نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د تور پوځ لخوا دقبایلو ویستل او د پاکستاني طالبانو ځاي پرځاي کول
م . ق
31.03.2012
لر او بر ویبپاڼه:
اسلام اباد:د ملگرو ملتونو د کډوالو ټولنه يو اين ايچ سي ار وايي په تيرو څو مياشتو کې د پاکستاني پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ د نښتو د ډيريدا له امله د قبايلو ځايي خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته ډير اړ شوي دي.
يو اين ايچ سي ار وايي د روان ميلادي کال د جنوري له ٢٠ مې نېټې راهيسته تر ١٠٠ زرو ډير ځايي خلک له خپلو مېنې وتلي او بې ځايه شوي دي.د ملگرو ملتونو اداره زياتوي چې د قبايلو له سيمو بې ځايه شوي خلک د جلوزو په کمپ کې ځاى پر ځاى کيږي.د بې ځايه شويو کسانو ډير ښځې او ماشومان دي.پاکستاني پوځ په دې وروستيو مياشتو کې د قبايلو په بيلا بيلو ځايونو کې د ځايي طالبانو پر ضد عمليات کړي دي.د جنوبي وزيرستان په ډيرو سيمو کې پوځي عمليات ليدل شوي دي.دغه راز پېښور ته نژدې د ادم خېلو په دره کې او په باړه کې هم څو ځلي عمليات وشول.
تبصره: دا خو د میډیا ظاهري رپورټ دی، په حقیقت کې د باړې او دره ادم خیلو ډیر افریدي پدې ګواه دي چې تور پوځ په سیمه کې هیڅ په هیڅه عملیات کوي ترڅو خلک کډه کولو ته مجبور شي او داسې خلک ځوروي چې د طالبانو سره هیڅ تړاو نه لري بلکه قبیلوي خلک وي، خو په طالبانو باندې هیڅ غرض نه لري، بلکه مخکې له مخکې طالبانو ته اطلاع ورکوي چې تاسو ددې ځاي څخه وځئ او ځان پټ کړﺉ، کله چې دوي فارغ شي څوک ووژني، څوک بندیان کړي، څوک بې عزته کړي او بیا لاړ شي نو ورپسې طالبان بیرته سیمې ته راشي.
نو دا ټوله د پښتنو د ځپلو او پنجابي موخو ته د رسیدلو لپاره دسیسه ده.
نو هیله ده چې سترګې پرانیزﺉ ځکه پنجابي فوځ اسلام نه بلکه پنجابي ایزم غواړي خو د اسلام په څرمن کې ترڅو پښتانه پوه نشي او هغسې چې دوي غواړي ترینه استفاده وکړي.
مننه
larghonay laraway
31.03.2012
السلام عليکم!
قرآني صيب ښه ليکنه مو کړې خو يوه خبره ده او هغه دا چې له قبايلو پرته پېښور کې هم پښتانه دي او هغه هم له پنجابي پوځه په آرام نه دي.
د دې ترڅنګ دغه قببيلويت او قبايلي ژوند بايد پښتانه په خپله هم نور پرېږدي!
باور وکړه چې ختطاف، وژنه او تښتونه د خيبر او تيراه د قبايلو يو دود دی نو اخر ولې؟
مونږ سړي پښتانه غواړو نه اجورتي قاتلان!
بله دا چې قبايلي پښتانه هم زمونږ د صحرايانو غوندې خرڅېږي او د پاکستان د پوځ په خدمت کې دي کنه نو ته ووايه چې منګل باغ او بيت الله مسعود څوک وو؟
خو قبايل پښتانه وو چې پښتنو ته يې غم جوړ کړی دی کنه!
پښتانه بايد شعوري شي، زده کړې وکړي او ځانونه وپېژني اوس اکثره قبايلي پښتانه يوازې پيسې پېژني!
پتوال
31.03.2012
[quote:a575c6d78a="larghonay laraway"]السلام عليکم!
قرآني صيب ښه ليکنه مو کړې خو يوه خبره ده او هغه دا چې له قبايلو پرته پېښور کې هم پښتانه دي او هغه هم له پنجابي پوځه په آرام نه دي.
د دې ترڅنګ دغه قببيلويت او قبايلي ژوند بايد پښتانه په خپله هم نور پرېږدي!
