د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د قلم تکيه په علم، منطق او ادب نه په احساساتو او ګونديزو ارتباطاتو!!

م ن غروال
24.09.2004

د درناوي او په منطق د بحث خونې وروڼو او خويندو سلامونه عرض کوم!
[color=red:8e0626ca39]که څوک د دغه فورم دغه [/color:8e0626ca39] [color=blue:8e0626ca39]((((په درناوي او په منطق بحث)))) [/color:8e0626ca39]اصل ته پاملرنه نشي کولائ او اخلاق يي نشي زغملائ نو لطفاٌ دې له ليکنی ډډه وکړي٠ او که ډير يي زړه راته ډک وؤ نو داسلا په فورم کي د ټاپو لکولو امکانات شته هلته دې تشريف يوسي!!!

بعضي خلک داسي وايي چي امريکه د اسلام لويه دښمنه ده٠ وي به، خو همدا خلک يي بيا غيږه کي پراته دي٠ که دښمنه وي نو پکار دا ده چې ځان دښمنۍ ته چمتو کړو٠ نه هسې په چغواو غير علمي فتوؤ!
ګورئ نن د اسلام پت او عزت په هغو ملکو کي خرڅيږي چي هم ګاونډيان دي او اسلامي حکومت! په زرګنو يتيم ماشومان لرو چي د کور يا د خپلې ګېډې لپاره ګدايي يا نازخمه بدني کار کوي چي کرامت د انسان پرې شرميږي٠ که ددښمن يووالۍ هم وګورو نو مونږه د ددوئ د يووالي په پرتله داسي مثال لري چې دوي ځنګل نه، ځنګلونه دي او مونږه لخته هغه هم يوه يوه او خوره خوره! که تخنيک ته يي وګورو بيا خصوصاٌ نظامي تحنيک ته، نو دغه اه داسي مثال پکار دي چي دوي پروفيسوران او فليسوفان دي او مونږه لا په ښوونځي کي هم نه يوؤ٠ که تبليغي او مطبوعاتي او سياسي ريښتا درواغ او ټګ ټګمارۍ ته يي وګورو نو دوئ هغه ددنيا مداريان دي چي په غړولو سترګو به يي ګورې مګر دکاڼې به درته پرنده جوړه کړي او د کاڼې به هم پرنده!
له داسي دښمن سره سيالي په چغو او په ګروپونو او ترهګريو سيالي نه کيږي٠ له عقله به کار اخلو ملت به په ريښتيني اسلامي سياست او اسلامي اخلاقو سمبال کړو نړېواله اسلامي اداره چي ولرو او اسلامي حکومتونه د خلکو د ملت په آزاده رايه او انتخاب وټاکل شي ، کورنۍ او باندنۍ سياسي تګ لاره ګام په ګام د غور تحليل او د اسلامي ملتنو او د ملت په رايه او مصلحت ، د کورنۍ او نورو اقتصادي فرهنګي د زيانونو او ګټو په پام کي لرلو سره، تعين او اداره شي٠ له هره اړخه به منډو دا تل په پام کي لرو چی دښمن کوم ځاي ته خان ورساوه او زه چيرته پاتي يم٠ دا پام که د مونږه د اسلام په نوم علماؤ چی له بده مرغه ټول ځانوته ملايان هم وايي او هم د اسلامي نظام غوښتونکي هم دي ، لا اقل سل کاله تر مخه په پام کي نيولائ وائ فکر کوم چی نن به مسلمان ملت په دا غمجنو شپو او ورځو نه اوښتل٠
دا خو ټول په مسلمان باسواده نسل عجب بد منفي تأثيرات لري او پايلي يي خورا ترخې وي٠ تاسو له تعليم يافته ځوانې مسلمانې طبقې پوښتنه وکړئ چی د ملا او اسلامي حکومته يي زړه چوي او که نه؟٠ هغوئ الحمدالله مسلمان دي٠ اما کړل شوي اعمال چي يي د سر په سترګو ليدلي وي د هماغه کړو منفي تأثيرات دي چي هم پخوا او هم اوس خلک له ملا او ګيرورو په منډو دي٠ خير په هر تقدير هدف دا دي چي کوښښ به کوؤ چی نور مسلمان ولس ته که ګټه نشو رسولائ نو د ضرر خو دې وجداناٌ او انسانيتاٌ ځان ته اجازه نه ورکوؤ٠
نو همدې هدف ته د رسيدو په مرام او خاطر علمي او اسلامي او انساني دنده او مسئوليت دا دي چي نه په سپکو، نه په سپورو نه په پيغورو او نه هم په غير تحليلي او بې غورو ليکنو څه نه جوړ شوي دي او نه به هم څه ترې جوړ شي٠ او ځکه خو دا د بحث فورم لازم وبلل شو٠ چی له بده مرغه مونږه وليدل او اوس يي دلته هم له درناوي څخه پښې غځول کيږي٠ نو مناسبه بولم چي قلم په علم، منطق اوادب تکيه ولري نه په احساساتو او ګونديزو ارتباطاتو!

