د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ګټې ، زیانونه او شرایط یې

پتوال
11.04.2012

د طالبانو او ISI د تړاو په اړه ډیر ضدونقیض بحثونه وشول ، شواهد، ثبوتونه او تاییدونکې پیښې په ګوته شوې ، ډیرو افغانانو ته دا تر لمر هم څرګند حقیقت دی خو نور هم ډیرشته چې
ترې کورټ انکار کوي . له دې کبله په دې موضوع کې بحث له بمبس سره مخامخ او په ټپه ولاړ دی .
نو ، نه ددې له پاره چې دا منکر پرې قایل شي او اعتراف پرې وکړي ، یا دې دا نور له بیژندل شوی حقیقت
څخه منکر شی او سترګې دې پرې پټې کړي ، بلکې له بمبس څخه د وتلو او یوې مثبتې نتیجې ته د بحث د رسولو
په موخه صرف د څو شېبو له پاره باید فرض کړئ چې طالبان په رښتیا هم د مسلم لیګ (= ISI) سره ګډه کارملنه او همکاري لري . صرف د فرضيې په توګه یې د څو شېبو له پاره منکران هم فرضولی شی چې :
دا همکاري موجوده ده ! په دې صورت کې دا پوښتنې راپورته کیږي :
[color=red:64a345b267]۱- د طالب مشرتابه او ISI تر منځ توافق د کومو ګډو ګټوپه سر او کومو طرحو له مخې امکان لرلی شی؟؟؟؟[/color:64a345b267]

۲- که ګډې ګټې نه وي، نو دپاکستان کومې بېلې ګټې او د طالبانو کومې بیلې ګټې ددوی په همکارۍ پورې تړلې دي ؟؟؟؟؟

۳- که دا همکاری تر بری پورې دوام وکړي ، آیا د پاکستان له پاره به کوم زیان هم ولري او که سېسره ګټه به ورته وکړي؟
په دې وروستي حالت کې به یې افغانستان ته زیانونه څشی وي ؟؟؟؟؟

۴- ستاسو په اند آیا داسې شرایط شته چې له مخې یې د پنجابیانو او طالبانو تر منځ همګاري ددواړو هیوادونو په ګټه
تمامېدلای شی ، او ایا طالبان کولای شی چې هغه شرایط په پاکوستان ومني؟؟؟؟


Re: ګټې ، زیانونه او شرایط یې

khoshalkhan
11.04.2012

هی هی اوبه نرۍ بهيږي
پکشې وهم منګولې
منګی مې نه ډک کيږي !!

انډيواله طالبان په افغانستان کې يو سياسي نظام په اسلامي چوکاټ کې غواړي
که د پاکستان ددولت پر څای ISI له هر خا رجي دولت سره لاس ليک او موافقې
کړې وي او يا يې کوي نو له افغاني دولت سره به يې هم د طالب تر ولکې لاندې
وکړي !
اوکه تر اوسه پورې دا موافقې د پاکستان ددولت او پارلمان لخوا شوي وي نو له
طالبانو سره به يې هم کوي !!
که غواړې چې بې پلوه بحث وشي نو دISI پر ځای د پاکستان دولت وليکه !

[quote:4eeb0baa10="پتوال"]د طالبانو او ISI د تړاو په اړه ډیر ضدونقیض بحثونه وشول ، شواهد، ثبوتونه او تاییدونکې پیښې په ګوته شوې ، ډیرو افغانانو ته دا تر لمر هم څرګند حقیقت دی خو نور هم ډیرشته چې
ترې کورټ انکار کوي . له دې کبله په دې موضوع کې بحث له بمبس سره مخامخ او په ټپه ولاړ دی .
نو ، نه ددې له پاره چې دا منکر پرې قایل شي او اعتراف پرې وکړي ، یا دې دا نور له بیژندل شوی حقیقت
څخه منکر شی او سترګې دې پرې پټې کړي ، بلکې له بمبس څخه د وتلو او یوې مثبتې نتیجې ته د بحث د رسولو
په موخه صرف د څو شېبو له پاره باید فرض کړئ چې طالبان په رښتیا هم د مسلم لیګ (= ISI) سره ګډه کارملنه او همکاري لري . صرف د فرضيې په توګه یې د څو شېبو له پاره منکران هم فرضولی شی چې :
دا همکاري موجوده ده ! په دې صورت کې دا پوښتنې راپورته کیږي :
[color=red:4eeb0baa10]۱- د طالب مشرتابه او ISI تر منځ توافق د کومو ګډو ګټوپه سر او کومو طرحو له مخې امکان لرلی شی؟؟؟؟[/color:4eeb0baa10]

