نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
غير علمي مفتيان
م ن غروال
23.09.2004
درنو او محترمو مسلمانو خويندو او وروڼو سلام عرض کوم!
کله چی غازي امان الله خان د نوې ټولنې د جوړېدو او د هېواد د پرمختګ هلې ځلې پيل کړې نو د هغه لوي دښمن انګريز د افغان د هغو علماؤ د لاس په برکت چی د قران عظيم الشان او احاديث نبوي څخه ظالمه چاړه جوړه او دملت پر غاړه يي کښيږودله٠ هغوي د ټولنې ملايان وؤ او ملت ددوي وعظ او نصايحو ته غوږ نيوؤ، اما همدا ملا صاحبانو به يو لاس کي قرأن او په بل لاس کي به يي د اماني سلطنت نوۍ قانون وؤ او بيسواده او نا خبره ولس به يي مخاطب کړ:
اې مسلمانانو ورورڼو! دا دی قرأن او دا دی هم د اماني سلطنت قانون! کوم يو منئ؟
چا کولۍ شول ووايي چی (نعذو با الله) مونږه قرأن نه منو او د امان الله خان قانون منو؟
اوس چی هر وطنپال مسلمان افغان خور او ورور د دين په نامه علماؤ د ايتونو او احاديثو دلايل او قرأين نه مني او له هره پلوه د خلکو زړه په اصطلاح ورڅخه شين او داغ داغ دي علت يي دا ندي چی خداي ج مکړه څوک يا ملحد دي يا هم څوک مشرک! يا څوک منافق دي يا هم څوک کمونست! علت يي دا دي چی دلته بحث په منطق او د څېړنې په ژرنده ډډه نلري٠ د آيت شريف او د حديث شريف مرام او مقان چی څومره ټولنيز سياسي نړېوال چلنج له ځانه سره لري دهغه له تحليل او غور او پلټنې څخه له بده مرغه دا محترمين محرومه دي٠ مونږ هر يو کولاي شو چي د خپل ټولنې د سمون او د ژغورنې په هدف سياسي دا سي بحث وکړو چي که څوک ملحد وي هم ، د مونږ د ليکنو او د وطن د سمون لپاره وړانديزونو د اغېز په اساس له خپلې ملحدۍ سمې اسلامي لارې ته راواوړي اما بالعکس! کوم چی د اسلام مقدين تر سيورې لاندي آزاد انتخابات او په هېواد کي د روغې او سولې او بيا جوړونې غوښتونکي دي، ګام په ګام له هغو وروڼو سره چي يو لاس کي يي قران دي او بل کي يي هم ديموکراسي، د متضادو بحثو لړۍ خپل ګړنديتوب ته چټکتيا ورکوي٠ نوره يي چي يي منطق سلب شي د منافق کمونست د ديموکراسۍ ميننانو ټاپې يي تيارې لاسو کي نيولي او د هر چا په تندي يي چی ور ووهله پروا يي نشته٠