په درناوې
ستاسو ورور غروال


Anonymous
24.09.2004

داهغه خلګ دي چه بلڅه ئې نه زده ٠ بيله ورور وژني ٠ تحليل ،اخلاق،رناوی نه پېژني او نه ئې ورښودلۍ دي
څرګنده خبره ده ٠ مرګ يوازنئ شئ دي چه د حل ﻻر ئې ګڼي ٠
هيڅ اسماني اخلاق داسي نه دي ٠ چه مرګ حکم دي کوي ٠ د حکومت د نيولو له پاره ٠
يو څوکسه دي ٠ يا يو نفر دئ چه په څو نومو سرښکاره کوي ٠ ايا دغه اسماني اخلاق دي ٠ او که کتابي اخلاق
او بيا هم د اسلام غوښتونکي دي ٠ په دغه اخلاقو ٠
دغرو وحشي خلګ دي ٠ د اسانيت ، تمدون څه ليري ٠ هر څه چه نور ښوري هغومره نور لاهو کيږي ٠
ملت ئې نور تحمل نسي راوړلای ٠ او په هغه غارو کي به مري ٠
امنيت چه هرڅمره خرابوي ٠ په هغه اندازه ئې ملت نور ترټي ٠ او د مقدس اسلام رنګبدی په کيږي ٠


Anonymous
30.09.2004

غروال صيب او نورو لوستونکو ته سلامونه
دغروال صيب ليکنه مې که څه هم خوښه شوه، او دهغه په نيوکو کې کوم شک نه وينم خو دبحران ځخه د وتو مشخصې لارې نه په ګوته کوي. دغه راز د هغه په ليکنه کې ځينې نوی اصطلاحات زما ترستوګو شو چې که رښتيا ووايم په مانا يې ونه پوهيدم. غروال صيب ليکي:
((ملت به په ريښتيني اسلامي سياست او اسلامي اخلاقو سمبال کړو نړېواله اسلامي اداره چي ولرو او اسلامي حکومتونه د خلکو د ملت په آزاده رايه او انتخاب وټاکل شي ))
دلته د( نړيوالې اسلامې ادارې ) اصطلاح ډېره نوې او توضيح ته ضرورت لري. ددغو بدبختو څخه د وتلو يوازينی لاره زما په نظر داده:
اسلام بايد په غوڅه توګه د سياست څخه بيل شي. اسلام د حکومت او واکمنی له پاره نه دی پيدا شوی او دا يوازي ملايان او موليان دي چې نور له جوماتونو نه ستړي شوي ښکاري او غواړي د تخت او تاج مزه وګوري، په لوکسو موټروکې وګرځي، باډي ګاردان او سکرتران ولري او دنګې ماڼۍ جوړې کړي. تراوسه هيڅ اسلامې حکومت سمه نتيجه نه ده ورکړې نه يې ټولنې ته خدمت کړی او نه هم اسلام ته. ايا په افغانستان کې چې د ١٩٩٢ کال راهيسي اسلامې حکومت موجود دی له پخوانۍ مودې نه يي ښه اسلام عملي کړی دی؟ ايا خبره برعکس نه ده؟ داسلامې حکومت په موده کې له بل هروخت نه زيات غير اسلامې او غير بشري جنايات نه ترسره کيږي؟
بله خبره چې غروال صيب د اسلامي حکومتونو او ازادو انتخاباتو په باب کړی ده په هيڅ صورت عملي جنبه نه لري. مذهبي حکومت خصلتا د ازادوواقعي انتخاباتوسره په تضاد کي دی.
څو ورځې دمخه د داسلامې زده کړو د يو فارغ التحصيل (ملا) سره مخامخ شوم او دبحث په جريان کې هغه راته وويل موږ اسلام لرو خو تراوسه په نړۍ کې هيڅ واقعي اسلامي حکومت نه لرو. ما ورته وويل دا نو پخپله ددې ثبوت دی چې دا کار عملا ممکن نه دی. که د ١٤٠٠ کلونو په موده کې يو اسلامي حکومت جوړ نه شو نو بايد ددې نه نتيجه واخيستل شي چې اسلام د حکومت دارۍ له پاره نه بلکې د ټولنيزو اخلاقو يو سيستم دی چې بايد له سياست نه جدا وساتل شي. په نړۍ کې نور مذهبونه هم شته خو دهغو په نوم مذهبي جمهوريتونه وجود نه لري.
په اخر کې بيا هم وايم چې بايد اسلام له سياست نه جدا شي او د اسلامي ادارو جوړول نه په داخلي او نه په نړيواله سطحه کوم مشکل حل کولای شي. باورو کړی چې همدا يوازينی غوره لاره ده چې هم ددين اوهم ددنيا په ګټه ده.


شاكر الله
01.10.2004

اقبال لاهورى وائ
جدا هو دين سياست سى تو ره جاتي هې چنگيزي---
(كه دين د سياسته بيل شي، نو صرف چنگېزي به راپاتې شي).
د ملايشيا پخوانى صدر اعظم وائ ، چې په مسلمانو ملكونو كې دولت د اسلام نه بغېر نه شي چليداى.
زه هم له تاسو سره په دې متفق يم ، چې دين د دنياوي مسلو نه جدا شي، خو كه په وطن كې سوله او آرامي غواړئ، نو دې مسلې ته ډېره هوا وركول ښه نه دي. پرېږدئ چې شېخ خپل كار كوي،او نور خپل.كه د راى آزادي غواړئ نو بايد چې هر چا ته وي. داسې جامعه ، چې هغه هم په اسلامي قوانينو پوره وي او هم په دنياوي .نه هغه خوړيند اسلام وي، او نه د كفر لوڅه كونه. يو معتدل نظام وي، چې د ټولنې هر وګړى پكې ځان آزاد احساسوي. كه هغه ملا وي او كه بل څوك.


