د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په علم او دانش ځان او دملت ملبس کونه تر ټولو لوي پاڅون دي

tandar
30.04.2012

په علم او دانش ځان او دملت ملبس کونه تر ټولو لوي پاڅون دي

دوه نۍ د ١٣٩١ لمريز کال د غويي ١١tolafghan.com

تش په دعاوو کيږي
اجمل ستانکزی

29.04.2012 20:04
د ليکوال څو نورې لیکنې
زه د حورو ليونی يم!د افغانانوبې ځايه تور لګولټول د څه د پاسه شپيتو کالو را هيسې له يو مليارد څخه زيات مسلمانان د فلسطين د آزادۍ لپاره دعا او د اسرايل د تباهۍ لپاره ښيرا کوي. خو فلسطين ورو ورو کوچنی او کمزوری کيږي او اسرايل ورو ورو لوی او نور هم قوي کيږي. د څه د پاسه شپيتو کلو راهيسې د پاکستان څه د پاسه سل ميلونه مسلمانان د هند څخه د کمشير د ازادۍ لپاره دعا کوي خو په کشمير د هند سلطه نوره هم قوي کيږي. د څه د پاسه ديرش کلو راهيسې د افغانستان مسلمانان په افغانستان کې د امن لپاره دعا کوي خو افغانستان ورځ تربلې خراب شوی. دليل څه دی؟
کله چې مې ځان او جهان وپيژند او لږ ډير ديني او دنياوي علم مې وکړ نو پوه شوم چې مونږ مسلمانان په دې عقيده يو چې مونږ ايمان راوړی نو خدای (ج) به راته هر څه کوي. ځکه خو مسلمانانو په خاصه توګه افغانانوعمل پريښی، په دعاوو يې اتکا کړې او د معجزو په انتظار دي. دوی غواړي چې سړکونه، ښوونځي، کارخانې، امنيت، صحت، زده کړه، د وطن راتلونکی او هر بل څه په دعاوو جوړ کړي او د ناراستۍ له امله يې کار ته ملا ماته ده. خو په انساني تاريخ کې به داسې بيلګه ونه ليدل شي چې يو کار تش په دعاګانو شوی وي.
اسرايل ځکه نور هم لوی شو چې يهودان د کار او ټکنالوژۍ په زور حکومت کوي او مخکې ځي او فلسطينيان د جذباتو په بنا خپله مبارزه کوي او د معجزو په انتظار دي. مسلمانانو په ځانګړې توګه عربو کار، فکر، ساينس او ټکنالوژۍ ته شا کړې خو يهودان د دنيا تر ټولو زيات ساينسپوهان لري. د مسلمانانو د يو نيم مليارد په مقابل کې يهودان شاوخوا څلويښت ميلونه نفوس لري. د نوبل له 800 جايزو څخه 20% يوازې يهودانو ګټلي حال دا چې د يهودو نفوس 0.2% دی. مسلمانانو په دا دومره نفوس او دومره دعاګانو ټولټال ۱۰ د نوبل جايزې ګټلي چې په هغه کې هم يوازې دوه د ساينس دي. فلسطين ځکه نور هم کمزوری کيږي چې له فلسطينيانوسره ډبرې او دعاګانې دي او اسرايليانو سره د نړۍ پرمختللي خلک او وسله.
افغانستان هم ځکه نه جوړيږي چې مونږ ورته د کار په ځای يوازې دعا کوو. حال دا چې ټول پدې ښه پوهيږو چې د عمل زور تر دعاوو ډير دی. که تش په دعاوو او ښيراوو جوړيدل او ورانيدل کيدل نو اوس به غرب ټول وران وو او اسلامي ملکونه به ټول جوړ وو. افغانان که د تشو دعاوو په ځای عمل وکړي نو ډير به مخکې لاړ شي ګني نو حال به مو تر دې هم خراب وي.
زما ملت له دوا ګانو نه په دعاګانو او معجزو ډيره عقيده لري ځکه خو پکې د مرګ کچه ډيره لوړه ده. که د غاښ درد وي که د سر درد، که عادي ناورغي وي او که مرګونې ټول په دعاګانو، زيارتونو، دمونو، څاښتونو او تعويزونو جوړوي. ډاکټران کلونه کلونه زده کړه وکړي خو بيا هم مونږ دومره عقيده پرې نه لرو څومره يې چې د زيارت په مالګه او يا د ملا يا پير په دم او دعا لرو.
