نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ماین په چاودنه کې دوه بیګناه ملکي وګړي ټپيان شول
تيمور
24.04.2012
درنو هیوادوالو ته اسلام علیکم،
د لغمان د خبري آژانسونو په خپره شوې پاڼه کې راغلي دي چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د چهارباغ په سیمه کې نن سهار یو ماین چې د نامعلومو وسله والو له خوا د سرک په غاړه ځای پر ځای شوی و هغه مهال وچاودېد، د دې چاودنې له امله په سیمه کې دوه تنه بیګناه ملکي وګړي سخته ټپيان شول، چې دا مهال د ننګرهار د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ددغه پيښې مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او په یو راستول شوي پيغام کې یې ویلي چې د قرغیو په چهارباغ سیمه کې د پولیسو په رینجر چاودنه کړې او پکې سپاره پولیس یې ټول لمنځه وړي .
دوی نه یوازي چې زمونږ بیګناه هیوادوال شهیدان کوي، بیا راځي په ډیرې بي شرمي سره مسلمانانو ته یو لوی درواغ هم وايي، (الله اکبر) دوی خو د الله (ج) څخه هم نه ډاریږي.
په درنښت،