باور وکړه چې ختطاف، وژنه او تښتونه د خيبر او تيراه د قبايلو يو دود دی نو اخر ولې؟
مونږ سړي پښتانه غواړو نه اجورتي قاتلان!
بله دا چې قبايلي پښتانه هم زمونږ د صحرايانو غوندې خرڅېږي او د پاکستان د پوځ په خدمت کې دي کنه نو ته ووايه چې منګل باغ او بيت الله مسعود څوک وو؟
خو قبايل پښتانه وو چې پښتنو ته يې غم جوړ کړی دی کنه!
پښتانه بايد شعوري شي، زده کړې وکړي او ځانونه وپېژني اوس اکثره قبايلي پښتانه يوازې پيسې پېژني![/quote:a575c6d78a]
لاروی صیب خبره مو سمه ده ، ولې دا خو دلیرې سیاست خبره ده او اوږدې سیاسی جرړې لري چې د انګلیس تر وخته رسی.ي
او هغه وخت به دغه حالت سمون خوري چې د باکوستان څخه یط آزادي په برخه شی ! د اوس له پاره په قبایلي سیمو کې د پاکوستان پوځي سیاست رسوا کول په کار دي او ستا خبره قراني صیب یې ښه دقیق تشخیص کړی دی، څو ګران لوستونکي په دې پوه اوسی چې
لر طالب هم د مسلم لیګ او ISI له پلان سره سم د پښتون نوم ، قومیت او او هغه نسپی آزادي هم له منځه وړي که په قبایلو کې وي او که په محکومه پښتونخوا کې !
پنجابیان د پښتنو په اړه ښه پوهیږي چې :
جاهل پرې حاکمان که حکومت پرې بیا کوه
............................ نازل پرې طالبان که حکومت پرې بیا کوه!
پوټکی ترې وباسه په شنه ځمکه يې اور بل که
..........................خو نوم پرې د آسمان که حکومت پرې بیا کوه
Musaferjan
01.04.2012
قرآني پتوال او لرغونی صيبانو
دا د شمالي ټلوالې، کرزي او امريکا برکات دي چې د پښتونستان په داعيې نازليږي۰
په لوی لاس يې د آزادو قبايلو منطقې د پنجابي فوځ په خوله کې ورکړې۰ ګوندې چې
د طالبانو حملې به کمې يا ختمې شي۰
دوی خو هر څه په آی اس آی وراړوي، خو واقعيت دا دی چې پښتون ولس نه
ښکېلاګر غواړي ، او نه دهغوی لاسپوڅي ،د افغانستان تاريخ وګورئ، پښتون
ولس همېشه د يرغلګرو سره جګړې کړي؛ هغه وخت د آی اس آی چا په خوب هم نه
وه ليدلې۰ آخر به مونږ کله هوښياريږو۰
که نن پاکستان او ورسره آی اس آی دړې وړې شي؛ بيا به هم د ښکېلاګرو اودهغوی
د لاسپوڅو په ضد جګړه دوام کوي۰
په درناوی
Musaferjan
01.04.2012
پتوال صيب
ده در کجا ودرختها در کجا...
هغه پښتانه چې د څه تمه ترې کېدله، هغه خو دې په آی اس آی ټوټه ټوټه کړل، اوس د
آی اس آی څخه ازادي د چا په لاس غواړې؟
د شمالي ټلوالې په لاس او که د کرزي او امريکايانو په لاس؟
د افغانستان تاريخ به دې خامخا لوستلی وي، خو دروانو حوادثو په خاطر يې يو ځل
بيا ولوله۰
دا وطن دې همدغه قبايل راټينګوي، هغه ته چې پرې ملا تړې؛ هغه دوه پيسې وزن
نه لري۰
په درناوی
larghonay laraway
01.04.2012
السلام عليکم!
مسافرخانه پوهېږې چې يو شمېر پښتنو ته د آزادو قبايلو نوم چا ورکړی دی؟
دا په اصل کې د انګليس کار دی چې پښتانه يې نيم کړل او په نيمو کې يې هم ځينې په ضلعو او ځينې په ايجنسيو ووېشل.
ايجنسيو ته انګليس ځانګړی پوليټکلي نظام جوړ کړ چې د ټوپک ازادي يې ورکړه څو يو بل سره ووژني خو نور يې حتی د انسانيت حق هم ترې واخيست!
