نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خوږي خبري
Adil watanmal
21.09.2004
=========================[color=darkblue:e1276daaff]خوږي خبري[/color:e1276daaff]============================
1. د تل لپاره رښتينې او حق وينا كوي كه ترخه هم وي.
2. لوړ همتي د ايمان نخښه ده.
3. دروغ هيڅ كله په رښتيا وو بري نه شي موندلاى.
4. مرګ له ټوله ټولو نه رښتيني او اميد تر ټولو دروغجن تصور دي.
5. په لمانځه كې د زړه، په محفل كې د ژبى، په غصه كې د لاس او په دسترخوان د ګيډى ساتنه كوئ.
6. په علم سره زړه داسى ژوندى كيږي لكه وچه ځمكه چې پر باران.
7. د عقل په څير هيڅ دولت نشته او د جهالت په څير هيڅ غربت.
8. د علم په مرسته د انسان وحشت او ډار اچونه له منځه ځي.
9. په كوم قوم چې فحاشي او بي حيائې مسلطه شي نو الله پري ذلت او خواري راولي.
10. تر ايمان وروسته ستره پيرزوينه نيك خويه ښځه ده.
11. خواخوږي دوست هغه دى چې خپلو نيمګړتياوو ته مو متوجه كړي او چې مخامخ مو ستاينه كوي داسي وانګيري چې ګوندى حلالوي مو.
12. د ظالم بخښل د مظلومانو سره ظلم دي.
13. داسي كار وكړي چې كه خلك مو وويني چې پري خجالت نشي.
14. مرګ غوره نصيحت دى.
15. د هر دولتي نظام برياليتوب او قوت د چلونكو په عدالت، صداقت او انصاف پوري تړلي وي.
16. بري او ماتي د پوځ په ډيرښت او كمښت پوري نه بلكه د الله پاك پر مرستي پوري اړه لري.
17. له خلقو سره ښه چلن نيمايي عقل، ښه پوښتنه نيم علم او غوره تدبير نيمايي اقتصاد دي.
18. د ژوند لپاره يوه موخه (هدف) وټاكى او بيايې په ټول توان سره د هغى د ترلاسه كولو هڅي پيل كړي، ښايي د برياليتوب پړاؤ ته به ورسيږي.
19. د دنيا ژوند د آخرت د مسافرو لپاره د يو سراي په حيث وګڼي خپله توښه واخلي او د هغه څه تكل مه كوي چې په سراي كې دي.
20. هر كار چې كوۍ د الله لپاره يې كوى او له بنده ګانو نه هيڅ ډار مه احساسوئ.
نور بيا
--------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
----------------------------------------------------------عادل وطنمل
Adil watanmal
21.09.2004
[color=darkblue:604299e6d3]نه چليږي[/color:604299e6d3]
• د ناپوهانو په وړاندي دهوښيارانو دليل.
• د شتمنو په ناسته كې د بيوزلي او نيستمنو خبره.
• د خيالاتو په نړي كې د چا حكومت.
• د ظالم په وړاندي د مظلوم برهان.
• د مرګ په وړاندي د چا حكمت.
• د تقدير په وړاندي د چا تدبير.
-------------------[color=blue:604299e6d3]مه ښكاره كوى[/color:604299e6d3]
دچا عيب، د زړه درد، امانت خبره، پروه قدرت، د سفر لوري، خپله پانګه، ډيره اړتيا.
-----------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-----------------------------------------------------------عادل وطنمل
Adil watanmal
21.09.2004
=================[color=blue:7161e099e5]ازمايل كيږى[/color:7161e099e5]
• زورور د مقابلي په ډګر كې،
• د خپلواكه فكر خاوند د ګړاؤ او مصيبت په حالت كى.
• امين د بى وسى په حال كى،
• د ښځى مينه دغريبي او نيستي په مهال.
• د صبر او زغم خاوند د قهر او غصي په وخت،
• عزتمند دراكړي وركړي په وخت.
