اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
که سونې شیعه شي پدې کې څه باک شته؟
طالب ISI
11.04.2012
شیعه او سنیان دواړه د اسلام لار تعقیبوي.
شیعه توب او ګټې یې:
- د نن ورځې د ضرورتو سره سم د اسلام تطبیق کول
- په پتلون، نیکټایې او نورو ظاهري کارو پسې نه ګرځي، بلکې په عمل کې د اسلام له دښمنانو سره مبارزه کوي. د یوه ایرانې په کور کې ۹۸٪ وسایل ټول ساخت ایران دي
- ساینسي او دیني علم فرق نه کوي، دواړه پکې د قدر وړ دي، همدا علت یې دی چې نن ورځ د امریکا سره ډغرې وهي.
- که په افغانستان کې شیعه وي:
۱. طالب د له ښونځې نه منعه کوي، نجونې د له ښونځې نه منعه کوي
چې لس متره اخوا پښتون سوني وي، هغه هیڅ تعلیم ته هم نه پریږدي!...دا یې بله ګټه چې سیالان به مو کم وي!
۲. ولور پکې حرام شو، له دې جنجاله هم خلاص یې، زنا به ن کوې، لواطت به نه کوي، پنجاب او ایران کې به مزدوري نه کوي
۳. که واده نه کوې، صیغه ووهه، صیغه یواځې حضرت عمر منعه کړې
۴. کانکور کې به د بریا چانس یو په سله زیات وي
۵. بورسو کې به هم پخه برخه لرې
سوني توب:
- پتلون، نیکټایې چې واچوله نیم کافر شوې
ـ په ښځه تعلیم عار، شرم، خو که بیا هم تعلیم پرې وکړې، طالب به د چاره وکړي!
ـ ځینو حالاتو کې د هلک تعلیم هم ناروا دی
ـ د غربیانو په پیسو د سونې منطقه کې ښونځی، سړک....جوړول حرام! عین کار د شیعه منطقه کې حلال
- چې ځوان شوې یا ۳۰ زره ډالره ولور، که نه په ناروا توګه د خپلو خواهشاتو پوره کول چې ترڅ کې یې ګناه کار، زاني، لواط، ایډز مرض ککړ، دښمنۍ...اخته کیږي
ـ چې پیسې یې پوره کوې، نو نیم عمر به د ولور په خاطر خاوې کوې، په ترڅ کې به یې نور ژوند ترڅخه پاتې، او ستا د ژوند ټول هدف به یو واده وي!
ـ چې د ولور پیسې پوره کړې، پاتې عمر به اضافي قرضونه او کور جوړولو کې تیروې، خو چون ټول خلک دومره تکلیف نه وباسې نو ځکه رشوت، غلا، قتل ته لاره هواروي.....پدې توګه بیا د دوزخ چانس زیات شو
خو سونیان یو ښه توب لري چې ټولو صحابه و ته احترام لري، مونږ به د نویو شیعه ګانو په توګه دا بد نه کوو!...ټولو اصحابو ته به احترام لرو.
نو اوس باید عام سني علما لاسونه را بډ وهي، او طالبان هم ځانونه سم کړي، یا خو بیا د نن ورځې تر سوني توب شعیه توب ډیر ښه دی.
لاندې لیکنه هم ولولۍ:
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=32658
اکرم
12.04.2012
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=32658
سلامونه اودرناوی ټولو ته وړاندی کوم!
شهیر صاحب ، نوشجان یې شه!
که ځیر شو، دشیعه اوهزاره و په اجتماعی پرمختګ او بریا و کې ښه سبق اوعبرت پروت دی ، زه دخپلو شیعه ورونو ټولې لاسته راوړنې ستایم او مبارکی ور ته وایم. (هر کسې آب از دم شمشیر خورد نوش اش باد) زمونږ هزاره ورونه زحمت کشه ، با اتفاقه، واقع بینه، او دچاپیریال او ټولنې د واقع شرایطو سره په ډیر تعقل برخورد کوي ، مشران او کشران یې معلوم دي ، او یو تربله پوره تفهام لري .
شیعه یواځې په افغانستان کې نه بلکې په نورو هیوادو کې هم مؤفق دي ،( خدای دي نور هم مؤفق لري ) په لبنان کې د کورنیو جګړو روسته ، اوس دوی هم اکثریت دي اوهم غښتلی، په عراق کې خو ټولو ته معلومه ده چې دذلت نه عزت ته ورسیدل ، په بحرین کې هم دوي اکثریت دي .
د موقعې نه په استفادې سره به لږ مده روسته انشا الله که خدای کوله، په افغانستان کې به هم اکثریت وي او هم باسواده. دا ځکه چې واقع بینه دي .
او پښتانه !!! په جنګ جګړو ، تخریب ، سر زوری، ځان وژنې ، دسواد مخ نیوی ، بې اتفاقی او په خیال پلو غواړي پرمختګ وګړي !!! نو، د امکان لري ؟؟؟
jamal
17.06.2012
شه خداي وهلي يي شيعه دسوني سره برابروي [img][/img][quote][/quote][i][quote][/quote][/i][i][b][color=orange][/color][/b][/i]
وصيل پېروز
17.06.2012
ټولو ته سلامونه
موږ بايد وپوهېږو چي په اسلام کي شخصيتونه او ډلې مطرح نه دي بلکي اسلام د هر شخص عمل او کړنلاې ته ګوري . اسلام هيڅکله هم مسلمانان پر شيعه او سني ، حنفي او شافعي ، اهل حديث او سلفي او ... نورو نه دي وېشلي بلکي اسلام مسلمانانو ته يو نوم ورکوي او پيوستون و اتفاق ته یې را غواړي مګر دا موږ يو چي يو امت مو پر ګڼو ټوټو وېشلی شيعه ، سني ، حنفي ، مالکي ، حنبلي ، ظاهري ، سلفي ، ديوبندي ، برېلوي ، حياتي ديوبندي ، مماتي ديوبندي او ...
زموږ دا کړنې هيڅکله اسلام نه شي بلل کېدای بلکي دا موږ په اسلام کي يو جرم ترسره کړی چي يو واحد ملت او امت مو پر ګڼو فرقو وېشلی دئ ، زموږ دنده خو له الهي اوامرو سره سم دا وه چي خلګو ته نېغه لار وښيو خو موږ د دې الهي اوامرو په هېرولو خلګ د شيطان لارې ته را وبلل . !!!
هر څوک کولای شي چي د اسلام پر احکامو عمل وکړي ، پر اسلامي احکامو عمل شيعه توب ، سني توب ، اهل حديثتوب او نور شيان نه غواړي . چيري مو له اسلامي احکامو سره موافق اوامر وليدل بايد عمل پرې وکړو او هيڅکله هم بايد مسلمانان ډلو ، مذهبونو او فرقو ته ونه وېشو ، تل بايد مسلمانان يوې لارې يعني قرآن او حديث او يوه نوم يعني مسلمان ته را وبولو .