د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زما پوښتنې او د ذبیح الله مجاهد ځوابونه

طالب ISI
15.04.2012

شهیر: )۸۳( د ښځو تعلیم او پاکستان


بسم تعالی
خوښ شوم چې هیواد والو ته مو د پوښتنو او ځوابونو موقع ورکړه. پدې توګه به ډیر ناحل سوالونه ځواب شي

لومړی پښوښتنه
تاسې په یوه ځواب کې ویلي چې د امارت وقت کې ځکه تاسې نجونو ښونځي نه درلودل چې بودیجه نه وه، پوښتنه داده چې کله بهرنیو موسساتو د نجونو د ښونځیو مصرف ورکولو تاسې ولې ورسره موافقه نه کوله؟
ځواب ــ وروره ماته ښکاری تاسو دخپل سوال په ارتباط سم معلومات نه نه دي کړي ، اسلامی امارت په خپل وخت کې دښځو دتعليم دظرفيتونو او په اسلامي چوکاټ کي دهغه شرائطو دبرابرولو لپاره هم دبهرنیو هغو مؤسسو چې په تعليمی برخه کي دمرستی دعوه درلوده او هم دملګرو ملتونو نه په کراتو دمالی مرستي غوښتنه کړی وه خو يوې ادارې هم داسلامی امارت سره واقعي مرسته نه کوله او دا دښځو دتعليم مسئله يي دفشار ديوې وسيلې په توګه لاينحله پريښودل غوښتل ، هيله ده تاسو په دې اړه خپل معلومات له نورو خواوو نه هم کره کړي او له موږ سره دهغو ټولو غوښتنو او پريکړه ليکونو متنونه داسنادو په ډول شته چې بهرنيو ادارو او دملګروملتون سازما ن دمرستې ژمنه پکې کړې خو په عمل کې يي هيڅ هم نه کول .
دویمه پوښتنه
په اوس وقت کې چې کوم ځای کې د هزاره وروڼو ښونځې وي، تاسې هیڅ ډول مشکل نه ورته جوړوی، خو که لږ اخوا د پښتنو سیمه وي، نو تاسې بیا هلته مشکلات جوړوی، چې د غزني ولایت یې ژوندی مثال دی
آیا دا خو به ایران په تاسې نه وي منلې چې د هزاره وروڼو ښونځیو ته به غرض نه کوی؟
ځواب ـــ موږ هيچري هم ښونځيوته ستونزه نده جوړه کړی ، هغه ښونځي چې دجګړې او بی امنی له وجهی تړلی پاتي وي دهغو علت هم جګړيز حالت ده او چيرته چې بيا لږ فرصتونه شته او جګړه ډیره نه وي هلته داسلامی امارت مجاهدينو ښونځيوته هيڅ ستونزه نده پيښه کړي ، همدا اوس دغزنی په ولايت کې زموږ ترولکې لاندې سيمو کې په سلهاوو ښونځي زموږ داصولو په چوکاټ کي فعاليت لري او که موږ وغواړو ستونزه ورته پيښولی شو ځکه داښونځي ټول په اندړو ،ګيلان ،قرباغ ، مقر او نورو ولسوالیو کې دي چې مجاهدين پکي فعال حضور لري ، خو اسلامی امارت داسي هيڅ کوم پلان نلري چې ښونځيو اوتعلیمی اداروته څه مشکل پيښ کړي بلکې لايي په وده کې ترممکنه حده مرسته کوو زموږ دتعلیم او تربې دکمیسيون د لائحي په لاندينیومادو کې داسی راغلي :
(۲۶- په هره منطقه کې چه مکاتب موجود او شروع وي بايد استاذان او کتابونه يې کنترول او تر څارنې لاندي ونيول شي، دبنديدلو اقدام دي ئي نه کيږي بلکه دامکاناتو په صورت کې بايد اکمال شي.
