د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په جهاد کې هم غله شته؟

مساپر
12.04.2012

ټولو عزتمندو هیوادوالو ته سلامونه،
د کابل او کندهار د لويې لارې مسافرین وايي چې په دې وروستيو وختو کې پر دغه لار غله راوځي، لوى او واړه موټر غاړې ته كوي او سورليو يې هر څه تروړي.
د کندهار ښار د شپږمې ناحيې د سرپوزي د سيمې اوسېدونکي جاوېد احمد عابد چې پخپله هم د کندهار - کابل پر لار د وسله والو غلو له خوا لوټ شوی وو، هغه وویل: چې په بس كې مو له كندهار څخه حركت وكړ، د سهار لمونځ نږدې وو، د دامان ولسوالۍ د مړوندۍ مانده له سيمې راتېر شو، يوه پنځه كسيزه وسله وال ډله په لار كې ولاړ وو، موږ فكر وكړ چې دا طالبان دي، دوى هم ځانونه طالبان راوپېژندل او ويې ويل چې ستاسو په موټر كې له كندهار څخه د ملي امنيت كسان او موږ په دې اړه كره معلومات لرو، له دې سره سره سم يې موټروان ته وويل چې سړك پرېږدي او هغه لور ته مخه كړي چې دوى ورته وايي.
د ده په وينا، کله چې موټر له عمومې سړک نه دومره لرې شو چې نه معلومېده، وسله والو غلو ټولې سپورلۍ له موټر نه کوزې کړل، او په تلاشۍ او لوټ تلان يې پيل وكړ، هر څه يې رانه واخستل، وروسته دوى په خپلو موټر سايکلونو لاړل او ډرېور ته يې كړه چې چې لس دقيقې وروسته به حرکت کوي، که مخكې يې حركت وكړ، نو خون يې له خپلې غاړې.
د ده په قول، وسله والو طالبانو هم ډېر ځله خلک په دې نوم له موټرو كوز كړي چې ګواكې د دولت كاركوونكي دي او تر لوټلو وروسته يې بېرته خوشي كړي دي.
والسلام،


Re: په جهاد کې هم غله شته؟

tandar
13.04.2012

سلامونه
منظور مو له سواله دادي ،چه په جهاديانو کي هم غله شته؟
او يا په جهاد کي غلا جواز لري ؟ :oops:

وروره ستا دسوال په هکله ووايم چه په اوسني حالاتو کي نني افغانسان دحيواناتو ديوه طبيعي پارک يا ځنګل سره مقايسه کولاي شو
چه هغلته زمريان، پړانګان ، ليوان ،ګيدړان ،خره ،غوايه او حتي زهروي ماران او مختلف وحشي او اهلي ،يعني بي ضرره ،،ځپلي ملت ،،حيوانات او مرغان ازاد او په [color=red:558dcca719]خپل مسئوليت [/color:558dcca719]ژوند کوي ٠
نن په افغانستان کي قاتلان، جنايت کاران ،وطن فروشان، د خميني او د cai ،isi نوکران ،اشغالګران، ددولتي ځمکو غصب ګران ،غله دبل په ناموس تعرض ګران يعني نني افغانستان شهر غلغله ګرځيدلي دي
په اصل کي نه دولت شته نه قانون شته پس امنيت به له کومه شي ،که چيرته وي ستاسو سوال هم مينځ ته نه راتلو
نن دځپلي ملت دنجات لپاره دوه لاري دي
١، دځان ساتنه چه سړي په بوسو کي يا بيستو ،،٢٠،، کي لاړ نشي
٢، په ډير هوښياره او ميړانه توګه يوالي او وروري ته فکر وکړي که دځان،اولاد، او دخاوري نجات غواړي
ديو لوي او ازاد افغانستان په هيله
تربيا

