نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
يره زه نپوهيږم
Anonymous
18.09.2004
منطق صاحبانو سلامونه درته کوم خو :lol:
دلته منطقي بحثونه؟
مثلا :?:
ولي په نورو کي منطق نه و که ولي؟
په چټياتو مو شروع نده کړي؟
بس د افسوس ځاي دي خپه مشۍ
وسلام
Ghairat
19.09.2004
زوروره وروره اسلام علېکم!
زه له خپله آنده داسې تصور کومه چې :
منطق او پوهنه هغه زور دی چې د انسان تفکر ته زور او ځواک بخښي . خو که د ايت او حديث په مقابل کې وکارول شي سړی پرې ګناه کار کيږي . لدې کبله دغه فورم له عقيدوي دلايلو پرته د فکر علمي او منطقي لاريون لپاره آزاد واټونه وړاندې کوي . او هيلمن يو چې له دغه ځواک څخه هر څوک کار واخلي . د خپلې ټولنې تاريخ او کلتور واقعتونه د علم او منطق په رڼو سترګو وويني ، تحليل او تجزيه يې کړي او د راتلونکې لپاره ترې د لارې مشعل د ځان لپاره جوړ کړي .
په درنښت ،
Anonymous
19.09.2004
وعليکم سلام غيرته وروره :D
يره غيرته وروره قربان دي شم ايت او حديث کي منطق نشته که ولي :?:
زه ګوره ملا نه يم او ډيمکراتيک نه مي هم بد راځي خو چي څوک د ايت او حديث نه بلا جوړه کړي نو د ايت او حديث به څه ګناه وي که څنګه جانانه :?: وسلام
Anonymous
19.09.2004
زوروره وروره ! د نوم د انتخاب نه دې ښکاري چې سرزوري درکې ژورې ريښې لري. او زورور خلک خو په رښتيا هم د ديموکراسۍ او رون اندۍ ضد دي. وروره د يموکراسي به هم خپلې نيمګړتياوي لري خو تراوسه بله ښه تره لاره نه ده پيژندل شوې. نپوهيږم ولي د ژوند په هره مسله کې ايات او حديث مخې ته وړاندې کوی. مذهبې پوهه خپل ځای لري مګرساينس، منطق او فلسفه خپل ځای. ښه به وي که ددې منطقي بحثونو څخه يو څه ترلاسه کړی او نه داچې دهغو په وړاندې ودريږي. دهمدغه منطق او پوهې نشتوالی دی چې په هيواد کې يي دبې منطقه تنظيمي مشرانو له پاره د غوبل زمينه برابره کړې ده.
Anonymous
20.09.2004
درندوليکوالانوسلامونه اوښي چاري
دزوره ورميلمه ورورليکنې په تائيداودغيرت اوختيځوال صيبانوليکنوپه ځواب کښي بايدوليکم چي :
کله چي ددي بحث عنوان ته پام وکړم اوبيايی محتويات وګورم نودهغه ساده سړي خبره مي راياده شي چي ديوکلي ترڅنګ دکلي سپيوراايسارکړ اوسړي چي کله تيګې ته لاس کړنوتيګې دژمي سختې ورځې له امله دځمکې سره يخ شوي ٠سړي چغې کړي چي داڅنګه کلی دی چي سپي يی خوشي کړي دي اوتيګې يی تړلي دي ٠اوس چي مونږګوروددي بحث په دروازه کښي دمذهبي يااسلامي دلايلومخه نيول شوي خوپه مقابل کښي بيادبحث منطقيان اوفيلسوفان زمونږ دديني عالمانواوملايانوته سپکاوونکي اونامناسب الفاظ کاره وي څوک يی دوچ جواري اوترشوشړومبوخوړونکئ ګڼي اوڅوک يی بياترجوماتونومحدوده وي
ديتاسوورورپه نوم يوتن خوبيا ليکي :
ملا ته کالدار ورکه ٠ داسي ډيمکراسي به په اسلام ،قرأن،حديث اثباط کړي ٠ ګوته به په غاښ ونيسې
٠
رښتياهم داډول ملايان دغندني وړدي اومونږيی هم مخالف يوخود هغه ملايان به څه حال وي چي په اسلامي هيوا دنودکفاروحملې روا ګڼي ؟؟؟؟؟؟؟
ديني عالمان ياملايان مونږته ډيرقدرلري دخدای جل جلاله اورسول صلی الله عليه وسلم پاکه لاره راته همدي ملايانوښودلي داسلام لومړني احکام اودخور،موراوخپلې ښځې ترمنځ توپيردهمدي وچ جواري اوترشوشړومبوبرکت دی نوپداسي حالاتوکښي څنګه دخپلواستادانوبي حرمتي زغملئ شو؟؟؟
غيرت صيب ليکي :
خو که د ايت او حديث په مقابل کې وکارول شي سړی پرې ګناه کار کيږي .