Anonymous
01.10.2004

له سلام او درناوي وروسته:
ما چې تر کومه د ټول افغان په چوکاټ کې په دې اړ څه ليکنې تر اوسه مطالعه کړي ، له هغې څخه په لنډه توګه دغه څو ټکي تاييدولی او سم بللی شم:
١ـ وطنمل صيب په اسلامي او قراني دﻻيلو ثابته کړې چې [color=white:870a1887f8]د ژوند مفهوم د طبيعت بي فساده تسخير دی او بس [/color:870a1887f8]. دا نتيجه زما څکه ډيره خوښه شوه چې دټولنې دپيدايښت، بشپړتيا او تامل اړينتيا په ګوته کوي. پر دې به وروسته بيا راوګرځم چې هدف څه دی.
٢ـ اسلام د ظاهر خان ددورې د ١٣٤٣کال په اساسي قانون کې خوندي شوی و او شرعه د محاکمو او قضأ ګانو بنسټ و، ديمو کراسي او ملي ارښتونه هم ورسره هم غږي په يوه قانون کې خونديشوي وو او ديموکراسۍ پراختيا موندلی شوه. دا د فغاني ټولنې غوښتنه ده ملا دې يواځې په مسجد کې وي، اسلامي شرعه دې په ديموکراتيک قانون کې خوندي وي ، ديموکراسي دي له ليبراليزم او فحشاو پرته پراختيا ومومي ، اسلام او ملي ازادي او ملي ګټې دې تل وساتل شي.
٣ـ د سلام ساتنه ايجابوي چې د منکراتو مخه ونيول شي او د د فرضو شرعي څارنه وشي، چې د عدليې وزارت پورې اړه لري ، مسجد او دعدليې وزارت بايد د اسلامي علماو په منګلو کې پروت وي او بس .
اوس راځم د ژوند مفهوم يا د طبيعت بي فساده تسخير ته: خونور بيا


م ن غروال
02.10.2004

ډيرو درنو او محترمو مسلمان وطنپال افغان خويندو او وروڼو سلامونه عرض کوم!
او ډيرو درنو او محترمو وروڼو هر يو ميلمه، آزاد خيال، شاکرالله، سپېڅلتوم!
وروسته له سلامونو:
((ملت به په ريښتيني اسلامي سياست او اسلامي اخلاقو سمبال کړو نړېواله اسلامي اداره چي ولرو او اسلامي حکومتونه د خلکو د ملت په آزاده رايه او انتخاب وټاکل شي ))
زه ډير ښه پوهيږم چی ولي دا بايد نوي اصطلاح وي او يا هم بايد ولې تاسو آزاد خيال ورور پرې پوه نشئ٠ دا خلک چي د اسلام په نامه په افغاني سياسي ډګر کي خپله غير انساني او غير اسلامي لعنتي نڅا وکړه عجب بد يي کامل ملت ټپي کړ٠ او اوس هم ګورو چی د دين (جهاد) په نوم د وطن وضع مخطل کيږي٠ که دا د اسلامي حکومت مدعيان او سياستوال په اسلامي ريښتيني ايمان او انساني وجدان سمبال انسانان وائ داسي به نه کيدل لکه چی وشول٠ سياست هم ځانته يو خاص مکتب دي چي سړي بايد پکي لوست کړۍ وي٠ که نه، نه مذهبي او نه هم غير مذهبي به وکولاي شي خپل ملت ته د خدمت مصدر وګرځي٠
غواړم يوه مسئله دلته چي، تل هم اختلاف ليدل کيږي، روښانه کړم هغه دا ده چي ولي اسلامي حکومت په هغه خلکو پورې تړاؤ پيدا نکړي چی د اسلامي حکومت مدعيان دي؟ دا ځکه چي دغو اسلامي مدعيانو د سياست له مکتبه يا خو هيڅ زده نه وؤ او يا هم سياسي کلتور يي نه درلود٠
اما که:
دوئ خپله تګلاره په سياسي پوهې سره مخ ته بېولې واي،
دوئ خپله تګلاره د خپل مسلمان ولس په آرأ سرته رسولې واي،
دوئ خپله تګلاره د خپل هېواد د بې وزلۍ او فقر او بدبختۍ او مهاجر ولس په پام کي لرلۍ واي،
دوئ خپله تګلاره د خپلو ګاونډيو هېوادو د سياسي او اقتصادي جوړښت په پام کي لرلاي واي،
دوئ خپله تګلاره د خپل هېواد د سياسي نړېوالو ستونزو سره په قياس کي مدنظر لرلاي واي،
دوئ خپله تګلاره د خلکو د تعليمي او اقتصادي له سويي سره سمه پر مخ بېولې واي،
او له ټولو مهم او خورا هم با ارزښته که:
دوئ لا اقل د اسلام اهداف په يوه مسلمانې ټولنې کي په پام کي لرلې واي،
دوئ لا اقل د اسلام اوامر د يوې مسلمانې ټولنې د سولې آرامښت او پرمختګ لپاره لارې چارې په پام کي لرلې واي،
او زما د يوه نږدې دوست (( له تاسو د بِه نه وي)) خبره چی:
لااقل د مکې معظمي سوګند دې يي پام کي لرلائ وائ نو:
نن به مسلمان ولس له دغو د اسلام مدعيانو زړه نه وائ تور! کرکه به نه وائ او تنفر به د ځايښت چانس نه درلوداي٠ اما ټول مشکل او ټوله نيمګړتيا همدلته ده چي زور، او جاه طلبي او تګلاره غير اسلامي په غير علمي چارو او د خورا ټيټ او ضعيفه سياسي پوهې درلودل دي او بس٠
اما اسلام:
اما اسلام هيڅ وخت نشي کيداي چی صرف جومات او اخلاقي جنبو ته ځانګړۍ شي٠ ځکه:
اسلام يعني د انسان دخلقت ، دنړۍ اود عالم خلقت، او دخداي ج دخدايې دڅرګندونې دفلسفي علم او دهغې ختم، دانساني کلتور، دانساني مسؤليت اودده د حرمت اوکرامت او عزت دمقام نهايت لوړتوب او اخرې لارښونې او دهغې هم خاتمه ،
اسلام يعنې دعلم او فلسفې مور او بنسټ٠ اسلام يعني وجدان،ايمان،انسانيت، علم،فلسفه، مينه، يووالئ، مسؤليت،حرمت، کرامت،عزت،شرافت ٠اسلام يعني صبر زغم کار زيار سنجش تحليل،
اسلام يعني مبارزه دحق ثابتول او ټينګښت او حقدار ته رسول، دباطلاتو مخنېوئ او دمنځه وړل!!!
څه چی نن له خپلو اسلامي مدعيانو ګورو د پورتني اسلام له تعريف سره په ټکر کي ندي؟ ولې نه!
او ملا:
او هيڅ وخت نشي کيداي ملا صرف په جومات پورې منحصر شي يعنې لمانځو ورکولو او د ثواب او ګناه فضيلتنو او ددوزخ او جنت د تشريحاتو لپاره وګمارل شي٠ نه هيڅ وخت هم نه!
ملا هغه کس دي چی د شخص حضرت نبي کريم محمد مصطفی صل الله عليه وسلم تشه او ځاي راډکوي٠
دا چی ډير په خواشينۍ او په تأسف سره له هغو کسانو چي د ملا په نوم:
د درې وختو ډوډۍ لپاره شپيته کلن خان او ملک صاحب ته څوارلس کلنه ورنکاح کوي،
د خان او ملک صاحب په سود او په غريبو د ظلم او ناروا اعمالو غرض نلري،
د نور علمو زده کړې ورته بې ارزښته ښکاري،
د هېواد او د خپل مسلمان ولس ګټې او تاوانونه نه وي ورته مطرح،
په هېواد څه آفت او بلا راغلي وي او د هغه په وړاندې چپ پاتې وي،
او.... او.................
هغه البته نه عالم ددين کيداي شي او نه هم ملا!
ځکه که ټولنه په اسلامي سياسي پوهې سمبال کړل شي او ، همدا ډول هره مسلمانه ټولنه هذالقياس، نو نړېواله اسلامي ټولنه لرو٠ داسي بيا نه پېښېدل لکه چی پېښ شول٠ احياناًَ که کوم مسلمان ملت په داسي بلا اوښتۍ واي د مثال په ډول غمځپلۍ افغانستان، نو نن به د کورنې جګړې د ورکېدو او جنګسلارانو او توپکوالو به د ملت جغورنه د ايساف دنده نه، بلکه د اسلامي هېوادو دنده او مسئوليت واي او اوس په وطن کي پردۍ کافر نه بلکه خپل مسلمان وروڼه پراته واي او دا تيري او بې ځايه بمبارۍ او وژنې به نه کيداي٠
نو وخت ته اړتيا لرو او روزنې ته! زغم ته اړتيا لرو او کار ته،
نه چاودولوته،
نه ترور کولو ته،
نه په يو او بل د منافق او ملحد يا لاس پوڅي ټاپو لګولو ته!
بس که مسلمان سياست پوه په نړېواله کچه دغه اوصولو او زما په آند دغه تګلارو ته، چی علمي تګلاره يي بولم ، پاملرنه وکړه او په دغه اصل يي تګلاره غوره او پر مخ يي بوتله نو برۍ نه يوازې د افغان مسلمانې ټولنې بلکه د انشأالله تعالی د نړۍ مسلمانو په برخه وي، او که نه، لکه څنګه چی ، در په در، بې اتفاقه، او دپرديو لاس لاندې او د يو او بل ( مسلمان دمسلمان) دښمن به وؤ٠
دا چی په پېړيو پېړيو چا ــ يعنې د اسلام په نوم مدعيانو ــ لا تر اوسه د يوه ريښتيني اسلامي حکومت په جوړولو برۍ ندې تر لاسه کړۍ، همدا علت دي او بس!
په درناوې
ستاسو ورور غروال


