د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عیسویت او ډاډمن توب

طالب ISI
30.03.2012

تیره موده له یوه عیسوي سره مخامخ شوم. د عیسویت ډیرې ګټې یې بیان کړې. بیا یې وویل چې مونږ ته زمونږ ملان وایې چې ټول به جنت ته ځی (عیسویان)، عیسی علیه سلام د تاسې لپاره قربانې ورکړې.....ځکه مونږ کوښښ کو چې ښه کارونه وکړو، بد ونه کړو، خو څه کیږي بیا هغه بښل کیږي.

نو ځکه مونږ ډیر ډاډمن یو، چې مونږ جنت ته ځو. ده وویل چې آیا هر مسلمان پوهیږي چې دی جنت ته ځې.

داچې هیڅ مسلمان دې دعوه نه شي کولای چې جنت ته به ځي. ما وویل چې د زمونږ په اعمالو پورې اړه لري.

که مو له بدیو څخه نیکې زیاتې شوې، نو هیله ده جنت ته لاړ شو. خو هیڅوک هم ډاډمن نه دي.

دا نن ورځ چې ځوانان ځان وژونکو حملو ته ځان برابروي، یو علت یې دادی چې دوی په دې اند دي، چې د شهید ځای خامخا جنت دی، نو که په همدې توګه جنت وګټي، یو څه یقیني او آسانه دی. خو ټول مسلمانان خو انتحاري نه شي کولای؟

یا په بل عبارت همغه نه ډاډه توب ددې باعث کیږي چې سړی په داسې لار پسې وګرځي، چې هغه یقیني وي.

دا چې اوسنۍ عیسویت څومره غلط دی، څومره بې ځایه بابولاې دي پکې ، دا مې نه له ده سره وڅیړلې نه یې دلته څیړل غواړم.

خو زما پوښتنه داده چې مسلمان څنګه ډاډه شي، اطمیناني شي چې دی به خامخا جنت ته ځي، په داسې حال کې چې مونږ نه شو کولای ۱۰۰ په سلو کې د ګناه څخه ځان وساتو.

هیله ده حلیمې صاحب ځواب راکړي چې هم پوه هم رحم دله دی.


Re: عیسویت او ډاډمن توب

م . ق
30.03.2012

[quote:5682df036b="shaheer"]
خو زما پوښتنه داده چې مسلمان څنګه ډاډه شي، اطمیناني شي چې دی به خامخا جنت ته ځي، په داسې حال کې چې مونږ نه شو کولای ۱۰۰ په سلو کې د ګناه څخه ځان وساتو.
هیله ده حلیمې صاحب ځواب راکړي چې هم پوه هم رحم دله دی.[/quote:5682df036b]
محترم شهیر صاحب،
اګرچې تاسې پوښتنه له حلیمي صاحب څخه کړې خو دا موقع لرم چې باید خپل اسلامي مسؤلیت ادا کړم ځکه دا پوښتنه راته ډیره عجیبه وبریښیده.

د جنت لپاره متقینه لار د حرامو څخه اجتناب او د فرایضو ادا کول دي، د ګناهونو څخه توبه غوښتل او پریښودل یې دي.
ددې لپاره سورة مؤمنون تلاوت کړه چې هلته د هغو کامیابو مؤمنانو صفات بیان شوي چې د جنت فردوس وارث ګرځي.
قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ﴿١﴾ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴿٢﴾ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ﴿٣﴾ وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ ﴿٤﴾ وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ ﴿٥﴾ إِلَّا عَلَىٰ أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ ﴿٦﴾ فَمَنِ ابْتَغَىٰ وَرَاءَ ذَٰلِكَ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْعَادُونَ ﴿٧﴾ وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ ﴿٨﴾ وَالَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿٩﴾ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ ﴿١٠﴾ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿١١﴾

بیاهم که د انسان څخه ګناه کیږي نو لاره یې توبه او الله جل جلاله ته رجوع ده، الله رب العالمین فرمايي:
رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ ۚ إِن تَكُونُوا صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا
ژباړه: ستاسو رب په هغه څه چې ستاسو په نفسونو او زړونو کې دي ډیر ښه پوهیږي، که چیرته تاسو (په نیت او اراده کې) نیک او صالح یاست نو بې شکه چې الله رجوع کوونکو لره بخښونکی دی.
په همدې ډول دغه لاندې ایتونو ته هم متوجه شئ
إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَـٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْئًا ﴿﴾ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدَ الرَّحْمَـٰنُ عِبَادَهُ بِالْغَيْبِ ۚ إِنَّهُ كَانَ وَعْدُهُ مَأْتِيًّا ﴿﴾ لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَامًا ۖ وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا ﴿﴾ تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّا
پدې ایتونو کې توبه، ایمان، عمل صالح او تقوی جنت ته د تللو متیقنې لارې ښودل شوې دي.
پدې هرڅه سربیره که بیاهم کوم مؤمن د کومې ګناه په سبب دوزخ ته لاړ شي نو د نبي صلی الله علیه وسلم په شفاعت به بیرته جنت ته ځي او په حوض کوثر به یې پریمنځي.
د یادونې وړ ده چې الله رب العالمین هره ګناه بخښي که یې خوښه شي مګر شرک نه بخښي.
إِنَّ اللَّـهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّـهِ فَقَدِ افْتَرَىٰ إِثْمًا عَظِيمًا
إِنَّ اللَّـهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّـهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا
ستاسو د معلوماتو لپاره داهم باید عرض کړم چې هرشهید ته هم د جنت تضمین نشته ترڅوچې یې شهادت قبول شي، دا چې څوک شهید دی او څوک نه د علم غیب پورې تړاو لري ځکه نو مونږ په هرچا د شهید حکم نشو کولاي.

