د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خبرداري: که ورننوتې بیا وتلی نه شې!

لاونګ
09.04.2012

یوه وسله وال پرون/چهارشنبه/ د کندوز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې یو پخوانی طالب قومندان له دوو ساتونکو سره وواژه.
دا پېښه په داسي حال کې کېږي چې له دولت سره ملګري شوي مخالفان شکایت کوي چې حکومت یې ساتلی نه شي او ډېر نور چې غواړي جنګ بس کړي له دې بیريږي چې یا به یې حکومت او ناټو پوځیان ونیسي او یا به هم د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شي، زړه نه شي کولی چې وسله پرمځکه کښېږدي.
د کندوز د چهاردرې ولسوال عبدالمحمد عمرخېل نن وویل، یوه ساتونکي پر قومندان ضیا او د ده پر دوو نورو ساتونکو تېره شپه ډزې وکړې. حمله کوونکی تښتېدلی خو امنیتي ځواکونه یې د موندلو لټه کوي.
ده وویل چې هم قومندان او هم یې ساتونکي پخوا طالبان ول خو تېر کال یې له جګړې لاس واخیست او له هغې پروسې سره سم یې سوله ییز ژوند خپل کړ چې د افغانستان حکومت د وسله والو مخالفانو لپاره اعلان کړې ده.
تراوسه پوري د قومندان ضیا د وژلو انګېزه دقیقاً څرګنده نه ده خو دا احتمال شته چې نوموړی د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی وي ځکه چې طالبان عموماً خپل هغه ملګري تر ټولو مخکې وژني چې له جګړې لاس اخلي.
ولسوال عمر خېل وايي چې دوی نه پوهېږي چې حمله کوونکی طالبانو ته تللی او که بل ځای پټ شوی دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more