د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د مولوي اسماعيل وژنه تېری که انصاف؟؟؟

حذيفه
30.04.2012

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=32978

----------
----------
په پاکستان کې د افغان طالبانو یو قومندان وژل شوی
Sunday, 04.29.2012, 08:51am (GMT)

م.جلالزی (کابل) د وسله والو طالبانو د یوه مهم مشر د وژل کیدوراپورونه خپاره شوي دي. دغه قوماندان ملا اسماعیل آخند نومیږي.

د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه را رسیدلي راپورونه وايي چې ملا اسماعیل چې په اصل کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د شیرخان کلي اوسیدونکی دی له څه مودې راهیسي د طالبانود رهبري شورا له لوري کوټي ته ور بلل شوی وو خو ناڅاپه له دغه ښار څخه تری تم شوی وو.

ملا اسماعیل اخند چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د لغمان او زابل په ولایت کې د والي دنده تر سره کوله په تیرو لسو کلونو کې په غزني، زابل او یو شمیر نورو سیمو کې د طالبانو د مهم قومندان په توګه کار کاوه.

هغه د غزني لپاره په تیرو څو کلونو کې د طالبانو د والي په توګه هم پاتی شوی و.

منابع وایي چې د طالبانو قیادي شورا نوموړی یوې غونډي ته وربللی و خو وروسته د کوټي له سټلایټ ټاون سیمي څخه نامالومو کسانو وړی. اوس ویل کېږي چې نوموړی وژل شوی دی.

د طالبانو منابعو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې خپل نومونه پټ ساتلي ویلي چې ملا اسماعیل باندي دا شک و چې له افغان حکومت او په غزني کي له میشتي پولنډي ولایتي بیا رغاوني ډلي سره یي اړیکي ټینګي کړې وې نو ځکه د کوټي شورا دی د سپیناوي لپاره ورغوښتی و.
ویل کېږي چې د طالبانو ګڼو قومندانانو د افغانستان له امنیت او په افغانستان کې مېشتو نړیوالو قواوو سره پټ ارتباطات ټینګ کړي دي.

د سرچینو په خبره ګومان کوي د ملا اسماعیل په وژنه کې به د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس وي ځکه هغوی په افغانستان کې د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ د جوړ جاړي پر ضد دي.

پاکستاني طالبانو دوه کاله دمخه د طالبانو یو بل مشر ملا برادر په کراچۍ کې هغه مهال ونیوه چې ویل کیدل له افغان حکومت سره یې د روغې جوړې لپاره اړیکې نیولې وې.

ملا برادر اوس هم په پاکستان کې بندي دی.

په همدې حال کې د روان کال د مارچ په څلورمه نیټه د طالبانو یو بل مهم مقام ملا آغااجان معتصم هم ویشتل شوی او د ټيونو د درملنې لپاره ترکیې ته لېږل شوی.

په معتصم هم شک دی چې له افغان حکومت سره یې د قطر په خبرو او همدا راز تیر کال په مالدیف کې په شوي سیاسي ډیالوګ کي برخه لرله.
----------
----------
تاسو څه نظر لرئ ايا دا کار له نوموړي سره انصاف دئ که تېری؟


م . ق
30.04.2012

محترم ورور حذیفه صیب،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، داخو نو معلومه خبره او اظهر من الشمس ده چې یو ستر جنایت، ظلم او تیری دی.
الله دې د ټولو مظلومو مستقلو جهادي قومندانانو شهادت قبول کړي، داسې ښکاري چې د غزني دمکتبونو د بندولو حکم به یې اول دۀ ته کړی وو چې دۀ د خپل وجدان او اسلامي مسؤلیت له مخې نه وو منلی نو په همدې ټس کې په شهادت ورسولو، د حکومت سره خبرې یې بله بهانه ده.