ستاسې د اطمینان په هیله، نور به حلیمي صاحب مفصل ځواب درکړي.
مننه او درنښت


larghonay laraway
31.03.2012

السلام عليکم!
شهير لالا که چاته په ژوند کې دا ډاډ او تضمين ورکړل شي چې خامخا به جنت ته ځې نو هغه به د څاروي غوندې کړنې کوي او هيڅکله به هم ښه عمل ونه کړي ځکه چې ښه عمل د ښې بدلې لپاره کېږي!
وعن أبي هريرة . رضي اللَّه عنه ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال : « لَوْ يَعْلَمُ المُؤْمِنُ مَا عِنْدَ اللَّهِ مِنَ العُقُـوبَةِ . ما طَمِعَ بجَنَّتِهِ أَحَدٌ ، وَلَوْ يَعْلَمُ الكافِرُ مَا عِنَد اللَّهِ مِنَ الرَّحْمَةِ ، مَا قَنطَ مِنْ جنَّتِهِ أَحَدٌ » رواه مسلم .
نو له همدې کبله ده چې مسلمان بايد په نړۍ کې د (خوف او رجاء) يعنی وېرې او هيلې تر منځ ژوند وکړي. نو شهير لالا:
واعبد ربك حتى يأتيك اليقين
تر مرګه پورې د الله جل جلاله عبادت کوه !



ع کريم حليمي
01.04.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
درنو او محترمو خوږو وړونو هر یو شهیر صاحب ، لرغونی صاحب ، قرآني صاحب جوړ او روغ اوسئ خدای مو کامیابه لره په ټول روا کړونو کښي

ګران او مکرم شهیر صاحب ، الحمدالله دوستانو خو ډېر ښایسته او فوق العاده حساس جوابونه لیکلي او بالخصوص بیا د قرآني صاحب دغه قلیل الفظ او كثیر معنا جواب ((د جنت لپاره متقینه لار د حرامو څخه اجتناب او د فرایضو ادا کول دي، د ګناهونو څخه توبه غوښتل او پریښودل یې دي)) مي خوښ شو . ولي چه كلام الله ئې تصدیق کوي
بسم تعالي : إِن تجْتَنِبُوا كبَائرَ مَا تُنهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سيِّئَاتِكُمْ وَ نُدْخِلْكم مُّدْخَلاً كَرِيماً ° سورة نساء آیه ۳۱

او په بل یو بل سورة کښي زموږ بادار فرمايي چه : إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ
نو بېلشکه چه نېکوکاره خلکو ځای جنت دي‌ ،
نو ګران ورو شهیر صاحب ، ان شاء الله اطمنان در کوم چه د مخلصینو نیکوکارانو ځای جنت دي ، ان شاء الله او د بد کارو ځای دوزخ دی (وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ )

درنښت


پتوال
01.04.2012

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!
دعیسویت ډاډمنتوب یعنې څه؟؟؟
ایا له ادمه تر قیامته د بشریت د ګناهونو عذاب ټول عیسی (ع) ګاللی او نور ترې څه (عذاب) نه دی پاتې چې کوم ګناهکار
(قاتل، زناکار ، غل، رهزن ، فاسق ، دروغجن ، چوغلګر، کافر او ملحد ) یې و ګالي ؟؟؟ او که څنګه ؟؟؟؟
او که نه عیسویان فکر کوي چې دوی شپه او ورځ په همدغو ګناهونو اخته نه دي ؟؟؟؟؟ استثمار غلا او استعمار
لوټماري، قتل، ولس وژنې، فسق او فساد نه دی ؟؟؟؟؟؟ او ایا د اخلاقی فساد آزادۍ ته دوی بشري حقوق نه وایی ؟؟؟؟؟
آیا په انجیل کې د عیسی (ع) په اړه داسې کوم آیت شته چې کله دئ ووژل شي نو بشریت ټول له هر ډول ګناه له عذابه نور خلاص دی ؟؟؟؟


طالب ISI
05.04.2012

له ټولو څخه یوه نړی مننه.

مونږ دری ډلې لرو، اتییست چې په هیڅ عقیده نه لري، نو چې هر وقت مړ شو، نوره هیله هم نه لري، چې دا خپله دوی ته یوه تصلیت ورکوي، ډاده دی چې هیڅ هم نه شته.

عیسویانو هم په کاذبه توګه پدې باور دي چې دوی ټول جنت ته ځې.