ولي غيرت صيب اياددي دامعنی ده چي که په منطق يامستعارنومونوڅوک دايت اوحديث خلاف څه وليکي هغه ګناه نه ده که څه ؟؟؟؟؟ يااياد ديني ملايانوسپکاوی ګناه نه ګڼل کيږي اوکه څنګه ؟؟؟
نورنوپه فلسفه اومنطق کښي کارنه درلروتاسوپوهه شه اوکارموخوزمونږدملايانوسپکاوي اجازه هم نه شو درکولای زمونږپه وس خوهمدومره څه ووچي درته وموليکل باقي مسؤليت يی دپاڼې مسؤلينوته متوجه دی چي ددډول ليکنومخه ونيسي ٠
ياده وني : دساده سړي اودسپيومثال راوړل دموضوع ارتباط له مله دي نه دچاته دسپکاوي په معنی هيله ده چي چوک يی شخصي تعبيرنه کړي ٠
م ن غروال
20.09.2004
ليکنه ړنکه شوه.
محترم ليکونکي دې د بل چا په نوم ليکنه نه کوي.
مننه
Anonymous
20.09.2004
ښاغلئ هېواد ورور سلام عرض کوم
زه له چا سره ټوکې نلرم د بخښنې په غوښتو هيلمن يم پورتنې ليکنه ړنګه کړئ٠
او له ټولو ليکوالو څخه په درناوي هيله کوم چي د بل چا نوم ونه ليکي خو چيرې دۍ هم غروال وي نو هيله کوم خپل نوم دې هم وليکي٠
په درناوي
Anonymous
20.09.2004
دا دمور او خور فرق به تاسوته ملا درخودلي وي ٠
موږ ته انساني اخلاقو راښدلي او کتاب الله راخودلي ٠ نه ملا
ستاسو سره کوم کوم تاريخي سند سته ٠ تر اسلام دمخه چا دپښتنو ،سندايانو،پنچاپيانو،ايرانيانو،عربو
تاريخ ليکلي چه يو قوم خپله مور ٠٠٠ کړې
دا دي ملا يان دي ٠ يوه ورځ ئې ږغ کړ ٠ چه پدرام د کفر خبري کړي ٠ دوې ورځي بعد ئې سر خلاص سي ٠
خپله خبره بيا وکوځوي ٠ د 80 کالو ملا هم دي
تاسو چه قدرت پلاس درغلۍ وو ٠ دجهاني اشعار مو له وطنه منعه کړه
ملا نصرالدين قبر ته موقلف ورله واچاوه ٠ چه ملانصرالدن ٠٠ سياسي ټوکي
ولي د طيارې خبري نه کوې ٠ چه کالداري دي واخستې دروس طياره ٠ په پنچر ټاير په هوا سوه
:( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( د طيارې مجلس راواخله چه د کالدارو حساب راکې ٠ نو بيادي
40 کاله دمخه ملايان په کويټه کي وو ٠ چه چکله خانې خلاصي وې ٠
هغه ملا بيا مور اوخور موږته راښوي ٠
Anonymous
20.09.2004
ميلمه وروره سلامونه مي ومنه
اجازه ده يوه پوښتنه وکړم ؟
وروره داراته ووايه چي کتاب الله چادرښودلی وودمورخيټي کښي ديادوواوکه داسمان نه د په غيږکښي رالويدلی وو؟؟؟؟؟؟؟
بياهم ميلمه ګله په حوصله دافرين ښه ده چي نوروړاندي تيرشوي نه ياست ٠
