د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

چه غل نه تښتي خو مل دي وتښتي

tandar
16.04.2012

چه غل نه تښتي خو مل دي وتښتي
دا په پښتنو کي متل دي
زما منظور له خپلي ليکني دځپلي ملت چه اکثره ې بيګاه ته ډوډي نه لري او په تدريجي رنځ او مرګ اخته ژوند کوي لږ په ارامه سا ورکړي يعني په امنيت سره او ارام روح سره دژوند ورستي ترخي شيبي تيري کړي
يو څوک چه دخاوري او ملت دامنيت توان نه لري ،بيا دي خوشي کړي
١،ما چه اوريدلي دکابل له ښاره ٣ امنيتي کمربنده تاو دي
٢،اردوملي دحاضرباش په حالت کي ده
٣،ملي پوليس کوڅه په کوڅه مراقبت کوي
٤،جناې پوليس دخلکو او ملت په مينځ کي په شخصي لباس کي موظف ګرځيږي
٥، دملي امنيت مسئولين چه دډالرو معاشونه اخلي موظف او مسلح له هر کونج دښاره مراقبت کوي
٦، داشغالګرو ،دمور ميړونه، چه په اروپا او امريکا کي دامنيت په هکله مسلکي درسونه ويلي خو په عمل کي دافغان بچي په مقابل کي نن ناکام پاتي دي شپه او ورځ په ځمکه او هوا ورته تاويږي
سوال دادي چه څنګه بسته يو ټولي نفر دسقيلو سلاح ګانو سره کولي شي چه دښار او بيا په هغه ځاي کي چه له هغه ځايه دافغانستان اشغالتوب اداره کيږي نن تر سخت بريد لاندي نيسي او داشغالګرو نماينده ګان په زير ځمينو کي داسي ځان پټوي چه ټول وجود ې له ډاره داسي رپيږي لکه دتوت پاڼه
اما دغريب اودوږي او تږي بچي په کي وژل کيږي او يا دتهمت په تور بندي کيږي
پس دا خاوره چا نه ده خوړلي او نه داملت چا ځانته غلام کړي
پس اشغالګرو خپل عيسي ،ع، ته وګوري او وطن فروشانو نور په اشغالګرو مه نازيږي او ددي ملت پچيان پري مه وژني
يګانه دحل لاره داده پريږدي چه ځپلي ملت خپل سرنوشت په خپله وټاکي
تنګ ايد به جنګ ايد
داملت نور ستړي دي ،خپل حق او ازادي غواړي
دلته اشغالګر شپي نه شي کولاي
دلته دپنجاب isi نور چانس نه لري
دلته خميني اخوندان نور ځاي نه لري
ددي ملت نيکنو هم ددي خاوري اوخپل سرنوشت په خپله ټاکلي تاريخ شاهد دي
نن به ې بچيان هم ددي خاوري اوخپل سرنوشت په خپله ټاکي انشاالله
ديوه ازاد او لوي افغانستان په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more