د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دزړه بغ ايستنه

tandar
05.04.2012

دزړه بغ ايستنه
چه زړه مي وپړسيږي نو ټول افغان ته راشم چه سترګي مي دګران ورور پښتون ،عذتمند عبدالسلام او شاهير صيب په پخو پخو ليکنو او دډير ډير دوطن په استقلال او ملت مين پتوال صيب او نورو وطنفرستو ليکوالو ولګيږي لږ اميد دژوند راسره پيدا شي چه ځه څوک شته چه دخاوري او ملت غم خوري
خو زما دا ارمان دي چه کله به په ارام روح دخپلي کورني سره دخپل باغ څخه دسهر چاي ،په عوض د مربا ،دتازه اينځرو او تازه انګورو او تازه کورني يخو ترو سره په ګډه چه نه بمان وي او نه چيرته تورپوستي امريکايې او يا دisi راليږلي توروريست وي ،وخورم
او يو ځلي دخپل نيکه او نيا قبر ته لاړ شم او زيارت ې وکړم
دډير رنجه مي ليکلي
دژوند په خوند پوه نه شوم ګرځمه بي وطنه په المان کي
.....................................خوګياڼي مي ډير ياديږي عمر تير شو په هجران کي
دغيرت مثال ې نشته دزمرو وطن دي
..........................................په خوګ ې ننګ کړي دي
حوجري ې ډکي ميلمنو نه شاځلمو وطن دي
..........................................په خوګ ې ننګ کړي دي
باوري کله هيريږي اخر به مړ شي په خفګان کي
خوګياڼي مي ډير ياديږي عمر تير شو په هجران کي
که په لوستلومي دچا وخت نيولي وي راته دي وبښي
تربيا ،يوالي کي مو بري دي ،دوطن ددښمنانو په سر اسماني تندر


Hanan
09.04.2012

تندر صیب خدای دې د خوګیاڼو ديدار په ژوندانه نصيب کړه. آآآآآآآآآآآآمين


سلامونه

tandar
10.04.2012

سلامونه حنان صيب او ستړي مشي کله کله د حوجري خوا ته که راشي ډير خوښيږو
خداي پاک دي په خوله برکت کړه
واې چه غل نه وي نو له باچا هم نه هيريږي او په ښکاره ناري وهي چه خوله ې راکړه
ما پرون له زيږ پښتون سره درحاليکه چه ٣٠٠ km لار هم راته زياتيدله مګر دهغه ليدل او يوه پياله چاي ورسره څښل او معرفت ډير ارزښت لرلو نو همدغسي به انشاالله دوطن ارمانونه هم پوره کيږي
تربيا


Hanan
11.04.2012

تندر صیب خدای دې د خوګیاڼو ديدار په نصيب کړه. آآآآآآآآميييييييين
خو؛ خوګیاڼي اوس هغه خوګیاڼي نه دي پاتې، بده ورځ په کې ګډه ده ټوله شپه جیټ طیارې او دوه څرخکې هليکوپترې ګرځي، د شپې ترې څوک یوه سترګه خوب نشي کولای، له امريکايي به ډارېږې، له فوځي به ډارېږې؟ بس بد حال دی، روزمره امريکایان په کورونو چاپې اچوي.
۲ میاشتې مخکې خوګیاڼو ته تلم په ټول موټر کې داخلي فوځيانو زه له موټر ښکته کړم دومره یې په عذاب کړم چې پوښتنه یې مه کوه، بس دا یوه خبره یې ذهن کې نيولې وه چې ته پاکستانی یې، څومره مې چې ورته وویل نه یې منله، آخر د موټر ډرایور ترې خلاص کړم او زما ضمانت یې وکړ. په هغه وخت کې مې زړه کې تېر شو چې په پېښور کې له پوليسو څه تنګ وو چې اوس خپلو هم راباندې دا حال کړ.
ولسوالۍ ته چې دننه کېږې لکه وایټ هاوس ته چې ځې په تلاشیانو به دې زړه درشين کړي، پوليس درسره یوه خبره په سړيتوب نه کوي.
خلک دومره ډار شوي چې آن له خپل سیوري هم ډاريږي.
د خوګیاڼو نورې خاطرې هم راسره دي، انشاء الله وروسته به یې درته وکړم.


پښتون:
11.04.2012

تندر صیب سلامونه ! خدای ج دې وکړي چې پخیر سره رسیدلې اوسې.
پدې خاطر چې زما د [color=red:cd2eb2a2e9]پښتون.[/color:cd2eb2a2e9] په نامه اکاونټ د تورو دروازو شاته بندي شوی.او د تور او ړوند چلند ښکار شو نو تر هغه چې دلته یو انقلاب راځي پدې [color=red:cd2eb2a2e9] پښتون: [/color:cd2eb2a2e9]اکاونټ سره به ستاسو د لیکنو نه دلته خوند اخلم.
1-[color=red:cd2eb2a2e9]پښتون.[/color:cd2eb2a2e9]
2-[color=red:cd2eb2a2e9] پښتون: [/color:cd2eb2a2e9]


سلامونه

tandar
11.04.2012

سلامونه او احترامونه
خداي دي وکړي ټول ليکوال ورونه چه امکان ولري له نژدي سره کښيني او دخپل ځان ،خاوري او ملت په هکله تبادل افکار وکړي
يو او بل سره وپيژني او په ګډه سره دوطن دازادي او دملت درتلونکي خوشبخته سرنوشت په هکله خبري او مشوري سره وکړي
پښتونه ياره که دسکه وروڼو ليدو ته ې عزم وکړو له خوګياڼي افغان ورور سره دي هم يوه دمه وکړه ځکه په لاره کي دي
چه زړه وغواړي هغلته پښي هم ځي
ټولو ته سلامونه او احترامونه ،له هر څه نه مننه
تربيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more