[color=darkblue:7161e099e5]مه وركوه[/color:7161e099e5]
• ګاوندي ته زجر،
• ښځي ته پيغور،
• بل ته ناسمه مشوره،
• چاته بي اجازي كوم څيز،
• چاته د شتو په بدل كې عزت او درناوي،
• ښځي ته ډيره خپلواكى،
• بى فكره او ناسم ځواب.
-------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-------------------------------------------------------------عادل وطنمل
Adil watanmal
21.09.2004
[color=darkblue:6ab1886aa3]ليرى دى اوسى[/color:6ab1886aa3]
• بد اخلاقه د محبت نه،
• بد معامله د عزت نه،
• بى اولاده د خوښي نه،
• غصه لرونكي د ډاډنه،
• كنجوس دريښتني ملګري نه،
• آرام خوښوونكې د پرمختيا نه.
[color=blue:6ab1886aa3]پيداكيږي [/color:6ab1886aa3]
• د بي ځايه لګښت نه بي وسي،
• د زيار دينداري او قناعت نه مال او ثروت،
• د بي ادبي نه بدمرغي،
• د يتيم كونډي او د مظلوم د مال خوړلو نه بربادى،
• د لويانو ناستي نه ادب او عقل،
• د غيبت كولو او اوريدلو نه رنځ،
• په مصيبت او كړاو كې د صبر او شكر نه آسانتيا،
• د دروغ ويلونه په رزق كې تنګې.
---------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-------------------------------------------------------عادل وطنمل
Adil watanmal
21.09.2004
[color=darkblue:8051a4d833]څلور چيزونه[/color:8051a4d833]
[color=white:8051a4d833]هيڅكله به دغه څلور چيزونه واړه ونه ګڼي:[/color:8051a4d833]
1. پور.
2. رنځ.
3. دښمني.
4. اور.
[color=blue:8051a4d833]----------------------------لس ستري اشتباه ګاني[/color:8051a4d833]
1. دراز خبره يو چاته كول او بيا ورته دا ويل چې بل چاته ئې مه كوه.
2. د خپلو لاسته راوړنو نه زيات لګښتونه او بيا د خوشاله ژوند تيرولو هيله.
3. په سختو شرايطو كې نورو ته ګټه نه رسول او بيا د هغوي نه د خواخوږي طمع.
4. ځان د ټولو نه پوه او هوښيار ګنل.
5. د مور او پلار خدمت او اطاعت نه كول، او بيا خپلو اولادونو نه ددغه كار آرزو درلودل.
6. داسي فكر كول چې سلامتيا، خوشالي، او ښائيست به د تل لپاره وي.
7. د ازمايل شوي بيا د ازمايلو هڅه كول.
8. په بي كاري كې خيالي پلاو پخول بيا پري نيشه كيدل.
9. پدي فكر د غيبت كول چې دوه دري ځلي به يې وكړم بيا به يې پريږدم.
10. د هر چا سره بدي كول او بيا د آرام ژوند د تيرولو ارمان.
.........................................................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
.................................................................................................عادل وطنمل
Adil watanmal
23.09.2004
-------------------------------[color=darkblue:e2c5b1d8cd]د پنځو خبرو پوښتنه[/color:e2c5b1d8cd]
رسول عليه السلام فرمايلي: د محشر په ورځ به تر هغي پوري انسان ګام او چتولو ته پري نه ښودلي شي ترڅو چې ددغو پنځو خبرو پوښتنه تري ونه شي.
1. عمر دي په كومو كارونو كې تير كړ.
2. د ځواني د استعداد نه دي څه ګټه واخيسته.
3. مال او شته دي د كومه كړه.
4. خپله شتمني دي چيرته خرڅ كړه.
5. كوم علم چې درسره ؤ څومره دي پري عمل وكړ.
