اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
فکری اختلاف او دمذهبی فرقو تاریخ او نظریاتوته لنډه کتنه(۱) برخه
طیب زابلی
30.04.2012
که څه هم فکری اختلاف خوما په یوکتابی شکل کی لیکلی ده او اوس چاپ شوی هم ده خو بیا هم زه داغواړم چی دغه موضوع دټول افغان له ګډون کونکو سره شریکه کړم .
بسم الله الرحمْن الرحيم
الحمدلله الذى شرع لنا دينًا قويمًا، وهدانا اليه صراطاً مستقيمًا وجعلنا من اهله تعلما وتعليما، ونشهد ان لا الْه الا الله وحده لاشريك له شهادةً نستزيد بها وفور نعمه ونسترفدبها وفوركرمه ونشهد ان محمدًا عبده ورسوله الذى جمع بمبعثه شمل الحق بعد تفرقه وقمع برسالته حزب الباطل بعد تطوقه وصلى الله عليه وعلْى اْله واصحابه واتباعهم الذين سلكو سنن سننه.
امابعد: د الله فرمان دى، (( وَ اعتَصِمُوا بِحَبلِ اللهِ جَمِيعًا وَّلاَتَفَرَّقُوا))، الآية آل عمران ۱۰۳.
ژباړه: تاسو ټول د الله رسۍ (قرآن يا جماعة ) مضبوطه ونيسى او اختلاف مه كوى.
د حضور ارشاد دى، عن عبد الله بن عمرو قال قال رسول الله (لياتين على امتى كما اتى على بنى اسرائيل حذوالنعل بالنعل حتى ان كان منهم من اتى امه علانية لكان فى امتى من يصنع ذالك وان بنى اسرائيل تفرقت على ثنتين وسبعين ملةً وتفترق امتى علی ثلاث وسبعين ملةً كلهم فى النار الاملة واحدة ) ً قالومن هى يارسول الله قال ( ما أنا عليه واصحابى )، الترمذى جزء۵ صفحه ۲۶.
ژباړه: عبد الله بن عمرو نقل كوي، چي حضور وويل چي زما پرامت باندې خامخا يوداسي وخت راتلونكى دى لكه پربني اسرائيلو چي راغلى دى پر برابرى د څپلي له څپلي سره ترداسي اندازي چي كه چېري په بني اسرائيلو كي يوڅوك خپلي مور ته په ښكاره ورغلى وى بدكاري يي ورسره كړي وي نو زما په امت كي به هم داسي څوك وي چي هم داسي به وكړي، او بني اسرائيل پردواويا ۷۲ ډلي ويشل سوي دي او زما امت به پردرواويا ۷۳ ډلي ووبيشل سي، ټول به په اور كي وي ماسوْى له يوي ډلي صحابه كرامو پوښتنه وكړه يارسوله هغه به كومه ډله وي حضور وويل پركومه چي زه او زما اصحاب يو يعني پركومه لار او طريقه چي زه او زما اصحاب يو نو كومه ډله چي پردغه لار او طريقه وي نو هغه به له اور څخه نجات پيداكي.
د دې آيت او حديث په ويلو سره دلته دوي پوښتني ذهن ته راځي، اوله داچي په دې آيت او داسي نورو ډېرو آياتونو كي له اختلاف او ډلبازي څخه منع راغلي ده، او مسلمانانو ته د اتفاق او يووالي امرسوى دى، او دارنګه په دې حديث او داسي نورو ډېرو احاديثو كي اختلاف او ډلبازي ناكاره بلل سوي ده او سبب د اور لويدلو بلل سوى دى، او سره له دي چي د صحابه وو په مينځ كي هم په ډېرو مسائلو كي اختلاف راغلى دى، لكه د ميراث په بعضي مسائلو كي يا د خلافت په مسئله كي د حضور د دفن كولو د ځاى په مسئله كي او داسي نورو مسائلوكي نو آيا صحابه وو په قرآن او حديثو عمل نه وو كړى؟
حضور چي كومه وړاندوينه كړي ده، چي زما امت به ډلبازي كوي آيا د صحابه وو په زمانه كي دا ډلبازي راغلي وه؟
دوهمه پوښتنه داده چي حضور چي په حديث كي ويلي دي چي زما امت به دري اويا ډلي كېږي ايا د دې معنى داده چي دا امت به خا مخا دري اويا ډلي كېږي نه به تر دي كمي وي او نه زياتي؟ كه د حديث دامطلب وي نو د امت ډلي خو تردې شمير اوس زياتي دي اولا زياتيږي، او كه حديث څه بله معنى لري نو هغه به څه وي؟
نو د اولي پوښتني په جواب كي موږ داوايو چي اختلاف دوه قسمه دى، يو اختلاف په اصولواو عقائدو كي دى، لكه توحيد صفات، يا داسي نور مسائل او بل اختلاف په فروع او اجتهادي مسائلو كي دى، چي داصرف ترفقهي مسائلو او احكامو پوري اړه لري، او ترعقيدي پوري څه تعلق نه لري، لكه د بيلګي په توګه چي په لمانځه كي لاس نيول كېږي او كه نه؟ كه نيول كېږي نو بيا چېري نيول كېږي ترنامه لاندې او كه پرسينه؟
تر امام شاته قرائت ويل واجب دى او كه نه؟ اْمين په زوره ويل كېږي كه كرار، او داسي نور..
