د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ماشومانو د وژنې له امله ﻻريون وشو

تيمور
01.05.2012

قدرمنو هیوادوالو ته اسلام علیکم،
خبري آژانسونه وایي چې نن په زابل وﻻيت کې په زرګونو خلک د احتجاج په توګه ﻻريون وکړ؛ ﻻريون کوونکو د کابل او کندهار لويه ﻻره وتړله او د ماشومانو د وژنې پر ضد يې شعارونه ورکول.
تيره ورځ د زابل وﻻيت د شاه جوی په ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې څلور تنه ماشومان ووژل شول. د رېپوټونو له مخې، د پوليسو په ملتيا د ايساف ځواکونو په سيمه کې د قومي مشرانو سره د خبرو لپاره تللي وو، چې له طالبانو سره په نښته کې ښکېل شول، او څلور ماصوم ماشومان شهیدان کړل. (انا لله و انا الیه راجعون)
والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more