۲۷- هغه ساحه چه داسلامي امارت تر تسلط لاندي ده هر افغان وګړى کولاى شې چې هلته دمکاتبو دتاسيس يا ترميم يا اکمال دپاره قدم واخلي البته دولايت دتعليمي مسؤل سره به په تماس کې وي اجازه به اخلي .
۳۸- دتعليم او تربيې عالي کميسيون ملکف دى چه داوسني عصر دژوند دضرورتونو دپوره کيدو په منظور دافغان مجاهد اولس دبچيانو دپاره دعصري علومو دتعليمي ادارو يعني مکتبونو دجوړولو او پاللو په منظور دامکاناتو په تناسب جدي قدم واخلي.
۴۱- عالي کميسيون مکلف دى چه ټولي هغه مدرسي – مکتبونه – دارالحفاظونه – پوهنتونونه – دتخصص اداري – چه په شخصي دارايي تاسيس شوي وي دفعالیت اجاازه دی ورکړه شی په روزمره اجراتو کې دې مداخله نه کوي ، بلکه دمؤسس او پالونکي دجذباتو او احساساتو پالنه دي وکړي .
۴۴ عالي کميسيون مکلف دى چه داولس بچيان دتشويق – مهربانۍ او ښې بلنې له لاري تعليمي ادارو ته راوبولي ،زور زياتي دي نه کيږي، اولس دخارجي او داخلي دښمنانو له خوا ځپل شوي دي ، نوباید دمهرباني دلاری راجلب شی .
۵۲- دولايت تعليمي مسؤل مکلف دى چه ټوله هغه ساحه چه هلته تعليمي پروګرامونه اجرا کيږي هلته يو تبليغاتي هيئت دعلماوو او پوهانو وليږل شي تر څو اولس دمدرسي او مکتب او علم په اهميت پوه کړي او دارنګه داولس شتمن اشخاص دشخصي مکاتبو او مدارسو جوړولو ته راوبولي او دولايت تعليمي مسؤل مکلف دى چه په خپلو اجراتو کې دعالي کميسيون اطاعت وکړي .
۵۳ ــ دولسوالي تعليمي مسؤل مکلف دى چه دمنطقي دمدارسواو مکاتيبو څخه په مياشت کې يوځل کتنه وکړي.)
البته بیا هم وايم چې په استثنی دجګړيز حالت چې خلک بيا خپله ښونځي ته مراجعه نه کوي لکه دهلمند ولايت بيلابیلې سيمې چې خلک يي دجکړو او بمبارونو له وجهی له خپلو سیمو نه بي ځايه شوی دي او دهزاره ميشتو سيمو علت هم همدا ده چې هلته دجګړی سيمه نده بهرني ځواکونه هلته ډيرنه ځی چې له بريد سره مخ شي او په پايله کي يي جګړه وشي او خلک ښونځيو وتړلی .
نو په اوسنی سخت حالت کې چې اسلامی امارت دیولوی زبرځواک سره په جګړه کې ښکیل ده او هره ورځ دسر قربانی ورکوی ، نور په تعلیمی ساحه کې څه کولای شي چې تاسو يي ترې طمعه لري ؟ هيله ده تاسو او نور ټول هغه هیواد وال چې خپل هيواد حالات تش په غربی مطبوعاتو کې وینی او دهغو دارزونو له مخې تحليلوی باید په خپل نظر کې بدلون راولئ دلته راشي او هرڅه له نيږدې وګورئ .
دریمه پوښتنه
دا څو کاله چې د هلمند او کندهار ځینې اولسوالۍ د تاسو په لاس کې وي، هلته مو بې له قضایې مسایلو خلکو ته نور څه وکړی؟ لکه معروف ولسوالي، هلته مو ولې خلکو ته ښونځې جوړ نه کړل؟