او له دغه هم بل ډير مهم اصل دا دي چي د اسلام مدعيان د قرأني او نبوي احکامو له خپل حد او اندازې زيات غلط او نارواه تعبير کوي٠ جريان په آيتونو او احاديثو ځکه غواړي وليکي چي يعني دا خو خداي ج او د هغه رسول ص فرمودې دي٠ په تر جمه کي يي دومره زياتۍ وشي چی هم د عربي تکلم قوانين اوهم د قرأني ترجمې او تفسير قوانين داسي د پښو لاندي شي کامله غلطه ترجمه وشي٠ يعني څه چي ددوئ له دلايلو سره سر نشي خوړای بايد ترجمه بدله شي٠ زه شک لرم چي راتلونکي کي به قرأن ته هم په خپله ګټه تغير ورکړي٠ په نهايت خواشينۍ او بدمرغۍ غواړم عرض کړم چی نه يوازې د ګران هېواد افغانستان بلکه د نړېوال مسلمان ملت ټولې ټولنيزي سياسي اقتصادي او فرهنګي ستونزې ــ فقر تباهي خواري اواره ګي ذلت غلامي او فلاکت ــ د همدا نا تحليلو او بې غورو او غير علمي اسلامي مفتيانو له لاسه چی، په دين او دنيا او وجداناٌ به د مسلمان ملت او د خداي ج او رسوال الله ص په وړاندي انشأالله تعالی ځواب وايي، را په برخه شوي دي٠
په درناوې
ستاسو ورور غروال
دابه دومره كم وي له كه غروال چه په لقبوكي كم دي
ziauddin
05.10.2004
غرواله صاحب سلام وبعد هو داسي خلك به وي چه له اسلامه غلطه استفاده كوي او دقران ايا تونه به دخپلي مقتضا سره برابره وي او دا كفر بلل كيږي ځكه نبي عليه السلام واي ((من فسر القران برايه فقد كفر))
خو داسي علما به ډير كم وي او ستا خبري ډيري مشوشي دي دمطلق علما مخالفت ځني ښكاره كيږي او دا
په له اسلامه غرو ته ختل دي ستا كم ملا يان او علما مراد دي ؟ او افغان هم يو مسلمان قوم دي
هميشه خبري په ورين تندي مني او دعلما په قول دالله په لار كي سر قربا نوي
او ددي بيلګي موږ ډيري وه ليدي اياله روس جهاد ده علماپه قول نه وو
؟ايا تر هندوستانه فتو حات دعلما دقول داتباع له وجهي نه وو؟ كه ته دخپلي
نظريي اظهار وكړي چه ستا كم علما مراد دي دا به ډير ښه وي خو داوصيت مي له
ورور ګلوي در سره ساته چه دعلما سره خيال كوه چه اخرت دي خراب نشي
وسلا م علئ من اتبع الهدي ستا او دافغان دخوشحالي په هيله ضياالدين
م ن غروال
05.10.2004
ښاغلۍ ضيأالدين سلامونه ومنئ !
ستاسو اندېښنه زما د آخرت په هکله له بده مرغه ډيره بې ځايه ده نو لدې امله يي د مننې وړ نه بولم٠
زه وړانديز درته کوم چې کوښښ کوئ ځان د خلکو د قلم په ژبه پوه کړئ او دهغه دقلم له رسمه دده دافکارو وطني سياسي او اسلامي عقيدې پيدا کړئ بيا نو فکر نه کوم چې انديښنې مو بې ځايه وي٠ تر ټولو زياتې د بنده ليکنې په ټول افغان وېب پاڼه کي دي که پر ځان ته د تکليف په قبلېدو، ولولئ نو وروسته له لوستلو به يي انشأالله تعالی پوه شئ چی محمدنادرغروال کوم د اسلام په نوم علمأ او مجاهد او طالب ياد وي٠
په درناوې٠
ع کريم حليمي
06.10.2004
ډېر محترم غروال صاحب ، ziauddin او درنو مسلمانو خويندو او وروڼو السلام عليکم !