Anonymous
03.10.2004

غروال صيب سلامونه درته کومه ښه پريمانه :lol:
ډيره ښکلي دي ليکلي دي پدي که نور څه نشمه ويلۍ
خو اوس به د صليبانو سره څه کوو :?: :?: :?: :?: :?:
او اسلامي مدعيان مي ونپيژندل دا لا بيا کومه فرقه ده :?:
بس دا راته وليکه چي سر مي په خلاص شي :D :D :D
وسلام :!: :!: :!: :!: :!:


م ن غروال
05.10.2004

وروسته د سلامونو له وړاندې کولو!
ښاغلئ زورور ورور!
ستاسو د پوښتنو په ځواب کي :
تر ټولو ړومبۍ د (صليبان) کلمې استعمالول زه ناخوښوونکي، راپارَوونکي بولم ، او مناسب د حال يي نه ګڼم او زما لپاره دا سم کار ندې خير رابه شم ستاسود پوښتنو ځوابولو ته :
که غواړو خپلواک هېواد د سولې او ملي يووالې او د پرمختګ او دخپلو راتلونکي نسل او افغان بچيانو ته د اغزيو په بدل کي د ګلانو کرلو هيلو تر بيرغ لاندې، ولرو نو د پاکستان ډُول ته په نڅا چې الوزول او چادول سر پرې کول ګوتې پرې کول ترور کول لاس پوڅي ويل ګوډاګيان ويل د ښوونځيو سوزول د ماينو کښېښودل او..... او ..... دي، چې مونږ افغانانوته به هيڅ هم په لاس رانکړي، په عوض غوره لار دا ده چې په اوسني حکومت کي د هغو افغاني مشرانو سره چې صرفاٌ د هېواد د يوه ريښتيني حکومت په جوړولو خپلې دندې پر مخ بيايي او له بهر ملکو څخه وطن ته راستانه شويدي، خپلې مرستې وکړو او هېواد يو مناسبې دولتي ادارې او خپلواکې قضی او دپوليسو او ملي اردو جوړولوپه لور مخه وکړي او د مطبوعاتو آزادي قانونيت ومومي او د عمل جامه واغوندي او د توپکوالو وسلې راټولې شي او ملت له هر وخته په ښه کيفيت د خپل زعيم ټاکنه وکولائ شي او ..... او..... نو مونږه به ميدان ګټلۍ وي او باور ولرئ چې ډير نني واکداران به د محکمو په وړاندې د خپلو شومو اعمالو دځواب لپاره ودرول شي او ددولتي او بې وزلو خلکو جايدادونه او سرمايې چې يي نن غير قانوني قبضه کړي دي پرته له ټک او ټوک به بيرته خپلو اصلي حکومتي او رعيتي مالکانو ته سپارل کيږي٠
که هر څومره وضع خړه کړل شي هماغومره د توپکوالو د پاتې کېدو وخت به ډير او دقانون حاکميت او د يوې مناسبې ادارې جوړولو کار به وروسته پاتې وي٠ او که هر څومره بې ګناه اولس ته په حکومت کي واکې په لاس ورځي او امن تأمين کيږي هماغومره به هر څه د افغان ملت په ګټه وي٠ د ايساف قوأ لپاره به نور پاتې کېدل ناشوني وي او که بيا احياناً هم چېرې پاتې هم وؤ يا پاتې کېدل ، افغان ولس به يو حکومت لري چې د خلکو په آزاده رايه به ټاکل شوي وي او حکومت او ولس به په ګډه دهغوئ د وتو يا د پاتې کېدو تصميم نيسي٠ ليدل کيږي به چې د امنيتي او اقتصادي کومې ګټې او تاوانونه د ايساف پاتې کېدل او وتل له ځانه سره لري، او بيا به هاغه وخت د افغان ولس غږ ټوله نړۍ اوري٠ او د حکومت اقدام به تر هر څه په پرېمانه اندازه د نړۍ په کچه تأثير لري چې جګړې او دامن زيان ته به اړتيا نه ليدل کيږي٠
پاتې شول د اسلام په نوم د اسلامي حکومت مدعيان!
د اسلام په نوم د اسلامي حکومت مدعيان ټول هغه خلک دي چي څوک د طالب په نوم څوک هم د مجاهد په نوم د نني وطني سياسي او امنيتي وضعې خړ پړ کول غواړي٠
په درناوې
غروال