----------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-----------------------------------------------------------------عادل وطنمل
Adil watanmal
26.09.2004
===========================[color=blue:701fc91cbe]ژغورنه او تباهي[/color:701fc91cbe]
رسول عليه السلام فرمايلي: دري عملونه ژغورونكي او نور دري بيا تباه كوونكې دى.
[color=yellow:701fc91cbe]ژغورونكي دادي:[/color:701fc91cbe]
1. په ښكاره او پټه كې د الله پاك نه ويره.
2. په خوښي او ناخوښي كې د حق خبره.
3. بيوسي وي او كه بي كسي په هر حال كې په منځ مهاله لاره تلل.
[color=yellow:701fc91cbe]تباه كونكې عملونه دا دي:[/color:701fc91cbe]
1. داسي هوسونه او آرزوګاني درلودل چې د انسان نه غلام او مرئې جوړ كړي.
2. داسي حرص چې د انسان مقتدا او پيشوا شي.
3. ځان غوښتنه .
ويي فرمايل چې دغه دريمه خبره پدي ټولو كې ډيره ويروونكى بڼه لري.
-------------------------------------------------------------------------
...............................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
........................................................................عادل وطنمل
Adil watanmal
26.09.2004
((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((([color=white:3ffe267111]لس چيزونه[/color:3ffe267111]
دغه لس چيزونه خپل مخالف لس چيزونه محوه ( له مينځه وړل) كوي.
1. توبه ګناه له منځه وړي.
2. دروغ درزق محوه كوي.
3. غيبت عمل ضائع كوي.
4. خپګان عمر لنډوي.
5. صدقه بلا له منځه وړي.
6. غصه عقل له منځه وړي.
7. پښيماني سخاوت نابودي.
8. ښيګړه بدي له منځه وړي.
9. ظلم عدل له منځه بيايي.
10. كبر او غرور علم له منځه وړي.
-------------------------------------------------------------------------
...............................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
........................................................................عادل وطنمل
Adil watanmal
26.09.2004
)))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))[color=darkblue:b7bbfadc9f]نهه خويونه[/color:b7bbfadc9f]
دغه نهه خويونه الله پاك ته ناخوښه ګڼل شوي دي:
1. د شتمنو كنجوسي.
2. د علماو طمع.
3. د فقيرانو غرور.
4. د عبادت لرونكي ريا (ځآن ښودنه)
5. د ښځو بي حجابي.
6. د دنيا سره د زړو مينه.
7. د ځوانانو نيشه او مستي.
8. د حاكمانو ظلم.
9. د غازيانو ناځواني.
-------------------------------------------------------------------------
...............................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
........................................................................عادل وطنمل
Adil watanmal
26.09.2004
)))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))[color=yellow:a0267ba3ef]اوو كسان[/color:a0267ba3ef]
د قيامت په ورځ به اووه كسان د عرش تر سيوري لاندي وي او په دغه ورځ به بل هيڅ سيوري نه وي:
1. عادل پاچا.
2. په پټه صدقه وركونكي.
3. ځوان عابد.
4. د مسجد مينه وال.
5. په ګوښه والي كې د الله پاك نه ويره لرونكي.
6. د الله پاك لپاره د دوستي پالونكى.
7. د ښائسته ښځى د بلنى سربيره د زنا نه ځان ژغوونكى.
-------------------------------------------------------------------------
...............................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
........................................................................عادل وطنمل
Adil watanmal
03.10.2004
===============================[color=darkblue:b8202f7673]علم[/color:b8202f7673]
د حضرت علي رضي الله عنه څخه چا پوښتنه وكړه چې مونږ لس تنه يو او يوه پوښتنه لرو خو ځواب په جدا جدا توګه غواړو. پوښتنه مودا ده چې علم غوره دي او كه مال؟
حضرت علي رضي الله عنه ځواب وركړ ، چې علم غوره دى ځكه چې:
1. علم د نبيانو ميراث دي او مال د فرعون او قارون.
