نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طلاب
Anonymous
18.09.2004
درنو پوهانو افغانانو سلامونه مو ومنۍ
دغه بېچاره ګان اوفغانانو زر کاله کيږي چه اسلامئې منلي دي
او په پوه نسوه ٠ چه اسلام معنا څه ٠
ملا ته کالدار ورکه ٠ داسي ډيمکراسي به په اسلام ،قرأن،حديث اثباط کړي ٠ ګوته به په غاښ ونيسې٠
ملا جانه دا وطن دي څو واره خراب کړۍ ٠
او د ملي خلګو نفس وخېژي چه بيائې جوړ کړي ٠
اخير دا قرأن خو زموږ هم ايمان دي ٠
ګرانو در نو ليکوالو طلاب ښې ډرۍ په تاسو وهي ٠ د طلابو توحين نو مه وړي ٠
Anonymous
18.09.2004
فکر کوم
چه ملا او کمونيسټ دواړه د اقتصادي سيسټمو د حل لار نه لري ٠
يوه قدرت تر لاسه کړي ٠ ناکامه سوه ٠ ملا هم قدرت واخستي ٠ او ناکامه سوه ٠
اما په مقابل کي چنايان چه د غربي اقتصادي نظام څخه استفاده کوي ٠ بې اندازې کاميابه دي
او هم د ايران ملاچه د غربي اقتصاد څخه کار اخلي په ټوله اسلامي نړۍ کي کاميابه ملک دي
ملا وروره دځان له پاره دي ډيره کوچنۍ دنيا جوړه کړېده ٠ چه دنيا دي لو نکړې ٠ ژوند به دي مشکل سي
ځانونه مو هم وشرمول ٠ اود اسلام څه مو هم داسي شئ جوړ کړۍ لکه توره چای جوشه د مسجد
د طالب حزبه٠ خدای دي وک کړه ٠ چه اسلام (افغان) دي لشره خلاص سي ٠
Anonymous
18.09.2004
هو، د يوه اقتصادي سيستم زوړ ګړب دی ، حه دپاسه زر کاله کاريدلی او نور کار نه ورکوي او دبل سيستم
يوتش خوب خيال او جنون و او بس. مذهب وروسته پاتې خوسا فيوډالي اقتصاد رامنځته کړی ، هغه يې پاللی ، پاللی، او نوموړی سيستم يې د ژوند بنسټ او دوران دی او د فيوډالي اقتصاد له بحران او ورکيدو سره يې هر اړخيزه بحران پيل کيږي.د پانګوالۍ نوی اقتصادي سيستم د مذهبي حقوقو ، شرعي اصولو او مذهبي سياست ټولو سره له هره اړخه په ټکر کې راځي. بالمقابل د مسجد مذهبي حاکميت د آزادۍ ، فردي وي که اجتماعي او سياسي، دښځو حقوقو، د ځوانانو حقوقو، بشري حقوقو، مدني تعليماتو اوتحصيلاتو، د کار حقوقو ټولو سره نه يواځې اشنايي نه لري، بلکې ټولو دغو حقوقو ته په پښو کې زوﻻنې غورځوي ، د صنعت ، پرمختګ او ترقۍ سره ژوره دوښمني لري. په درنښت.
Anonymous
18.09.2004
وروره !
نه ملا، نه دين اونه مذهب ملا مت دي ، ملا مت زه اوته يو چې بيله سنجشه خبري
کوو. او يو څه مو چې واوريده نو هغه ليکو او وايويي ، بيله دي چې څان پري پوه کړو. له ملا سره ديالوګ پکار دي او نه جنګ ، دا چې ملا داسي دي دا دسيستم ګناه دي چي په پيړيو پيړويو ئي له وچ جواري او ترشو شړومبو بل شي ندى خوړلاي..
که ستا مقصد په افغانستان کي مقصد يو سيکولر سيستم دي نو والله بيا به سر وخوري.