Anonymous
05.10.2004

د رنو لوستونکو د ښاغلي غروال په تاييد د ويلو وړبولم چې د صليبيانومفهوم او کلمه کارول يو ه پرپيګنديز موخه لري او د واقعيت خړپړتيا يې يواڅينی هدف دی. په لويديځ او امريکا کې نه کوم مذهبي بنسټپال ګوند شته او نه کومه مذهبي ډله په کې قدرت لري . نو صليبيان نه په حکومت کې، نه ګوندونو کې شته او نه کوم غورزنګ لري. د صليبيت د منځنيو پيړيو په ختميدو او د کليساله ﻻسه څخه د قدرت د تللو سره سم ختم شوی او له منځه تللی دی . له دې کبله لويديځ نه په داخل کې او نه بهرکې د کوم هيواد سره مذهبي اختلافات اوتضادونه لري . که دوی ته صليبيان او صليبي حکومتونه وويل شي، نو سيکورلر رژيمونه به بيا په نړۍ کې چيرې وي؟ آيا لويديځ سيکولر نه دی ، صليبي او مذهبي دی؟ آيا له مذهب او عيسويت پرته صليبيت امکان لري؟ والسلام


Anonymous
05.10.2004

سلامونه او احترامات !
داسي نده چه په غرب کي مذهب نشته ٠ په حکومت کي ٠ تر اسلامي دولتو ٠ په غربي حکومتنو کي نصرانيت
ډير دي ٠ هيځ داسي رئيس نسي کاميابه کيدای چه د کليسا موافقه دي ونلري ٠
سکيلر حکومتونه په څوخاطرو سکيلر دي ٠ يوه خاطر ئې داده ٠ چه په غرب کي مذهبي ازادي قانوني حق د هر فرد دي ٠ که طابعه ولري او يا په ويزه ژوند کوي ٠ ټوله غرب مذهبي دي ٠ په اوله درجه کي امريکا ٠
سکيلر معنا په محکمه کي د بايبل قانون نسته ٠ اصلأ بايبل د محکمي اصول نه کري ٠
د نړۍ هر محکمه په سل کي اتيا پر اسلامي اخلاقو ولاړه ده ٠ که روس ،امريکا،جرمن


Anonymous
07.10.2004

[quote:263e51d14a="Anonymous"]سلامونه او احترامات !
داسي نده چه په غرب کي مذهب نشته ٠ په حکومت کي ٠ تر اسلامي دولتو ٠ په غربي حکومتنو کي نصرانيت
ډير دي ٠ هيځ داسي رئيس نسي کاميابه کيدای چه د کليسا موافقه دي ونلري ٠
سکيلر حکومتونه په څوخاطرو سکيلر دي ٠ يوه خاطر ئې داده ٠ چه په غرب کي مذهبي ازادي قانوني حق د هر فرد دي ٠ که طابعه ولري او يا په ويزه ژوند کوي ٠ ټوله غرب مذهبي دي ٠ په اوله درجه کي امريکا ٠
سکيلر معنا په محکمه کي د بايبل قانون نسته ٠ اصلأ بايبل د محکمي اصول نه کري ٠
د نړۍ هر محکمه په سل کي اتيا پر اسلامي اخلاقو ولاړه ده ٠ که روس ،امريکا،جرمن[/quote:263e51d14a]

