اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اسلام (سپېڅلی او عقلاني) دین
شاه ولي
23.04.2012
اسلام علیکم و رحمة الله و بركاة,
د اسلام د مبارک دین په هکله د هر مسلمان په زړه کې هیڅ شک نشته چې داسې یو سپېڅلی دین دي چې په زړونو اوعقل باندې واکمني کوي؛ ځکه دا یوفطري، طبیعي او عقلاني دین دی دا چې دین په زړونو حکومت کوي نو زړه بیا په عقل حاکم دي، الله جل جلاله انسان ته زړه په همدې خاطر ورکړی چې هر کار د احساس او غور څخه ورورسته انجام کړي، الله جل جلاله د خپلو قدرتونو نښې دهمدې لپاره روښانه کوي چې د انسان زړه ته خبره ورسیږي او بیا پرې غور او فکر وکړي ستر څښتن د بقره په (۲۴۲) مبارک آیة کې دا سې فرمایلي دي:
تاسو ته خپل حکمتونه او آیتونه روښانه کوي ښایې تاسو پکې له عقل نه کار واخلئ.
خو هر کله چې زړه مړوي نو عقل هم له کاره ولویږي چې بیا ذهن او فکر په طبیعي ډول له منځه ځي، همدا زړه دی چې ټول بدن اکمالوي، زړه د معرفت، درک، شعوراواحساس لومړی اصل او بنسټ دي،ا لله جل جلاله نبي کریم ته د کافرانوپه هکله داسې فرمایلي دي:
آیا دوی په قران کې له تدبر او فکر څخه کار نه اخلي او که زړونو ته یې قلفونه پراته دي.
والسلام،
ع کريم حليمي
24.04.2012
محترم او مکرم شاه ولي صاحب تر هر څه نه مخکي تاسو ته السلام علیکم وایم ، دوهم ان شاء الله چه جوړ او سلامت به یاست ، خدای دي کامیابه لره
بې حده ښایسته موضوع مو راوړېده ، او و ماته ډېره د علاقې وړ ده
زه فکر کوم چه تاسو به پر دغه مبحث او بیان باندی طبعاً ښه حاکم یاست
نو ستاسو سره به بحث بر وکړم ، ان شاء الله چه مستفید به سم
اجازه راکړه چه خپله پوښتنه مطرح کړه ، تاسو ویلي چه : (دا چې دین په زړونو حکومت کوي نو زړه بیا په عقل حاکم دي)
پوښتنه مي داسي ده چه : په قرآن مجید کښي راغلي قَلْبِ او الْفُؤادَ هم یاد شوي دي ، نو د قلب او الْفُؤادَ تر مینځ څه فرق دي ؟؟؟
او که د چا په سینه کښي میکانیکل زړه وي نو بیا هم دغه ماشیني زړه حکومت کوي ؟؟؟
درنښت
شاه ولي
26.04.2012
[quote:6d93b2496e="ع کريم حليمي"]محترم او مکرم شاه ولي صاحب تر هر څه نه مخکي تاسو ته السلام علیکم وایم ، دوهم ان شاء الله چه جوړ او سلامت به یاست ، خدای دي کامیابه لره
بې حده ښایسته موضوع مو راوړېده ، او و ماته ډېره د علاقې وړ ده
زه فکر کوم چه تاسو به پر دغه مبحث او بیان باندی طبعاً ښه حاکم یاست
نو ستاسو سره به بحث بر وکړم ، ان شاء الله چه مستفید به سم
اجازه راکړه چه خپله پوښتنه مطرح کړه ، تاسو ویلي چه : (دا چې دین په زړونو حکومت کوي نو زړه بیا په عقل حاکم دي)
پوښتنه مي داسي ده چه : په قرآن مجید کښي راغلي قَلْبِ او الْفُؤادَ هم یاد شوي دي ، نو د قلب او الْفُؤادَ تر مینځ څه فرق دي ؟؟؟
او که د چا په سینه کښي میکانیکل زړه وي نو بیا هم دغه ماشیني زړه حکومت کوي ؟؟؟
درنښت[/quote:6d93b2496e]
درنده او محترمه وروره حلیمي صیب، اسلام علیکم و رحمة الله و بركاة،
هیله کوم چې روغ او خوشحاله اوسې، د سلامونو نه بعد دا ووایم چې زما د بحث موضوع ډېره مهمه او ارزښمنده ده.
کله چې مونږ په اسلام کې د زړه خبره کوو، مطلب او مقصد مو د سړی ایمان او عقیده دئ، نه د بدن کوم غړی یعنی قلب او یا زړه.
او کله چې د مومن د زړه خبره راځي نو هدف یي د مومن ایمان او عقیده وي.
