نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ددي ورور پوښتني بايد بي ځوابه پاتي نه شي
tandar
21.04.2012

هري پوښتني ته ې کامل ځواب شته
مننه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
اونۍ (( نۍ)) د ١٣٩١ لمريز کال د غويي ٢tolafghan.com
د مداري له ډنډوره چیانو څخه لس پوښتنې
ډاکټر عبدلواسع قانع
له ډیرو سیاسي مبصرینو، رسنیو، عامو افغانستانیانو او آن د اقلیتونو د ولسمشر فضیلت ماب حامد کرزي څخه مې واوریدل چې د طالبانو جګړه او مقاومت د خارجیانو د حضور سبب کیږي. خدای شته چې دې ډول تبصرو له څو کلونو راهیسې بوږنولی یم، خو وجدان او ایمان مې مجبورکړم چې د قیامت د ورځې د پوښتنود ځوابولو په موخه باید حتما خپل مسولیت اداء کړم او لږ ترلږه دا څو پوښتنې مطرح کړم چې دا مسله روښانه شي چې آیا د خارجیانو د راوستلو او حضور عاملین او متقاضیان طالبان دي او که بل څوک؟! هیله ده سیاسي مداریان او ډنډوره چیان او یا رښتیني پوهان زما لاندې پوښتنو ته ځوابونه راکړي.
• آیا طالبانو خارجیانو ته دعوت ورکړ چې افغانستان ته راشي او له دوی سره مرسته وکړي او که شمالي ټلواله د شهید احمدشاه مسعود په مشرۍ اروپا ته ولاړه او افغانستان ته د ورتګ او له دوی سره د طالبانو په وړاندې په جګړه کې د مرستې کولو بلنه یې ورکړه؟
• آیا په ارزګان کې ملا محمد عمر مجاهد په امریکايي هلیکوپټرو کې راکوز شو او که د اقلیتونو ولسمشر حامد کرزی؟
• آیا د طالبانو په زرګونو کسان په شمال کې او له ۲۰۰۱ میلادي کال راپدې خوا تر ننه پورې د خارجیانو سره په مقابله کې په شهادت رسیدلي دي ترڅو خارجیان له افغانستانه ووزي او که د افغانستان وسلوال ځواکونه د خارجیانو ترڅنګ د خارجیانو په معاش او قومانده د طالبانو په وړاندې په شهادت رسیدلي دي؟
• آیاد بوش په فرمان پیل شوې جګړه مقدسه جګړه ده او که له قرآن څخه په استنباط د ملامحمد عمر په امر پیل شوی مقاومت مشروع دی؟
• آیا طالبان د خارجیانو په خوښه او هدایت او ملاتړ جګړه کوي؟ که داسې وي نو افغانستاني وسلوال ځواکونه د چا په خوښه، هدایت او ملاتړ جګړه کوي؟
• آیا طالبان د پاکستان لخوا حمایه کیږي؟ که داسې وي نو پاکستان د چا لخوا حمایه کیږي؟
• که طالبان، افغان حکومت او پاکستان د خارجیانو او مخصوصا د امریکا او انګریز لخوا حمایه کیږي، نو ددوی ترمنځ توپیر په څه کې دی؟
• که طالبان، افغان او پاکستاني حکومتونه د خارجیانو د حضور او ګټو لپاره کار کوي، نو بل کوم داسې ځواک دی چې د دې درې واړو په وړاندې مقاومت وکړي؟ آیا د اقلیتونو ولسمشر به دومره جرات وکړي چې خارجیانو ته ووايي چې تاسې له افغانستانه ژر ووزﺉ؟ طالبان خو وايي چې د خارجیانو د وتلو دقیقه نېټه دې وټاکل شي، مونږ سولې ته حاضریږو.