مننه ميلمه صيب له نغوتې څخه، له سلام او درناوي وروسته: زه هم په لويديځ کې د مذهب له (( موجوديت )) څخه منکر نه يم، کليسا شته خو څوک نه ورځي، د وړو مشومانو او هغو زړو له پاره چې د مرګ په درشل کې دي له کليساڅخه کار اخيستل کيږي، د ماشومانو خيريه او انساندوستانه عاطفې په مذهبي کيسو ، مذهبي جشنونو او مذهبي مراسمو او ښوونو سره روزل کيږي . خو نور په ټولنه ، ټولنيز ژوند او سياست کې کوم رول نه لري: نو مذهب شته خو مذهبي ژوند نشته، مذهب شته خو مذهبي خلک نشته، مذهبي ډلې او ګروپونه ډير لږ اومحدود دي او په پرګنو نه حسابيړي، مذهبي ګوند نشته، خو شته ديموکراتيک ګوندونه چې د مذهبي ارزښتونو ساتنه کوي يعنې ساتنپال يا محافظه کار ګوندونه دي خو چلند او ماهيت يې ديموکرات او سيکولر دی. په کليو کې مذهبي احساس يو څه ليدل کيږي،خو داچې دولت او کليسا سره بيل دي، کليسا په سياست کې خوله نشي خوځولی او نه هم سياسي مذهبي ګوندونه وجود لري. مذهب په عام بشري او خيريه چارو کې يو اخلاقي رول لوبوي او بس او په همدې دندې کليسا خپل ژوندته دوام ورکوي، په سياست کې مړه او په ټولنه کې پړه پاتې شوې ده او يواځې د اخلاقو له ﻻرې سازش کوي او بس.


Anonymous
07.10.2004

شاکراله ورور د يه خپله ليکنه د اقبال لاهورى نظر رااخلي او وايي:
). كه دين د سياسته بيل شي، نو صرف چنگېزي به راپاتې شي(
خو دنړۍ ډير زيات کار پوهان بيا وايي:
(که دين له سياسته بيل شي، نو صرف ديموکراسي به راپاتي شي)
دغه واقعيت اوس د نړۍ دډيرو پرمختللو هيوادونو په ژوند کې په ثبوت رسيدلی دی. کله چې وايو دين له سياسته جداشي نو مطلب يواځې اسلام نه دی . په نړۍ کې نورډير اديان او مذهبونه شته چې له سياست څخه بيل او جدا دي. هغوی نه وايي يهودي جمهوريت ! عيسوي جمهوريت ! بودايي جمهوريت ! هندويي جمهوريت ! او داسي نور. نپوهيږم داسلام تفاوت دهغو اديانو سره په څه کې دی؟ زموږ په ټولنه کې هيڅ څوک د اسلام د موجوديت او تقدس څخه انکار نه کوي ولي هغه خپل ځانګړی ځای او مقام لري. دهغه سياسي کول او افراط ګرايي کيدای شي دډيرو بدمرغيو زيږنده شي. که روسانو او سوسيالستي نظام د خپل اويا کلن سوسياليزم دتجربې څخه سمه نتيجه وانه خيسته نو تسليم شول او خپله لاره يي بدله کړه. خو زموږ اسلامي بنياد ګرايان که په ١٤٠٠ کلونو کې دخپلې خوښې د اسلامې دولتي سيستم په جوړولو بريالي نه شول اوس هم لاس نه اخلي او دهغه جوړلو په هيله په تمامه بې رحمۍ مخ ته ځي. داسي ښکاري چې موږ افغانان دخپل هيواد د تير ٢٥ کلن خونين تاريخ څخه لا تراوسه درس نه دی اخيستی. ولی بايد داسي اسلام ونه لرو لکه د سلطنت او يا جمهوريت په وختو کې؟ د مجاهدينو او طالبانو داسلامي جمهوريت فرق دافغانستان د سلطنتي او جمهوري رژيمونو سره په څه کې دی؟ کومې مزاياوې او برياليتوبونه ېې زموږ خلکو ته ورپه برخه کړي دي؟ ايا دپاکستان او ايران اسلامي جمهوريتونو په کورنۍ او نړيواله سويه برياوې لاس ته راوړي دي؟ فکر کوی هلته انسانيت او انساني کرامت ،مساوات او انصاف، خواخوږي، علميت ، تقوا، اقتصادي وده او داسي نور له نورو هيوادونو څخه ښه دي؟ او جنايات کمتره دي؟ او که نه نو بيا اسلامي څه مانا؟ که مانا داوي چې يوازې ګيرور ملا او يا مولوي او دهغه هم نظره ډله په واک کې وي نو خو بيا دا داسلام څخه ناسمه ګټه اخيستنه ده. ولي د افغانستان، پاکستان او ايران څخه چې اسلامي جمهوريتونه دي خلک او په ځانګړې توګه لوستي کسان په تيښته کې دي؟ ولي ډير سوچه مسلمانان هم له دغو هيوادونو څخه فرار کوي؟ داځکه چې لوستي کسان او کارپوهان پوهه او شعور لري او نشي کولای په داسي ټولنه کې ژوند وکړي چې هلته کم ترکمه فردي ازادي، او انساني حقوق وجود نه لري. دهيواد زياتره بودجه په نظامي او مذهبي چارو مصرفيږي. قدم په قدم به جوماتونه اباد شي خو ښونځيو او تعليمي پرمختګ ته به پيسي درک ونه لري. په نړيواله سويه مذهبي حکومتونه نشي کولي دسيکولر نظامونو سره چې غوڅ اکثريت دي په نړيوالو چارو او راشه درشه کې سم تفاهم ته ورسيږي. او داکار هيواد دګوښه ګيرۍ او اقتصادي رکود سره مخامخ کوي.

محترم غروال صيب ډيره ښکلي ليکنه کړي ده خو بيا هم خړه پړه له ورېځو ډکه ده. هغه ديموکراسي، اسلام، او سيکولريزم ټول سره په مساوي اندازه رااخلي او داچې کوم دې دواک په سرکې وي او نور ورسره په شاوخواکې ، په مشخص ډول نه وړاندي کوي. زما په نظر زموږ د هيواد له پاره دوه لاري موجود دي:

١ د سيکوليرزم لار يا هغه ډول اسلام چې د مجاهدينو له تراژيدۍ نه دمخه په افغانستان کې موجود و او هغه د عدليې دوزارت، داوقافو درياست او نورو اسلامې تشکيلاتو په واسطه اداره کيدۀ. ٢
اسلامي جمهوريت لکه دطالبانو. ددې دواړو ترمنځ ګډوله نظام پايښت نه لري او نه تراوسه داسي کو بريالی موډل په نړی کې ليدل شوی دی. په اخر کې بيا وايم چې داسلام ددين او دهغه د تقدس په باب سوال مطرح نه دی بلکې په ټولنه کې په خپل اصلي ځای کې دهغه برقرارول دي اوبس. ترڅو ورڅخه د ناوړې استفادې مخه ونيول شي او په دې لار کې دهيواد دپرمختګ په لار کې کوم خنډ منځ ته را نه وړي.


