د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د بلجیم ښار ټولو افغانانو ته مبارکي وایم

مساپر
09.04.2012

درنو هیوادوالو اسلام علیکم،
د یکشنبې په ورځ د اپریل د اتمې د الله تعالي په فضل او د یو شمېر دیندارو افغانانو په ملاتړ د بلجیم په انتورپن ښار کې د افغانانو اسلامي او کلتوري ټولنه په دې وتوانیده چې د مسلمانانو دعبادت او دماشومانو د دیني ښوونې او روزنې لپاره د (محمدي) په مبارک نوم، یوه نوی جومات په رسمي او قانوني توګه پرانیزي.(الحمدُ لله) په دې غونډه کې چې دغرمې په دوه بجو پېل شوه، تقریبا دوه سوه پنځوس مسلمانانو د بلجیم د بېلا بیلو ښارونو حتا له جرمني او هالنډ څخه هم یو شمیر کسان ګډون کړی وو.
په دې جومات کې به د پنځه وخته لمونځ ترڅنګ د قران کریم د ختمونو، مذهبي مراسمو، اخترونو او دیني زدکړې لپاره استفاده کیږي.
غونډه د قرآن کریم په مبارک ختم پای ته ورسیده او د ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه د افغانانو د اتفاق، ورورولۍ ترڅنګ د افغانستان او د نړئ د ټولو اسلامي هیوادونو د سولې او سمسورتیا لپاره دعا وشوه، آمین یا رب العالمین.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more