نه پوهېږم چه بعضي ملګري داسي جملې او الفاظ ليکي چه هغه د ليکلو هيڅ وړ نوي ٠ لکه
بې غيرتي ، او ايمان ته خطر
دغه ليکني چه له پوهېدو کيږي ٠ او که قصدأ ٠
ډېر دوستان د طالب و نامته په احترام قايله دي ٠ هو هغه وخت چه به يو ځوان هلک له کوره ولاړ او په قاعده بغداديه په مسجد کي شروع کړه ٠ او لس تر پنځلس کاله به ئې اسلامي اصول زده کول ٠ پر هر يوه داحق درلودي
چه هر مسلمان ئې مادي او معنوي روزه وکړي ٠ او د زکات د ور کولو حق اول د طالب وو
ولي چه ٠ خړي موچڼي به ئې په پښو وې ،د خړ سان کالي به ئې اغوستي وه ، په کال کي به ئې شل واره ښوروا
ئيله ورته رسېدل ، او مچڼي به ئې له کلک والي په لم غوړولې ٠ او ژوند به ئې د اسلامي درس له پاره وقف
کړي وو ٠ نو داخلک رشتيا د ډير احترام وړوه ٠
نن کومه دي هغه طالبان ٠
د نن طالب هم ورېښمينه لونګۍ تړي ، تريويرا بلاپوښ اغوندي ، کرولا موټر لري ، تلويزن په کور کي لري
بوټونه هم جرمني په پښو کوي ،
ملا محمد غوث اخوند ورته وائې ٠ زما دي په خدای قسم وي ٠ که به په قران سم پوهيږي
ملا محمد عمر اخوند ورته وائې ٠ خو ده د قدرت په درېيم کال ئې د ځانه ملا مقرره کړي چه يوڅه د فقهي
کتابونه ولولي ٠ سند لرم نغواړم چه وئې ليکم ٠
ملا وکيل احمد ئې يادوي ٠ او په مشرقي مکتب کي متعلم وو د ترکي په کال ٠ او درس ئې تر اتمه نه دي لوستي
ملا مجاهد عبدالحکيم ئې يادوي خو يوه ورځ ئې په مسجد کي نه ده تيره کړي ٠ او په پېښور کي ئې د کرشچن
اجنسۍ سره کار کاوه ٠ چه طالبانو خپل سفير ټاکۍ ٠
او د ملاضعيفه او معوين ئې هم ملايان وه ٠
او معوين صاحب ئې د کابل ادبيات لوستي وه هم ئې ملا ورته ويل ٠
او په طالب جان څوک خبر دي چه زراعت ئې لوستی که تخنيک
نن طالبان نسته ټوله مااو تا غوندي ژوند لري ٠
د بلا دي هېر سي مرحم ملا رباني د پنجوايي د اولسوالۍ مامور وو ٠
او په ملا خاورين (ترابي ) يو الله خبر دي ٠
طالب نن يو سياسي لقب دي ٠
هغه وخت به له احتياط څخه کار اخلو چه که فرد معلوم وي ٠ چه کوم طالب کوم ملا !!!!
دا به هم ښه کار نوي چه هر خلقی نامسلمانه وکڼو او هر ملا ته د زمانې د غوپ په سترګه وګور
هو که څوک د ملا د نامه احترام ساتي ٠ دا ښه اخلاق دي ٠
دفرد شخصيت جامعه تعين کوي ٠ تاسو نه فلان بې قدره ٠ ماته قدرمن
څوک اخلاقأ حق نلري ٠ چه پافشاري وکړي چه فلان ماته قدرمن دي تاسو ئې هم قدرمن کڼۍ
يا تاسوته بېقدره ٠ نو موږ به ئې هم بېقدرګڼو نه
ئېئ
نشته نشته
ziauddin
06.10.2004
محترم غروال صاحب او هم حليمي صاحب ستا سي يو دبل له تا يداتو دا راته معلو مه شوه
چه هغه علما او طلبا له اسلا مه غلطه استفاده چه په افغا نستان كي ديني قانون نافذ
كړ او دخلكو نا موس احترام يي وكړ او بيا دامريكايي او بر طانوي ير غلګرو له خوا دملت دمستبيدينو په مرسته له مو قع لري كړاي شول او حلمي صاحب دا دمسلمان فريضه ده چه دحقي لاري دعوت به كوي