خو لکه وروڼو چې ویلي چې مونځ وکړی، ذکات ورکړې، د حرامو ځان وساتې.....بیا هم وایې هیله لرم جنت ته به لاړ شم. يه یقین نه شې ویلای، چې ځې که نه. که د نور هیڅ نه وي کړی، په یو چا خو به د بد ګمان کړی، وي، او ځینې بد ګمانونه هم ګناه ده، کیدای شي همدا د دوزخ ته بوزې.

بیا نو یوه لاره پاتې شوه، چې د ویري او هیلې تر منځ پاتې کیدل دي. او چې له ویرې څخه ځان هیلې ته ځان ډیر نیږدې کوي نو داسې کار به کوې چې هیله پکې یقیني وي، نو همدا وجه ده چې وروڼه تصمین نیسي چې راځه انتحاري برید وکړه، تر څو خپله زر له دې دنیا لاړ شي چې نور ګناهونه ونه کړې، څو کفار به هم مړه کړې، کو یو څو عام خلک مړه شول، الله به د وبښې. البته همدغه شخص همدا ګمان کوي، دا بیله خبره ده چې الله به څه ورسره کوي، آیا په دې عامو خلکو کې که یو داسې څوک وي، چې د شپږو ماشومانو کفالت او څو تور سرو کفالت ور په غاړه وي، نو هغوی به زمونږ غوندې ټولنه کې څومره په مشکل کې وي؟ غربت، لوږه،د کور د نورو خلکو ظلمونه، په ټولنه کې تورونه، بد نومونه، آیا که دغه زنانه د غربت له کبله فحاشۍ خواته لاړه شې، هغه انتحاري یې په ګناه کې شریک دی که نه؟

دا چې نن ملان نجونې ښونځي ته نه پریږدې دا ویره لري چې دا کله د کار محیط ته لاړه شي ، بې لارې نه شي، بیا به ما خدای پاک ونیسي، نو همدغه علت دی چې ملا چې غواړي له ویرې څخه ځان هیلې ته نیږدي کړي. خو په څنګ کې یې نیمه ټولنه بې سواده کوي.

نو زما هدف هم دادی چې اسلام کې مشکل نه شته، خو ټول مشکل ددې څخه منځ ته راځې چې کله مسلمان د ویرې څخه هیلې ته د نیږدې کیدو په خاطر د نورو مسلمانانو ژوند، او مشکلات په نظر کې نه نیسي.

خو یو عام دولتي مامور، یا زاړه تنظیمې مجاهدین د دنیا د ژوند د مشکلاتو له ویرې، هر ډول حرام خوري، په دوه لاسو چور کوي تر څو یو ځل بیا همدغه مجاهد قوماندان مجبوره نه شي چې د پیښور د بورډ بازار کې چپلقې خرڅي کړي. نو ځکه هر څه ټولوي او دوبۍ ته یې وړي. ټول علت یې همدا ویره ده. خو د الله پاک څخه ویره نه بلکې د د دنیا د مشکل ژوند څخه ویره.

د ظاهر شاه او داود خان وقت کې نظر نن ته خلکو ډیر لږ عاید درلود، خو هیله او اطمینان پکې قوي و، نو ځکه به ریس هم په لږ معاش ګذاره کوله، خو کار به یې داسې کولو لکه د یوه صحابي.

نن زمونږ د کلي او کوڅې ملا هر شخص ته هر ورځ هره، جمعه، په هر مړي کې مسلې کوي، خو په خلکو هیڅ اثر هم نه لري.

خلاصه داده چې د عدم ډاډمن توب له کبله نن زما ملا او زما عامي دواړه داسې کارونه کوي چې چانس د دوزخ پکې زیات دی خو ملا او طالب په یوه توګه او عامي په بله توګه. او د دنیا ژوند خو مو هسې هم تباه کړی.



ع کريم حليمي
09.04.2012

درنو او محترمو د بحث ګډونوالو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم شهیر صاحب لیکلي چه : ((خو یو عام دولتي مامور، یا زاړه تنظیمې مجاهدین د دنیا د ژوند د مشکلاتو له ویرې، هر ډول حرام خوري، په دوه لاسو چور کوي تر څو یو ځل بیا همدغه مجاهد قوماندان مجبوره نه شي چې د پیښور د بورډ بازار کې چپلقې خرڅي کړي. نو ځکه هر څه ټولوي او دوبۍ ته یې وړي. ټول علت یې همدا ویره ده. خو د الله پاک څخه ویره نه بلکې د د دنیا د مشکل ژوند څخه ویره.))

هو ! هر هغه څوک چه د رب و درباره ته پناه وړي او له فقر نه امان غواړي ، ان شاء الله چه ایمان درلودونکي دي
او هر هغه څوک چه د فقر له وېري هر څه ته لاس اچوي ، او دائې هېر وي چه ((نحن نرزقكم وإياهم )) نو داسي خلکو ته شرعي جهال ویل کېدای شي
هر هغه څوک چه واقعي عقیده ولري ، رب ته پناه وړي ، او د حرامو خوړلو ځان ساتي
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more