نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دوو طالب وروڼو ولې یو بل ووژل؟
مساپر
09.04.2012
په تېرو لسو کلونو کې چې د طالب په نوم کوم تاوتریخوالی روان دی، په لر او بر کې نه یوازې بهرني ځواکونه د موسسو کارکوونکي، پاک - افغان چارواکي او امنیتي ځواکونه په نښه کوي، بلکې پخپلو کې هم د یو بل خېټو ته ټوپک نیسي.
په بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې د اسلامي ګوند او طالبانو وسله والو ممکن دومره له ځايي ادارې او امریکايانو سره وژلي نه وي لکه پخپلو کې یې چې د یو بل پر وینو ځمکې سرې کړې دي.
په قبایلي سیمه او پښتونخوا کې خو ان طالبان پخپلو کې پر یو بل ځانمرګي بریدونه هم کوي چې دا ډلې یې د جنت چابي(کیلي) بولي، تېره میاشت په خیبر ایجنسۍ کې پر لښکر اسلام ډله د طالبانو غورځنګ دوه ځانمرګي بریدونه، چې د جمعې له لمانځه وروسته په جومات کې وشول او پړه یې هم پر غاړه واخسته، د دا ډول پېښو ښې بېلګې دي. پخپل منځ کې ځانمرګي بریدونه ۲۰۰۸ کال ته ورګرځي چې د هغه کال په دوبي کې د بیت الله مسعود پلویانو په بنو کې د مولوي نذیر ډلې پر کسانو لومړى برید وکړ.
د وخت په تېرېدلو سره د دوی ترمنځ چې اختلاف ډېریږي او د خپل ګډ دښمن پرځای یو بل ته غوښه چاړه کیږي، یوه ډله یې په ډلو وېشل کیږي او دا بریدونه نور هم ورسره پراخیږي. ان اوس خو داسې هم شوي چې د یوې مور او پلار زامن په کې د یو بل د سر دښمن جوړ او پخپلو کې سره ووژني. د دا ډول یوې پېښې ښه بېلګه په دې وروستیو کې په کورمه ایجنسۍ کې رامنځ ته شوې ده. په دې سیمه کې د یوې مور او پلار دوه زامن په دوو ډلو کې د طالبانو په نوم جګېدل، خو دا ډلې یوه په کورمه کې د مولوي فضل سعید حقاني په نوم د پاکستان له طالبانو غورځنګ څخه بېلې شوې څانګې ته وفاداره وه او بله هغه د حکیم الله مسعود په مشرۍ دغه غورځنګ ته. فضل سعید حقاني چې د کورمې له لارې اورکزۍ ایجنسۍ ته له شمالي وزیرستان څخه د حکیم الله مسعود د پلویانو تېرېدل هم نه شي زغملای، نو د هغه پلویان یې په سیمه کې کله زغملای شول. دغه له یو بل سره اختلاف د دې سبب شو چې یوه ورځ دواړه خپلمنځي جګړه وکړي او دوه وروڼه، چې یو په یوه او بل په بله ډله کې وو، پخپلو کې سره وولي او ووژل شي.
له پېښې وروسته چې د ځوانیمرګو مور سیمې ته لاړه، مړي یې له ځایه نه پورته کول او همدا نارې یې وهلې چې مولایان دې راشي او دا دې ورته ثابته کړي چې کوم زوی یې کافر او کوم یې مسلمان و. دا ځکه چې د دې مور زامن خو د نورو میندو د زامنو په څېر داسې نه وو چې یو په پوځ، پولیس یا ملیشه او بل یې په وسله والو طالبانو کې وي. که له کور بهر وي د یو بل څخه د وېرې له امله ټوپک په لاس ولري او که کور ته ستانه شي په یوه کوټه کې ویده شي او په یوه کاسه ډوډۍ سره وخوري.
د دې مور پوښتنه هیچا هم ځواب نه کړه او ښايي ځوابول به یې په دې ورته ګران وو چې دواړه وروڼه د طالب په نوم د دوو داسې قوماندانانو وسله وال وو چې د پاکستان حکومت ورته ناروا او په سیمه کې یې واکمني له ځان سره ظلم بولي او په مقابل کې یې جګړه د ځان لپاره جهاد بولي او وايي که په دې لار کې ووژل شي، نو جنت یې وګاټه.
که له دې تېر شو ان دغه خلک په سیمه کې د ښوونځیو ورانول، د روغتونونو سوځول او د هغو خلکو تښتول او پیسې یې لوټل چې په خولو تویولو یې خپل ژوند ښه کړی د خیر کار بولي. دوی که په سترګو پردې نه لرلې ممکن دا کارونه یې روا بللي نه وای او که داسې یې نه کولای بیا به یې د خپلې مور زوی هم پیژاند او د یو بل قاتلان به نه جوړېدل.
له دې نه دا څرګندېږي چې يو شمېر کړۍ د دين او مذهب تر عنوان لاندې نور ایډيالوژیک هدفونه تعقيبوي او د خوار مسلمان امت له پاکو اسلامي احساساتو ګټه پورته کوي او دومره ايډيالوژیکه يې روزي چې دوه مسلمان وروڼه د يو بل پر مسلمانۍ هم نه اړ کېږي او د يو بل وينه تویوي.
لیکوال: ناور کوچی