د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه
جدي او بې پرې چلند د ارزښتونې وړ دی
      ډاکتر وطنمل
      27.04.2012
    
درنو لیکونکو او ګرانو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !
نیوکې او تنقیدونه باید منطقي،  مدلل او په واقعیتونو (فکتونو) 
ولاړ او له ټولګړو اصولو سره څرګند تړاو ولري ، 
غیر شخصي ادیبانه بڼه ولري او دومره رغنده وي چې په سکالو کې د حل او پرمختګ سره مرسته وکړي! 
د یو تن یوه لیکنه چې له دې نارمونو او موازینو سره یې هېڅ اړخ نه لګاوه د اړونده فوروم د مسوول له خوا له دغسې ګواښونې
 سره مخامخ شوه :
 [color=blue:fa30faaecf] 
« السلام علیکم، 
زما د مسؤلیت لاندې فورم کې د دلایلو او معقولو منطقي ځوابونو پرځاي شخصي تعرض کول، د اشخاصو سپکاوی او توهین کول 
او بې ثبوته تهمتونه پورې کول جدا ممنوع او ناقابل برداشت دي، هرڅوک چې د اصولو څخه سرغړونه کوي لیکنه به یې حتما
 او جزما له بیخه ړنګیږي او هم به د ادارې د تنبیه سره مخامخیږي، دا اصول په هرچاقابل تطبیق دي او هیڅ استثنی نه لري، مواظب اوسئ. 
مننه »[/color:fa30faaecf]
[color=darkred:fa30faaecf]
هیله ده په ورته توګه دې هر مسوول په بې پرې او جدي ډول سره چلند وکړي څو د بل په حقوقو پټ یا ښکاره 
تیری، سپکاوی او زړه بداوی له یوې،  او  بیځایه، کم ارزښته او تکراري لیکنې له بلې خوا د تل له پاره د ټول افغان له درندې 
بئڼ -پاڼې  څخه د تل له پاره  کډه بار کړي ! 
امین ، ومن الله التوفیق ![/color:fa30faaecf]