نو اول قسم اختلاف چي دى بی له شکه چي له هغه څخه ډلبازي پيدا كېږي، او د هغه دا نتيجه را وزي چي يوبل ته كافر او فاسق ووايي لكه د خوارجو يا معتزله وو او شيعه وو اختلاف، او دوهم قسم اختلاف داسي نه دى نه له هغه څخه ډلبازي پيدا كېږي او نه يوبل ته د كفر او فسق د نسبت سبب كېږي، لكه حنفي او شافعي اختلاف يا مالكي حنبلي اختلاف او په قرآن كريم كي چي له اختلاف څخه منعه راغلي دي، ټول مفسرين پردي اتفاق دي چي دلته په قرآن كريم د اختلاف څخه دوهم قسم نه دى مراد، بلكي اول قسم مراد دى چي هغه سبب د مسلمانانو د ويشلو او ډلبازي ده، په دې ذكر سوي آيت كي چي تفرقوا لفظ راغلى دى، داهم پردې دلالت كوي چي مراد اولنى قسم اختلاف دى ځكه افتراق او تفرق هم ويشلو او ډلبازي ته ويل كېږي.
ابوعبدالله محمد بن احمد د دې آيت په تفسير كي داسي وايي ( وليس فيه دليل على تحريم الاختلاف فى الفروع فان ذالك ليس اختلاف اذ الاختلاف ما يتعذر معه الائتلاف والجمع واما حكم مسائل الاجتهاد فان الاختلاف فيها بسبب استخراج الفرائض ودقائق معانى الشرع ومازالت الصحابة يختلفون فى احكام الحوادث وهم مع ذالك متألفون.
وقال رسول الله : اختلاف امتي رحمة وانما منع الله اختلافًا هو سبب الفساد،) القرطبي جزء۴ ص۱۰۹.
ژباړه: په دې آيت كي د فروعي مسائلو د اختلاف پرحراموالي څه دليل نسته ځكه دا اختلاف نه دي، ځكه اختلاف هغه دى چي اتحاد او يوځاى والى ورسره ناشوني وي، او د اجتهادي مسائلو اختلاف د احكامو او د شرع د باركيو د معلومولو لپاره دى، او د صحابوو همېشه د پيښو په احكامو كي اختلاف وواوله دى سره سره دوى په خپل مينځ كي سره متحد وه.
او حضور فرمايلي دي، زما د امت اخلاف رحمت دى، الله له هغه اختلاف څخه منعه كړي ده چي هغه دفساد سبب وى.
شهاب الدين محمود ابن عبد الله د دې آيت په تفسير كي وايي، ( ثم ان هذ الاختلاف المذموم محمول كماقيل على الاختلاف فى الاصول دون الفروع، ) روح المعانى جزء ۳ص ۱۶۳.
له دغه ناكاره اختلاف څخه اختلاف په اصولو كي مراد ده نه په فروعو كي هم داسي ويل سوي دي.
ابوبكر ابن عربي وايي: والحكمة فى ذالك آن الاختلاف والتفرق المنهي عنه انما هو المؤدي الى الفتنة والتعصب وتشتيت الجماعة فاما الاختلاف فى الفروع فهو من محاسن الشريعة،) احكام القران جزء ۲ص۱۱۱.
ژباړه: په دې كي حكمت دادى، چي اختلاف او ډلبازي كومه چي منع ځني راغلي ده، هغه دى چي هغه سبب د فتني او تعصب او تيتولو د ټولنى وي، او د فروعو اختلاف چي دى هغه د شريعت له ښيگڼو څخه ده، او دغه رنګه په حديثو كي چي اختلاف ناكاره بلل سوى او سبب د ډلبازي او دخول د جهنم بلل سوى دا هغه اولنى قسم دي كوم چي اصولي او عقيدوى اختلاف دى، ځكه دوهم قسم اختلاف كوم چي اجتهادي او فروعي اختلاف دی دا د امت لپاره رحمت بلل سوى دى، اختلاف امتي رحمة، زما د امت اختلاف رحمت دى، ټولو محدثينو دغه حديث پردوهم قسم اختلاف ورحمل كړى دى.