ځواب ــ تاسو به اوريدلی وي چې وایي په جنګ کې حلوا نه ويشل کيږي ،موږ چې دکندهار او هلمندپه هره ولسوالی کې يو هلته دجګړي سره هم مخ يو ، هلته چاپي دي ،هلته ددښمن تحرکات او زموږ لخوا پري بريدونه دي ، هلته زموږ حالت دتيارسی او جګړې ته په هره لحظه کې د انتظا رپه حالت کي دی او زموږ ټوله انرژي ددښمن په وړاندې په مقاومت او جهاد مصرفيږي ، نو ځکه هلته نور دپرمختګ او وداني کارونه ممکن نه دی .داسوال به مو هلته سم وای چې موږدکندهار ولايت په يادو سیمو کې په نورمال حال کې اوسیدای اوس خو ترنيمې ورځي جګړه کوو او بیاتر نیمی ورځ هم دسبا ورځي دجګړی تيار ی نو څرنګ به ممکن وي چې موږ هلته خلکو ته خدمات هم وړاندي کړو سره له دې چې بمبار راباندې روان وي ؟

څلورمه پوښتنه
بل دا چې تاسې په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې بهرنیانو په افغانستان کې لویه پروژې چې زمونږ درد پرې دوا شي جوړې نه کړې، نو بیا مو د سلما بند سره ولې مخالفت وکړ، ولې مو د هندوستان پوسیله جوړیدونکو سړکو سره مخالفت وکړ، خلک مو ووژل؟ په پکتیا کې مو د بند جوړولو مخالفت ولې وکړ؟

ځواب ـــ بلی لکه څرنګه چې اوس ټولو هيوادوالوته معلومه ده چې دښمن دلته دآبادۍ لپاره نده راغلی ، اول خو دا نشئ ثابتيدلای چې دسلما په بند کې دې موږ مشکلات جوړ کړی وي ، هلته اراده دجوړيدونشته ، او که ومنو چې هلته ستونزي شته نو په کابل کې خوبه داکارونه لږ ممکن وي هلته خلک پوره برق لري ؟ دکابل اداره ولی دبرق انرژي له ګاونډيو هيوادونو په قرارداد رانيسي بيا يي کابل ته رارسوي ولی هلته بندونه نه جوړيږي ؟په تخار کې دفرخار په ولسوالی کې هيڅ نظامي تحرکات نشته ، هلته ولی د کوه نمک آب بند نه جوړيږي ؟ دجنګلک فابريکه چې زموږ دهيواد لپآره حياتي ارزښت لري ولی بيرته فعاله نشوه ؟ هلته خو جګړه نشته ، دکابل په ښارکې ولی سړکونه لاخام پاتي دي چې په ولاياتو کې يي دکار دبنديدو ګيله کوي ؟ تاسو ملامت نه ياست دهیواد څخه لیري ياست ، دلته يواځي هغه سرکونه جوړيږي چې يرغلګر پری تګ راتګ کوی او دخپل امنیت لپاره هڅه کوي چې يو نيم سړک جوړ کړی ، پاته شوه په ريښتيا آبادۍ ،هغه خوب ده هيله ده هغو تشو خبروته ډيرغوږ نشي چې ديرغلګرو سره مله ميډيا يي تاسو ته در رسوي که تا سو دافغانستان اطرافي سیمو ته ولاړ سئ پوره پوره کلي او باغونه یر غلګرو ورا ن کړي تاسو یو ځل کندهار او هلمند یاداسي نورو سیمو ته ور سئ ، دزنګاوات ورستۍ پیښه یې ډیر تازه او ښه مثال دی چې بهرنيان دلته يواځي خلک وژنې ، کلي او باغونه ورانوي او دخلکو دژوندکړي ور تنګوي .