Ghairat
09.10.2004

په ديموکراسۍکې هر څوک او هر ګوند د واکمنۍ د يولو له پاره ټولټاکنو ته کانديد کيدای شي، که اسلامي نسټپالان ټاکنې وګټي، وکمنۍ ته رسيږي، خو داچې د واک په ټلو به اساسي قانون ته له قانوني او ديموکراتيکې ﻻرې بدلون هم ورکړای شي، د تصور وړ نه بريښي. د ترکيې اسلامي ګوند واکمنۍ ته ورسيد خو دومره اکثريت يې په پارلمان کې تر ﻻسه نه شو کړی چې بنسټي اسلامي بدلونونه منځته را وړي . د طالبانو اسلامي حزب خوبونه او خيالونه د سياسي ګور پر مورګه ورښکته شوي دي، يا ښخ شوي او له منځه للي دي.
ولې د حدای شکر دی زمونږ ټولنه له سېلمې يوه اسلامي ټولنه ده، د اسلام ساتنه او پالنه نفوذ او اغيزې به تل وي او ساتل کيږي به. دا ي ديموکراتيک اصل دی او د دموکراسۍ پر بنسټ به هم اسلام د ظاهر خان له دورې څخه زيات پياوړی کيږي، خو بنسټپالي او مذهبي واکمني به هيڅکله رامنځته نشي. په دې توګه د عدليې وزارت او يو شمير نر تشکيلاتر به ت پخوا زيات صلاحيت او فعاليت ولري،د فرضو د پرځای کولو کنترول او له نواهيو څخه د منع کولو ميکانيزم به طبعا پراختيا مومي او د اسلامي اخلاقو ودې ته به دولت کارکوي او همدغه به د افغان اولس له پاره بسنه هم وکړي. په ديموکراسۍ کې اسلامي بنسټپالۍ ته هم خدمت کيدای شې، خو برعکس په اسلامي بنسټپالۍ کې ديموکراسۍ ته د کار او فعاليت هېډول اجازه نه ورکول کيږي والسلا م


Anonymous
09.10.2004

ښاغلې غېرت صيب سلامونه مي و منۍ !
و اسلامي اخلاقوته کار کول د ملت فرضي وظيفه ده ٠ نه ده حکومت که چيري حکومت دغه وظيفه پر غاړه واخلي
نو به فردي ازادۍ ته ګواښ پيداکيږي ٠

[quote:873628efd2] دفرضو د پرځای کولو کنترول او له نواهيو څخه د منع کولو ميکانيزم به طبعا پراختيا مومي او د اسلامي اخلاقو ودې ته به دولت کارکوي [/quote:873628efd2]

پر ملت فرض دي چه اسلامي اخلاقوته فعاليت وکړي ٠ تر څو پوري چه اسلامي اخلاق اجازه ورکوي ٠
A ٠ حکومت به د ملت تر نظارت لاندي وي ٠ چه د ملت بې ارادي هيڅ و نکړي
B ٠ کوم قانون چه دملت نماينده ګانو ليکلۍ ٠ د حکومت وظيفه ده چه تطبق ئې کړي ٠ پر هر فرد
C ٠ حکومت هيڅ حق نه لري ٠ چه اسلام ته خدمت وکړي ٠ د حکومت کار د ملت خدمت سياسي وي او بس
د ملت وظيفه ده چه هم وطن اباد کړي هم اسلامي اخلاق دنيا ته صادر کړي ٠


Ghairat
10.10.2004

هو، هو! ميلمه وروره سل په سلو کې ټيک همدغسې ده ، سلامونه او درناوی مې ومنئ.اولسواک حکومت به تل هغه څه کوي چې اولس يې غواړي ، د حکومت کړه وړه به د اولس د غوښتنو او ارمانونو انعکاس او غبرګيز اوسي او مسلمان اولس به اسلامي اخلاقو ته هم وده ورکول غواړي، په دې کې هيڅ شک نشته، د ټولنې پرمختګ له اخلاقي پرمختګ پرته کيدايشون نه لري. مذهبونو د د بشري ټولنې د پرمختګ له پاره پر اخلاقو زور اچاوه، او هر وروستني له مخکيني څخه د اخلاقي غوښتنو لمن يو څه نوره هم پراخه کړې او هم يې عمق او ژورتيا وربخښلې ده. د خدای قران ځکه په سلو کې اتيا يا ٩٠ برخې اخلاق بيانوي او پاتې لس شل برخې په سلو کې شرعي احکام او عبادات دي. د پخوانو پيغمبرانو او قومونو کيسې هم د همدې اخلاقي پندونو او عبرتونو له پاره پکې ذکر شوي دي. ديموکراسي د اسلامي خلافت يو اصل دی، چې په اسلامي ټولنه کې اسلام ته ستر خدمتونه تر سره کولی شي او له تعصب پرته پلې کيږي. بنسټپالي او اخوانيت د ګډوډۍ او انارښي بنسټ دی او اسلام د اعتدال له زرين اصل او خاصيت څخه راباسي، نو ځکه په تيرو ديرش څلويښتو کلونو کې يواځې د وطن د بربادۍ او ويجاړتيا سبب شول او په تاريخ کې يې ډير تور نوم وګاټه. والسلام..


