د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د صليبيانو جنايت په پنجوأيې کې

khoshalkhan
09.04.2012

http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=SbueAcJYMZo#!


khoshalkhan
11.04.2012

داسې ځوان به پيدا ښي چې پر دې جنايت او بيا خاص د کرزي ددولت د هيئت او خبرو
په هکله يې خپل نبوغ لنډ څرګند کړي !!


اکرم
12.04.2012

[quote:4724ce5557="khoshalkhan"]داسې ځوان به پيدا ښي چې پر دې جنايت او بيا خاص د کرزي ددولت د هيئت او خبرو
په هکله يې خپل نبوغ لنډ څرګند کړي !![/quote:4724ce5557]

خوشحال خانه ! په دې غونډې خو تا هم تبصره نده کړې !
ددې غونډې په هکله ستا څه نظر دی ؟


پتوال
13.04.2012

د کرزي غبرګون او شکایت تر شهزاده یعقوب خان او عبد الرحمان خان له شکایاتو څخه چې له خپل استعمارچي بادار
انګلیس څخه یې کول په هېڅ صورت سخت یا زیات نه دی ! په داسې حال کې چې د کرزی شکایت پټ او اوږود دوامه وي، د انګلیس د غلامانو یعقوب خان او عبد الرحمان خان شکایت له خپل بادار څخه به علنی هم خو لنډ دوامه و . نو په ۲۱ پیړۍ کې د کرزي د حکومت لاسپوڅیتوب بې ساری دی . کرزي د یو ګوډاګي په توګه په دې غونډه کې کوښښ ګړی چې د خبرو له اعتدال نه کار واخلي ،
پط له دې چې د عدالت غوښتنه یا پلوی وکړي ، صرف ځان یې تیر کړی ، که نه دا صریحا د جنکی جنایت پېښه ده او تر هټلري فاشیزم هم زیات ظلم په ګوته کوي نو د هاګ نړیوالې محکمې یا خپلې افغاني محکمې ته باید راجع شوې وای !
کرزی غونډې ته هېڅ قناعت بخښونکی ځواب نه دی ورکړی او نه یې د مسئلې کوم حل وړاندې کړ، بلکې بادار ته يې له پوځیانو څخه
د تش شکایت رسولو ژمنه ورسره وکړه چې صرف خپل ګوډاګیتوب يې پرې یوځل بیا په ثبوت ورساوه او بس !

له بلې خوا غونډې وښودله چې د کندهار قومي مشران او سپین ږیری څومره درانه څومره زغم لرونکي دور اندېشه
راسخ او قاطع پښتانه دي الله دې همداسې درانده او سر لوړي لري ! غونډې دا هم وښودله چې کرزی او د هغه کورنۍ
د کندهار په خلکو کې ژورې ریښې او باورلري ، که نه دغمځپلو ځای ته به یې د ورتګ جريت هم نه و کړی !
خو کرزي په رواني لحاظ ماهرانه ټاکټیک او نرمه لهجه سره وکولای شول چې ځان په آسانۍ سره تیر کړي او غمځپلی په تشو وعدو تسکین کاندي . په غونډه کې د احمد شاه با با نوم هماغسې دروند لکه ونه مستقیم په خپل مکان ویاړلی توصیفېده او داسې ښکاري
چې د غلځیو د طالبي حکومت شپږ کلنې دورې هم ترې څه ونشول توګلای .
له غونډې څخه سړی یوه ارزښتمنه نتیجه ګیري هم کولای شی :
[color=blue:69fee3c8d2]
که طالبان د پاکوستان د پوځي مشاورینو په خلاف د پښتنو درندو قومي جرګو ته مخه کړي له دې لارې به ډیر ژرد کابل ګوډاګی
حکومت لومړی په پښتنو او بیا په ټولو افغانانو کې داسې ګوښی کړي چې په باور سره : نه یواځې بغارې به یې تر واشنګټن
او لندنه ورسیږي، بلکې په لږو تلفاتو به په اشغالګرو او لاسپوڅي حکومت خپل پوځي بری سل په سلو کې خوندي کړي ![/color:69fee3c8d2]


khoshalkhan
16.04.2012

[quote:d18f4cc280]په غونډه کې د احمد شاه با با نوم هماغسې دروند لکه ونه مستقیم په خپل مکان ویاړلی توصیفېده او داسې ښکاري
[color=red:d18f4cc280]چې د غلځیو د طالبي حکومت شپږ کلنې دورې هم ترې څه ونشول توګلای [/color:d18f4cc280][/quote:d18f4cc280]
اخرد بياهم په خپله مينه کې لنګتې ووهلې !!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more