نو ته په دي خواه مه بده وه كه تا ته اسلامي خبره معلو مه شي هغه ما ته را جع كړه
دا يو اسلامي حق دي او محترمه ستا دا خبره چه (((())))))))))((((((((((())))))))))))
ېر دوستان د طالب و نامته په احترام قايله دي ٠ هو هغه وخت چه به يو ځوان هلک له کوره ولاړ او په قاعده بغداديه په مسجد کي شروع کړه ٠ او لس تر پنځلس کاله به ئې اسلامي اصول زده کول ٠ پر هر يوه داحق درلودي چه هر مسلمان ئې مادي او معنوي روزه وکړي ٠ او د زکات د ور کولو حق اول د طالب وو
ولي چه ٠ خړي موچڼي به ئې په پښو وې ،د خړ سان کالي به ئې اغوستي وه ، په کال کي به ئې شل واره ښوروا ئيله ورته رسېدل ، او مچڼي به ئې له کلک والي په لم غوړولې ٠ او ژوند به ئې د اسلامي درس له پاره وقف کړي وو ٠ نو داخلک رشتيا د ډير احترام وړوه نن کومه دي هغه طالبان ))))))((())))))))()()(0
محترمه په لنډه تو ګه ستا په جواب كي در ته وايم چه ملبو سات او جامي مطلوب نه دي
بلكه حقايق مطلوب دي په كمزوري لباس څوك نه طالب كيږي او نه عالم كيږي
او ستا دا خبره چه (((محمد عمر اخوند ورته وائې ٠ خو ده د قدرت په درېيم کال ئې د ځانه ملا مقرره کړي چه يوڅه د فقهي کتابونه ولولي ٠ سند لرم نغواړم چه وئې ليکم ٠) ))) مترمه داخو بالكل لمال دي
چه له قدرت سره يو څو ك ده فقهي كتا بونه وايي او دا عين اسلام دي او ستا دا خبره چه ((( ملا وکيل احمد ئې يادوي ٠ او په مشرقي مکتب کي متعلم وو د ترکي په کال ٠ او درس ئې تر اتمه نه دي لوستي ))وروه په وكيل احمد زه خبر يم چه ديني كتا بونه يه تر اخيره لوستي دي نو بي بنياده ليكني مه كوي او دا ضرور هم نه ده چه ته اخيره دي كتا بو نه وه ويل شي او ستا دا خبره (( او په طالب جان څوک خبر دي چه زراعت ئې لوستی که تخنيک )) محترمه بايد در ته وه وا يم چه دطا لب له ليكونو داسي معلو ميږ ي
چه خداي تعالا ښه علم وركړي دي دغروا ل صاحب په طريقه بي ځايه تفسير نه كويي
او ستا دا قول(( چه هغه وخت به له احتياط څخه کار اخلو چه که فرد معلوم وي ٠ چه کوم طالب کوم ملا !!!! محترمه ددين په اصولو ځان عالم كړه دعلما دجماعت احترام ضرور دي نه دخاص فرد
(( اين نصيحت است اګر قبول كني يا نه ان تو ميدا ني)) ( ضياألدين )
م ن غروال
06.10.2004
ضياالدين خانه سلامونه ومنۍ
ستاسو خبره
دغروا ل صاحب په طريقه بي ځايه تفسير نه كويي
زه مفسر نه يم او نه هم تفسير کوم اما هر هغه څه چې دقلم په ژبه وايم زه ايمان پرې لرم او انشأالله تعالی د غلطۍ لپاره به د بنده سر تسليم وي٠او هدف يي د هېواد سوله او پرمختګ او اسلام تر ټولو مذهبي او غير مذهبي قوانينو او اصولو او اجرأتو په تناسب، بشر دوسته صلح رحمه د ميني او صفا او دانسان د خدمت په عنوان او څېره، هم پېژنم او هم يي معرفي کوم٠
دا چې تاسو او ستاسو هم نظرو دوستانو ترې هر ډول اخيستنه کوئ هغه زما لپاره بد مرغي ده٠
په درناوې
ع کريم حليمي
06.10.2004
ډيرمحترم غروال صاحب،ضيأجانه او درنو مسلمانو خويندو او وروڼو السلام عليکم !