• که حلالو ته حرام ویل او حرامو ته حلال ویل کفر وي، نو دغه حرام جنګ ته چې په زرګونو مسلمانان په کې وژل کیږي مشروع ویل او په هغه کې شرکت کول کفر دي او کنه؟ که کفر وي، نا آیا نن په نړۍ او مخصوصا افغانستان کې مسلمانان پاتې دي او لا وختي ټول کفار شوی یو خو په ځان نه یو خبر؟
• که د اسلام پیغمبر ویلي وي چې جهاد به همیشه او ترورځې د قیامته روان وي، نو نن هغه رښتینۍ مقدس جهاد چیرې دی او څوک یې کوي؟ که د اسراییلو ستر ملاتړی هیواد امریکا وي، نو آیا له امریکایانو سره مرسته او همکاري کول نورو مسلمانانو ته روا دي؟
هیله ده یوڅوک په واقعیتونو ولاړ او آګاهانه ځوابونه راکړي.
طالب ISI
21.04.2012
د کرزي صاحب هدف دادی چې که طالبان جکړې ونه کړي، بهرنیان د تر ۲۰۱۴ پورې وځي، که چیرې بهرنیان دا اطمینان تر لاسه کړي چې حالت آرام دی، نور دوی وځي. قانع صاحب ټوله ملامتي په امریکایانو اچولې.
خو امریکایانو ولې حمله وکړه؟
- د امریکایانو په سفارتو، یولسم د اکټوبر....حملې وشوې، حمله اسامه کړې وه، هغه افغانستان کې اوسیده، طالبانو نه ور سپارلو، غیرت یې پرې وکړ، چې غیرت کوې، نو مشکلات خوبه ګالې!
د سپتمبر یوې حملې امریکا ته ۴۰ میلیارده ډالره تاوان ورساوه. امریکایان هم زور لري هم زر، دوی نه غواړې چې بیا یې هیواد کې د یولسم سپتمبر واقعه تکرار شي. چې طالب داسې جنګ کې وي، نو دوی ته اطمینان نه حاصل کیږي. مجبور دي، دلته موجود وي، هم نظامي اډې ولري.
که طالبانو دا لس کاله په سیاسې شکل موجود وی، پارلمان کې به یې له حزب اسلامي سره لوی بلاک جوړ کړی و، شاید ریس جمهور هم له دوی څخه وی، بیا به د ستراتیژیک قرارداد او نظامي اډو موجودیت ته هیڅ ضرورت نه و پاتې.
خو اوس امریکا پدې پوه ده چې خبره یواځې په افغانستان کې نه ختمیږي، تر څو پاکستان تجریه نه شي، بیا هم خبره په ځای پاتې ده.
پتوال
21.04.2012
د غل او باچا (پولیس) کیسه :
• آیا طالبانو خارجیانو ته دعوت ورکړ چې افغانستان ته راشي ؟
نه دا امکان نه لري، ځکه غل هېڅکله پولیسو ته دعوت
نشي ورکولی . څوک چې صرف غل ساتونکی وي هم دا کار نه کوي، طالبان غله نه، خو غله ساتونکي وو اسامه بن لادن او القاعده ساتنه یې د نړیوالل بولیسو د تعقیب لاندې وو آیا همداسې نه وه ؟؟؟؟
احمد شاه مسعود هم له نړیوال پولیسو سره لاس یو کړی و .
• آیا په ارزګان کې ملا محمد عمر مجاهد په امریکايي هلیکوپټرو کې راکوز شو او که د اقلیتونو ولسمشر حامد کرزی؟
حامد کرزی هم د پولیسو سړی و !
• آیا د طالبانو په زرګونو کسان په شمال کې او له ۲۰۰۱ میلادي کال راپدې خوا تر ننه پورې د خارجیانو سره په مقابله کې په شهادت رسیدلي دي ترڅو خارجیان له افغانستانه ووزي او که د افغانستان وسلوال ځواکونه د خارجیانو ترڅنګ د خارجیانو په معاش او قومانده د طالبانو په وړاندې په شهادت رسیدلي دي؟
دویمه ډله د پولیسو په چوپړ کې وه او ده !
• آیاد بوش په فرمان پیل شوې جګړه مقدسه جګړه ده او که له قرآن څخه په استنباط د ملامحمد عمر په امر پیل شوی مقاومت مشروع دی؟
مقاومت مشروع دی حکومت یې نه !!!