نو له دې مذكور بيان څخه جواب خپله معلوم سو هغه دا چي د صحابه كرامو په مينځ كي څه عقيدوي او اصولي اختلاف نه دى راغلى چي هغه دي سبب د مخالفت د قرآن وبلل سي او نه د دوئ په مينځ كي څه داسي تفرق او ډلبازي راغلي ده، چي هغه دي د جهنم د دخول سبب وګرزي بلكي د دوئ په مينځ كي څه ناڅه اختلافات راغلي دي هغه ټول فقهي او اجتهادي اختلافات وو.
ځكه د صحابه وو په مينځ كي هيڅ كله داسي نه ده پيښه سوي چي دوئ دي يوبل ته د كفر او باطل نسبت كړى وي، او له عقيدوي اختلاف سره داشي لازم ده.
او د صحابه كرامو په مينځ كي چي كوم جنګونه مينځته راغلي دي، لكه د جمل او صفين واقعي چي د حضرت علي كرم الله وجهه له خلافت سره سمى پيښي سوي داهم د عقيدوي اختلاف پراساس باندې نه وو بلكي د دې سبب اجتهادي اختلاف وو ځكه كه داجنګونه عقيدوي جنګونه واى نو دوئ به ضرور يوبل ته د كفر يا لږ ترلږه د فسق نسبت خو كړى واى او سره له دي چي داسي نه دي سوي.
حضرت اسحاق بن راهويه نقل كوي : سمع على يوم الجمل ويوم الصفين رجلاً يغلو فى القول فقال، لاتقولوا الاخيرًا انما هم قوم زعموا انا بغينا عليهم وزعمنا انهم بغوعلينا فقاتلنا هم. منهاج السنة ج۳ ص۶۱.
ژباړه: حضرت علي د جنګ جمل او صفين په وخت كي له يوسړي څخه د مقابل لښكر په حق كي سختي خبري واوريدي نو حضرت علي ورته وويل د دوئ په حق كي له خير څخه ماسوْى بله خبر مه كوى، بلكي دوئ مقابل لښكر والا دافكر كړى وو چي دوئ زموږ پرخلاف بغات كړى دى او موږ دافكر كړى وو چي دوئ زموږ پرخلاف بغاوت كړى دى نو ځكه موږ ورسره وجنګېدو.
علامه ابن خلدون نقل كوي چي له حضرت علي څخه د جمل او صفين په جنګ كي وژل سوي كسانو په باره پوښتنه وسوه نو علي وويل :والذى نفس بيده لايموتن احد من هؤلآء وقلبه نقى الادخل الجنة . يشيرالى الفريقين، مقدمة ابن خلدون جز۱ ص۱۱۱، تاريخ ابن خلدون جزء۱ص ۲۱۵، بيروت.
ژباړه: زما په هغه ذات قسم ده چي زما نفس د ده په لاس دى كوم شخص چي له دغو دواړو ډلو څخه سره له صفائيى د زړه مرى هغه به جنت ته داخلېږي، حضرت علي دغودواړو ډلوته اشاره كوله، د حضرت علي له دى ارشاداتو څخه په ښكاره معلومېږي چي له حضرت معاويه او حضرت عائشه سره د ده اختلاف اجتهادي اختلاف وو , دې صرف دانه چي هغوئ ته فاسق نه وايې بلكي د هغوئ په حق كې له خير څخه ماسوا بله خبر روانه بولي , او بل طرفته معاويه هم دا وايي چي زما له علي سره بل هيڅ اختلاف نسته ماسوى د حضرت عثمان د قصاص د اخستلو كه چېري علي د عثمان قاتلين ګير كړي نو اول شخص به زه يم چي ده ته به بيعت وركوم.
دلته بعضي خلګ داګمان كوي چي د صحابه وو جنګ د دنيوي غرض لپاره وو مګر خو داګمان بالكل غلط دى، ځكه د صحابه وو له شان څخه دا بالكل ليري ده چي دوئ دي د څه دنيوي غرض لپاره وجنګېږي، بلكي حضرت معاويه چي جنګيدى هغه په دي نيت چي حضرت عثمان په ظلم ووژل سو بايد د هغه قاتلين ونيول سي او قصاص ورځني واخستل سي او دارنګه حضرت عائشه حضرت زبير او حضرت طلحه هم په دې نيت بصري ته ولاړل او وروسته چي د حضرت علي لښكر بصري ته ورسيدى او حضرت علي له زبير او طلحه او عائشي سره په مطلب پوه سو نو بيا هم د جنګ خبره ختمه سوه مګر نو وروسته مفسدينو خوارجو په چل او فريب سره جنګ پيښ كى.