Anonymous
20.09.2004
دغوا وظيفه
چه شيدي سخوندرته ورکړي ٠ او په زبه ئې پاک کړي
د مور وظيفه
چه شيدې زوۍ ته په بسم الله او اوداسه ورکوي ٠ او معرف اخلاق ور وښوي
که دمور او پلار څه زده نوي ٠ نو ملاګي ته دې استوي
د چامور د فاضيل کندهاري لمسۍ وي ٠ او چامور د ګوروان لمسۍ وي ٠ زمين تا اسمان
زما د مور نظر
بي عقلي هسي بلاده --- چه خواري د دين هم د وني ده
د رحمان بابا نظر
بېلمانځ هسي بلاده ---- چه خواري د دين هم د وني ده
د چا مندي کتابونه لولي -------يعني زما په 80 کلني او خونه ئې په کتابو ډکه
او دچامور غوا روزي ٠
هو خرکاري هم هنر دۍ ٠
Anonymous
20.09.2004
بي عقلي هسي بلاده --- چه خواري د دين هم د ونيا ده
بې لمانځي هسي بلاده ---چه خواري د دين هم د ونيا ده
Anonymous
20.09.2004
کهڅوک عقل نلري ٠ باخبر دا دا د اسلام دين دبيعقلانودپاره ندۍ
دا د لينن فلسفه نه ده ٠ ګراف ئې وکرۍ ٠ بيعقلان ملايان يا خلقيان سو ٠ وهابيان سوه ٠ يا اخوانبان سوه
اصلي اصول ترې پاته سوه ٠ کلبدين ته مو ويل چه يو پښتون مسلمان اوسه ٠ ويل يې چه اخوانۍ مسلمان يم
چه پښتنو لاس درنه واخست ٠ اوس پهغاروکي پروت وسه ٠ انشاالله اخوانيان بدي کومک ته راسي توا؟؟؟
صله رحمي اول ښئ ده اصولو کي ٠ چه تر پښتانه دي اول صله رحمي پر پردي وه ٠ دغه دي پای سو ٠
حضرت عمر (رض) چه دمرګپر بستر پروت وو ٠ يو وسيت ئې داوو چه د عربو سره ښه کوۍ ٠
Anonymous
20.09.2004
ميلمه ګله لوتي مه وايه
پام هسي په اوتوبوتودموضوع اړخ بدلولوناکامه هڅه ونه کړي زما پوښتنه ځواب کړه بيابه نوربحث کوو
له منطق اودرناوي څخه ډکې ليکني کوه کنه نومونږ هم ٠٠٠٠٠
Anonymous
20.09.2004
وبخښئ دپورته ليکنه دخادم له خواده ٠
Ghairat
20.09.2004
[quote:73da3c2bf4="-زورور"]وعليکم سلام غيرته وروره :
يره غيرته وروره قربان دي شم ايت او حديث کي منطق نشته که ولي :?:
زه ګوره ملا نه يم او ډيمکراتيک نه مي هم بد راځي خو چي څوک د ايت او حديث نه بلا جوړه کړي نو د ايت او حديث به څه ګناه وي که څنګه جانانه :?: وسلام[/quote:73da3c2bf4]
زوروره وروره زور خو يواځې د يوه خدای سره شته، دانوره نړۍ زما او تا پورې هېڅ ده، يا هېڅ هم نه ده. بيا هم سلامونه مې ومنه او له پوښتنې او ليکنې څخه دې ډيره ډيره مننه.
