوري يعني زوړپالو او يا هم د دين ټېکه کوونکو څه غوښتل او په څه اخته ول او بالاخره څرنګه د نابودۍ سېلاب يو وړل؟.
دې ټولو پوښتنو ته ښاغلي مبارک علي په دې لنډه ليکنه کي په ډېر زړه وړونکي ډول ځواب ويلی او دا موضوع یې په جالب ډول را نغښتې ده .
خو ما ته له دې وجې هم په زړه پوري ده چي همدا نن موږ په خپله همدې ټولنه کي له همداسي حالت سره مخ يو ، هماغه د دين ټېکه کوونکي را سره دي ، هماغسي د اروپايي پاپانو په څېر د سمون ، اصلاح ، نويتوب او ترقۍ په وړاندي ولاړ دي ، پر دين يې خېټه اچولې او د ( ميم زور ما ټوله زما ) يادونه تازه کوي .
نه يوازي دا چي په دين کي نور خواران له واکه محروموي بلکي د الله په وړاندي يې هم له يوازي کېدلو وېروي او په دې لړ کي د ځان او يا هم بلې واسطې له موجوديت پرته د خلګو اعمال ، دعاګانې ، فريادونه او زارۍ د نه قبلېدلو وړ بولي. !!!
اروپايان هم له همداسي تنګ نظرۍ څخه په تنګ شول او بالاخره يې پاڅون ته تياری ونيو هغوئ نه غوښتل چي د دوئ او الله تر منځ دي خنډ او واسطې موجودې وي ، هغوئ نه غوښتل چي تر ابده يې خلګ د بې علمۍ په تنور کي وسوځېږي ، هغوئ بدلون غوښت داسي بدلون چي د ځان نېکمرغي يې پکي ليدله دا که دوئ ته د دين له کبله ښه برېښېدی او يا هم د دنيا له پلوه خو دوئ دا د ځان نېکمرغي بلله او د دې نېکمرغۍ په حصول کي يې د چا د مخالفت او واسطې موجوديت نه مانی .
ښاغلی مبارک علي وايي چي په دې سمون پالو غورځنګونو کي داسي کسان هم موجود ول چي په لومړۍ بڼه یې د دين حاکميت غوښت د دې خلګو دا نظر بېخي پر ځای وو که هر ډول دين وو دا بايد په اصلي بڼه پلی شوی وای .
نن هم زموږ په ټولنه کي همدا حالت روان دئ موږ اسلام يو مکمل او بشپړ دين ګڼو ځکه الله راته ويلي چي اليوم اکملت لکم دينکم يعني نن مي تاسو ته دين در بشپړ کړ خو د ځينو په وينا لا هم پينو او پټيو ته اړتيا لري !!! .
نن هم همدا حالت روان دئ چي يو لوری په اصلي بڼه د دين پلي کېدل غواړي خو داسي کسان بيا شته چي يو جعلي دين موږ ته د اصلي اسلام په بڼه تېروي او غواړي په دې لړ کي خپلې خېټي را باندي وپالي .
نن هم زموږ ټولنه له همداسي حالت سره مخ ده چي موږ د ځان او الله تر منځ د واسطې مخالفت کوو ، غندو يې او د شرک په سترګه ورته ګورو خو دا د تيارو لارويان لا هم واسطه اسلام ګڼي ، لا هم توسل حقيقت ته د رسېدلو لار بولي ، لا يې هم د حق د تر لاسه کولو وسېله ګڼي او په دې لړ کي مجبور دي چي د خپل دې جعلي اسلام لپاره په زرګونو حقايق او واقعيتونه ووژني. !!!
نن هم موږ دين په خپله ژبه غواړو ، قرآن په خپله ژبه غواړو ، حديث په خپله ژبه غواړو او غواړو چي په عصري بڼه دين تر خلګو ورسوو ، هم مو په کمپيوټر کي د مکتبيې شاملې په څېر پروګرامونه موجود وي او هم د زوړ موډ په توګه په زرګونو کتابخانې يا کتابتونونه لکه په دمشق کي ظاهريه کتابتون ولرو خو داسي کسان لا هم لرو چي دين مو په خپله ژبه نه را پرېږدي ، لا هم عصريتوب ته د ناروا په بڼه ګوري ، لا هم کمپيوټر شيطاني لومې بولي ، لا هم په يوه پردۍ ژبه کي زده کړې ثواب بولي او خپل ولس په ډېره بې رحمۍ د حقيقت له وړانګو لرې د تيارو په غېږ کي ساتي.!!
دا هر څه پرون د اروپا په غېږ کي تېر شول هغوئ هوښياران ول ، د مستقبل درک يې وکړ او تر ډېرو هڅو وروسته يې نوري د جمود پولې ماتې کړې او د تحقيق او څېړنې په هدف ميدان ته را وړاندي شول .
