اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د ولس غږ
مساپر
16.04.2012
ټولو ګرانو هیوادوالو ته اسلام علیکم،
لکه چې طالبان څرګنده كړي دي چې دوی د خپلو پسرلنيو عملياتو د پيلولو خبر يوه ورځ وروسته له هغې وركړ چې د ناټو يوه وياند له رويټرز سره په مركه كې وويل چې سږكال د طالبانو د پسرلنيو عملياتو درك نشته او داسې ښايي چې طالبان كمزوري شوي دي.
بالکل یوه ورځ وروسته طالبان خبر وركړ چې د څو ورځو په دننه كې به په يوه نوي نوم سره خپل پسرلني عمليات پيل كړي.
خو د دې خاوری هر ځوان او په هیواد مین افغان د دوی څخه داسې پوښتنه کوي:
۱- تاسو (طالبان) د چا په حکم او یا فرمان خپل فعالیتونه پېل کوي؟
۲- آیا د سږ کال غوندې د دوی عملیاتونو زمونږ د مظلوم ولس په سر به وي، او آیا د تېر کال په پر تله د بیګناه خلک مرګ ژوبلې کچه نور هم لوړ شي؟
والسلام،
khoshalkhan
16.04.2012
دچاپه حکوم ? ددوښمن زوړ اوپوچ ريتوريک دی او بس!
دچاچې وطن اشغال وي هغوی نه شپه ګوري نه ورځ ! هرڅوک چې مرسته کوي
کور يې ودان غله يې ډېره !