[quote:41c5c92fbc]چه هغه علما او طلبا له اسلا مه غلطه استفاده چه په افغا نستان كي ديني قانون نافذ
كړ او دخلكو نا موس احترام يي وكړ او بيا دامريكايي او بر طانوي ير غلګرو له خوا دملت دمستبيدينو په مرسته له مو قع لري كړاي شول او حلمي صاحب دا دمسلمان فريضه ده چه دحقي لاري دعوت به كوي [/quote:41c5c92fbc]
ښه خير کله ئې وهلي او بعضي وخت په احترام کړي ٠
داماته ډيره عجبه ايسي ٠ ټول جهاد پر طالب تمام سو ٠ ملت نو نه قرباني ورکړې ٠ نه ئې شهيدان ورکړي
ټوله طالب وو ٠ بس
نو که دغه مبارک کارونه طالب کړي ٠ نو امان الله خان چا له ملکه ورک کړۍ ٠ ؟؟؟
په زمين داور کښي د مکتبوپر جوړولو د حکومت سره جنګ چا اعلان کړۍ ٠ چه غروته وختل ؟؟؟
په کندهار کي د ښځو پر ښوونځيو ٠ بلوا چا وکړه (تعليم مخالفت د ښځو ) ؟؟؟
600 راکيته چا و اور ول پر کابل ايا په دواړو طرفوکښي طالبان نه وه ؟؟؟؟
تاسو ونه ليدل چه د خلقيانوپه دوران کي هم داسي طالبان وه چه تلوېزون ته به ئې را وستلي او په 7 کتابه
ئې مشروع نظام ګټلۍ (خلقي نظام ) ؟؟؟
نن هم سته چه دغه د خودمرګۍ عملته روار بڼه ور کوي ؟؟؟؟
او د حکومت په طرف کي ناست ايا علماندي ٠ طالبان ندي ؟؟؟
ايا دغه کوډي چه کوي علما ندي ٠ سپين کال موچڼي ږيره لمنځونه جماعتونه هم کوي ؟؟؟؟
هغه د عبدالرحمان خان په وخت کي ئې د هزاره جات نجوني منځي کړي فتوا وي علماوو نه وې ورکړي
چه منځياني روا دي ٠ په داسي حال کي چه ناروا کار وو دۍ يبه ٠ چه رواکړۍ وو ؟؟؟
په کندهار کي د کوچني ښهيد بلوا چا وکړه چه سلهاوو شعيګان ئې مړه کړه ٠ او يو کوچنۍ سيد
مرګ ئې پر تاوان کړۍ ٠ ولي يې ږغ نه کاوه چه دا بلوا ناروا ده چورول د کورو ناروا دي ؟؟؟؟
په غازي سټډيوم کي ښځه په کلشنکوف قصاصول اي سنت عمل وو اصحابو قصاص په توپک کړۍ وو ؟؟
که د طالب د نامه سره ښه اعمال سترکوته درته دريږي ٠ او طالبان ټوله ملايکي درته بريښي
نو دا بد اعمال د چا مسؤليت دي٠
ګمال د خلګو به نامه کښي ندي ٠ کمال او جمال په فرد کښي دي
هميشه قضاوت پر اسماوو نه کيږي ٠ قضاوت پر فرد کيږي ٠
هر ډله،قوم،ملت کښي هم غله سته هم اوابدال
هو که طالب حزب وي نو مرامنامه ئې کورو ٠ که ئې مرام ښه وو ٠ نو مرام نامه ئې تائيده وو٠ نه طالب
که پر نوم قضاوت کوي ٠ نو چه هر غل په دنيا پيداکيږي ٠ پر ځان به د طالب نوم ايږدي ٠
نو داسي وايو ٠ چه په هر ډله کي هم ښه سته هم بد ٠
د نبي په زمانه کي خلګو مسجد اباد کړي ٠ نو خواهيش ئې له مبارک عليه السلام څخه وکړي
چه تاسو راسۍ د برکت لپاره زموږ په مسجد کي لمونځ وکړي ٠ نو الله و مبارک ته خبر ورکړي
جبرايل راغلۍ چه دا ومسجد ور ونړوه ٠
دا واضع معلوميږي٠ چه په ملايانو کي هم منافقان پيداکيږي ٠
نو چه نبي حاصير وو ٠ منافيقانو مسجد چوړ کړۍ وو ٠ نو توانن به نوي ٠ ؟؟؟؟؟
رحمت د الله ديوي پر هغه خلګو چه محبت لري ٠ د واقعي د دين له طالبانو ، ملايانو سره