2. علم د ګرانښت سبب ګرځى او مال ځانته بې شميره غليمان پيداكوي.
3. د علم د غلا كولو ويره نشته او د مال د غلا كولو احتمال هر وخت موجود وي.
4. علم چې څومره زړيږى هومره پخيږى او مال كه لږ وخت هم پروت وي نو د زړښت او خرابيدو ويره لري.
5. د علم خاوند ته مهربان ويل كيږى او د مال ځښتن ته كله كنجوس هم ويلى شى.
6. علم په لګښت سره لا زياتيږى او مال په خرڅ كولو سره كمبوت پيدا كوي.
7. د قيامت په ورځ علم د نيكمرغى سبب ګرځى او د مال د حساب كتاب پوښتنه به كيږي.
8. علم باندى زړه ورښانه او مال كله نا كله د زړه د توريدو باعث هم ګرځي.
9. علم ستا ساتنه كوي او د مال ستاتنه به ستا په غاړه وي.
10. د علم د ډيرښت له كبله حضور اكرم صلى الله عليه وسلم ما عبدناك حق عبادتك ويلي او د مال د كثرت له امله فرعون د الهى دعوه كى ده.
======================================
د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
عادل وطنمل
Adil watanmal
04.10.2004
===================[color=orange:1f04de7592]ضرور وكړه.[/color:1f04de7592]
• په هر حال كې تبليغ ،
• ځوانى كې ډير عبادت ،
• د مور او پلار خدمت،
• د دسترخوان پراخول ،
• صدقه او خيرات ،
• د رښتيني دوست لټون،
• د هر مشر ادب ،
• د آخرت د لاس ته راوړلو كوښښ.
--------------------------------------------
------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-------------------------------------------عادل وطنمل
Adil watanmal
01.12.2004
----------له پنده ډكي خبرې
--------------------د امير المومنين حضرت ابوبكر صديق له ويناوو څخه.
1. هر بي علمه عمل يو رنځ وګڼي او هر بې عمله علم يو بي ګټې څېز.
2. پوه شي چې جهاد پرينږدي ځكه چې هر قوم چې جهاد د الله په لار كې پريږدي هغه خوار او ذليل كيږي.
3. ډير بدبخته هغه څوك دي چې په خپله مړشي خوګناه يې ژوندۍ وي (د يو داسې عمل بنسټ يې ايښى وي چې له مړينې څخه ورسته يې هم دوام وكړي)
4. كه غواړي چې هوسايي مو په برخه شي خپله ژبه د شكايت او ګيلو نه لرې وساتئ
5. د سترګو ستاتنه وكړي ځكه همدا د زړه ور دي او ټول آفتونه له همدې لارې بدن ته ننوزي.
6. له غلا او خيانت څخه ډډه وكړي ځكه دا عملونه لوږه او فقر رامنځ ته كوي.
7. څوك چې د الله په چارو كې مشغول وي الله به د هغه كارونه تر سره كوي.
8. د ايمان تكميل په جهاد، د روژي بشپړتيا د صدقې په وركولو، د حج نيمګرتياوي په فديه پوره كول او د لمانځه تيروتنه د سهوي په سجدي سره پوره كيږي.
9. حقيقت دادي چې انسان يو ډير ضعيف او ناتوانه څيز دى حيرانتيا چې هغه څنګه له يوه ډير زورور او قوي الله نافرماني كوي.
10. د چا په وس چې ژړاپوره نه وي هغه به په ژړيدونكو څه مهرباني وكړي.
========================
-----------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
----------------------------------------عادل وطنمل
پښتون ځلمی
08.12.2004
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
جزاکم الله خيرا
ډېرې پۀ زړۀ پورې او د پند نه ډکې ويناوې دي. کۀ ستاسو اجازه وي، زۀ به دا ځينې ويناوې پۀ نورو فورمو کې د دوستانو سره شريکې کړم.