وروره د ايتونو منطق الهي منطق دی او له اعجاز څخه ډک دی ، هر څوک پرې نه پوهيږي ، په تيره بيا ملايان پرې ډير کم پوهيږي. دوی (ملايانو) د خدای کلام چې د کائناتو په څير لوی نظام په کی ځای شوی، دومر خپل محدود فګر ته رامحدود کړی چې دا انساني عقل او منطق خو څه کوې چې له خولې نه په کې اه ويستل هم کفر کيږي، ملا صاحب د ژوند يو پيښه نشي روښانه کولی، د طبيعت پيښې خو هډو پيژني نه ، د ټولنې، سياست او تاريخ په مسائلو کې ګچ او ګول وي ، نو څنګه به د ايت او حديث تر څنګ د انسان فکر ،علم او منطق ته هم اجازه ورکړي؟ ملا صيب تر اوسه پورې کوم طبيعي علم منلی دی ؟ ملا صيب چې کوم علم نه پيژني نومني يې هم نه .له طب ، فزيک کيميا، بيولوژي، استرو نومي ، لرغونپوهنې ، انترو پولوژي او نورو څخه يې يو هم نه دی منلي، او د خپل محدود او وروسته پاتې فکر محدوده کې کولی هم نشي چې نوموړي علوم ومني ، نور بيا
Anonymous
20.09.2004
ښاغلی غيرت صاحب سلامونه مي ومنۍ
تر ملا پور راپياد سو ٠
ستور اصلأ غازونه دي اما ملا صاحب تر اوسه داسي فکر کوي ٠ ستور هم لکه مريخ غوندي مځکه ګڼي
ستوري نه پېژني او په نصيحت کي د اسمانو بيان داسي کوي ٠ لکه پرون چه ځني راغلۍ وي ٠
او ملايانو کي ډېر عامه خبره ده (وايي څوک چه ډير منطق وايي ايمان ته ئي خطر دی )
دا ولي وايي ٠ ځکه چه دئ علم نه لري ٠ څوک چه علمادي ٠ هغه ملايان ندي
ملا معناچه دلمانځه او اوداسه فقه ئې لوستې وي ٠
د فقهي کتابونه بيعقل دي ٠ ولي بي عقل دي ٠،ځکه اودس تازه کړه ٠ بس بي اودسه سجده کفر دي
نر به يوڅوک وبولم چه خبري پکښي وکړي ٠ چه ولي يا څنګه ٠ د خدای امر دۍ
هو دعقل کتابونه هغه ته ويل کيږي ٠ چې دلائل پکښي ويل کيدای سي ٠
که چا عقلي کتابونه نوي لوستلي ٠ نو په دين ، قران هم نه پوهيږي
لوی مولانا ډاکتر سليمان عطايي چه نوروته اسلامي phd ور امضا کوي ٠ په پيښور کي
هغه ملايان ساده خلګ ګڼي کله چه د مصر علما کندهار ته ورغله چه د بودا مجسمه مه خراب وۍ ٠ طالبانو احاديث ورته ويل ٠ حال داچي هغوۍ ټوله اسلامي phd درلودې ٠ کله چه له کندهاره راووتل نو خبر نګارانو ته ئې ويل ٠ طالبان (ا٠٠٠ن ) وه
Anonymous
20.09.2004
وايي د يو ملا نه يو کليوال پوښتنه وکړ ه: ملاصيب که څوک له چانه تبرګی قرض کړي او بيا ورنه ورک شي
تاوان يي د اسلام له نظره ضرور دی؟ ملا مسکی شو او ويې ويل: نه ، چې قصدي نه وي هيڅ تاوان نه لري، داسې پيښې خوهروخت کيږي. کليوال په خوښۍ سره وويل: ښه شو ملاصيب هغه تبرګی مې ستاسې له کور نه قرض کړی و. ملاوارخطا شو او کليوال ته يي وويل: زه به ېې بيا هم کتابونو کې وګورم او سبا به درته سم ځواب درکړم. کله چې په سبا کليوال د ملا سره مخامخ شو نو ملا ورته وويل: په کتاب کې راغلي دي چې : ْالْتبرُوَتاوانْ – تبرګی د تاوان سره ورکړی.