په در نا وي
[quote:eaa07e0735="سپېڅلتوم"]هو، د يوه اقتصادي سيستم زوړ ګړب دی ، حه دپاسه زر کاله کاريدلی او نور کار نه ورکوي او دبل سيستم
يوتش خوب خيال او جنون و او بس. مذهب وروسته پاتې خوسا فيوډالي اقتصاد رامنځته کړی ، هغه يې پاللی ، پاللی، او نوموړی سيستم يې د ژوند بنسټ او دوران دی او د فيوډالي اقتصاد له بحران او ورکيدو سره يې هر اړخيزه بحران پيل کيږي.د پانګوالۍ نوی اقتصادي سيستم د مذهبي حقوقو ، شرعي اصولو او مذهبي سياست ټولو سره له هره اړخه په ټکر کې راځي. بالمقابل د مسجد مذهبي حاکميت د آزادۍ ، فردي وي که اجتماعي او سياسي، دښځو حقوقو، د ځوانانو حقوقو، بشري حقوقو، مدني تعليماتو اوتحصيلاتو، د کار حقوقو ټولو سره نه يواځې اشنايي نه لري، بلکې ټولو دغو حقوقو ته په پښو کې زوﻻنې غورځوي ، د صنعت ، پرمختګ او ترقۍ سره ژوره دوښمني لري. په درنښت.[/quote:eaa07e0735]
Anonymous
19.09.2004
ښاغلو،ځان پوه کړئ: خبره په اقتصادي سيستم کې ده، نه په مذهبی او سيکولر نظام کې، اقتصادي سيستم [color=red:853308e83c]اقتصادي[/color:853308e83c] يعني دنيوي او سيکولر وي ، هغه غير سيکولر کيدلی نشي. خو سيکولر اقتصادي سيستمونه بيلابيل ډولونه لري، هر سيکولر اقتصادي سيستم د هر مذهبي (سياسي) نظام سره نه جوړيږي، له اقتصادي سيستمونو لکه کمونستي، سرمايداري ، فيوډالي او د بردارۍ اقتصاد څخه صرف فيوډالي اقتصادي سيستم د مذهبي سياسي نظام سره سر او سمون خوړلی دي او خوري يې: او فيوډالي دې دواړو تل يو بل غښتلی کړی هم دی ، خو څوک وايي چې په سرمايدارۍ کې مذهب پرمختګ کړی او يايې کوي؟ څوک وايي چې کوم مذهب هم کله د غلامۍ او برده دارۍ بيرغ پورته کړی دی؟ او د کمونيزم له پاره هم مذهبي هلې ځلې چا بري ته نه دي رسولي. د مذهب غوا په فيوډاليزم کې لنګيږي ، او د فيډاليزم غوا په مذهبي نظام کې ورګه ورکوي.
خو زه نه وايم چې ګواکې نظام دې سيکولر شي، بلکې داوايم چې فيوډالي دې نه وي او مذهب دا وزغمي، مجاهدين او طالبان ټول دې دغسې يو پانګوال بدلون ته چمتو شي او په غير سيکولري نظام کې دې پانګوال اقتصاد ، سياسي ديموکراتيک نظام او مدني قانون چې د اسلام د مبارک دين سره ټکر ونه لري بايد پلی کړي.
خو که دوی پر دې پوه نشي لکه چې مقاومت يې روان دی، د ديموکراسۍ ، مدني قانون، سرمايداري اقتصاد اړينتيا درک نکړي، نو هغه څه به يې هم له ﻻسه ﻻړ شي چې ﻻ هم ژغورلی يې شي . افغانا سيکولريزم نه غواړي او نه يې مني، خو ملا يې سياست او حاکميت هم او ورسره تړلی فيوډاليزم نه غواړي. ملا د مسجد له پاره ليرې له سياست او دنيوي مشرۍ څخه ، او پر محاکمو کې د قضا او شريعت له پاره غواړو، خو ليرې له سياست څخه!.
په درنښت او سلامونو .
Anonymous
19.09.2004
ښاغلی سپېڅلتوم صاحب سلام
خدای دي دې ديدارونه درکي ٠ دغه ته عقل وائي ٠
سپېڅلتوم داسي ښايسته ليکي
[color=blue:c68344bc3d]خو که دوی پر دې پوه نشي لکه چې مقاومت يې روان دی، د ديموکراسۍ ، مدني قانون، سرمايداري اقتصاد اړينتيا درک نکړي، نو هغه څه به يې هم له ﻻسه ﻻړ شي چې ﻻ هم ژغورلی يې شي . افغانا سيکولريزم نه غواړي او نه يې مني، خو ملا يې سياست او حاکميت هم او ورسره تړلی فيوډاليزم نه غواړي. ملا د مسجد له پاره ليرې له سياست او دنيوي مشرۍ څخه ، او پر محاکمو کې د قضا او شريعت له پاره غواړو، خو ليرې له سياست څخه!. [/color:c68344bc3d]
هيواد شېرزاد
02.10.2004
درنو دوستانو،
سلامونه مې ومنئ. خدای پاک مو راته روغ جوړ او بريالي لره.
نه پوهېږم چې دا ځينې دوستان څنګه پوه کړای شي، چې د اخلاقو په چوکاټ کې خپلې ليکنې وليکي.
هغه ليکنه ړنګه کړای شوه، چې يو څه يې د ادب د چوکاټ څخه پښې غزولې وې.