[color=blue:41c5c92fbc]زه شاهدي ادا کوم چه محترم غروال صاحب د دين د طالبانو او ملايانو سره محبت لري ٠
ماته په تجريبه سته [/color:41c5c92fbc]
م ن غروال
07.10.2004
ښاغلۍ حليمي صاحب سلامونه عرض کوم٠
د زياتې مننې په وړاندې کولو زما لپاره د وياړ ځاي دي چې ستاسو غوندې د شخصيت له لورې مې د جريان د تأئيد شهادت په برخه کيږي٠ خبره ټوله په اشخاصو کي ده چې د يوڅو ااسلامي احکامو په زده کولو بسنه کوي٠ د اسلام دين د ملت زيان او ګټه د وخت شرايط او په ستونزو او بَريو او ماتو کي د سنجش او غور او د هغې د پلټنې لارې او چارې هم تل له ځانه سره ملګرې لري٠ بې له شکه په اسلام کي هيڅ کمښت او نيمګړتيا نه ليدل کيږي او اوامر او اصول يي تل د بشر د ثُبات او د مسلمان ولس د ګټو او بشر ته د نيکمرغرۍ زيرۍ لري نه رټل ويشتل لوټول او تباه کول او بې مسئوليتي او خپل سري او اخلاقاٌ هم پدي کچه چې مسلمان د مجاهد پلويان او مجاهدين په خپله د خپلو له کړو پښېمانه وي او يا هم اسلامي کړه داسي پولو ته ورسيږي چې مسلمان له مسلمانۍ بې زاره او مجاهد له جهاده ، او مسلمان ملت هم د پړانګانو خوله کي پريوزي٠ ننۍ حالت ښه نه دي او مونږه يي هم نه غواړو اما د تېر وخت په تناسب په مراتبو ځکه غوره دي چي د افغان ولس لپاره د يوه ريښتيني حکومت او د جګړې او تباهې او فقر او هلاکت ژغورلو او د توپکوالو دوسلو دراټولولو او د هېواد د بيا رغونې او... او ... په اميد د ملت او مسلمان وطنپال افغانانو او سياستوالو سترګي او اميدونه دي چي ګواکي وطن به د بيا يوه قانوني حکومت لپاره لاره هواره کړي او بيا به افغانستان د تېر په شان داسي يو هېواد وي چې د نړۍ په کچه به يي د يوه خپلواک افغانستان په عنوان په رسمياتو پيژني٠
نن هم لکه څنګه چې تاسو ورته اشاره کړې ده د امان الله خان د وخت ټوکې په ولس غواړي وکړي اما ولس نور د امان الله خان د وخت ولس نه دي٠ ټول ولس په ډير لږ وخت کي ډيرې تجربې تر لاسه کړې نور انشأالله تعالی وبه نه غولول شي٠ ځکه اوس هم زه د غير علمي فتؤو سره مخامخ کيږم چي علمي شکل يا اصلاٌ نلري يا خو هم د تحليل سويه پکي ډيره کمزورې ده٠ ځکه مي دا داسلام په نوم علمأ چي د غور او تحليل له قدرته کمزوري دي غير علمي مفتيان بللي دي٠
په درناوې
غروال
ziauddin
25.10.2004
[color=brown:b72262204e][color=olive]غروال ليكي ننۍ حالت ښه نه دي او مونږه يي هم نه غواړو اما د تېر وخت په تناسب په مراتبو ځکه غوره دي چي د افغان ولس لپاره د يوه ريښتيني حکومت او د جګړې او تباهې او فقر او هلاکت ژغورلو او د توپکوالو دوسلو دراټولولو او د هېواد د بيا رغونې او... او ... په اميد د ملت او مسلمان وطنپال افغانانو او سياستوالو سترګي او اميدونه دي چي ګواکي وطن به د بيا يوه قانوني حکومت لپاره لاره هواره کړي او بيا به افغانستان د تېر په شان داسي يو هېواد وي چې د نړۍ په کچه به يي د يوه خپلواک افغانستان په عنوان په رسمياتو پيژني٠ [/color:b72262204e][/color]محترمه په اوسني حالت كښي خو دافغانانو عزت او نا موس ته هيچا دعزت په ستر ګه نه دي كتلي اوس خو ظلم او بربريت اوج ته رسيدلي ملت ټول له اوره ډك ده