ملاعلي قاري وايي: قال السيد جمال الدين الظاهر آن مراده الاختلاف الذى فى الدين من غير اختلاف للغرض الدنيوى فلايشكل باختلاف بعض الصحابة فى الخلافت والامارة قلت الظاهران اختلاف الخلافة ايضاً من باب اختلاف فروع الدين الناشى عن اجتهاد كل لامن الغرض الدنيوى الصادر عن الحظ النفسى. مرقات جزء۱۷ ص۳۱۴ باب مناقب الصحابة.
البته له حديثو او د اهل السنت والجماعت د علماوو د اقوالو څخه دامعلومېږي چي حضرت علي په دې جنګونو كي پرحق وو مګر نو د ده مقابل لوري ته هم باغي او باطل نه سو ويلى بلكي د دوئ خطاته اجتهادي خطا ويل سوي ده او مجتهد ته پرخطا هم ثواب وركول كېږي. ان شاء الله .
(وهذا هومذهب اهل السنة والجماعة ان علياً هو المصيب وان كان معاوية مجتهدًا وهو ماجور ان شاء الله تعالى،) البدايه والنهايه ج۷ ص۲۸۰) بيروت.
ژباړه: دا د اهل السنة والجماعت مذهب دى چي علي پر حق دى كه څه هم معاويه مجتهد دى او ده ته هم ان شاء الله تعالى ثواب وركول كېږي .
دوهمه پوښتنه داوه چي د دې حديث مطلب څه دى؟
د دې په جواب كي د علماوو مختلف اقوال دي، اول داچي دلته كوم امت مراد دى امت دعوت اوكه امت اجابت ,امت دعوت ټولو انسانانو ته ويل كېږي ځكه نبي د ټولو انسانانو د دعوت لپاره راليږل سوى دى، كه كفار دي كه مسلمانان او امت اجابت بيا خاص مسلمانانو ته ويل كېږي , نو په دې كي اكثره دي ته ترجيح وركوى چي مراد امت اجابت دى.
ملاعلي قاري وايي: يحتمل امة الدعوة فيندرج سائر الملل الذين ليسوا على قبلتنا فى عدد الثلاث وسبعين ويحتمل امة الاجابة فيكون الملل الثلاث وسبعون منحصرة فى اهل قبلتنا والثانى هو الاظهر ونقل الابهرى ان المرا بالامة امة الاجابة عند الاكثر. مرقات ج۱ ص۳۸۹.
كيداى سي چي مراد په حديث كي امت دعوت سي نو بيا په دې اويا ډلو كي د كفارو ټول دينونه مذهبونه ورګډيږي او كېدى سي چي امت اجابت دي مرادسي نو بيا دغه درواويا ډلي په مسلمانانوكي حصر كېږي او ظاهره دغه معناده او ابهري هم نقل كوي چي د اكثرو په نزد مراد امت اجابت دى.
اوس چي مراد له امت څخه امت اجابت سي نو بياهم اشكال سته هغه داچي د امت مسلمه ډلي او فرقي د حديث ترشمير زياتي دي ځكه مولانا عبد العزيز الدهلوي يوازي شيعه پردواويا ډلي ويشلي دی دغه رنګه خوارج معتزله او نوري ډلي را واخله چي شميريې وخت په وخت زياتيږي او په تيريدلو د زماني سره نوي نوي ډلي پيدا كېږي.
نو بعضي علماء د دي حديث توجيه داكوي چي دلته حصر نه دى مراد بلكي مراد كثرة او ډېروالى دى يعني د حديث مطلب دا نه دى چي خامخا به درو اويا ډلي وي نه به تردي كمي وي او نه زياتي بلكي مطلب دادى چي ډيري به وي او بعضي علماء دا وايي د حديث مطلب دادى چي تردغه شمير به كمي نه وي زياتي كه وي او كه نه او حنفي مذهب هم دادى چي په نصوصو كي مفهوم مخالف نه دى تعبير.
علامه خليل احمد سهارنپوي وايي: اما العدد فيحمل على التكثير..... والاولى ان يقال ان هذ العددلا بدان يوفى ويبلغ بهذا لمقدار ولاينقص منه ولكن لوزاد على هذالعدد فلا مضائقة فيه، بذل المجهود ج۵ ص۱۸۹.
ژباړه: هرڅه چي شمير دى داپر ډېروالي ورحمل كېږي، او ښه دادى چي وويل سي چي داشمير به خامخا پوره كېږي او دغه اندازي ته به رسيږي او تردي به كميږي نه، مګر كه چېري تردي زيات سي په دي كي څه تنګي نسته. نوربیا...........
مولوی عزیزالله عزیزې طیب