د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

خلک ولي د جوماتونو څخه جلا کېږي؟

مساپر
23.04.2012

سلامونه او نېکې هیلې،
خبري رسنیو ویلي دي چې په دې وروستیو کې په شمالي وزيرستان كې د حافظ ګلبهادر (طالبان) ډلې د كابل خېل قبيلې د يوه قومي مشر حاجي شاه محمود دوه لمسيان دوه ورځې وړاندې له شوا ( شه وا) څخه تښتولي او بيا يې وژلي وو.
شاه محمود له كابل خېل قبيلې سره تعلق لري او دې قبيلې هم د شاه محمود كورنۍ ته ويلي چې سيمه دې پرېږدي، خو د شاه محمود كورنۍ وايي چې دوى به هيڅ وخت هم له سيمې ونه وځي او دوی ویلي دي چې له خپل ځان نه به دفاع كوي.
داسې رپوتونه هم شته چې دوولس سوه وسله وال غواړي پر شاه محمود او د هغه پر كورنۍ بريد وكړي چې له امله يې ډېر خلك له رواني ستونزو سره مخ شوي دي.
د ځايي رسنيو د رپوټ له مخې یو سړى چې وزيرستان ته څېرمه د بنو اوسېدونكى وو، په سيمه كې د وسله والو طالبانو تاوتريخوالي او د دې ډلې له خوا د خلكو ځورونې ذهني انډول ترې اخستى وو، نوموړى د پښتونخوا د مانسېرې په الايي سيمه كې پرون په جومات كې پر خلكو ډزې وكړې چې له امله يې شپږ بیګناه مسلمانان شهیدان کړل او دوه نور يې ټپيان كړي دي.
ويل كيږي كله چې خلك له باشتو جومات څخه د مازديګر لمونځ له ادا كولو وروسته كورونو ته روان وو، چې نوموړي پرې ډزې وكړې او ياده مرګ ژوبله يې واړوله. د ځايي رسنيو د رپوټ له مخې د وسله والو طالبانو تاوتريخوالى سبب شوى چې د دغه سړي په څېر ډېر خلك ذهني انډول له لاسه ور كړي او همدارنګه يې له جوماتونو سره علاقه له منځه لاړه شي.

والسلام،
[size=24:f2f7c35167][/size:f2f7c35167][color=red:f2f7c35167][/color:f2f7c35167]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more