د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اغيزمن تبليغات

محمود سعيد
04.04.2012

د امريکايي يرغلګرو د پراخو او اغېزمنو تبليغاتو يوه برخه دا ده چې وايي که امريکا له افغانستان څخه ووزي نو افغانستان به له کورنۍ جګړې پرته د ګاونډيانو له لوري له ګڼو ستونزو سره مخ شي. دوی داسې ذهنيت هم خپروي چې وايي د امريکا له وتلو سره به ټول افغانان له لوږې ومړي. په داسې حال کې چې افغانستان له دې مخکې هم څو ځله له دې څخه د سختو تاړاکونو او ستونزو سره مخ شوی دی، خو يوازې ملي او اسلامي يووالي پر ستونزو غلبه کړې ده. دا چې موږ خپله خپلواکي په دوامداره توګه نشو ساتلی نو دا زموږ تر ټولو ستره کمزورتيا ده. يوازينی لامل ېې له علمي او پوهنيز ډګر څخه لرې والی دی.
راځئ چې نور خپل ځانونه، کورنۍ، ګاونډيان، کليوال، ښاريان...لوی او واړه زده کړې او پوهې ته وهڅوو.
راځئ نور له فکري، عقيدوي او پوهنيزو تيارو څخه د وتلو کوښښ وکړو.
راځئ نور د خپل هېواد او خلکو لپاره يووالی وکړو. راځئ نور وخت ضايع نه کړو.


پتوال
04.04.2012

[quote:37af746e3b]له هغو خلکو د آزادۍ اخستل چې نه غواړي غلام پاته شي سخت دي، خو هغو خلکو ته چې غواړي غلام پاته شي، د آزادۍ ورکول تر دې هم ډېر سخت دي.[/quote:37af746e3b]

[color=blue:37af746e3b] یو اړ :
نو دا کوم خلک دی چې نه په زور آزاديږی او نه په زور غلامیږي ،
خو په چل ول او فرېب آن د غلام غلامي هم کوي ؟[/color:37af746e3b]


khoshalkhan
04.04.2012

[quote:3cf2e69fc5][color=blue:3cf2e69fc5] یو اړ :
نو دا کوم خلک دی چې نه په زور آزاديږی او نه په زور غلامیږي ،
خو په چل ول او فرېب آن د غلام غلامي هم کوي ؟[/color:3cf2e69fc5][/quote:3cf2e69fc5]

يوډانګ :
هغه خو هغه خلک دي چې نه دادي نه هغه ،خوداولسواکي نارې دچلبازي لپاره
وهي ! دغلام غلامي رټي خو دلوی ظالم بادار دکنکوبينې دنده پر وياړ په غاړه
اخلي !


پتوال
04.04.2012

[quote:3ab6670bfd]
هغه خو هغه خلک دي چې نه دادي نه هغه ،خوداولسواکي نارې دچلبازي لپاره
وهي ! دغلام غلامي رټي خو دلوی ظالم بادار دکنکوبينې دنده پر وياړ په غاړه اخلي ![/quote:3ab6670bfd]

خوشاله ! زه په غلام او لاسپوڅي حکومت کې خوټې هم نه وهم، خو

ته په پورتنۍ جملې سره دا منې او اعتراف کوې چې لږ تر لږه ملتپال او ولسواک مسلمانان هغه دي چې نه يې
څوک په زور غلامولی شي او نه یې بل څوک آزادولی شی، دوی پخپله د خپل ملت آزادول غواړي او دچا په
فریب غلامۍ ته تن نه ږدي ، د غلام غلامان نور ساده انپړ مسلمانان دی چې که ونه غولیږي لومړی به د غلام بادار
ځاله ویجاړه کړي !
متل ښه ويلي :
تر څو چې څوک په(خپل) حقیقت خبریږي دروغو او غولولو به وطن وران کړی وي ، لکه چې د افغانانو وطن یې
څو څو ځلې وران کړ او لا ورانوي یې ! معلوم شي چې د اشغالګرو له وتلو سره سم دې طالبان د پاکوستان د غوښتنو په خلاف
وسله کیږدي او په منطقی سیاسی اپوزیسیون لاس پورې کړي او سوله ییزو انتخاباتو ته ودریږي !
خو دوی د خپل قدرت په شپږ کالو کې انتخابات ونکړل، اوس به څنګه د ولس واک ته تن کیږدي؟؟؟؟


محمود سعيد
07.04.2012

[quote:f96446d8f1]دغلام غلامي رټي خو دلوی ظالم بادار دکنکوبينې دنده پر وياړ په غاړه
اخلي [/quote:f96446d8f1]
خوشحالخانه هغه د کندهاريانو خبره ډېره نادره دې کړې. په خپله دې تاييد کړې چې د غلام د غلام پلوي او ملاتړ کوې. افغان بايد هومره ټيټ نه وي.


khoshalkhan
07.04.2012

نه داسې نده !
لکه چې خوب دې ليدلی وي !!
[quote:f424e4865c="محمود سعيد"][quote:f424e4865c]دغلام غلامي رټي خو دلوی ظالم بادار دکنکوبينې دنده پر وياړ په غاړه
اخلي [/quote:f424e4865c]
خوشحالخانه هغه د کندهاريانو خبره ډېره نادره دې کړې. په خپله دې تاييد کړې چې د غلام د غلام پلوي او ملاتړ کوې. افغان بايد هومره ټيټ نه وي.[/quote:f424e4865c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more