• آیا طالبان د خارجیانو په خوښه او هدایت او ملاتړ جګړه کوي؟ که داسې وي نو افغانستاني وسلوال ځواکونه د چا په خوښه، هدایت او ملاتړ جګړه کوي؟
نړیوال پولیس د نهایې بري او نهایی ناکامۍ په دواړو صورتونو کې له افغانستان څخه وتلو ته مجبوریږي، نو که د جګړې
دواړو خواو ته تلفات یواځې پښتانه او نور افغانان وي نو جګړې غځول د هم دولیسو او هم پنجابیانو په ګټه تمامیږی
او په ګډه يط غځوي !
• آیا طالبان د پاکستان لخوا حمایه کیږي؟ که داسې وي نو پاکستان د چا لخوا حمایه کیږي؟
څنګه چې اسامه بن لادن و همغسې ملا عمر هم درواخله ، آیا پاکوستان سره ددې چې د امریکا له خوا حمایه کیږی
تر مرګه پورې يط د اسامه ملاتړ او ساتنه ونکړه ؟؟؟؟
آیا پاکوستان او امریکا داسې ملګري ندي لکه سیند او ... او د کابل حکومت او طا لبان سرجنګۍ ته سره نه ټېله کوي؟؟؟
افغان حکومت او پاکستان د خارجیانو او مخصوصا د امریکا او انګریز لخوا حمایه کیږي، نو ددوی ترمنځ توپیر په څه کې دی؟
افغان حکومت د اشغال لاندې دی ، د بادار غلامی کوی او د آزادۍ امید هم لري،
پاکستان اشغال نه دی خو داو طلبانه غلامي کوي او طالبان د غلام غلامان دي ، پنجابیان د افغانستان د »اشغال« امید څه چې پلانونه يې لري او په غلامانو یې پلي کول غواړي!
• که طالبان، افغان او پاکستاني حکومتونه د خارجیانو د حضور او ګټو لپاره کار کوي، نو بل کوم داسې ځواک دی چې د دې درې واړو په وړاندې مقاومت وکړي؟ آیا د اقلیتونو ولسمشر به دومره جرات وکړي چې خارجیانو ته ووايي چې تاسې له افغانستانه ژر ووزﺉ؟ طالبان خو وايي چې د خارجیانو د وتلو دقیقه نېټه دې وټاکل شي، مونږ سولې ته حاضریږو.
سیاسی ځواک نشته، خو افغان ولس دریم ځواک دی او که د CIA او ISI له بړیسو آزاد شول ددواړو ظالمانو خوله به ورماته کړي !
[quote:3d05c6e34f]طالبان خو وايي چې د خارجیانو د وتلو دقیقه نېټه دې وټاکل شي، [color=red:3d05c6e34f]مونږ سولې ته حاضریږو[/color:3d05c6e34f]. [/quote:3d05c6e34f]
زه خو وایم ISI په هېڅ شرط طالبانو ته دا اجازه نه ور کوي
چې ووایی مونږ سولې ته حاضریږو ، خو تاسو يې ادعا کړې نو د ثبوت له پاره یې سند وړاندې کړئ یا مو دغه غلطه ادعا
له بخښنې غوښتلو سره بیرته درواخلئ !
ومن الله التوفیق !
tandar
21.04.2012
[quote:0c16456d39="پتوال"]د غل او باچا (بولیس) کیسه :
• آیا طالبانو خارجیانو ته دعوت ورکړ چې افغانستان ته راشي ؟
نه دا امکان نه لري، ځکه غل هېڅکله پولیسو ته دعوت
نشي ورکولی . څوک چې صرف غل ساتونکی وي هم دا کار نه کوي، طالبان غله نه، خو غله ساتونکي وو اسامه بن لادن او القاعده ساتنه یې د نړیوالل بولیسو د تعقیب لاندې وو آیا همداسې نه وه ؟؟؟؟
احمد شاه مسعود هم له نړیوال پولیسو سره لاس یو کړی و .