مننه او درنښت


larghonay laraway
01.05.2012

السلام عليکم!
ما د کرنيل امام په اړه هم ليکلي وو چې د جواسيسو وژنه په همداسې مرموز ډول کېږي.
په دې خو سترګې نه شو پټولی چې د پاکستان استخباراتي ځواک د طالبانو تر شاه ولاړ دی او د هغوی په قومانده چلېږي نو بيا دا هم بايد ومنو چې پرديو ته کارکوونکي په همداسې مرموز ډول وژل کېږي. د يو هيواد استخباراتي کړۍ چې په کوم شخص پانګونه کوي او ملاتړ يې کوي هغه خپل سياسي هدف لري نو کله چې هغه هدف ترسره شي او يا ناکام شي بيا همغه مؤظف شخص وژني. ځکه چې له هغه سره ډېر اسرار وي او نه غواړي چې ډنډوره شي.
په همدې ترتيب کله کله د يو لړ نورو سياسي اهدافو لپاره پردي پال وژل کېږي. په اوس وخت کې خو يا پاکستان غواړي چې د قطر د سولې پروسه ناکامه کړي، يا پرې د امريکا فشار دی او يا هم غواړي له امريکايانو کريډيټ واخلي. په همدې ترتيب افغانان د سرزورۍ خاصيت هم لري حتی حفيظ الله امين چې د روسانو لاسپوڅی ؤ هم روسی سفير په څپېړه وهلی ؤ نو کيدای شي چې دغو وژل شويو يا خپل ماموريت ترسره کړی وي او دا يې تقاعد ؤ، يا نور کار نه شي کولی او يا يې له بل چا سره معاملې ته زړه ښه کړی وي. په پاکستان کې داسې افغانان ښه ډېر دي چې پاکستاني استخبارات پرې ګوتې ووهي ، په ناڅاپي ډول يې طالب قومندان کړي او ملا دغه اخوند ترې جوړ کړي.
[color=red:ee83bda13c]استاد ياسر او يو شمېر نور ملګري يې هم په همداسې مرموزه توګه ووژل شول. [/color:ee83bda13c]

يو بل تحليل هم په دې اړه شته او هغه دا دی چې د امريکا يانو ناولې پاليسي دا ده چې ناڅاپي څوک نه وژني بلکې ښه يې زړور کوي او راميدان ته کوي يې او بيا يې ووژني. پاکستان خو هسې هم منافقت کوي او يوازې اقتصادي هدف لري، په ښکاره د امريکايانو مخالف دی خو د پردې ترشا ورته کار کوي نو کيدای شي د طالبانو د سر د سړيو د وژلو دنده يې ورکړې وي او د امريکا په خوښه يې د طالب مشرانو په وژنه پيل کړی وي.
نتيجه:
افغانان بايد د طالب مشرانو له مرموزو وژلو عبرت واخلي او نور د پرديو لپاره له کاره توبه اوباسي. باور وکړئ چې که طالب او ګلبدين په افغانستان کې يو کال جګړه ونه کړي نو بهرنيانو ته دلته د شتون بهانه نه پاتې کېږي. کله چې بهرنيان ووځي نو بچک مې نه دی چې څوک يې له پښتانه وګټي. ځکه چې دو ډېر دي او واک به خامخا د اکثريت وي.
په همدې هيله ستاسو لاروی


Hanan
01.05.2012

[color=white:d39155d034]ملا اسماعيل ژوندی دی او دا هسې د دښمن درواغجن تبليغات دي.
په دې اړه د ‌ذبيح الله مجاهد څرګندونې:[/color:d39155d034]

دځينو رسنيو دبې بنياده ادعاوو په اړه داسلامی امارت دوياند څرګندونې :
-
برېښناليک Print PDF
Tuesday, ۰۹ Jamadil Akhir ۱۴۳۳
سه شنبه, 01 May 2012 07:12
داچې داسلامی امارت دځينو افرادو او مسئولينو په اړه دا څو ورځې کيږې بعضې مغرضې رسنۍ له حقيقته لرې او کاذبانه شایعات خپروې ، اسلامی امارت داسې پروپاګند په کلکو ټکو ردوې او ديرغلګر دښمن او ورسره ملو پلورل شوو جهتونو پوچ تبليغات يې بولي ، مولوی اسماعيل په اړه داسې آوازې او افواهات خپرول چې هغه له پنځه ويشتو کسانو سره په کوم ګاونډې هيوادکې وژل شوي دا له حقيقته لرې او محض دروغ دې مولوي محمد اسماعیل ژوندی او له ښه صحت څخه بر خمن دی . داسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

http://www.alemara1.com/index.php?option=com_content&view=article&id=24766:2012-05-01-02-42-43&catid=6:officiale-statmenst&Itemid=7