په ټوله نړۍ کې په جمهوري حکومتونو کې يو انسان د انتخابېدو او انتخابولو حق لري خو قبايلو حتی رايه هم نه شوه ورکولی. زده کړې ته يې پاملرنه نه کېده له نورو انساني حقونو هم محروم وو!
ته ووايه د يو هغه مومند چې په ايجنسي کې اوسي له هغه مومند سره څه توپير دی چې په پېښور کې اوسي! دواړه ښه پښتانه دي خو د ايجنسي پښتون ته انګليس د انسان حق نه دی ورکړی چې پاکستان همغه لار پالي!
دا چې اوس پاکستان په ايجنسيو کې کار شروع کړی، منګل باغ، بيت الله مسود او نور دبړه ماران يې و روزل دا يوازې د افغانستان د تباهۍ لپاره. د ايجنسيو پښتانه خو هسې هم پاکستان په مصرف حساب کړې دي.
د ايجنسيو پښتانه بايد د پاکستان له شره ځان خلاص کړي کنه نو هر وخت به يې د خپلو اهدافو لپاره د (دره والو) ټوپکو په څېر کاروي!
پتوال
03.04.2012
[quote:9dfd2fe746="Musaferjan"]قرآني پتوال او لرغونی صيبانو
دا د شمالي ټلوالې، کرزي او امريکا برکات دي چې د پښتونستان په داعيې نازليږي۰[/quote:9dfd2fe746]
دروند مسافرجانه ، وروره [color=red:9dfd2fe746]امریکا[/color:9dfd2fe746] دې سمه ښودلې چې د القاعدې په تړاو له پنجاب څخه د پاکوستنی
طالبانو وژل او ځپل غواړي، خو هغوی ډاډه دی چې باداران یې نه وژني او د قراني صیب خبره مخکې له مخکې خبر ورکوي چې له سیمې ووځي . د وی ولس ځپی او له کورونو یې وباسی .
اوس یې له خایسته ښې مودې راهیسی یو بل سیاسی مداریتوب بیل کړی :
اوس پاکي طالب ته دستور ورکوي چې د افغانستان قبایلی سیمو ته تښتئ او هلته خلک له کورونو څخه شړئ او سیمې ترې نیسئ !
دا کار د کونړ دسیند په شاو خوا خلکو په ضد اوس هم روان دی. د ډیورنلاین د بری افغاني غاړې ډیر اوسیدونکي له افغاني طالبانو څخه شکایت کوي چې دوی زمونږ سیمي پاکوستاني طالبانو ته پرېږدي څو پښتنې کورنۍ له خپلو سیمو وشړي او په افغاني خاورې دپنجاب ولکه ټینګه کړي!
دې ته وايي په isi باندې د افغاني طالبانو وطنپلورل! دا د isi او مسلم لیګ طرحه ده او بوځ یط بلې کوي !
دې ته جنګي کیسه بری وایی :
یو کیسه بر چې بخبله د یوه شتمن جیب ته لاس نه رسیږي ، واړه روزل شوی ماشوانو ته دا دنده سباري :
د بلار به نامه ماشوم ښکاره راونیسی او وهي یې ماشوم له ویرې وارخطا د مطلوب شتمن په لوري تښتي او چیغي وهي چې مړ یې کړم ! شتمن یط په غیږ بورې ونیسی او له کیسه بر ((پلار)) نه یې خلاص کړي ، ماشوم وخت غنیمت ګڼی او د شتمن جیب ووهي او غلی شی . بلار یې هم نور غلی شی شتمن د څو ښو خبرو سره ماشوم بلار ته چط اصلا بلار یط نه ، بلکې کیسه بر دئ بېرته وروسپاري او هغوی دوه خپلې او دوه پردۍ کړي او ژر له اړونده ځای څخه ځانونه ورک کړي . ساعت نیم وروسته د شتمن خپأ جب ته فکر شی چې تش دی، خو وخت له وخت څخه تیر او بیسې یې د تل له باره له لاسه ووځي ! پکوستاني طالبانو هم د کیسه بر ماشوم رول په افغاني خاوره کې لوبوي ، سیمه نیسی ، خلک یې شړي او په نیول شوې برخه کې خبل پاکوستاني تسلط قایموي! او دا هم د افغاني طالبانو په پټ او ښکاره ملاتړ سره !