اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
طالبانو د غزني په ښار کې ۲۰ ښوونځې تړلي
تيمور
23.04.2012
د خبري آژانسونو په وینا د اسلامي همكارۍ كنفرانس په (۲۰۰۷) كال كې پخپله سرمشريزه كې ويلي وو چې غزني به په (۲۰۱۳) كال كې د اسلامي تمدن پايتخت وي. هغه وخت افغان ولس او روڼ اندو له دولت څخه غوښتل چې د غزني ولايت امنيت، بيارغونې او پرمختيايي چارو ته ډېره پاملرنه وكړي. اوس چې (۲۰۱۳) كال ته نږدې اته مياشتې پاتې دي، دولت په غزني كې په پراختيايي چارو كې پاتې بلل كيږي او همدارنګه وسله وال طالبان كه پخوا د دغه ولايت په ولسواليو كې پرېكړې كولې اوس يې مركز ته رارسولې دي.
سره له دې چې د غزني چارواكي وايي، سږ كال به په دغه ولايت كې امنيت سم شي او پراختيايي پروژې به پلې كړي.
خو وسله والو طالبانو د غزني په ښار کې ۲۰ ښوونځي تړلي او د نورو ښوونځيو د تړلو ګواښ يې هم کړی دی، او دا پوښتنه رامنځته کوي چې په راتلونکو ۸ میاشتو کې به دغه ولایت د وسله والو او که د اسلامي تمدن په مرکز بدلېږي؟
طالب ISI
27.04.2012
طالب نه دی سمه بلا ده. چې پر پښتون له پاکستانه نازله شوې. نه پوهیږم چې پښتنو کومه ګناه کړې چې الله پاک په پاکستانۍ بلا واړول.
طالبانو په خپله پنځه کلنۍ دوره کې غزنې ته څه خدمت کړی و، چې اوس یې وکړي؟
تيمور
27.04.2012
[quote:fb6fad54da="shaheer"]طالب نه دی سمه بلا ده. چې پر پښتون له پاکستانه نازله شوې. نه پوهیږم چې پښتنو کومه ګناه کړې چې الله پاک په پاکستانۍ بلا واړول.
طالبانو په خپله پنځه کلنۍ دوره کې غزنې ته څه خدمت کړی و، چې اوس یې وکړي؟[/quote:fb6fad54da]
درنه وروره شهیر صیب، اسلام علیکم و رحمته الله،
ډیره مننه، واقعاً چې تاسو ډیر ښکلی او درسته خبره کړي، خدای دی آباد او خوشحاله ولره.
په درنښت،