وګورئ ! د پرون جمود او ړانده تقليد وهلي نن د تحقيق او څېړنې په مټ تر کومه ځايه ورسېدل ؟ ايا نن يې د ريسرچ او څېړنې په مټ فضايي بېړۍ له مريخ سره خبرې نه کوي ؟ ايا نن يې د خپل ريسرچ په مټ ونه کړای شول چي زما او ستا کورګي را وران کړي ، زما او ستا خاوره اشغال کړي او زما و ستا د کور شتمني لوټ او تالا کړي؟.
دا هر څه يې له دې کبله وکړای شول چي هغوئ د جمودي ذهنونو پر ځای په سر کي ويښ ذهنونه درلودل ، هغوئ منطقي بدلون مانی او د استدلال په وړاندي تسليم ول .
راځئ ! د اروپا له دې ترخې ماضي عبرت واخلو.
( وفي قصصهم عبرة لاولی الالباب ) ( الآية )
حمید هڅــاند
12.05.2012
محمد وصیل پیروز وروره هیله لرم خوښ به یاست؛
د اروپا تاریخ راته په زړه پوري دی. په دا وروستیو څواونیو کې زه هم په دې اړه په مطالعو (څېړنې) بوخت یم. دا لاندي ټکي راته په زړه پوري دي او ورباندي ځان پوهوم:
ـــ څنګه رومي امپراطورۍ مسیحیت ومانه او خپور یې کړ؟
ـــ په عیسویت کې تحریفونو کې چا ډېر رول و لوباوه؟ ایا په خپله رومیانو دا کار وکړ؟
ـــ په اروپا کې سیاست او کلیسا څنګه او څه ډول سره بیل کړای شول؟ تر شا یې انګیزې څه وې؟
ـــ ایا دا هماغه کسان نه ول چې تحریفونو ته یې په پېړیو کار وکړ او بیا یې کلیسا او سیاست سره بېل کړل؟
ـــ د لویې برطانیې د سیاست په جوړولو کې یهودو څومره رول لاره؟
او نور...
ترکومه ځایه چې ما مطالعه کړې ده نو ډېرو عجیبو پایلو ته رسېدلی یم. نه غواړم اوس یې دلته په تفصیل شریک کړم خو لاندي ټکو ته ستاسو پام را اړوم:
۱) یوناني فلسفه او اوسنی عیسویت خورا یو بل سره موازي تللی دي؛
۲) د رومیانو په هماغو لومړیو کې د Trinity مفهوم د عیسویت له اوسني هغه سره تر څنګ ولاړ دی؛
۳) رومیانو په عجیبه توګه عیسویت ومانه؛
۴) دوی بیا د انجیل نسخې راټولې کړې او تر یوه بدلون وروسته یې وویل چې اوس به یواځي دا منلې کېږي او بس؛ هر هغه څوک چې له دغې نوې نسخې نورې ولري نو په سر له ژونده به بې برخې کېږي؛
۵) دا عیسویت نه ؤ چې په رومي او یونانی فلسفې یې بری وموند بلکې د عیسویت بې ساری تحریف د دې لامل شو چې عیسویت دین نور پاتې نه شي او په ځای یې دا خدای دوښمنه خلک خپل عقاید دین ته ننه باسي؛
۶) عیسویت په هغه کچه تحریفېږی چې ډېری برخې اوس هغه کلام نه پاتې کېږي چې الله پاک په عیسی (ع) نازل کړی ؤ؛
۷) ښکاره ده چې دا کتاب اوس له واقعیتونو فاصله نیولې وه؛
۸) له ساینس سره په ټکر کې راغی او اروپایان دې پایلې ته ورسېدل چې نور نو دکلیسا خبرې منل هسي حماقت دی؛
او داسې نور واقعیتونه؛ خو په زړه پوری تکی دادی چې؛
هغه د هندیانو خبره ،مانو یا نه مانو، د دې ټولو پیښو تر شا د شیطان لاس ؤ او د جال ته یې د راتک لاره هواروله او هواروي یې...په یاد باید ولرو چې دا تحریف د دغه تمدن په لاس له هغه لومړیو پیل شو کله چې عیسی ع اسمان ته پورته کړای شو.
وصیل پیروز وروره د دې لیکنې د را لېږدونې تر شا مې ستاسو په هدف سر نه شو خلاص! زه فکر کوم چې د اروپا د هغه مهال حالت زموږ له اوسني سره ۱۸۰ درجې توپیر لري:
۱- بایبل هغه مهال له ساینس سره په ټکر کې ؤ خو قران ورسره الحمدالله سل په سلو کې په توافق کې دي چې دا کار د ډېری ساینسپوهانو د مسلمانېدو لامل شوی دی؛
۲ـ اسلام کې تحریف نه دی رامینځته شوی خو عیسویت تحریف شوی دین ؤ.
۳ـ اسلام د پرمختګ، ساینس او پوهې دین دی خو تحریف شوی عیسویت د دې هرڅه په وړاندي خنډ ؤ او نور...
زموږ شاته پاتې والی یواځې یو لامل لري او هغه له اسلامه لېری والی دی او بس. زما له نظره د اروپا د هغه مهال بدلونونه زموږ د اوس وخت له حالاتو سره هیڅ تړاو نه لري.
درنښت