مننه،
ع کريم حليمي
27.04.2012
محترم او قدرمن ورور شاه ولي صاحب سلامونو ته دي وعلیکم و رحمة الله و برکاة وایم ، جوړ اُسې خدای مو کامیابه لره موږ له سر سره ، ستاسو له جوابي لیکني په سبب مننه او کور ودانی تاسو ته وایم .
لکه تاسو چه فرمایلي چه دا بحث ډیر مهم او ارزښتمن دی زه درسره موافق یم دغه خاطر ده چه بحث پر کوو
[/quote] کله چې مونږ په اسلام کې د زړه خبره کوو، مطلب او مقصد مو د سړی ایمان او عقیده دئ، نه د بدن کوم غړی یعنی قلب او یا زړه.
او کله چې د مومن د زړه خبره راځي نو هدف یي د مومن ایمان او عقیده وي [quote]
رب العزت فرمايي
بسم تعالی : أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ
ژباړه : ای پس نه ګرځي دوئ په مځکه کښي پس وي به دوئ لره زړونه چه عقل وکړي عقل وکړي دوئ په هغې او یا غوږونه چه اوري دوئ په هغې پس شان دادی چه ړاندېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ نه دي سترګي و لیکن ړانده دي ،هغه زړونـــــــــــــــــــه
چــــــــــــــه په ســــــــــــــینو کښي دي
پوښتنه مي داده چه دغه آیت شریف څرنګه ارزوئ ، رب العزت خو د سینې زړه ته اشاره کوي !
درنښت
وزیري
27.04.2012
حلیمي صاحب قرآنکریم نه یواځي قلب او الفؤاد لری بلکي الصدر او اللب هم لري.
چون موضوع باطني ده نو د باطن د ډاکټرانو تعریف قابل د اعتبار ده او الله جل جلاله هم وایی وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ. صوفیاء کرام یی فرق داسي کوي:
الصدر مقام نور الإسلام، والقلب مقام نور الإيمان، والفؤاد مقام المعرفة، واللب مقام نور التوحيد.
د لا زیاتي تشریح لپاره به یی داسي تشریح کړو.
الصدر
نور الإسلام
المسلم
علم الشريعة
النفس الأمّارة
القلب
نور الإيمان
المؤمن
علم الباطن
النفس الملهَمة
الفؤاد
نور المعرفة
العارف
الرؤية
النفس اللوّامة
اللب
الموحّد
منّة الله وبرّه
النفس المطمئنّة
ع کريم حليمي
28.04.2012
وزیري صاحب ، بلې ! ښه خبره ده چه قرآن "الصدر او اللب " یاد کړیدي
بِسْمِ اللهِ تعالی :قال رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي يَفْقَهُوا قَوْلِي
هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ
صدق الله العظيم
د موسیٰ علیه السلام دعا کښي کومه خبره نه شته ، معلومه ده چه د موسیٰ ع د سعادت غوښتنه کړېوه ، په شریعت کښي أُوْلُوا الأَلْبَابِ هغه چاته ویل کیږي چه غني بالأفکار وي
اصلي خبره د قلب ده ، تاسو ته معلومات سته چه جبرائيل عليه السلام د سردار عالم سینه ور خلاصه کړېوه او د مبارک زړه يې ور پرېولی وو
فَاسْتَخْرَجَ قَلْبِي فَغُسِلَ بِمَاءِ زَمْزَمَ
پوښتنه مي دا کوله ، داچه زړه پرېمنځل کیږي ، دا مادي زړه نه دي ، او که دی ؟؟
درنښت
وزیري
28.04.2012
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
حلیمي صاحب محترم له دي قیصي نه خو داسی معلومیږی چی همدا مادي زړه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راباسل شوی او مینځل شویدی.
أن النبي - صلى الله عليه وسلم - قال : " فبينا أنا عند البيت بين النائم واليقظان إذ سمعت قائلا يقول : أحد الثلاثة فأتيت بطست من ذهب ، فيها ماء زمزم ، فشرح صدري إلى كذا وكذا " قال قتادة قلت : ما يعني ؟ قال : إلى أسفل بطني ، قال : " فاستخرج قلبي ، فغسل قلبي بماء زمزم ، ثم أعيد مكانه ، ثم حشي إيمانا وحكمة "
په دی حدیث کی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیني د څیرولو ځای ته هم اشاره کوي او عملا د قلب راباسل او بیا مینځل او بیرته په خپل ځای کی کیښودل بیانوي چی زما په یقین سره خبره به واضحه وی.
د پورتنی خبري د تقویی لپاره یو بل حدیث شریف هم وجود لري چی رسول الله صلی الله علیه وسلم عملا د غوښي ټوټي ته قلب ویلای او همدا د غوښي ټوټه یی د ټول بدن لپاره د فساد او صالحوالي اصلي مرکز بللی.
إن في الجسد مضغة إذا صلحت صلح الجسد كله وإذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهي القلب
(پورتني دواړه احادیث غالبا د مسلم شریف دی)
والسلام