دغه يو څو مې لږ ساعت د مخه ولوستې او ډېرې مې خوښې شوې.
هر سړی پۀ دې دنيا کې يو مېلمه دی او د هغۀ پيسه يو پور دی. مېلمه بايد نن يا سبا لاړ شي خو دا پور بايد وګرځول شي. (ابن مسعود رضی الله عنه)
پۀ هغه وخت کې د ګناه نه ډېر و وېرېږه کله چې لۀ نظره پټ يې، ځکه چې پۀ دې حال کې ستا شاهد ستا قاضي دی. (علي رضی الله عنه)
ساينس بې لۀ مذهبه شل دی (آينسټاين)
Not everything that counts can be counted, and not everything that can be counted counts.
نۀ هر هغه شی چې حسابېږي شمېرل کېږي، او نۀ هر هغه شی چې شمېرل کېږي حسابېږي. (آينسټاين)
Adil watanmal
08.12.2004
محترم پښتون ځلمي ورورو
------------------------وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته
د عزت وړه له نظر څرګندوني څخه مو مننه.
ګرانه ددغه ويناو نورو فورمونو ته په نقل كولو زه كوم اعتراض نه لرم.
----------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-----------------------------------عادل وطنمل
نقاد
09.12.2004
[color=blue:25c4f4fdb9]ګرانه وروره عادل صيب ، په کور دې برکت او پر ايمان دې د خدای رحمت شه، ډيرې ښې او ګټورې ليکنې مو کړي، الله (ج) دې اجرونه درکړي ! تر اسلام غوره پند او نصيحت نشته ، خدای (ج) دې مونږ ټولو مسلمانانو ته وسه او همت راکړي چې دعمل په ډګر کې يې پلي کړو. امين ثم امين . [/color:25c4f4fdb9]
Adil watanmal
11.12.2004
محترم نقاد صاحب له نيكو هيلو او سلامونو څخه ورسته
وروره له نظر څرګندوني څخه مو ډيره زياته مننه. او الله پاك دي مونږ او تاسي لومړي په دين پوه او بيا دي پري د عمل كولو توفيق راكړي. وروره بي شكه چې د اسلام نه غور پند او نصحت نشته نو الله پاك دي همت راكړي چې مونږ او تاسي او ددنيا ټول مسلمانان ئې په خپله عملي زندګي كي راولو.(( آمين))
--------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
------------------------------------------عادل وطنمل
Adil watanmal
10.01.2005
• د بي وقوفو سره په وخت د ضرورت خبري كوه.
• د خداي پاك له رحمت څخه نا اميده كيږه مه.
• د الله پاك احكام لوبي او ټوكي مه ګڼه.
• د يو او بل نوم مه ورانوي
• ګناه ناسور دي، كه ترك يي نه كړي زياتيږي.
• نيكي كوه خو په درياب كي يي مه غورځوه.
• د بخښني لپاره ايمان ابتدائي شرط دي.
• نيكي د خوش اخلاقي دوهم نوم دي.
• خپلو كي يو بل ته پيغور مه وركوي.
---------------------------
د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
عادل وطنمل
احمد
11.01.2005
حفظك الله عادل وطنمل صيب!
ستاسي حكيمانه ليكنه مي ولوسته ديرجالب اوبه زره بوري مطالب لري....
دالله نه درته نور هم توفيق غوارم.
بريالي اوسي.
Adil watanmal
12.01.2005
د عزت وړ احمد صاحب او ګرانو لوستونكو
-------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
احمدخانه وروره له نظر څرګندوني څخه دي يو عالم مننه. او له ټولو ليكوالانو څخه هيله كوم چي ورسره د پندويناوي دلته د لوستونكو لپاره په لنډه توګه وړاندي كړي ځكه دا د خير كار دي او بايد چي ټول پكي ګډون وكړو خو هر يو د خپل توان په قدر.
-------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-----------------------------------عادل وطنمل