خادم ورورته بايد ووايم چې کله مې په لمړي ځل دبغدادۍ سپاره شروع کوله نو د کلي ملا راته داسې پيل کړه: ا، ب، ت، ث – ملا غواړي دري پيسې – که وردې نه کړې اخرت کې درپسې.
ملايانو به دومره چاته نه دي زده کړي لکه چې خرابې يي کړې ده. دوی چې قدرت په لاس کې ونيو نو اسلام يي وشرماوه. دشخصيت د نظره غوڅ اکثريت ملايان ډير وږي خلک دي. زموږ په ټولنه کې ملا تل د فيودالانو او نورو واکمنانو سره په اتحاد کې و ، په ټولنه کې ډېرضد اسلامي عملونه کيږي لکه په بدو کې دخور اولور ورکول، ولور اخيستل، قتل او غارت کول او داسې نور. د کلي ملا اکثر وخت چوپ پاتې شوی . دملا خوله هغه وخت بيرته شوې چې د چا بريتونه او شقيقې به يې غټې وليدې، او يا به چا دمساوات او ديموکراسۍ کلمې په خوله راوويستې.نو دملا په وجود به اور ولګيد. ملايان تل د علم او پوهې ضد دي، ځکه ملا د نالوستو هيوادوالو په منځ کې د غټ قدرت او زياتو امتيازاتو نه برخمن دی او دانه غواړي دلاسه ورکړي.
يو ملا وويل : هيڅ څوک سپوږمۍ ته نشي ختلای ځکه هغې ته ٧ فولادې دروازې په ٧ قولفونو بندې دي او کلي ګانې يي د يوې ملايکې سره دي.
اجمل خټک ليکې: د يوملانه مې تپوس وکړلو، ما وې ملاصيب جنت به څه وي؟ په خپله ګيډه لاس واهه ويل يي، خواږه خواړه او دشېدو رودونه.
Anonymous
21.09.2004
د جمعي لمونځ تر هر لمانځه واضع په کلام الله کي ذکر سوي ٠
په ښاروکي ټولو خلګو د جمعي لمنځ کوي ٠ او په لويو اولسواليو کي ملا د جمعي لمونځ ږغ نه کاوه
که ئې ويلي واې چه دجمعي لمانځه ته راسۍ ٠ نو به ولو دهقانانو پر يوه بجه يومان ايښي وای ٠ نولمانځه ته
به تللی وای ٠ دا کار د زميندارانو نه خوښېدۍ له غغداده تر کابله نو دامامه نيولې بيا تر ساده مولي پوري
ئې د جمعي دلمانځ لاس اړولي وو ٠
قرأن ،احاديث پېشرفت غواړي ٠ د ملا شاته زورونه دي ٠
افغان ملا د فقر ډوډۍ په اوله ورځ خوړلې ده ٠ مفتخور بلا خور وي ٠
او سياسي قدرت خوند چه هم مفت دۍ ٠ وئې ليدۍ ٠ اوس نو لکهخوب ٠ راوښ سو ٠ وائې هغه سپن مي
قبول دي ٠ انشأالله بيا په لاس نه ورځي ٠ په جنګ خو والله که پلاس ورسي ٠ په رايو نو قسم نه اخلم امکان لري
نقل دی ٠ نعضی دبعضو داسي ولاړه او بعضي د بعضو داسي ولاړه ٠ نيسه ئې دغه ملا دي
کتابي ده ٠ وايي داسي وخت به راسي ږير به لري لمنځونه به کوي قران به لولي ٠ او باور به ئې تر ستوني نه وي ورکښته سوۍ ٠
کتابي ده ٠ داسي وخت به راسي خلګ به قرأن واي ٠ خوند به نلري ٠ لکه يو رقم مېوه ښه بوي به کري ٠ او خوند
به خراب وي ٠
Anonymous
21.09.2004
وروڼوسلامونه مي ومنی