نقاد
05.10.2004
له ښاغلي شيرزاد اومحترم وطنمل صاحب مننه کوم چې د نامناسبو کلماتو لونکي ليکنې او بيا د هغوی پر خلاف يې د نورو برحقه څرګندونې هم ړنګې کړې ، ځکه د علت له ړنولو وروسته د معلولو ليکنو پوهيدا هم سخته شي او هم زياتي ا نااړينه بريښي . بيرته د اصلي موضوع په اړه دليکلو پرلو (سلسلو) ته مخه خلاصه شوه :
بايد تيروتنه ونشي چې ګواکې دينې عالمان دې له سيات څخه بې برخې اوسي، نه نه، هيڅکله نه، د اسلام ، ملي ګټو او ديموکراتيکو پرمختګونو وحدت به څوک تأمينوي؟ دا رول د ظاهرخان په دوره کې دديموکراسۍ په پوړۍ کې هم د افغانستان جمعيت العلما لوباوه ، او د هغوی فيصلې به د کاڼي کرښې بلل کيدلې..
ولې اسلامي غورځنګ او ګوندونه بايد سياست ته دهر بل ګوند او غورځنګ په ډول سياسي حاکميت ته يواځې او يواځې د دديموکرسۍ ، پارلمانتاريزم او ټولټاکنو له ﻻرې د خلکو په قانوي ملاتړ او بدرګې سره هڅه کوي ا بس، نه د زور زياتي، ترهګرۍ او ، کودتا او منقلبو او متقلبو (( انقلابونو)) او پاڅونو نو له ﻻرې ! انقلاب يواځې ملي دی، کهلي آزادي سلب شوه يعني ملي نهادونه لکه ملي شورا (تقنينيه) او قضائيه فلج او شنډ شول ،او ازادي يې له ﻻسه ورکړه، نو بيا به د اجرائيې او بهرنيو محافظانو راپرځول او له هيواد څخه ويستل پر ټولو واجبيږي ام ملي ازادي به په لومړی هدف بدليږي. . او که دا ستونځې وجودې نه وي، نو بيا د ملي عنعنو ا اسلاي اساساتو سره د همغږې ديمواکراسۍ پلي کول پخپله د ملي آزادۍ پر بنسټ خوندي کيږي او د هغې شتون تاييدوي. . په دې صورت کې د جمهوي رياست او لي را په ټولټاکنو کې ګډون د فرد فرد افغا ن ايماني ا ووجداني دنده ګڼل کيږي ، او په دې صورت کې يې مخالفين د ملي خيانت له تاريخي بار او ګناه څخه نشي خلاصيدلای. په درنښت او سلامونو
نقاد
05.10.2004
له ښاغلي شيرزاد اومحترم وطنمل صاحب مننه کوم چې د نامناسبو کلماتو لونکي ليکنې او بيا د هغوی پر خلاف يې د نورو برحقه څرګندونې هم ړنګې کړې ، ځکه د علت له ړنولو وروسته د معلولو ليکنو پوهيدا هم سخته شي او هم زياتي ا نااړينه بريښي . بيرته د اصلي موضوع په اړه دليکلو پرلو (سلسلو) ته مخه خلاصه شوه :
بايد تيروتنه ونشي چې ګواکې دينې عالمان دې له سيات څخه بې برخې اوسي، نه نه، هيڅکله نه، د اسلام ، ملي ګټو او ديموکراتيکو پرمختګونو وحدت به څوک تأمينوي؟ دا رول د ظاهرخان په دوره کې دديموکراسۍ په پوړۍ کې هم د افغانستان جمعيت العلما لوباوه ، او د هغوی فيصلې به د کاڼي کرښې بلل کيدلې..
ولې اسلامي غورځنګ او ګوندونه بايد سياست ته دهر بل ګوند او غورځنګ په ډول سياسي حاکميت ته يواځې او يواځې د دديموکرسۍ ، پارلمانتاريزم او ټولټاکنو له ﻻرې د خلکو په قانوي ملاتړ او بدرګې سره هڅه کوي ا بس، نه د زور زياتي، ترهګرۍ او ، کودتا او منقلبو او متقلبو (( انقلابونو)) او پاڅونو نو له ﻻرې ! انقلاب يواځې ملي دی، که ملي آزادي سلب شوه يعني ملي نهادونه لکه ملي شورا (تقنينيه) او قضائيه فلج او شنډ شول ،او ازادي يې له ﻻسه ورکړه، نو بيا به د اجرائيې او بهرنيو محافظانو راپرځول او له هيواد څخه ويستل پر ټولو واجبيږي او ملي ازادي به په لومړی هدف بدليږي. . او که دا ستونځې موجودې نه وي، نو بيا د ملي عنعنو او اسلامي اساساتو سره د همغږې ديمواکراسۍ پلي کول پخپله د ملي آزادۍ پر بنسټ خوندي کيږي او د هغې شتون تاييدوي. . په دې صورت کې د جمهوي رياست او ملي شورا په ټولټاکنو کې ګډون د فرد فرد افغا ن ايماني ا ووجداني دنده ګڼل کيږي ، او په دې صورت کې يې مخالفين د ملي خيانت له تاريخي بار او ګناه څخه نشي خلاصيدلای. په درنښت او سلامونو