د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داسې روشنفکران هم شته، بلا دې په سرلوڅانو وګرځي

Musaferjan
26.04.2012

ډاکټر رحمت ربی زیرکیار ۶۲
ګړندی ځواب
سریزه
وایه. ما ورنه پو » استاد « یو څو ورځې وړاندې، ماته له کابل نه یو څو ځوانانو ګډ تلفون وکړ. هر یو به راته
ښتنه وکړه چې په کوم ټولګي کې مو استاد وم؟ د کابل پوهنتون دغو پوهیدونکو )محصلینو( ماته په خپل ځواب کې
په ما زیری وکړ چې د د دغه پوهنتون په ارشیف کې زما ډیرې لیکنې خوندي شوې دي او دوی یې لولي. ما
ورغبرګه کړه چې ډیر ښه، تاسې زما بریښناییز شاګردان یاستئ. ورپسې یې زما نه پوښتنه وکړه چې افغان
طالبان ولې د حامد کرزي سره د سولې خبرې نه کوي؟ ما دغې پلان شوې پو ښتنې ته په پیل کې داسې ځواب
ورکړ چې دغه روغه پوښتنه باید د افغان طالبانو له کوم استازي نه شوې وای،
نه زما نه. هغوی راسره دغه دلیل ومانه، خو زیاته یې کړه چې که د سیاسي علومو د چارپوه په حیث ورته خپل
تحلیل وړاندې کړم. زه پوه شوم چې زما سره یې خپله مرکه ښه پلان کړې وه.
افغان طالبان ولې د کرزي سره د سولې خبرې نه کوي
ما د کابل پوهنتون پوهیدونکو ته وویل چې زما تحلیل زما تحلیل دی، او زه د افغان طالبانو له زړونو او فکرونونه
خبر نه یم. خو کیدای شې چې دوی به د تیرې نږدې یولس کلنې ترخې تجربې او د پخوانیو بې خونده کړاندو نه نوکې
زده کړه کړې وي او د دغې زده کړې په اتکا به د هیواد دوستو افغان چارپوهانو له تحلیلونو نه په منظم ډول خبریږي.
نن په عمل کې دوه غټ جنګي قدرتونه دي: یو د امریکې هر څڼډیز زبرځواک دی او بل د خوار خو سر تیري طالب
غیر متناظر جنګ دی. په دغه جنګ کې خوار خو په اراده غښتلي طالب د نړۍ د مست خان د وسلو، پیسو، دسیسو او
ډڼډورو زور اوبه کړی دی. نن خوارطالب د دنګو غرونو له سمڅو نه راوتلی دی، د اوسني اشغال شوي افغانستان
په پلازمینه کې بریدونه کوي او د نړۍ د یواځیني زبرځواک او د هغه د پیسه دوستو ګوډاګیانو غوني زیږوي. له دې
امله به د افغان طالب لپاره مشکله وي چې د ګوډاګیانو سره د سولې خبرو ته تن کیږدي. د طالب سیال امریکه ده، نه د
کابل بلواکی او ګوډاګی رژیم.
د امریکې حکومت په دې ټینګارکوي چې طالبان دې د حامد کرزي د ګوډاګي حکومت سره خبرې پیل کړي.
له دغه ټینګار نه یې هدف دادی چې د حامد کرزي حکومت په مشروعیت سمبال کړي. د امریکې پلان دا دی چې د
کرزي حکومت د نړۍ والو په سترګو کې د افغانستان د ولس د مشروع استازی په څیر وښئ او په عین حال کې
افغان طالبان یوه غیر قانوني ډله یانې یاغیان معرفي کړي. سر بیره پر دې، کله چې طالبان د کرزي د حکومت سره
نیغې خبرې پیل کړي، نو بیا به امریکه د کرزي سره خپل تړونونه لاسلیک کړي او په دې ډول به د اوږدې مودې لپاره
په افغانستان کې خپلې عسکري اډې خوندي کړي. له دې لارې به د کرزي سره د امریکې هر لاسلیک شوی
تړون په مشروعیت سمبال شي. خو د دې په مقابل کې به د طالبانو د خوځښت غټه ناکامۍ په برخه شي
ځکه چې مشروعیت به له لاسه ورکړي او هرڅوک به ورته د یوه بې قانونه یانې یاغي تنظیم په سترګه
ګوري د هغسې تنظیم په سترګه چې د امریکې د فشار او چل لاندې به حامد کرزي او د شمالي
ټلوالې هیواد پلورونکو ته تسلیم شوی وي او په پایله کې به یې د ټول افغانستان د خلکو په سترګو کې
هغومره سپکاوی په برخه شوي وي لکه اوس چې د نړۍ د مست خان )امریکې( په ټغر د کرزی، شمالي
ټلوالانو او یو څو پخوانیو مجاهدینو په برخه شوی دی. د دې لپاره چې موضوغ سمه رو ښانه شي،
پوهیدونکو ته مې د ټول افغانستان د کر غیړنې وضعې لاندینئ پیښې ور په زړه کړې.
د امریکې سیاسي ذهنیت د نولسمې پیړۍ د برتانویانو سیاسي ذهنیت ته ورته دی: انګریزانو لومړی برتانوي هند
خلق کړ او بیا یې د برتانوي هند د حکومت په نوم په افغانستان باندې په ۰۷۸۱ م کې د ګندومک استعماري تړون
وروتاپه چې په نتیجه کې یې افغانستان د برتانوي هند په نیمه مستعمره حالت بدل شو، یانې د اوسني افغانستان
بهرنئ او دفاعي سیاست د برتانوي هند په مشوره پورې وتړل شو. ورپسې د برتانوي هند حکومت په نیمه
مستعمره افغانستان باندې په ۰۷۱۱ م کې د ډیورنډ استعماري لعنتي تړون وروتاپه. دریم ځل برتانوي هند د ۰۱۰۸
په اګست کې برتانوي پاکستان خلق کړ او له ټول افغانستان نه غلا شوې ځمکه او غوڅ ولس یې خپل میراث خور او
ګوډاګي پاکستان ته تسلیم کړل چې په حقیقت کې برتانوی پاکستان دی. د انګریزانو په شان، امریکایان هم
غواړي چې ځانونه له ځندۍ نه څڼډې ته کړي او په اوسني نیول شوي افغانستان کې خپل ګوډاکی
د پاڼو شمیره: له 2 تر 2
maqalat@afghan-german.de افغان جرمن آنلاین په درښت تاسو همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ
حکومت) چې واګې یې د شمالي ټلوالې په لاسونو کې دي( دیته پریږدي چې د طالبانو سره خبرې وکړي.
زما اټکل دادی چې افغان طالبان د مست خان په چل او وارخطایۍ پوه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more