اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ايا په مس ذکر اودس ماتيږي ؟
عبدالله صابر
01.05.2012
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ډيرو درنوقدرمنوعالمانو
زماپوښتنه داده چي دتناسلې الې بدون حائل مسه کول يا لاس لګولوسره اودس
ماتيږي اوکنه ؟؟
د پوښتنې دوهم ډول دادی چي که يوڅوک په حمام کښ غسل ياستراودس
وکړي اوبيا جامي اغوندي په دي وخت کښ په تناسلې الې يا ذکر لاس ولګيد
معنی يی داشوه چي اودس يی مات شو اوبل اودس به کوي ؟؟؟
ښاغلئ حليمي ،مؤمن مهاجر، وزيري اوسيد صاحبانو دتاسو تفصيلي ځوابونو
په هيله ،
اکرم
01.05.2012
123
ع کريم حليمي
01.05.2012
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
ګران ورور عبدالله صابر صاحب !
بلې ، چهار اندام اودس به کوي ، غسل نشته
[quote:61412c7966] اودس يی مات شو اوبل اودس به کوي ؟؟؟ [/quote:61412c7966]
درنښت
طیب زابلی
02.05.2012
محترم حلیمی صیب السلام علیکم
زه دا وایم چی که خبره دحنفی فقه وی نو دحنفی فقه دعلماؤو خو پر دی اتفاق ده چی په مس الذکر سره اودس نه ماتیږی ، په لاندی استناد سره
عن طَلْقِ بْنِ عَلِيٍّ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ عَنْ مَسِّ الذَّكَرِ فِي الصَّلَاةِ فَقَالَ: "هَلْ هُوَ إلَّا بَضْعَةٌ مِنْك .رَوَاهُ أَحْمَدُ وَأَصْحَابُ السنن والدارقطني وصححه عَمْرُو بْنُ عَلِيٍّ الْفَلَّاسُ،
عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه في مس الذكر أنه قال : « ما أبالي أمسسته أم طرف أنفي »
عن إبراهيم ، أن ابن مسعود رضي الله عنه سئل عن الوضوء من مس الذكر ، فقال : « إن كان نجسا فاقطعه ، يعني أنه لا بأس به »
او که خبره دشافعی مذهب یا بل کوم مذهب وی بیا خو نو ستا خبره سمه ده .
وزیري
02.05.2012
وعلیکم السلام.
ډیره به یی نه اوږدوو، طیب زابلي سره موافق یمه.
والسلام
ع کريم حليمي
02.05.2012
وعلیکم السلام
أن مس الذكر لا ينقض الوضوء
زه هم موافق یم جه د شرم د آلې په مښولو اودس نه تاتیږي ،
اما که څه ځیني خارج سي اودس ماتیږي ، داخارجیدل که دخوند وي او که بېله خونده
درنښت
مومن مهاجر
02.05.2012
سلامونه او ښې چارې
د دې مسئلې په اړه د احاديثو په ذخيره کي دوه صحيح خو متضاد روايات موندل کېږي ، په دې اړه لومړی روايت داسي دئ :
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ عَنْ مَالِكٍ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِى بَكْرٍ أَنَّهُ سَمِعَ عُرْوَةَ يَقُولُ دَخَلْتُ عَلَى مَرْوَانَ بْنِ الْحَكَمِ فَذَكَرْنَا مَا يَكُونُ مِنْهُ الْوُضُوءُ. فَقَالَ مَرْوَانُ وَمِنْ مَسِّ الذَّكَرِ. فَقَالَ عُرْوَةُ مَا عَلِمْتُ ذَلِكَ. فَقَالَ مَرْوَانُ أَخْبَرَتْنِى بُسْرَةُ بِنْتُ صَفْوَانَ أَنَّهَا سَمِعَتْ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « مَنْ مَسَّ ذَكَرَهُ فَلْيَتَوَضَّأْ ». ( ابوداؤد ، كتاب الطهاره باب الوضوء من مس الذکر ، ح: ۱۸۱)
ژباړه : عروة وايي چي زه مروان بن الحکم ته ورغلم نو موږ د هغو شيانو يادونه وکړه چي اودس ترې کېږي ، مروان وويل: ذکر ته په لاس ور وړلو هم اودس کېږي. عروة وويل: زه په دې نه يم خبر. مروان وويل: ما ته بسرې بنت صفوان خبر راکړ چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې واورېدل ويل يې: که څوک ذکر ته لاس ور وړي نو اودس دي وکړي .
خو په بل حديث کي دي:
حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ حَدَّثَنَا مُلاَزِمُ بْنُ عَمْرٍو الْحَنَفِىُّ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ بَدْرٍ عَنْ قَيْسِ بْنِ طَلْقٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ قَدِمْنَا عَلَى نَبِىِّ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَجَاءَ رَجُلٌ كَأَنَّهُ بَدَوِىٌّ فَقَالَ يَا نَبِىَّ اللَّهِ مَا تَرَى فِى مَسِّ الرَّجُلِ ذَكَرَهُ بَعْدَ مَا يَتَوَضَّأُ فَقَالَ « هَلْ هُوَ إِلاَّ مُضْغَةٌ مِنْهُ ». أَوْ قَالَ - « بَضْعَةٌ مِنْهُ ». قَالَ أَبُو دَاوُدَ رَوَاهُ هِشَامُ بْنُ حَسَّانَ وَسُفْيَانُ الثَّوْرِىُّ وَشُعْبَةُ وَابْنُ عُيَيْنَةَ وَجَرِيرٌ الرَّازِىُّ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ جَابِرٍ عَنْ قَيْسِ بْنِ طَلْقٍ. (ابوداؤد ، کتاب الطهاره ، باب الرخصة فی ذلک ، ح : ۱۸۲)
ژباړه : قيس بن طلق له خپل پلار څخه روايت کړی چي موږ رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلو نو يو صحرايي سړی راغی ویې ويل: اې د الله نبي! ته په دې اړه څه وايې چي يو سړی تر اوداسه وروسته خپل ذکر ته لاس ور وړي؟. نو ده وويل : دا صرف د ده د بدن يوه ټوټه ده .
اوس د دې دوو احاديثو تر منځ موافقت په دې بڼه را تلای شي چي يوپکي ناسخ او بل منسوخ وبلل شي خو په دې اړه هيڅ څرګند دليل نه شته مګر که د دې دويم حديث محتوا يا منځ پانګې ته په ځير وکتل شي نو دا ترې په ډاګه کېږي چي دا به ښايي تر لومړني حکم يعني د ماتېدلو تر حکم وروسته شوی وي او په دې اړه به د لومړني حدیث حکم منسوخ وي ځکه دا صحرايي په يوه تشويشناکه بڼه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه کوي لکه په دې اړه چي يې وړاندي څه اورېدلي وي او غواړي حقيقت معلوم کړي .
او که بيا هم دا خبره د ځينو لپاره شکمنه برېښي نو د دې دوو صحيحو احاديثو په اړه بايد وويل شي چي که د ذکر د لمس له وجې اودس ونه شي پروا نه لري خو د کولو جواز يې هم شته مګر ضروري نه دئ .