نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زمونږ د هیواد د بقا او ګټې لپاره
شاه ولي
08.04.2012
په دې تېرو لسو كلونو كې دا لومړي ځل دي چې چين د مس عينك كان د تړون په كولو سره ژمنه وكړه چې په دغه هيواد كې د اورګاډي پټلۍ هم غځوي او هند د چين په پله په پل اېښودلو سره د حاجيګك كان د تړون په لاسليكولو سره هم د ورته ګام پورته كولو ټټر وهلى دى. نوى ډهلى او بېجينګ په دې ډول غواړي چې افغانستان له اقتصادي او جعرافيايي ګوښه توب نه وباسي.
زمونږ ګران هیواد له ډیرو کلونو راهيسې د خپل ښه او اساس جيوپوليټيک موقعیت له مخې د ځينو سترو هيوادونو او په تېره د خپلو لرې او نږدې ګاونډيو د سیالۍ په ميدان اوښتی. ځينې ګاونډي چې افغانستان ته لنډه لاسرسی نه لري هڅه کوي چې د خپلو اقتصادي پانګونو له لارې افغانستان خپل کړي او یا يې د سيمې په کچه ملاتړ ولري، خو نور ګاونډي بیا د دې هيواد يې په ثباته کولو سره خپلو هدفونو ته د رسېدو هڅه کوي.
همدا اوس د هیواد د ټولو مشرانو لویه فریضه دا دي چې د دغه رقابتونه څخه زمونږ د هیواد د ثبات او ګټې لپاره کار واخلي.