د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تر ټولو نه ستره ګناه (وروروژنې)

تيمور
30.03.2012

ټولو هیوادوالو ته اسلام علیکم،

حضرت امام ابو حنیفه (رح) فرمایلي دي:
په خدای مې دې قسم وي، چې زه تر وروروژنې، بله ستره ګنا، د قبلې د وګړو په مینځ کې نه وینم. امام ابو حنیفه نعمان بن ثابت(رح)، چې په اتمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه، د (امام اعظم) په نوم هم ډیر مشهور وو. دغه لوی حقوق پوه، د الهیاتو عالم په اسلام کې د یوه ډېر ستر مذهب بنسټ کېښود.
خو مونږ ګورو چې په دې درېرشو کلونو کې افغانان هره ورځ یوبل ته وژنو، سره له دې چې ټول پوهېږو چې دا زمونږ د دین او مذهب خلاف کار دي، او دا هم پوهېږو چې دا ټول زمونږ د مسلمان ولس او وران هیواد د دښمنانو شیطاني پلانونه دي، نو بیاهم خپل دغه راځ اعمالو ته دوام ورکوو، ولي؟؟؟؟
شاعر څومره ښه ویلي دي:
بیا لاس کښی ورته ورکړی ټوپکونه
پې وژنی خپله وینه او خپل ورونه

والسلام،


Naeem sadat
31.03.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

تیموره وروره ښه خبره د کړی موږ ټول سره وروڼه یو ملی اردو باید د طالبانو له وژلو لاس واخلی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more