دافغانستان دتباهي حالت دي دترقي اميد له چا سره نشته دا اميدونه اوس لاهو دي
له دښمنه دښو اميد دافغانستان له دښمنانو دافغانستان دابادي اميد يو ليونتوب دي دا له نر غوايي
دشيدو اميد دي تاسي څر نګه دغه دعسويانو حالت ددغو شراب خورو حالت
او دنړي دځناورو له ظلم ډك حال غوره بولي تر مخكي حالت زه فكر كوم چه تاسي
په مظالمو خبر نه يا ست چه هم دااوس افغانان ورسره مخامخ دي تاسي يوار دافغانستان داخل ته تشريف
راوړي په كليو او بانډو كښي وه ګرزي تاسي ته به دغه وحشي حالت په خپله معلوم شي
دحالاتو تفتيش وكړي بيا فيصلي وكړي څو چه په خپله دابد دپاره په غير علمي
مفتيا نو كښي شمار نه شي او مظلو م افغان اولس تا په خپله ددي مظالمو همكار وه مه بولي [color=violet:b72262204e][size=24:b72262204e]
وسلام (((((((((((((((((((( ضيأالدين ))))))))))))))))) ))))[/size:b72262204e][/color:b72262204e]
ziauddin
25.10.2004
[color=brown:8b0d17ef5b][color=olive]غروال ليكي ننۍ حالت ښه نه دي او مونږه يي هم نه غواړو اما د تېر وخت په تناسب په مراتبو ځکه غوره دي چي د افغان ولس لپاره د يوه ريښتيني حکومت او د جګړې او تباهې او فقر او هلاکت ژغورلو او د توپکوالو دوسلو دراټولولو او د هېواد د بيا رغونې او... او ... په اميد د ملت او مسلمان وطنپال افغانانو او سياستوالو سترګي او اميدونه دي چي ګواکي وطن به د بيا يوه قانوني حکومت لپاره لاره هواره کړي او بيا به افغانستان د تېر په شان داسي يو هېواد وي چې د نړۍ په کچه به يي د يوه خپلواک افغانستان په عنوان په رسمياتو پيژني٠ [/color:8b0d17ef5b][/color]محترمه په اوسني حالت كښي خو دافغانانو عزت او نا موس ته هيچا دعزت په ستر ګه نه دي كتلي اوس خو ظلم او بربريت اوج ته رسيدلي ملت ټول له اوره ډك ده
دافغانستان دتباهي حالت دي دترقي اميد له چا سره نشته دا اميدونه اوس لاهو دي
له دښمنه دښو اميد دافغانستان له دښمنانو دافغانستان دابادي اميد يو ليونتوب دي دا له نر غوايي
دشيدو اميد دي تاسي څر نګه دغه دعسويانو حالت ددغو شراب خورو حالت
او دنړي دځناورو له ظلم ډك حال غوره بولي تر مخكي حالت زه فكر كوم چه تاسي
په مظالمو خبر نه يا ست چه هم دااوس افغانان ورسره مخامخ دي تاسي يوار دافغانستان داخل ته تشريف
راوړي په كليو او بانډو كښي وه ګرزي تاسي ته به دغه وحشي حالت په خپله معلوم شي
دحالاتو تفتيش وكړي بيا فيصلي وكړي څو چه په خپله دابد دپاره په غير علمي
مفتيا نو كښي شمار نه شي او مظلو م افغان اولس تا په خپله ددي مظالمو همكار وه نه بولي [color=violet:8b0d17ef5b][size=24:8b0d17ef5b]
وسلام (((((((((((((((((((( ضيأالدين ))))))))))))))))) ))))[/size:8b0d17ef5b][/color:8b0d17ef5b]
[size=18:8b0d17ef5b][/size:8b0d17ef5b]