م . ق
01.05.2012

دغه وحشتناکه، ظالمانه او جابرانه پیښه د کویټې او کندهار سیمیېزو خلکو تاید کړې ده، د جنوبي ټلوالې دغه دروغجنه ګمراه کوونکې اعلامیه د پنجابي تورې شبکې له ویرې ورکړل شويده، دغه اعلامیه پخپله پوچ تبلیغات دي او دخپلو قربانیانو سره جفاکاري او خیانت دی.


حماد زابلی
03.05.2012

زماپه آن په دی اړه څه ویل تروخت دمخه دی ښه به داوی چی څه وخت نورهم انتظاروشی چی حقائق څرګندشی!هجرت


larghonay laraway
08.05.2012

سلام!
له ذبيح الله مجاهد څخه هغه شپون جوړ شوی چې په دروغه به يې ټول کلی په ليوه پسې راخبراوه اخر يې چا په خوله پياز هم نه خوړل.
ذبيح الله مجاهد د امريکايانو کړنې هم په ځان حسابوي، د شمالي ټلوالې د کړنو زمه واري هم اخلي او د القاعده اوطالبانو وياند هم دی نو د ده کومه خبره ومنو!
د دې جناب خبرې د منلو نه دي او بايد سر پرې ونه خوږوئ
مننه


khoshalkhan
08.05.2012

لېونيه ! ته کله دجنګ په پسيخولوګي پوهيږي ،راشه داشغالګروپه مېدياکې
وګوره چې څه شی ليکي !! ټول دورواغ اوپروپاګنده !!

[quote:9e50439584="larghonay laraway"]سلام!
له ذبيح الله مجاهد څخه هغه شپون جوړ شوی چې په دروغه به يې ټول کلی په ليوه پسې راخبراوه اخر يې چا په خوله پياز هم نه خوړل.
ذبيح الله مجاهد د امريکايانو کړنې هم په ځان حسابوي، د شمالي ټلوالې د کړنو زمه واري هم اخلي او د القاعده اوطالبانو وياند هم دی نو د ده کومه خبره ومنو!
د دې جناب خبرې د منلو نه دي او بايد سر پرې ونه خوږوئ
مننه[/quote:9e50439584]


larghonay laraway
12.05.2012

السلام عليکم!
ما ليکلي وو چې ذبيح الله مجاهد دروغ وايي نو خوشحالخان په ځواب کې داسې ليکلي دي:

لېونيه ! ته کله دجنګ په پسيخولوګي پوهيږي ،راشه داشغالګروپه مېدياکې
وګوره چې څه شی ليکي !! ټول دورواغ اوپروپاګنده !!

ښه خوشحال خانه که نه وايم له غمه يې وايم نو خدای دې په سترګو ړوند مه کړه نو اشغالګر خو همجنس بازي هم کوي، شراب هم خوري، ګډېږي هم، په مړو متيازې کوي، د مسلمانانو په کورونو ورخېژي، بې پتۍ کوي او هره ناپړيته کوي ځکه چې هغه اسلام هډو مني نه نو ايا طالبان چې د اسلامي امارت او شرعيت دعوه کوي هغوی هم بايد د بهرنۍ مډيا يا بهرنيو اشغالګرو په څېر اعمال ترسره کړي؟
هۍ هۍ هۍ نو لعنت شه او د اشغالګرو لپاره په لارې هواروونکو شه چې هغه د ملاعمر ړنده ډلګۍ ده!
ما خومخکې هم ويلي چې دا يوه بې سواده او انپړه ډلګۍ ده چې د اباما په ريموټ چلېږي او خپله عقيده، پوهه ، شعور او هدف نه لري!
[quote:6201e180ca][/quote:6201e180ca]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more