مونږ په دعاګانو دومره اتکا کړې چې د لوبو نه واخله تر کاروبارو پورې او له امتحانونو تر مرضونو پورې مو هر څه دعاوو ته پريښي دي. کله مور او پلار ته وايو چې دعا راته وکړه، کله د جومات ملا ته وايو چې په جمع کې دعا راته وکړه، کله د لارې ملنګ ته او کله هم مسافر ته ، کله تبليغي ته اوکله حاجي ته، کله پير ته او کله شيخ ته خو بس هيڅوک هم رانه پاتې ندي هر چا ته د دعا لپاره وايو. د دعا د قبليدو لپاره کله د ليلة القدر شپې ته شوګيرې کوو اوکله د جمعې ټوله ورځ په عباداتو تيروو. حتا چې د افغانستان او پاکستان تر مينځ د کرکټ لوبې نه مو هم د يو نيم سل ميلونه پاکستانيانو او ديرش ميلونه افغانانو تر مينځ د دعاوو مقابله جوړه کړي وي.
له راحت او دولت نه تر کور او ډوډۍ پورې هر څه ته مو د دعا لاسونه نيولي وي. زمونږ د ژوند ټولې معاملې په دعاګانو او ښيراګانو متکي دي ځکه خو دغه معاملې د پرمختګ نوم نه اخلي. غربي نړۍ له يوې ستنې نه تر سپوږمکۍ پورې په لکونو شيان پرته د چا له دعاګانو په خپل محنت او کار جوړ کړل.
ډيری وخت چې د مسلمانانو په چا زور و نه رسيږي نو بيا ښيرا ورته کوي چې ځه خدای (ج) دې تباه کړه، خدای (ج) دې دا کړه او خدای (ج) دې هغه کړه. خو خدای (ج) نه دا کوي او نه هغه. که د انسانانو تاريخ ته زير شو نو وبه وينو چې يوازې کمزوري او مظلوم خلک هميشه دعاګانې او ښيراګانې کوي او د معجزو په انتظار کې نسلونه نسلونه د نورو د لاس لاندې ژوند کوي.
ښيرا او دعا زمونږ عادت ګرځيدلی. د هر مونځ نه پس مسلمانان دعا کوي چې خدايه کفارو ته هدايت وکړې او که نه نو هلاک يې کړې. خو خدای (ج) نه کفارو ته هدايت کوي او نه يې هلاکوي. او ولې يې هلاک کړي. د نړۍ نمايندګې او مشرتوب نن د دوی په لاس کې دی. تمدن د دوی دی، انسانيت د دوی دی، پرمختګ د دوی دی. د همدوی له برکت نه مونږ ته هم د ژوند آسانتياوې برابرې شوي. له موټر نه تر کمپيوټره مونږ ته هر څه دوی جوړ کړي.
مونږ ټول پدې عقيده لرو چې خدای (ج) عادل ذات دی او پدې دنيا کې په خپلو ټولو بندګانو که مسلمانان دي او که کافر مهربانه دی. که کافران د خپل ملک د پرمختګ لپاره کار وکړي او مونږ ورته يوازې دعا وکړو . دا خو به د کفارو سره لويه بې انصافي وي که خدای (ج) هغوی ته د خپل زحمت ثمره ورنکړي او مونږ ته بې زحمته ثمره راکړي. او خدای (ج) بې انصافه ذات نه دی.
د دعاګانو په ځای په کار هم بايد عقيده پيدا کړو. دا ښه خبره ده چې مسلمانان دعا غواړي په ځانګړې توګه د آخرت لپاره خو بايد تش د دعاګانو په هيله هم کښې نه نو. که دا دنيا ده او که هغه دواړه په کار جوړيږي نه په تشو دعاګانو. ازموينو ته بايد زده کړه وکړو، کرکټ او يا نورو لوبو ته بايد تمرين وکړو، د مرضونو لپاره بايد اړونده ډاکټرانو ته ورشو، د ډوډۍ او دولت لپاره بايد کار وکړو او د جنت لپاره بايد نيک اعمال وکړو. دا ځکه چې بې زحمته راحت نشته.
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more