پنځمه پوښتنه
د پاکستان په ضد ولې هیڅ کله هم هیڅ هم نه وایاست، د ملا عبیداله په هکله تاسې هسې یوه ګیله هم ونه کړه
په درنښت

شهیر له بلجیم څخه

ځواب ــ دشهيد الحاج ملاعبيدالله اخند دشهادت په اړه موږ پاکستان ته ګيله نه بلکی له هغو مو کلکه غوښتنه کړې چې دهغه دشهادت په اړه موږ ته کره معلومات راکړي په دې اړه داسلامی امارت په اعلاميه کې چې ټولونړيوالورادیوګانو او اژانسونو را وخيسته داسې راغلی (دافغانستان اسلامي امارت دشهید ملا عبیدالله اخند تشه دټولي اسلامي نړۍ خصوصا دافغانستان لپاره یوه نه جبرانیدونکي ضایعه بولي اودپاکستان له چارواکوڅخه جدي غوښتنه کوي چي دالحاج ملا عبیدالله اخند د زنداني کیدو ، مریضي او وفات په اړه اسلامي امارت ته بشپړ او واقعي معلومات ورکړي) . مننه


سلامونه

tandar
16.04.2012

سلامونه شا هير صيب

زه ډير خوښ يم چه نن ټول ورونه په خلاصه ټنده او په منطقي ډول ديو او بل سره خبرو اترو ته حاضر او دکورني مشکلاتو دحل په هکله رڼا غورځوي او ديوه او بل سوال ته ځواب واې
دښو نځيو په درسونو کي پس له ديني مضامينو تاريخ او جغرافيه دشاګردانو لپاره دخپل ځان او وطن او ملت پيژدني په هکله ډير رول لوبوي
يعني دخپل کور ،مملکت، دموقيعت او قدامت نه او دخپلو نيکونو دښو او بدو اعمالو نه او ميړاني نه او دبعضو له غلامي نه لکه شاه شجاع او يااوسني کرزي نه خبر ،پوه او تري عبرت واخلي
نو که مو دباميانو دبوت دنړولو په هکله چه زمونږ دخاوري يو تاريخي او سبوتي ډير مهم اسار و نظر واچوو، ولي ې دغه ملي او تاريخي سرمايه په بمونو ټوټه ټوټه کړله؟
ايادا ښه کار و؟
ايا غوښتل ې چه ځانته دسلطان محمود بت شکن لقب وګټي؟
ايا ددي ملي خيانت عاملين پښيمانه نه دي ؟
ايا ددي کار عاملين به کومه ورځ محاکمه هم شي؟
هغي وخت کي خو دا خونخواره او له مطلبه ډک اشغالګر هم نه وه
مننه


khoshalkhan
16.04.2012

زما پوښتنې او د ذبیح الله مجاهد ځوابونه??
څرنګه ،چېرې ? زما،ته شهير ? اوکه بل څوک ?
ايامجاهد صيب دومره وخت دځانګړي فرد لپاره لري ?
موضع ،خبره واضح نده !!


عنوان

tandar
17.04.2012

خوشحال خان صاحب هرکله مو چه دشهير صيب دنوم سره هم داحترام کلمه [color=red:5abd5fcd0a]صيب [/color:5abd5fcd0a]لکه مجاهد ،،صيب،، دنوم سره ورته زياته کړه ،دپوښتني دځواب حق لري او که نه سوال مو بي ځوابه پاتي کيږي
هر ليکوال ته بايد دعذت په سترګه وکتل شي،که څوک دځان عذت غواړي؟
تاسو څه خبر ياستي چه شهير صيب او مجاهد صيب له وړکتوبه سره وپيژني ؟
او يا ې په يوه مدرسه کي سره سبق ويلي وي؟
او يا دمجاهد صيب سره سوال او ځواب حتمي بايد دټول افغان دخوشحال خان صيب په اجازه صورت ونيسي؟
دځان درنښت دنورو په درنښت کي دي
مننه

[quote:5abd5fcd0a="khoshalkhan"]زما پوښتنې او د ذبیح الله مجاهد ځوابونه??
څرنګه ،چېرې ? زما،[color=darkblue:5abd5fcd0a]ته شهير [/color:5abd5fcd0a]? اوکه بل څوک ?
ايامجاهد صيب دومره وخت دځانګړي فرد لپاره لري ?
موضع ،خبره واضح نده !![/quote:5abd5fcd0a]


khoshalkhan
17.04.2012

هرڅوک به خپل ځواب وايې که يې زړه وي !