ګوره وروڼوپه عرف کښي ملاهغه چاته نه ويل کيږي کوم چي تاسودساده کليوالوخبرې ورپوري تړلي بلکي ملا مونږهغه ته وايوچي دالله جل جلاله اودرسول صلی الله عليه وسلم لاره دعاموخلکوپه نسبت ورته ښه معلومه وي اوپه عين حال کښي دطبيعي علوموهم مخالف نه وي که څه هم پخپله په دي نه پوهيږي چي دهايدروجن اواوکسيجن له يوځای کيدوڅخه اوبه لاسته راځي خوداسلام په احکامواوشرعي مسائلوکښي له عاموخلکوډيرمعلومات لري دي ته مونږملا وايوپاتي شوتاسوچي کوم ملايان ياده وی هغوته ملايان نه بلکي هغوته حلوايان ويل کيږي ياپه بل ډول يومولوی صاحب وي اوبل مال وهي صاحب
مال وهي صاحبان نن سباډيردي دکرزي صاحب اداره له مال وهي صاحبانوخوراغني ده ٠
اوس پوهه شوی چي مولوی صاحب چاته اوحلوايی اومال وهي صاحب چاته ويل کيږي ٠
بايدهيره نه شي چي که زمونږ ملاصاحب په طبيعي علومونه پوهيږي چندان دومره دانديښنې وړنه ده لکه څومره چي داخبره دانديښنې وړده چي زمونږيومسلمان ساينس پوه ياولسمشرته دانه وي معلومه چي په کلمه کښي څوفرض دي يا اياکلمه يی صحي زده کړي اوکنه؟؟؟؟؟ دلمانځه فرض واجب ورمعلوم دي ؟؟؟ غسل کله فرض کيږي اوفرض په کښي څه شی دي ؟؟؟ يااياداسي نورداسلام ضروري اولازمي احکاموپه هکله ورته کومه انديښنه پيداشوي ؟؟؟
زمونږپخواني پاچا ظاهرشاه صاحب تقريباڅلويښت کاله پاچاهئ اوخواشا اتيا کاله عمرکښي د پاکي کلمي دصحي لوستلوتوفيق نه ترلاسه کړی اونه يی ورته وخت پيداکړئ ،په لويه جرګه کښي يی چي له خپلې وينامخکښي کلمه شريفه ويله نوتا فکرکاوه چي دکوم صحرايی سړي له خولې دپاکي کلمي داډول ټکي اورم ،ښايی نوموړي ته په دي هکله تراوسه هم کومه انديښنه نه وي پيداشوي چي ډيره دافسوس خبره ده ٠ځکه خوملاشيرين صاحب هم وايی :
غاښ يی وتلی ږيره سپينه _________ هيڅ خبرنه وي له خپله دينه
نه پيژني فرض واجب سنت _________ او نه د ا سلام کوي خد مت
اوپه پای کښي هيله کوم چي دکليوالوساده خلکوخبرې اويادځينوسياسي خلکوويناوې چي له ملايانوسره سياسي اختلاف لري په ملايانوپوري ونه تړل شي ٠
ماپه خپله څومياشتې وړاندي له يوساده سړي څخه پوښتنه وکړه چي مياشتې ته انسان ختی شي اوکنه ؟؟
((( ځيني پښتانه سپوږمئ ته مياشت وايی ))) هغه راته وويل داسي مي اوريدلي دي چي امريکايان سپوږمئ ته ختلي دي خومياشتې ته هيڅکله هم نه شي ختلی ځکه دده ويناکه امريکايان مياشتې ته ختلي وی نواوس خوبه يی خامخا يوه نښه پکښي کړي اوياباوروکړه په مسلمانانوخويی دمياشتې رڼابنده کړي وی ٠ داخبرې ماپه خپلوغوږواوريدلي اوس بايدمونږ داپه ملايانوپوري ورونه تړو ٠که څنګه وروڼو؟؟؟
خادم العلمأ
Anonymous
21.09.2004
د خادم صاحب تعريف مې خوښ شو چې دملاپه هکله يې کړی دی. سمه ده چې ملا وي که مولوي، د شپنو اودهقانانو عالم دی د فيوډاليزم په خدمت کې ، او ساينسي عالم د کارګرانو عالم دې دپانګوالو په خدمت کې.