م ن غروال
10.10.2004

ښاغلۍ آزاد خيال ورور سلامونه ومنۍ
تاسو ليکئ:

محترم غروال صيب ډيره ښکلي ليکنه کړي ده خو بيا هم خړه پړه له ورېځو ډکه ده. هغه ديموکراسي، اسلام، او سيکولريزم ټول سره په مساوي اندازه رااخلي او داچې کوم دې دواک په سرکې وي او نور ورسره په شاوخواکې ، په مشخص ډول نه وړاندي کوي.

ما مخکي هم دا عرض کړۍ دي چې دغه داسلام مدعيان چې د اسلامي نظام دعوأ لري، کړه او اصول يي نه يوازې چې اسلامي نه دي بلکه د اسلام له شرف سره په ټکر کي هم دي چې ستاسو په فرموده مسلمان خلک ترې په تېښته کي دي٠ مثالونه يي تاسو خپله ويلي دي٠
لکه څنګه چې غيرت ورور هم اشاره کړې ده حکومت به د ولس په آزاد انتخاب ټاکل کيږي او خلکو ته به د خپلو کړو ځواب وايي او د اسلامي اخلاقو په وده کي به هم خپل ځانته اسلامي قوانين او اصول لري چي د اسلام مقدس دين په اساس په ټولنه کي د منلو وړ وي لکه څرنګه چې تاسو ورته ډير ښايسته مثالونه ورکړي دي٠ اما نه داسي سخت دريځه او جبري چې لکه چې مو وليدل٠ مسلمان کس به د مسلمانانو لخوا ټاکل کيږي او د انتخاباتو او بيان او فردي آزادي به په کي تضمين وي او د هېواد ګټې به په پام کي لري او همدا ډول نړېوال او بالخصوص ګاونډي هېوادونه به هم ورته مطرح وي او هېواد دملي امنيت او اقتصاد او خپلواکۍ ته به زيان نه متوجه کيږي٠ دا نظام که ديموکراسي وبلل شي او که اسلامي! خو په حقيقت کي به همدا نظام د اسلام مقدس دين غوښتنه وي او همدا نظام به اسلامي ارمان وي او همدا نظام به بري ته هم رسيږي او همدا نظام به داسي نظام وي چې دا داسلام په نوم مدعيان به نوره د خپلو شومو اعمالو سرته رسولو چانس ونلري٠ سنجش غور تحليل به د واکمنو اصلي تکيه وي او مسلمان ولس به خپله اسلامي ټولنه ولري٠
دا چې پاکستان ځانته اسلامي واي او يا هم طالبان او يا هم د جمعيت ډله، دا نه اسلامي دي او نه هم اسلام داسي يوه تګلاره ده لکه څنګه چې دوئ وښودله٠ او اوس چې چاته د اسلامي نظام نوم ورواخيسل شي په زړه يي اور بل شي او وايي چې په لحاظ د خداي !!! مونږه ولېدل دا اسلامي نظامونه، نور مو په آرامه پرېږدۍ او نورو ته د حکومت کولو چانس ورکړئ٠ دوئ په حقيقت کي حق په جانب دي ځکه چي دا د اسلام په نوم مدعيان او دا غير علمي مفتيان، مسلمان ولس ته داسي ګلان خو، نه دي کرلي چي تعفن يي يوازې د هېواد په کچه وي بلکه په نړېواله سطح کي دا له کرکې او تنفر څخه بد بوي خپله اغېزه لرلې ده٠
که نه همدا مونږ ، يعنې تاسو او زه او نور زما او ستاسو په شان وروڼه چې دلته ليکنې کوؤ ايا خداي مکړه نا مسلمانه يو؟ اسلام راته خداي مکړه خرافات ښکاري؟ خداي مکړه، قران راته د زړو اديانو کېسې ښکاري؟ او ايا داسي مونږه ويلي چې اسلامي قوانين د ټولني د پرمختګ خنډ ګرځي؟ استغفرالله!!! نه چا ويلي دي او نه يي هم څوک وايي٠ څوک چي څه وايي هغه د همدغو د اسلامي مدعيان او اسلامي غير علمي مفتيان دي چې هم يي مسلمان ولس تباه کړ، او هم يي اسلام د بدنامۍ پولو ته ورساوه! او هم يي مسلمان ولس د اسلامي نظام څخه په توبو بې زاره کړ، چې مسلَم حق يي هم دي!!! اوس چې دوئ محضې د ديموکراسۍ نوم واوري نو غازي امان الله خان د وخت ملا ځان درته جوړ کړي ايت د قرأن به درته ليکي فکر کوي لکه چې مونږه هم د هغه وخت ړانده بېسواده خلک يو او د هغه وخت په څېر به وغوليږو٠ نه بابا!!! زه سوګند يادوم چې اوس هم د پاکستان لاس وهنه نه وي ٩٠ په سلو کي حتی د طالب چارواکي هم له اوسني نظام سره ودريږي او له تېرو کړو ډير سخت پښېمانه دي او همدا پروسه اوس هم روانه ده او ګورو به چې څه کيږي٠ او دليل به وايي چې دا خو کفرې فلسفه ده او اسلام شورايي نظار لري٠ دا دوئ له ياده وځي چې شورايي نظار له داسي بد بوئ په رنځ اخته دي چې پرته له کرکې او بې زارۍ نور هلته د انسانيت علميت او منطق څه په ذره بين کي هم نه ليدل کيږي٠
هماغه نظام چې تاسو يي غواړئ او زه يي غواړم او غيرت ورور يي غواړي او نقاد ورور يي غواړي او حليمي ورور يي غواړي او آزاد نظر ورور يي غواړي او نور خويندې او وروڼه همدا ډول!!! اصلي اسلامي نظام او د اسلام ارمان او اسلامي سياست به وي٠ نه طالبي ، نه احمد شاه مسعودی، نه پاکستاني او نه هم د نورو ددوئ په شان دمداريانو او متجاوزينو!!!
په درناوې
غروال[/quote][/code][/list][/list][/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more