نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان ولي زمونږ بیګناه خلک شهیدان کوي؟
مساپر
11.04.2012
درنو هیوادوالو اسلام علیکم،
پرون په درو ځانمرګو بریدونو کې لږترلږه نولس (۱۹) تنه زمونږ بیګناه هیوادوال شهیدان شوي دي، او (۳۹) تنه نور سخته ژوبل شوي دي، چې په وژل شویو کسانو کې ماصومو ماشومانو او ښځې هم شاملې دي.
طالبان وايي: چې په ژمي کې دوی پاکستان ته ځي ځکه چې ښې پیتاوی لري او په دې وخت کې دخپلې کورنۍ سره خپل آرام ژوند کوي. خو چې په افغانستان کې هوا ښه شي، د کوکنارو فصلونه هم په رارسېدو کې شي، اکثره طالبان افغانستان ته مخه شي.
د هرات امنیه قومندان سید ثاقب خبریالانو ته وویل چې پولیسو ځانمرګي پسې واخیستل خو هغوی ځانونه او له چاودونکو موادو ډک موټر والوزاوه. موټر، چې دوه تنه پکې سپاره ول، د دوی تر څارنې لاندې و او دوه ځلي ورته د درېدو امر وشو خو ونه درېد. ثاقب همداراز وویل چې یوه ځانمرکي طالب (چادري) پر سر کړې وه.
والسلام،
Re: طالبان ولي زمونږ بیګناه خلک شهیدان کوي؟
khoshalkhan
11.04.2012
زړه دې دی چې پر يخ يې مړه کې او ځناورانوته يې تسليم کړې !!
ټول يا اکسريت يې کورونه په پاکستان کې نلري ! په وږي نس او شکېدليو څپلويو
سره خپل جهاد کوي !
مزي خو دانورو وکړې چې ددالرو بړستنې لري !
[quote:c9aec6d9bb="مساپر"]درنو هیوادوالو اسلام علیکم،
پرون په درو ځانمرګو بریدونو کې لږترلږه نولس (۱۹) تنه زمونږ بیګناه هیوادوال شهیدان شوي دي، او (۳۹) تنه نور سخته ژوبل شوي دي، چې په وژل شویو کسانو کې ماصومو ماشومانو او ښځې هم شاملې دي.
طالبان وايي: چې په ژمي کې دوی پاکستان ته ځي ځکه چې ښې پیتاوی لري او په دې وخت کې دخپلې کورنۍ سره خپل آرام ژوند کوي. خو چې په افغانستان کې هوا ښه شي، د کوکنارو فصلونه هم په رارسېدو کې شي، اکثره طالبان افغانستان ته مخه شي.
د هرات امنیه قومندان سید ثاقب خبریالانو ته وویل چې پولیسو ځانمرګي پسې واخیستل خو هغوی ځانونه او له چاودونکو موادو ډک موټر والوزاوه. موټر، چې دوه تنه پکې سپاره ول، د دوی تر څارنې لاندې و او دوه ځلي ورته د درېدو امر وشو خو ونه درېد. ثاقب همداراز وویل چې یوه ځانمرکي طالب (چادري) پر سر کړې وه.
والسلام،[/quote:c9aec6d9bb]