نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان دوه ډله شوي دي
تيمور
30.04.2012
ټولو ګرانو هیوادوالو ته اسلام علیکم،
د بې نمبر پلېټه (غیر قانوني) موټر سايكلونو تر بنديز وروسته د غزني په ولایت كې د طالبانو ډېرى صلاحيتونه او مانورونه تر کنترول لاندې راغلي دي.
د غزني ځينو خلكو د پوهنې له وزارت او حكومت څخه د ښوونځيو په بېرته پرانستلو كې مرسته غوښتې ده.
په دې اړه كې د اندړو په ولسوالۍ كې د ښوونځيو د تړلو په هكله طالبان دوه ډله شوي، چې يوې ډلې يې د ښوونځيو له تړلو سره مخالفت ښودلى دى.
تر هر څه لومړى په دې برخه كې شكونه د طالبانو په هكله سترګو ته دريږي، چې دوى د كوم ځاي او یا سيمې اوسېدونكي دي، چې د غزني پر خلكو او ماشومانو زړه نه دردوي او د خلكو او قومونو د ارادې خلاف قدم پورته كوي.
كه چېرې دغه کسان (طالبان) په سيمې پورې اړه ونه لري، نو د سيمې خلك دې ترې وغواړي چې دا خو لويه بې انصافي ده چې د دوى په سيمه كې دې ښوونځي پرانستي وي او د دوى ماشومان دې تعليم كوي او د غزني د خلكو ماشومان دې له تعليمه منع كيږي. كه چېرې دا طالبان بيا د سيمې خلك وي، نو كله چې دوى بيا د خپلو اولادونو لپاره ښوونځي نه غواړي او د هغوى د تعليم مخالفت كوي، نو بيا څوك كولاى شي پر دوى ښوونځى وتپي. كه چېرې خبره بيا د پرديو طالبانو وي، نو په آخر کې د غزني خلك بايد د خپلو اولادونو د برخليك په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي، او په لوى لاس خپل ځانونه د طالبانو د سياسي هدفونو نښه ونه ګرځوي.
والسلام،
حمید هڅــاند
01.05.2012
سم دي اورېدلي...خو دا دویمه ډله طالبان نه بلکې اولسي خلک دي......په وروستیو کې په خلکو کې له طالبانو نه نارضایتې خورا زیاته شوې....د طالبانو له خوا په ښوونځیو بندیز یو داسې کار دی چې بې له غندنې ورته سړی هیڅ نه شې ویلای. خدای پاک دي موږ ټولو ته نیکه لار وښيې.