زرین ګل
17.04.2012

پوهانو ،مشرانو ،
ستاسو ورور زرین ګل


tandar
17.04.2012

سلامونه وروره
کومي اندازي پوري چه زه پوهيږم
عذت په ع ذ ت ليکل کيږي
او صاحب په ص اح ب ليکل کيږي
خو بعضو وختو کي مروج او عاميانه تلفظونه لکه صيب هم خلک ليکي
تاسو حق په جانب ياستي ،ټول بايد دخپلي ژبي ليکنه لکه څنګه چه ايجاب او لازم وي بايد وليکل شي
مګر وخت او دوطن او ملت حالات چه يوميه خلک ګوري او دخپل زړه بغ په کي ژراوباسي نو اصلي ادبياتو ته دومره توجه نه کوي او نشي کيدلاي ،دلته فقط او فقط دتفاهم موضوع مطرح کيږي چه مقصد نور دليکوال په نظر پوه شي
هيله ده چه ستاسو قناعت مي يو څه حاصل کړي وي
ديو لوي او ازاد افغانستان په هيله


طالب ISI
18.04.2012

ټولو وروڼو ته سلامونه او نیکې هیلې،

ګرانه خوشحال خانه وروره، د طالبان په ویب پاڼه کې د ستاسې پوښتنې او د ذبیح الله ځوابونه په نامه یوه برخه ځانګړې شوې. تر اوسه پورې سل پوښتنې پکې مطرح شوې، او هرې پوښتنې ته تفصیلې او په سړه سینه ځواب ورکړل شوی.

ددې ګټه داده چې یو خو به خلک خپلې پوښتنې مطرح او ځوابونه تر لاسه کړي، بل به طالب چارواکو ته هم د خلکو اندیښنې په ډاکه شي چې خلک څه غواړي، څه ته تشویش لري...

ځینې وروڼو د محلي طالبانو شکایتونه هم ورته لیکلي، ځینو بیا ددوی په سیاست نیوکې کړي. ضرور نه ده چې مونږ ووایو د مجاهد صاحب ځوابونه سل په سلو کې قانع کونکې دي، خو دا چې د بحث، استدلال، پوښتنو مطرح کیدو یو زمینه مساعده شوې، دا ښه ټکی دی.

کوم ځوابونه چې مجاهد صاحب زما د پوښتنو په هکله کړي، تر یوه حده ورسره موافق یم، ښه استدلال یې کړی. خو بیا زه وایم چې د غزني پښتني منطقو کې هره ورځ خو جنګ نه شته، نه ضرور نه ده چې یو ځای کې د نجونو ښونځې یا د هلکانو د جنګ له خاطره بند کړو.

کومه ورځ چې جنګ وي، خو ښکاره خبره ده چې والدین هم ښونځې ته خپل بچیان نه لیږي.

او بل د پکتیا د بند ، د مچلغزو د بند په هکله ددوی ځواب، ډیر ښکاره نه دی. ځکه هغه خو په ریښتیا چې پیل شوی کار دوی بند کړ.

خو بیا یې هم کور ودان چې په ښه لهجه یې ځوابونه لیکلي، او دلیل یې ویلۍ.

که چیرې د سوالو او ځوابو پایله، دوه سوه ته ورسیږي، فکر کوم ډیرو سوالونه به دخلکو ځواب شي، خو چې قناعت کوي یا نه دا بیله خبره ده.


khoshalkhan
18.04.2012

شهير خانه مننه!
دا يو ډېر ښه اونيک کاردی
دهېواد لپاره نور هم په ښه لاره فعاله اوسې!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more