نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آزادۍ راډيو بايد محاکمه شي!
larghonay laraway
31.03.2012
تېره ورځ مې يو دوست وليد چې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ دی. د امريکايي کوبايي لنډه غرانو د بدې پېښې په اړه مې ورسره غمشريکي وکړه چې راته ويې ويل: د امريکايي وحشيانو نه خو همدا تمه کېده خو د افغان حکومت او ميډيا وحشت چې د ازادۍ راډيو يې په سر کې ده تر ټولو سخت دی!
ما ورته وويل ولې؟
ده وويل لومړی خو امريکايان د پنجوايي زګاوت ته په الوتکه کې راغلل هلته يې په دوو کليو کې دوه پنځسو بې ګناه ښځې، واړه او زاړه ووژل او ويې سوزول خو آزادۍ راډيو او نوره ميډيا يوازې د امريکايانو خبرې تاييدوي او وايي چې يو امريکايي مجرم!
ده وويل باور وکړه که يو نفر د زنګاوت د کلي له سپيو څخه هم روغ لاړ شي نو آزادۍ راډيو ولې هره شيبه د همغه يو نفر په اړه معلومات خپروي او يو نفر يادي، حتی ټينګار هم پر کوي؟
ده زياته کړه: ميډيا يو بل جرم هم کوي او وايي چې څه موده وړاندې په د ې کلي کې د امريکايانو ټانک الوتی ؤ!
دا دروغ ده ځکه چې ټانک له دې کلي څخه درې کيلومټره ليرې الوځول شوی ؤ !
د پنجوايي ملګري يوه بله خبره هم وکړه او هغه دا چې د کرزي له خوا په استول شوي پلاوي ډزې هم مصنوعي او هوايي وې . هلته د دوی نفرو ګيره اچولې وه او همغوی هوايي ډزې وکړې دا چې د کوم هدف لپاره؟ نېخه!
تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه!
Naeem sadat
31.03.2012
ګراڼو وروڼو السلام علیکم
لاروی صاحب زه نه پوهیږم چی ستا ملګری ولی د ازادی له رادیو داسی افغانی هیله درلوده شاید ستا ملګری به په دی خبر نه وی چی دازادی رادیو د امریکا رادیو ده
محمود سعيد
31.03.2012
لاروي صیب او ملتوال صیب ته نېکې هيلې او سلامونه وړاندې کوم!
ښاغلی لاروی! راډيو به څه ډول محاکمه شي؟ هغه راډيو چې لګښت ېې مخامخ د امريکا کانګرس ورکوي او خپرونې ېې هم د هغوی له هدفونو سره سمې وي؟
زموږ افغان رسنۍ هم همدا ډول. ويل کيږي چې د طلوع او شمشاد لپاره امريکايانو په يو يو ميليون امريکايي ډالرو، سټوډيو ګانې جوړې کړې دي. ځکه نو هغوی به خامخا د امريکايي ګټو سره سمې خپرونې او تبليغات کوي. ويل کيږي چې کله ناکله د خبر په مينځ کې ټليفون وشي چې دا خبر يا خپرونه بنده کړئ، او چلوونکي اړ دي چې همداسې وکړي.
په همدې ډول نورې انځوريزې، چاپي او غږيزې رسنۍ هم دي. له دې پرته د افغان په نوم دولت او چارواکو غبرګون د محاکمې وړ دی. تر اوسه يوه چارواکي او يا مخور هم په دې اړه ټينګ او پرېکنده غبرګون ونه ښود.
الله پاک دې ټولو ظالمانو او افغان وژونکو ته په دواړو نړيو سزا ورکړي.
Naeem sadat
31.03.2012
ګراڼو ورڼو السلام علیکم
سعید صاحب تاسی په همدی بحثونو کی زما یوه لیکنه وګوری په نام د (اغاخان له افغانستانه څه غواړی ) هلته ما د طلوع او نورو تلویزونو په باره کی پوره معلومات لیکلی چی دا تلویزونونه د چا دی او څوګ یی اداره کوی
larghonay laraway
31.03.2012
السلام عليکم!
افغان حکومت خو يو غلام حکومت دی نو غلام به څه غبرګون وښيي. په همدې ترتيب طلوع او شمشاد خو معلوم سوداګريز ټلويزيونونه دي او که هر چا پيسې ورکړې نو په همغه لور ناڅي.
ولې آزادۍ راډيو ډېرې لاپې وهي چې نوم يې هم آزادي ده او چلونکي يې هم د ملي توب، پښتونولۍ او آزادۍ چغې وهي نو بايد محاکمه شي!
د محاکمې نه زما هدف دا نه دی چې په دار يې کړو. دا خو زمونږ وس نه دی خو بايد خپل عوام پرې خبر کړو چې نور ورته په کرکه وګوري او ځانونه ترې وساتي. ځکه چې اوس اکثره عوام آزادي راډيو اوري او ترې خوشحاله دي!
مننه