د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

شپږ بیګناه ماشومان شهیدان شول

مساپر
30.04.2012

خبري آژانسونه وايي چې نن په زابل ولایت کې دناټو تر قوماندنۍ لاندې امریکا ځانګړیو عسکرو چې افغان پوځيان هم ورسره وو په شاه جوې ولسوالۍ کې له کلیوالو سره خبرې کوله چې دوو (۲) وسله والو طالبانو لخوا ورباندې ډزې پیل شوې او له کبله یې څلور بیګناه ماشومان شهیدان او درې نور ژوبل شوي دي .
په دغه جګړه کې یو طالب هم ژوبل شوي وو، چې وروسته بیا مړ شو .
دغه راز په پکتیکا ولایت کې هم پرون له یو بم سره چې طالبانو ښخ کړی وو دماشومانو دلوبو کولو په وخت دوه بیګناه ماشومان شهیدان او یوه نور سخته ژوبل شوي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more