۲- که ګډې ګټې نه وي، نو دپاکستان کومې بېلې ګټې او د طالبانو کومې بیلې ګټې ددوی په همکارۍ پورې تړلې دي ؟؟؟؟؟

۳- که دا همکاری تر بری پورې دوام وکړي ، آیا د پاکستان له پاره به کوم زیان هم ولري او که سېسره ګټه به ورته وکړي؟
په دې وروستي حالت کې به یې افغانستان ته زیانونه څشی وي ؟؟؟؟؟

۴- ستاسو په اند آیا داسې شرایط شته چې له مخې یې د پنجابیانو او طالبانو تر منځ همګاري ددواړو هیوادونو په ګټه
تمامېدلای شی ، او ایا طالبان کولای شی چې هغه شرایط په پاکوستان ومني؟؟؟؟[/quote:4eeb0baa10]هیهی[color=red:4eeb0baa10][/color:4eeb0baa10][color=darkred:4eeb0baa10][/color:4eeb0baa10]


پتوال
12.04.2012

هئ خوشاله په دې خو هر کس پوهیږی چې دولت د علنیت او تعمیمی یعنی رسمي چارو او اجرااتو نوم دی او استخبارات علنیت نه لري، په غیر رسمي توګه فعالیت کوي ، خو بیا هم واک یې تر هر چا زیات وي، له دوی سره توافق یا موافقه بې سنده او بې امضا
خو پټ اعتبار لري که داسې نه وای او له ISI سره امضا رسمیت او اعتبار درلودای نو د ډیورن کرښه به د طالبانو په شپږ کلنه دوره کې پرې هره ورځ یو ځل بیا امضا کېدله او یا به کارمل او تره کي د افغانستان قباله څو څو ځلې KGB ته سپارلې وه .
سره ددې هم کارمل او تره کی د شوروی سم غلامان وو او د KGB له لارې یې پرې خپلې موخې منلې !
ومو نه لیدل
چې شمالی ټلوالې ، له دوستم او عبدالله عبد الله نه نیولې تر فهیم او سیافه پورې د امریکا د تیری په درشل (۲۰۱۱) کې لومړی
د CIA له استازي څخه د دالرو ډکې خلتې واخیستې او بیا د امریکا سره د ملی جنایت او خیانت له پاره ودرېدل ؟ او تر نن پورې د هغوی له خوا امتیازات او ډالري مرستې ورکول کیږي او دوی یې څټي !
نو همدغه د پردیو استخباراتو څخه ډالرو او سیاسی او پوځي مرستې اخیستلو ته ددوی او هغوی ترمنځ موافقه
او توافقات وايي چې وروسته بیا ددولتي توافقاتو شکل ته هم غځیږي او په اصطلاح د رسمي مرستو نوم پرې ږدي!
هغه وخت نو نور بیا اوبه له ورخه تیرې وي او د بادار او ګوډاګی دولتونو تر منځ د اسخباراتو لکه ISI CIA او KGB مخه څوک نشی نیولای !
له دې کبله خو ملی څواکونه همدا اوس له ېالبانو ورونو څخه ددې ضمانت ورکول غواړي چې له باکوستاني اسخباراتو ISI سره
باید هېڅ تړاو ونه لری !!!!!!!!!!!!!!!!!!
او که فرضا بیا یې هم ولری نو لږ تر لږه د پورتنیو پوښتنو په څېر ګڼ شمیر قانونمنده پوښتنې ځوابول به هم یوه قانونمنده
ملي اړتیا او اړینتیا وي!
نو پریږدئ چې په دې اړه هر لیکونکی خپل بېطرفانه قضاوت او اندتوګه وړاندې کړي او مخکې له مخکې
په یوه موضوع کې نور انډیواله نکړي نکړي مه پیلوه والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more