نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زمونږ د بیګناه ولس يو بل قاتل هم ونيول شو
مساپر
03.04.2012
درنو هیوادوالو ته خپل تاوده سلامونه او نیکې هیلې وړاندی کوم،
د خبري آژانسونو په وینا د حقانې شبکې يو لوي قوماندان د سيف الرحمن په نوم چې زمونږ د بیګناه هیوادوالو په وژلو او ځانوژونو او بېلا بېلو حملو د حق تعالی او زمونږ د مظلوم ولس له خوا تورن وو، د کابل لويديځ ته په وردګ ولايت کې نيول شوي دي، نوموړې (سيف الرحمن) د خپلو دوو ملګرو سره د سيدآباد ولسوالۍ په سيمه کې د عملياتو وروسته دوی نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د حقاني شبکه د شمالي وزيرستان کې خپل پتنځايونه لري او د هغه ځای څخه خپل جنګيالي زمونږ وران هیواد ته راليږي، چې بیګناه افغانان شهیدان کړي.
والسلام،
Re: زمونږ د بیګناه ولس يو بل قاتل هم ونيول شو
أكبرخان
06.04.2012
[quote:b64461eb86="مساپر"]
د يادونې وړ ده چې د حقاني شبکه د شمالي وزيرستان کې خپل پتنځايونه لري او د هغه ځای څخه خپل جنګيالي زمونږ وران هیواد ته راليږي، چې بیګناه افغانان شهیدان کړي.
والسلام،[/quote:b64461eb86]
مساپره دلته تیروتی یې.
طالبان بې ګناه أفغانان نه وژني، طالبان یواځې کافر یرغلګرأو لاسپوڅي یې وژني
حقاني أو ډله یې د اسلامي امارت د چتر لاندې کار کوي، خاینین أو غربیان په نښه کوي، هیواد کې جنګ دی جهاد دی، أو جنګ کې انسانان وژل کیږي
تل دی سرلوړي وي د اسلام سپیڅلي لارویان