[quote:558dcca719="مساپر"]ټولو عزتمندو هیوادوالو ته سلامونه،
د کابل او کندهار د لويې لارې مسافرین وايي چې په دې وروستيو وختو کې پر دغه لار غله راوځي، لوى او واړه موټر غاړې ته كوي او سورليو يې هر څه تروړي.
د کندهار ښار د شپږمې ناحيې د سرپوزي د سيمې اوسېدونکي جاوېد احمد عابد چې پخپله هم د کندهار - کابل پر لار د وسله والو غلو له خوا لوټ شوی وو، هغه وویل: چې په بس كې مو له كندهار څخه حركت وكړ، د سهار لمونځ نږدې وو، د دامان ولسوالۍ د مړوندۍ مانده له سيمې راتېر شو، يوه پنځه كسيزه وسله وال ډله په لار كې ولاړ وو، موږ فكر وكړ چې دا طالبان دي، دوى هم ځانونه طالبان راوپېژندل او ويې ويل چې ستاسو په موټر كې له كندهار څخه د ملي امنيت كسان او موږ په دې اړه كره معلومات لرو، له دې سره سره سم يې موټروان ته وويل چې سړك پرېږدي او هغه لور ته مخه كړي چې دوى ورته وايي.
د ده په وينا، کله چې موټر له عمومې سړک نه دومره لرې شو چې نه معلومېده، وسله والو غلو ټولې سپورلۍ له موټر نه کوزې کړل، او په تلاشۍ او لوټ تلان يې پيل وكړ، هر څه يې رانه واخستل، وروسته دوى په خپلو موټر سايکلونو لاړل او ډرېور ته يې كړه چې چې لس دقيقې وروسته به حرکت کوي، که مخكې يې حركت وكړ، نو خون يې له خپلې غاړې.
د ده په قول، وسله والو طالبانو هم ډېر ځله خلک په دې نوم له موټرو كوز كړي چې ګواكې د دولت كاركوونكي دي او تر لوټلو وروسته يې بېرته خوشي كړي دي.
والسلام،[/quote:558dcca719]


Re: په جهاد کې هم غله شته؟

اکرم
13.04.2012

درنو ورونو! السلام علیکم
تندر صاحب ، څومره ريښتیا دې ویلي چې افغانستان دې د ځنګل سره مقایسه کړی ، په خوله اوقلم دې برکت شه والله که دې مبالغه کړی وي . سم واقعیت دې ویلی.


Re: په جهاد کې هم غله شته؟

khoshalkhan
13.04.2012

اکرم لا لا ډېر ساده فکره يې !!

[quote:f40f5934e1]خو ښه به دا وي چې غربی بشر دوسته ټولنه همدا وس سر په ګریوان کې کړي ، په خپلو کړنو غور وکړي او په پوره صداقت ددې وحشت مخه و نیسي ، هم ځان اوهم مونږ له دې بې انصافی خلاص کړي .
[/quote:f40f5934e1]


اکرم
13.04.2012

خوشحال بابا ډیر لنډ فکره یې !!! :wink:
ته ښه پوهیږې چې زما مطلب څه دی ، خو هسې بې خرطه ډز باید وکړې!!! او حتماً باید دشخصی سپکاوی ور پرانیزې ؟؟؟ پام کوه ګوره !!!
[quote:5e2c8154b5]اکرم لا لا ډېر ساده فکره يې !![/quote:5e2c8154b5]


khoshalkhan
14.04.2012

خو شال خټک په درنو دروند ، په سپکو سپک !

[quote:5b6d6cebfa="اکرم"]خوشحال بابا ډیر لنډ فکره یې !!! :wink:
ته ښه پوهیږې چې زما مطلب څه دی ، خو هسې بې خرطه ډز باید وکړې!!! او حتماً باید دشخصی سپکاوی ور پرانیزې ؟؟؟ پام کوه ګوره !!!
[quote:5b6d6cebfa]اکرم لا لا ډېر ساده فکره يې !![/quote:5b6d6cebfa][/quote:5b6d6cebfa]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more