شپانه ، مالداران ، دهقانان او زمينداران وايي باران پخپله کيږي او دحاصلاتو زياتوالی او لږ والی د ښې هوا او اوبو پورې اړه لري، ديني عالم ورته وايې نه ! باران پخپله نه ، بلکې د خدای په امر کيږي، او د رمو ډيرښت او د کروندود ښه حاصلاتو لپاره د اب وهوا رول هم نه ردوي خو په اصل کې يې صرف د خدای په فضل پورې تړلي بولي ، او که وچکالي يا قحطي او مرضونه په رمو ګلو مالونو او حيواناتو يا شنو فصلونو باندې ولګيدل نو د خدای قهر يې بولي او علت يې د دهقانانو او زميندارانو د عمل خرابوالی بولي، د بخښنې استغفار عبادت او سخاوت نسخې ورته توصيه کوي. تر څو پورې چې اولس همداسې شپون ، دهقان او فيوډال پاتې وي، د مولوي او ملا صيب بازار هم ګرم او چړچې يې روانې وي ، خو که خلک ورځ په ورځ پوهيږي، ماشومان ښونځيو ته ليږي
ساينسي علوم پراختيا مومي، د حاصلاتو د ډيروالي له پاره کيمياوي سره رامنځته کوي، د مرضونو د ورکلو له پاره کيمياوي مواد په فصلونو پاشي، حيوانات د ناروغيو پر ضد واکسينوي ، نور صنعت او زراعت ټول د ساينس پر بنسټ عياروي، نو د ملا نه نيولې تر مولوي پورې يې بيا نور نه هغه قدرپاتې کيږي اونه هغه ځای او هغه ضرورت چې فيوډالي، کليوالي ټولنې به ورته درلود . دوی هم دا ترټولو ښه او په وخت حس کوي . ددوی هم د دې ټولوپرمختګونو سره عقدې او کينې زياتيږي او کوښښ کوي په کومه لاره چاره ځانونه قدرت ته ورسوي، نوبيابه دې خلکو ته لکه طالبان دا پرمختک،دا ښونځي او ښونځيو ته د د جونو داتګونه ، دا آزادي او آزاد انتخابات او دا پارلمانونه ټول وروښيي . او همدغسې يې په افغانستان کې وکړل چې د تر ﻻسه تللي قدرت د خوند پسې يې اوس هم طالبان ځانونه وژني .
Anonymous
21.09.2004
سپيڅلتوم ورور ډېرې سپيڅلې خبرې کړي٠ ملايان او موليا ن لکه د تورې شپې خپسۍ زموږدخوار هيواد ستونئ د اسې خپه کړئ چې ورڅخه ځان نه شي ښورولائ٠نور بايد په ګډه يوه ﻻر ومومو چې خپل ساده او زوريدلي هيواد وال ددوئ له منګولو نه وژغورو اود ډار نه دعمرونو عمرونوسکوت او چوپتيا نور پای ته ور سوو٠
Anonymous
21.09.2004
ملاصاب چيري يي چه درک او خرک دي ورکدۍ ٠
مو دا ددوسوو ځلوېښت کاله مو د غرب په دوښمني يعني د علم فونون په دوښمني را باندي تير کړه
او د افغان قوم تر18 ميلونه زيات نسو د دروغو سره چه ملل متحد ته به مو ويل ٠
ملا جانه و ګوره دعلم فن ونو زور چه څومره مفاد لري ٠ هر کوچنۍ دي ٠ واکسين کيږي ٠ نن پسله جنګه
2500000 ميليونه نفوس زيات سو ٠ ښارو خلګ نه ځايږي ٠
کتابي ده ٠ چه دنيا دي خرابه وي ٠ نو د اخيرت به دي څه حال وي
دونيا د اخيرت زراعت دۍ ٠ کتابي ده ٠
Anonymous
21.09.2004
ملاصاب هم له اسمانه ندۍ رغلۍ ٠
کله چه خلقي حکومت منځ ته راغلۍ ٠
که مو کتل ويل ئې درغله د ارغنداب خلقيان ٠ کال نه وو تير سوۍ ٠ ويل ئې دره غله د ارغنداب مجاهدين
ورسته بيا ناره سو ٠ دادي د ارغنداب توپکيان ٠ بيا نعره سوه درغلل د ارغنداب طلبا ٠
اوس بيا ځينو ږيري خريلي وائې ٠ درغله د کرزي ډله
ملاصاب خو په هر ډله کي ناست دۍ وو
وائې ملا يانو غلا ورکه کړه ٠ خو غلو ته ئې کار ورکۍ ٠ زنا کارو ته ئې د څلور ښځو شرايت برابر کړه
او د شرابو پر ځای مفره اعظم طبيبانو چو ړول او طلباوو خوړل ٠
هغه داسي غښتلي نښهلري ٠ چه سپين ږرو يي سترګي ورکږې کړي ٠
هو دامنم چه شراب حرام دي ٠ مفره اعظم حرامه نه ده ٠ لکه نسوار
Anonymous
21.09.2004
ميلمه وروره السلام عليکم .