• آیا په ارزګان کې ملا محمد عمر مجاهد په امریکايي هلیکوپټرو کې راکوز شو او که د اقلیتونو ولسمشر حامد کرزی؟
حامد کرزی هم د پولیسو سړی و !
• آیا د طالبانو په زرګونو کسان په شمال کې او له ۲۰۰۱ میلادي کال راپدې خوا تر ننه پورې د خارجیانو سره په مقابله کې په شهادت رسیدلي دي ترڅو خارجیان له افغانستانه ووزي او که د افغانستان وسلوال ځواکونه د خارجیانو ترڅنګ د خارجیانو په معاش او قومانده د طالبانو په وړاندې په شهادت رسیدلي دي؟
دویمه ډله د پولیسو په چوپړ کې وه او ده !
• آیاد بوش په فرمان پیل شوې جګړه مقدسه جګړه ده او که له قرآن څخه په استنباط د ملامحمد عمر په امر پیل شوی مقاومت مشروع دی؟
مقاومت مشروع دی حکومت یې نه !!!
• آیا طالبان د خارجیانو په خوښه او هدایت او ملاتړ جګړه کوي؟ که داسې وي نو افغانستاني وسلوال ځواکونه د چا په خوښه، هدایت او ملاتړ جګړه کوي؟
نړیوال پولیس د نهایې بري او نهایی ناکامۍ په دواړو صورتونو کې له افغانستان څخه وتلو ته مجبوریږي، نو که د جګړې
دواړو خواو ته تلفات یواځې پښتانه او نور افغانان وي نو جګړې غځول د هم دولیسو او هم پنجابیانو په ګټه تمامیږی
او په ګډه يط غځوي !
• آیا طالبان د پاکستان لخوا حمایه کیږي؟ که داسې وي نو پاکستان د چا لخوا حمایه کیږي؟
څنګه چې اسامه بن لادن و همغسې ملا عمر هم درواخله ، آیا پاکوستان سره ددې چې د امریکا له خوا حمایه کیږی
تر مرګه پورې يط د اسامه ملاتړ او ساتنه ونکړه ؟؟؟؟
آیا پاکوستان او امریکا داسې ملګري دي لکه سیند او غین او د کابل په حکومت او طا لبانو باندې د سرجنګۍ له پاره ټېلې نه وهی؟؟؟
افغان حکومت او پاکستان د خارجیانو او مخصوصا د امریکا او انګریز لخوا حمایه کیږي، نو ددوی ترمنځ توپیر په څه کې دی؟
افغان حکومت د اشغال لاندې دی او د آزادۍ امید لري، پاکستان اشغال نه دی خو د افغانستان د »اشغال« امید څه چې بلانونه لري
• که طالبان، افغان او پاکستاني حکومتونه د خارجیانو د حضور او ګټو لپاره کار کوي، نو بل کوم داسې ځواک دی چې د دې درې واړو په وړاندې مقاومت وکړي؟ آیا د اقلیتونو ولسمشر به دومره جرات وکړي چې خارجیانو ته ووايي چې تاسې له افغانستانه ژر ووزﺉ؟ طالبان خو وايي چې د خارجیانو د وتلو دقیقه نېټه دې وټاکل شي، مونږ سولې ته حاضریږو.
سیاسی ځواک نشته، خو افغان ولس دریم ځواک دی او که د CIA او ISI له پړیسو آزاد شول ددواړو ېالمانو خوله به ورماته کړي !
ومن الله التوفیق ![/quote:0c16456d39]
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دپتوال صيب دغه شعر کي هم ډير افهام او تفيم پروت دي او پورتني ليکنه ې تقويه کوي
د جنګ پلار او جنګ بچو تر منځ جګړه ده
............................. د ایساف خو هسې نوم تشه بانه ده
چې غوږونه سره وشلوي مخ څیرې
................................. د سګوانو د سګانو غړمباوه ده
چې ترڅو پترو ډالر او پنجابیان وي
............................... د انګلیس او امریکا لوبه توده ده
چې يې غړي قام ملت پېژندی نشي
............................د هغه قام خو چپه د بخت کاسه ده (!!)
_________________
ديوه لوي او ازاد هيواد افغانستان په هيله