تاسو خو په دې ډيرو ارغنداب ارغنداب په تکرار سره يوې غټې تاريخي نيمګړتيا ته زما پام راوګرځاوه چې هلکه دا ټول نيمګړي نيمګړي او منفي منفي خوځښتونه او تاريخي تيروتنې لکه چې تل له ارغنداب يعنې قندهار څخه پيل شوي که څنګه : خلقي کمونستي اتڼ ، دمجغدينو ملنډې، د طالبانو نادودې او
د ږيرـ خريلو کرزي پلوو د فعاليت غير ملي (امريکايي) شکل او د طالبانو اوسنی ويجاړوونکی رول او دالقاعده ملاتړ اونور له زيات نه زيات ستاسو د نغوتې سره سم د ارغنداو له لوري څخه سرچينه اخيستې ده. که داسې وي، لکه ظاهرأ چې همدغسې ښکاري هم، راځئ ددې خبرې تاريخي علتونه وڅيړو چې د ميرويس او احمد شاه بابا د ارزښتمنو غورځنګونو پرته دا نور منفي بهيرونو ولې او پر څه علت زياتره له کندهار څخه سرچينه اخيستې ده ؟ وايي چې هر عمل عکس العمل لري، ايا د ميرويس خان او احمد شاه بابا د ارزښتمنو برياو او غورځنګونو راهيسې ﻻهم د هغې د منفي عکس العملونو لړۍ روانه ده چې لومړی د سدوځيو او بيا دمحمدځيو د سلطنتي کورنۍ د غړو تر منځ تل جګړې او ورورجنګي دوام درلود، چې ايله په بيله د نادرخان په کورنۍ کې ختمې شوې، او په اوسنيو وختو کې يې د پورته ياد شويو منفي غورزنګونو بهير چې طالب مقاومت يې وروستۍ لړۍ دي څرګند ې بېلګې دي. ؟ ددې خبرې تاريخي علت څيړل په کار دي او لستونکي دې بې له دې چې د کوم سمت يا کوم ټاکلي قوم پورې خبره وتړي، دپيښو تاريخي علتونه بيطرفانه وڅيړي ، څو زدکړه ترې وشي. والسلام .
Anonymous
25.09.2004
غيرته وروره سلامونه
ستا ځواب لږ سم راته ښکاري خودانورانډيوالان دي هسي خوشي لګيا دي :!: :oops:
زما مطلب دادي چي اسلام کي دومره منطق شته دي چي تاسوغوندي
منطقيانو لره صبر پکار دي :D
بله دا ده کنه دلته خو دومره درناوئ شته چي يره خداوراستي دخندا مي
نوره کولمي راوتي :P :P :P :P :P :P :P :P :P
ګورئ خپه نشئ تاسو کي ټول ميلمانه دي نامي موڅه شوي ها ها ها :D :D :D
بس بي روزګاري ده کنه :!: ،،،،،، :!: وسلام